د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بودیزم او په افغانستان کې یې خپریدل

عارف الله عارف 13.11.2014 10:39

لنډیز
افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې تل د نورو د نظامي،کلتوري،فرهنګي او مذهبي یرغلونو تربرید لاندې راغلی.دتاریخ په بېلابېلو دورو کې چاپر دغه هېواد نظامي یرغل کړی.چابیا غوښتي خپل فرهنګ ددې هېواد په وګړو مسلط کړي اوچاهم بیادغه تاریخي هېواد دمذهبي یرغلونو تر بریدلاندې راوستی.یوله دغو یرغلونو څخه هم دبودیزم مذهبي خوځښت دی.موږ به په دې لېکنه کې په لومړي سرکې دبودیزم پرمذهب لنډه رڼاواچوو.ورپسې به دبودیزم ښوونځی ترلنډې کتنې لاندې ونیسو.په دې سربیره به داجوته کړو چې ایابودیزم الهي دین وو او که دبشر په لاس جوړ شوی وضعی دین.او په همدې ترتیب په افغانستان کې دبودیزم پراختیا اوپرمختیا ترکتنې لاندې نېول شوې.ددی موضوع لپاره مو یولړموخې په نظر کې نیولي چې په لنډ ډول یې یادونه کوو..دبودیزم دمذهب په اړه معلومات حاصلول.بودیزم دالهي دین او که دبشري دین په توګه منل.په افغانستان کې یې د پراختیا اوپرمختیاپه اړه معلومات لاسته راوړل.بودیزم ته دخلکو ګروهمند(عقیدت مندل) کېدل اوپه افغانستان کې دبودیزم دمذهبي ځایونو پېژندل.ددې څېړنې لپاره مو دکتابتوني روش څخه ګټه اخستې اودبېلابیلو کتابونو څخه مو اړین او پرځای معلومات را ټول کړي.په دې څېړنه کې مو بیاموندني دادي چې بودیزم دبودا نومي سړي پرمټ جوړ شوی مذهب وو.الهي سرچینه یې نه درلوده.انساني روزنې ته معتقدمذهب وو.په افغانستان کې یې ځکه پراختیا وکړه چې په هغه وخت کوم بل دین شتون نه لرلو او که وو هم به نشت حساب وو. په اخرکې مو دبودا ددین مذهبی ځایونوچې دافغانستان به بېلابېلو سیموکې شتون لري لکه دجلال ابادپه هډه،په کندهاراو دهندوکش به لمنو کې په نښه کړي چې وروسته به په اصلي موضوع کې ورباندې پوره بحث وشي.
سریزه
په افغانستان کې داسلام له دین څخه پخوا بېلابېلو ادیانو شتون درلود.یو له دغو ادیانو څخه بودایي دین وو،چې دافغانستان په بېلابېلو سېمو کې یې خپلې رېښې غزولې وې.دڅېړنې آره موضوع مو (بودیزم اوپه افغانستان کې یې خپریدل)ده. بودا دبودایي دین بنسټ ایښودونکی په (۵۳۳ ق م) کال دنیپال دکپی لاواستو په ښار کې زېږدلی یو شهزاده وو.نوموړی په پالي او سانسګریت ژبو کې په بودها،دهرما او دهما په نومونو یاد شوی،چې مانا یې دویښتابه زده کړه ده.ښایي چې بودا به دپینځمې مخزیږدي پیړۍ په شاوخواکې ژوند کاوه.بودايي دین په خپل زیږدیز چاپیریال کې پاتې نشو،دبودیزم ونې رېښې وکړي او دنړۍ بېلابېلو سېمو ته یې ځان ورساوه چې یو له دغه سېمو څخه پخوانی افغانستان هم وو.بودايی دین دافغانستان بېلابېلو سیمو ته راورسیدو.مبلغین یې پیدا کړه.عبادت ځایونه یې پرېښودل اوباالاخره دوخت په تیریدو او داسلام ددین په راتګ سره له منځه لاړو.دیادې موضوع په هکله بېلابېلو لیکوالانو په خپلو اثارو کې لېکنې او څېړنې کړي چې موږ یې دلته لنډه یادونه کوو.استادعبدالحی حبیي په خپل اثر دافغانستان لنډ تاریخ کې پر یاده موضوع پوره بحث کړي بودا،بودیزم او په افغانستان کې یې خپریدل ترڅېړنې لاندې نېولي.لیکوال غوث الدین خیبري په خپل اثر پښتانه دبرهما،زردښت،بودا او اسلام په پیرونو کې پر نوموړې موضوع پوره بحث کړی اودبودا او بودیزم په هکله یې پوره معلومات دلوستونکو مخې ته ایښي دي.