د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د تحلیلي پالیسۍ تعریف او چوکاټ

صحراني ګل 15.11.2014 12:07

په تحلیلي پالیسۍ کې د پالیسۍ په ټولو خواو باندې انتقادې فکر او د مؤثریت او ښې نتېجي لپاره کتنه او تحلیل صورت نیسي. کله چې یوه پالیسۍ جوړیږي باید د پالیسۍ په دخیلو ارکانو او عناصرو باندې مرور تحلیل سرته ورسیږي. دمثال په ډول دپالیسۍ د طرحي تحلیل، د توانمندیو او کمزوریو جلا کول، د تهدیونو تحلیل، د عامه امکاناتو تحلیل، د عملي کولو د شبکي تحلیل دی. همدارنګه د پالیسۍ لپارابتدایې معلومات تحلیل کوونکي په دې قادر کړي، تر څو ازمایښتې فرضي په سمه توګه سرته ورسیږي، کله چې تحلیل کوونکی ساحي ته ځي باید کلیدې نقاط په وسیع توګه وپلټي. بله مهمه خبره په تحلیلي پالیسۍ کې د اهدافو او مقاصدو تحلیل په واضح توګه ترسره شي، مسئله یا ستونزه تعریف او تحلیل شي چې په راتلونکي پالیسي د ستونزو سره مخ نشي.
دپالیسۍ لپاره دپلان جوړونې نظري د همغه پالیسۍ د سکتور د ودې او موثرو کړنو سبب ګرځي. دیوې منظمې ساحي د عیري مبهمو موضوعاتو واضح مقاصد، ناشاملي برخې ، واضح اړیکي، د وړاندوینې وړ عقلانیت او معقول تصمیم نیوونکي د پالیسۍ د تحلیل او تجزیه لپاره اړین دي. په پالیسۍ کې تحلیلي سکتور محتوای ته زیات پاملرنه کوي، چې د څېړونکې ټوله توجه د محتوای په چارچوب را سرخي.
انکشافي پلان جوړونه هغه پروسو ته شامله ده چې دهغې له طریقه موضوعات تحلیل کیږي او د پالیسۍ ایجاد، تطبیق، ارزیابي مجدداً طرحه کیږي، ددې برخې هدف دیوې طرحي وړاندیز او مراحل دی، چې دهغې له طریقه سالمي او دکار وړ پالیسي تنظیم کیږي.
دپالیسۍ تعریف او ساحه
پالیسي د پلان جوړونې لپاره اساسي رکن دی، پالیسي یو واحد تصمیم او یا صریح او ضمني تصمیمونه دي چې د راتلونکي تصمیمونو لپاره لارښود او هدایت دی. پالیسي جوړونه دهرې دورې د پلان جوړونې لومړی ګام دی پلان جوړونکي باید د پالیسۍ دتنظیم او اهمیت په اړه مخکې له مخکې پوهه ولري.
تحلیلي پالیسي هغه پالیسې ده چې په هغه کې د پالیسۍ په ټولو خواو باندې لکه د پالیسۍ په قانون، پالیسي جوړونکو، امکاناتو، منابع، اهداف، تهدیدونو، ډیزاین، دخارجي او داخلي عواملو تحلیل، د پالیسۍ موقیعت، ظرفیت، لید لوری،دپالیسۍ وخت، د پالیسۍ تنظیم او ارزیابۍ باندې دانتقادې فکر له مخې دپورته عناصر تجزیه او تحلیل کیږي.

دپالیسي دتحلیل مفهومي چوکاټ
په لاندي چوکاټ کې دپالیسي دپلان جوړوني اوه پروسي شاملي دي چي څلور لومړني پروسي د
پالیسي جوړوني سره سروکار لري ، پنځمه دپلان جوړوني شپږمه او اوومه دپالیسي دتعدیل سره سروکار لري:
.1 د موجوده وضعیت تحلیل.
.2 دپالیسي دګزینو ایجاد.
.3 دپالیسي دګزینو ارزیابي.
.4 دپالیسي تصمیم نیونه.
.5 د پالیسي دتطبیق پلان جوړونه.
.6 د پالیسي داغیزي ارزونه.
.7 د پالیسي وروسته دوري.
دموجوده وضعیت تحلیل :دپالسی تغیر معمولا دستونزو لپاره ځواب وي له دي مخي باید دتعلیمي سکتور دمعني د درک او دهغه دمتن سره پیل شي، دسکتوردتحلیل څخه برسیر ه دپالیسي په تحلیل کې داجتماعي متن خواوي لکه اقتصادي ، آماري ، فرهنګي او ټولنیزموضوعات ممکن تصمیم نیونه او دتعلیمي سکتور تطبیق پروسه اغیزمنه کوي .
دپالیسي دګزینو دایجاد پروسه : نوي پالیسي معمولا هغه وخت منځ ته راځی چې دسکتور موجوده وضعیت او دهغه متن دیوه سیاسي تصمیم او یا دیوي برنامي نوي تنظیم مشکل سره مخ شي ، دپالیسي ګزیني کیداي شي دمختلفو لارو څخه ایجاد شي تر څو دعدم توازن څخه مخنیوي وشي .دتحلیل لپاره شخص کولای شي دا پروسه دڅلورو حالتونو لاندي دسته بندي کړي: ۱ سیستماتیک . ۲ افزاینده . ۳ غیر پلان شوي . ۱ تورید.
د پالیسي دګزینو ارزونه : دپالیسي ګزیني صرف په هغه صورت کي ارزیابي کیدای شي چي دځای پر ځای کیدو امکان ایجاد شي تر څو دملاحظه شوي ګزینو احتمالي نتائجو تخمین ته اجازه ورکړي.
دپالیسي تصمیم نیونه : دتصمیم لپاره معلومات ټولیږي په دقیقه توګه تحلیل کیږي تر څو مطلوبه پالیسي انتخاب شي.
پالیسي د پلان تطبیق : کله چې پالیسي وټاکل شوه دتطبیق پلان جوړونه باید سمدستي پیل شي، هغه کارونه چې باید په دي مرحله کې صورت ونیسي کولای شي دانجام شوي ارزیابي دپالیسي دتصمیم نیوني لپاره انجام شي مګر تطبیقي پلان جوړونه هغه شیانو ته شامله ده چې دپالیسي په لومړیو مراحلو کې وجود نه لري .
دپالیسي داغیزي ارزونه : کله چي پالسي دکافي مودي په پام نیولو سره دپایلو لپاره دکاروني وړ وي کیداي شي دپالیسي ارزونه صورت ونیسي .
دپالیسي وروسته دوري : که چیري دیوي پالیسي ابتکار په سیستماتیکه توګه اجراشي دطرح پروسه ، پلان جوړونه، تطبیق، داغیزی ارزونه او د پالیسي نوي طرح تکراري کیدلای شې ، متسفانه دپالیسي اوږمهاله تحلیل او پلان جوړونه په دی شکل صورت نه نیسي اکثره تائید شوي پایلي دوهم ځل لپاره په پالیسي کي نه ځاي پر ځاي کیږی.