د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د درسي برنامو ردسي لارښود

صحراني ګل 15.11.2014 10:07

نوم: صحراني ګل
د درسي برنامو ردسي لارښود
د درسي برنامو د پرمختګ لپاره مختلف درسې لارښودونه پیداشوي دي، چې دغه مودلونه یا درسې لارښودونه تدعلیمي نصاب یا درسې برنامه ریزۍ له تعلیمي ایدیالوژۍ او فلسفي څخه اغیزمن دي. چې له ټولو یې غوره او مهمترین مډل یا درسې لارښود د رالف تایلر دی چې په (۱۹۴۹) کې منځته راغلی دی.
د درسې برنامې مختلف موډلونه یا لارښودونه
• د تایلر اهدافې موډل ۱۹۴۹
• د تابا استقرایې موډل ۱۹۶۲
• د شواب تعمقي موډل ۱۹۷۰
• د پوسنر پروسیې موډل ۱۹۷۱
• رزنیک د ساختن ګرایې موډل ۱۹۸۹
• ویګنز ومک تای د پوهې پر اساس موډل ۱۹۹۸
پر درسې موضوعاتو مبتنې نمونې یا اطلاعاتې منبع
په درسې برمامو کې سنتې یا میراثې نمونې دې چې اوس هم په زیاتو سیمو کې ترې کار اخستل کیږي، لکه اکثره وخت په مسجدونو کې دمسجد د ملا امام له خوا زده کوونکو ته په سنتې بڼه زده کړه ورکول چې ټول یې میخانیک او کور کورانه ډول صورت نیسې. زیات وخت د زده کړې او پوهې باندې ټینګار کیږي اما هیڅکله سازمان د زده کوونکو د عملي زده کړې په فکر باندې تمرکز نه دې چې ویلای شو په افغانستان کې اکثره وخت دزده کړې پر یو خوا باندې تکیه کیږي دمثال په ډول، ځېني ښوونکي په لکچر باندې زیات تکیه کوي او ځیني بیا په محتوای، کله بیا د کیمیا مضمون یو نیم استاد ټول وخت په عملي کارونو سرته رسوي او محتوای ترې پاتې وي.
په درسې کتاب باندې تاکید کول
په درسې کتابونو باندې تکیه کول او فرهنګي یا میراثې زده کړه په افغانې ټولنه کې زیاته مروجه ده، چې د عملې کارونو مخه یې نیولې او په اکثره ښوونځیو کې استادان په کور کورانه زده کړه باندې خپله ناپوهې په زده کوونکو باندې د دیکتاتورۍ په شکل باندې تحملوي او زده کوونکي له انتقادي فکر او تجربو څخه بې برخې کیږي.
ښوونکی باید خپل زده کوونکي داسې وروزي چې هغوی د خپلې ټولنې په موجوده وضیعت باندې پوهه شي چې د پوهې فضاء په ټولنه او ښوونځې کې له ورایه ښکاره او ځلیدونکي وي. دښوونکی تدریس باید معنادار او د ټولنې او نې پرمختګونو سره په اړیکه کې وي او د زده کوونکو داخلې انګیزو ته زیاته پاملرنه وکړي. داهم ضروري دي چې ښوونکی د زده کوونکو تر منه د تفاوتونو رعایت وکړي او دهغوی روزنه په عملي بڼه سرته ورسوي.