پردوی سربیره احمدعلی کهزاد په خپل اثر افغانستان دتاریخ په رڼا کې او میرغلام محمد غبار په خپل اثر خراسان کې پریاده موضوع پوره تبصري کړي.ددې مقالې په پای کې به دغه پوښتنو ته ځواب وویل شي.بودا څوک وو؟.بودیزم څنګه رامنځته شو؟بودیزم څرنګه پراختیاپیدا کړه؟.بودیزم الهي دین وو او که دبشر په لاس جوړ شوی دین؟بودیزم په پخواني افغانستان کې څرنګه پراختیا اوپرمختیا وموندله او له ځان څخه یې کوم اثار پرېښودل؟
دبودا لنډه پېژندنه
بودا دبودایي دین بنسټ ایښودونکی په (۵۳۳ ق م) کال دنیپال دکپی لاواستو په ښار کې زېږدلی یو شهزاده وو.نوموړی په پالي او سانسګریت ژبو کې په بودها،دهرمااو دهما په نومونو یاد شوی،چې مانا یې دویښتابه زده کړه ده.ښایي چې بودا به دپینځمې مخزیږدي پیړۍ په شاوخواکې ژوند کاوه. نوموړي په ۲۲کلنۍ کې دپاچاهۍ ژوند پرېښود اوشپږ کاله په انزوا کې وو.له پوره ریاضت وروسته یې له ځان سره یو نوی دین راوړ چې په بودایي نوم یې شهرت پیدا کړ.نوموړي دخپل دین په خپرولو پیل وکړ.پاچایان او ډېر خلک یې خپل دین ته راوبلل.بودیزم دهند شاوخوا سیموکې دپینځمې مخزیږدې پیړۍ په اوږدو کې پراختیا اوپرمختیا وکړه.همدارنګه داسیا دلویې وچې سهیلي،شمالي،منځنۍ اوشمالي برخو ته وغځیدو.په همدې تریب ددویمې زریزې په اوږدو کې داروپا ځینو برخو ته هم دبودایي دین مزې وغځیدل.په پای کې دنیپال دهېواد دځینوبرخو پرته هندي بودیزم په نظري توګه له منځه لاړاو ځای یې براهمني دین ونیو.دڅېړنکو ترمنځ دنن ورځې ترټولو ډېره برخه بودیزم ښایي چې په درېو دودیزو ډلبندیو وېشل شوی وي چې بېلګې یې په لاندې توګه څرګندېږي.(حبیبي،۱۳۸۲)
دبودیزم څانګې
سویلي بودیزم یاتیراوادا(دبوداخپل نوم):چې دسویل ختیځې اسیا یا پالي بودیزم هم بلل کېږي.په سریلنکا،برما،تایلنډ،لاووس،کمبوډیا،مالیزیا،ویتنام،چین او بنګلدیش په هېوادونو کې عملي کېږي.
ختیځ بودیزم (دختیځي اسیابودیزم):چې بودایی نوم یې ماهایانا دی،په چین،ویتنام،کوریا،جاپان،سینګاپور او دروسیي په ځینو سیمو کې عملي کېږي.
شمالي بودیزم:دټبټی بودیزم په نوم هم شهرت لري.عمدتا په ټیټ مغولستان،بوتان،همدارنګه په چین،روسیې اوهند کې عملي کېږي.(غبار،۱۳۷۵)
بودیزم الهي دین وو که وضعې.
ددې ادعا دثبوت لپاره چې، بودیزم الهی دین وو که دبشر په لاس جوړ شوی دین وو څېړونکي سره په یوه خوله نه دي.ځینې څېړونکې په دې اند دي چې،بودیزم یو الهي دین دی.هغه اصول اوقوانین چې موږ یې په بودیزم کې وینو داسې نه معلومېږي چې،ګواکې دانسان په لاس دې جوړ شوي وي.دغه ډله څېړونکي دخپلو ادعاوو لپاره بېلابېل دلایل وړاندې کوي.ورپسې خپل دلایل دنورو الهي ادیانو داصولو اوقوانینو سره پرتله کوي.هغه څه چې دوی دخپل ثبوت لپاره وړاندې کوي عینې بېلګې په نورو ادیانو کې هم مومي.دویمه ډله بیابودیزم الهي دین نه بولي.دوی هم دخپلو ادعاو د ثبوت لپاره دلایل وړاندې کوي او دخپلو دلایلو پراساس بودیزم دالهي دین دکړیو څخه باسي.موږ دلته ددواړو ډلو نظریات تر کتنې لاندې نیسو.لومړۍ ډله دلرغوني بودیزم ډله ده چې،موږ یې دلرغوني بودیزم ترسرلیک لاندې لولواو دویمه ډله د اوسني(معاصر)بودیزم ډله ده چې ترکتنې لاندې به ونیول شي.