دبلوم لخوا د زده کړې شپږ مرحلې
بلوم او همکارانو یې د زده کړې د هدف دحوزې د پیژندنې لپاره شپږ مرحلې ټاکلي دي. چې دهمدې شپږو مرحلو په عملې بڼې او مثالونو سره د پښتو ژبې دګرامر په موضوع خلاصه کیږي او دهرې مرحلې سره دوه مثالونه ذکر شوي دي. دلته د کتاب نوم ګرامر او بخش یې مورفولوژي ده. دبلوم (۶) مرحلي۱- پوهه. ۲ـ پوهېدل. ۳ـ پوهه په عمل کې. ۴ـ تحلیل. ۵ ـ ترکیب. ۶ـ ارزیابي.
• پوهه: د ګرامر له مخې دلته زده کوونکی کولای شي یواځې د ګرامر په پيژندنه باندې بسنه او تعریف یې کړي.
۱ـ مثال: مورفولوژي د یوناني ژبې اصطلاح ده چې له دوه کلمو جوړه ده. چې مورف (شکل او جوړښت ) او لوژي (پوهه) ده. دلته زده کوونکي یواځې د مورفولوژي دنوم سره اشنا شو او دا اصطلاح یې وپيژنده.
۲ـ مثال: مورفولوژي د تشریحي ژبپوهنې هغه څانګه ده چې په هغې کې د یوې ژبې د مورفیمونو له ترکیب او تجزیې څخه خبرې کیږي.
• پوهېدل: په دې مرحله کې زده کوونکي یواځې دانه چې په تعریف اتکا وکړي بلکې په دموضوع په اساس هم پوهېږي لکه په لاندې مثال کې:
۱ـ مثال: څپه (هجا) د څپې دنوم په اوریدو سره زده کوونکي د څپې په ټولو ځانګړنو باندې پوهه شوي دې چې د نوم په اوریدو سره یې ذهن ته هغه هجا یا سیلاب تداعي کیږي. او وایې هغه ډله اوازونه دې چې د تنفس په یووار بندیز سره ادا کیږي.
۲ ـ مثال: د څپې (هجا) ډولونه دي، چې داهم زده کوونکی په خپل ذهن کې راوستلای شي، او وایې چې څپه په دوه ډوله ده، چې وازه یعنې خلاصه او دوهمه یې تړلې یا بنده څپه ده.
• پوهه په عمل کې: په دې مرحله کې زده کوونکي خپله پوهه په عملي توګه سرته رسوي.
۱ـ مثال: که زده کوونکي ته ووایې چې د هجا لپاره یوه مثال وړاندې کړه نو حتمې ده چې د اواز تمرین درته وکړي لکه: د ابا کلمه چې دوه څپې لري او هغه درته دا تلفظ او په هیجا باندې وویشي داخپله تمرین او عملي برخه ده
۲ـ مثال: که زده کوونکو ته یوه لنډۍ ورکړل شي چې دا راته په څپو وویشۍ، هغوی به حمتاٌ لومړۍ مصره په نهه څپو او دویمه مصره به دریالسو څپو وویشي چې دا عملي پوهه ده.

• تحلیل: دغه مرحله د زده کوونکي د تحلیل مرحله ده چې په پوره ډول باید زده کوونکی دموضوع تحلیل وکړي یا موضوع ته لوری ورکړي د عناصرو ترمنځ اړیکه پیدا کړي.

• ترکیب: په دې مرحله کې د زده کوونکو د تدریس په پایله کې د درس موضوع ته یو خاص رابطه ورکوي چې ټوله موضوع سره چوکاټ او پلان کړي.

• ارزیابي: په دې مرحله کې دزده کوونکو د درس ټول جریان ارزیابي کیږي چې په کومه کچه زده کوونکو زده کړه کړي ده.
محتوای اصول:
۱ـ اهمیت: باید له پورته درجي څخه اهمیت برخوردار وي.
۲ـ اعتبار: باید محتوا علمي اعتبار ولريږ
۳ـ سودمندي: انتخاب شوي محتوا باید عملي او ګټوره وي.
۴ـ فابلیت یادګیري: محتوا باید د زده کوونکو د سویه سره مناسبه وي.
۵ـ انعطاف پذیري: محتوا باید دوخت د بودیجي د اختصاص موندونکي وي.منابع باید د معلمانو دشرایطو، اقتصادي، سیاسي شرایطو د ټولنې څخه انتخاب شي.
دمحتوا انتخاب
د محتوا په اصولو کې دغه عناصر باید په پام کې ونیول شي:
۱ـ تعریف
تعریف باید دمحتوا لپاره جامع وي، حقایق، مشاهدات، لاسته راوړنې، شخصیتونه، د ستونزو دحل لارې او هغه څه چې د انسان ذهن یې درک کولای شي.یا هغه ذهنې اصول چې د پوهې، اصولو، مفاهیمو، تیوریګانو او یا په سازمان ورکولو کې تجبربه کیږي. دمحتوا د تعریف لپاره باید درې برخې په نظر کې ونیول شي:
• پوهه: پوهه باید حقایق، اصول، تعریف او توضیحات په بر کې ونیسي.
• مهارتونه: دا یو لړ پروسي دي لکه، لوستل، لیکل، شمیرل، تفکر کول، تصمیم او اړیکه نیول دي.
• ارزښتونه: ارزښتونه په ښه والې او بدوالي پورې تړاو لري لکه صحیح او غلط، ښکلا او بد رنګي، ښه والی او بد والی، روحیه او عاطفي بحشونه په برکې نیسي.
۲ـ دمحتوای ماهیت: هغه ذاتي ځانګړتیا چې په مختوا کې موجودي دي هغه باید وپيژندل شي. که چیرته محتوا علمي انتخاب شي نو په دې حالت تکې هغه بشري علم چې منځته راځي په جریان د رشد او تکویتي کې په مفاهمو، اصولو او روشونو باندې یې ساحه پوره کیږي او په سر کې ډېره کلي بڼه لري. د عمومي مسائلو او هم په پیچیده سطحو کې اصطلاحات او مفاهیم توضیح شي. د ارزیابۍ او تحقیق لپاره باید روشونه مشخص شي او هغه څه چې د تحقیق نه په لاس راځي لکه قوانین، حقایق او نظري باید په تاریخ کې ثبت شي.
۳ـ دمحتوا ارئه: په ارائه کول کې له غه عناصرو کار اخستل کیږي لکه: لیکل، تصویرونه او فلمونه، فعالیتونه، د ټولګي څخه دباندې فعالیتونه او داسې نورې کړنې دي چې د ارائه معنی ورکوي.
۴ـ د محتوای وحدت: ټول موضوعات باید یو دبل سره تړاو ولري او هغه څه چې د ماشوم په ذهن کې دي د یوې واقعي نړۍ انځور دی.
د تدریس د روشونو انتخاب
• هر روش باید د هدف سره مناسب وي.
• روش باید دمحتوا سره مناسب وي.
• روش باید د زده کړې د اصولو سره متناسب وي.
• روشونه باید دمحدویتونو او توانمندیو سره متناسب وي.
• روشونه باید اررښتي نظام سره متناسب وي.
• روشونه باید د زده کوونکو د علاقي سره متناسب وي.
• روشونه باید د زده کړې دمهال سره متناسب وي.
• روشونه باید داسې وټاکل شي چې زده کوونکي فعال وساتي.
• روشونه داسې وټاکل شي په هغې کې دښوونې او روزنې تر منځ یوالی په نظر کې ونیول شي.
• ټوله درونې قوه باید منظمه شي.
• د زده کړي لپاره باید متنوع فرصتونه برابر شي.
• د زده کړي دمختلفو ابعادو توازن په نظر کې ونیول شي.
• په مختلف شرایطو کې انعطاف پذیره اووسي.
• ښوونکی باید مختلف روشونه ترکیب او تنظیم کړي.
د دتدریس روش او نمونې
روش په دوه لویو کټګوریو ویشل کیږي چې یو کلي او بل یې جزي روش دی. کلي هدف د جزي او جزي د کلي سره ارتباط لري.

کلي هدف جزي هدف
په پورته شکل کې دواړه هدفونه یو له بل سره ارتباط لري که دلته یوه موضوع په مثال کې ورکړو نو معلومه ده چې زمو هدف به یا دخط په وسط او له وسط څخه لږ وروسته موقیعت ولري یعنې په اصلي مرکز چې د خط یو سر او بل سر دې شاید قرار ونه لري.
د تدریس دروشونو طبقه یندي
معلم شاګرد محور
رفتار ګرایان تدریس مستقیم شبېه سازي یا بازي درنقش
شناخت ګرایان سخنراني تدریس مفاهیم
ساخت کرایان مباحثه آموزش مشارکتي، محوري