لرغونی بودیزم(بودیزم الهي دین دی)
دغه ډله وايي په لرغوني بودیزم کې راغلی چې،بودا هیڅکله ځانته خدای نه دي ویلي.ځان یې مخلوق اویوبل څوک چې صراحتا نه دی معلوم خالق بللی.هغه متن چې دوی ورباندې بودا مخلوق او خالق یې یو بل څوک بللي کټ مټ ذکر کوو.(زه لوی خدای یم،مانړۍ پیداکړې،زه پیدا کول کوم،زه تغیر اوتحول راولم اوټول شیان زماپه واک کې دي).یاده ډله دبودیزم ددین دغه متن ته دقرانکریم داخلاص دسورت سره ارتباط ورکوي وایي چې په قرانکریم کې هم دالله تعالی دوحدانیت لپاره یوځانګړی سورت راغلی او په بودایي دین کې هم ورته متن وجود لري.دویمه خبره چې دوی یې دلیل نیسي دعالم کثرت یاډېرښت دی.دوی وايي داچې عالم ډېرښت مومي داپه خپله منځته نه راځي حتمایوخالق لري او داخبره دبودا په دین کې صراحتا راغلې اوموږ عینې خبرې په نورو ټول الهي ادیانو کې وینو.بله دلیل چې دوی یې راوړي هغه دنړۍ پناکېدل اوله منځه تلل دي.څلورمه خبره چې یاد څېړونکي یې دلیل نیسي دنفس تذکیه ده.دې ته ورته نور ډېر دلایل راوړي چې موږ یې په همدې څو دلایلو بسنه کوو.
اوسنی بودیزم(بودیزم الهي دین نه دی)
دغه ډله بودیزم دلاندې دلایلو پر اساس بودیزم دالهي دین نه بولي.
په تناسخ(حلول) باندې عقېده لرل.اوس هم دهند اونیپال ډېری خلک په حلول باندې عقېده لري.دوی وايي انسان په بشپړه توګه له منځه نه ځي یواځې جسد یې له منځه ځي او روح یې په یوبل نوي رازېږیدلي ماشوم کې را ژوندی کېږي.
پیروانو یې بودا ته عبادت کولو او هغه یې خپل معبود ګرځولی وو.په داسې حال کې چې هیڅ الهي استازي ته عبادت نه دی شوی.
په سحر او جادو یې ګروهه لرله.په داسې حال کې چې په الهي ادیانو کې سحر اوجادو په ډېر شدت سره غندل شوی دی.
انسان دخدای دپېژندلو څخه ناتوانه دی.په داسې حال کې چې الله تعالی انسانانو ته دخپل ځان دپېژندلو لپاره عقل او شعور ورکړی.
دبودیزم ښوونځی
دبودیزم ښوونځی په طبیعت کې دبې حده آزادۍ ترحده نه ځي،اودوحیې له مخې دکتابونو اوصحیفو یاګروهو له اهمیت څخه ډېره توپیریزه ګروهه ده.بیاپه ځانګړې توګه دهغوی دعبادت طریقې چې له مخې یې بنسټ په درې عملي طرېقتونو باندې څرخېږي،چې ددوی دعبادت بنسټیزې ستنې بلل کېږي.دغه درې طریقتونه یا دبودیزم بنسټیزښوونځي په دې نومونو یادېږي.بودا،دهرما(سبقونه)اوسانګها(ټولنه).
په یوه ځانګړي عبادت ځای کې کې پناه اخستل او دبودا په څېر دخلکو څخه لرې په یوه عبادت خونه کې په ورته عبادت مشغولا دبودیزم ددود تابیا اوتسلیمېدل ګڼل کېږي.دنورو عامو وګړو سره دبودا د راهب دتګلارې عمومي توپیر په همدې کې نغښتی چې ځانته انزوا غوره کوي او دنور سره ګډ عبادت نه ترسره کوي.همدارنګه دطریقې نور اړخونه یې بیا داخلاقیاتو په څرنګوالی،دروحانیونو دټولنې ملاتړ،دمعمولي ژوند څخه انکار،روحانیت ته نږدې کېدل،دذهني ارامتیا ترلاسه کول،اروايي درملنه،داوچتې پوهې سطحه،بصیرت اوهوښیاري،دبودا لیکلي نصیحتونه لوستل،دبودا څخه په هرکارکې مرسته غوښتل اوپه روحاني تمریناتو کې ونډه اخستل هغه څه دي چې ددوی دعبات بنسټونه بلل کېږي.(کهزاد،۲۰۰۱)
په افغانستان کې دبودیزم خپرېدل
څرنګه چې دبودا دین یوه تیاره فلسفه نه دردلوده نو دده دمړینې پرکال په باجاګره کې دبودا دریو تنو ملګرو انانده،یوپالي اوکاسیاپه دده خبرې او ویناوې راټولې کړې اوله هغوی څخه یې ترې پیتکه،Trepitaka(درې ټوکرۍ ګلان)په نامه دبودایي قوانینو ټولګه جوړه کړه.دبودایي دین پیروانو غوښتل ترڅو دغه دین دهندوکش ترلمنو هم راورسوي.(حبیبي،۱۳۸۲)
اصلا داشوکا له خوا په یوه ستره مذهبي غونډه کې فیصله وشوه،ترڅو دهندوکش جنوب ته دغربي هېوادونو په لور چې په هغې کې پخوانی افغانستان هم شامل دی یوشمیر دبودایي دین مبلغین واستوي،داغونډه (۲۵۸-۲۵۹)م ز په شاوخواکې دهند دبیهار په ضلع دپتنه دښار په پتاپوترا کې ترسره شوه په غونډه کې پرېکړه وشوه چې بودایي دین به په هرلور غځوي چې یو له هغو په نښه شوو هېوادونو څخه پخوانی افغانستان هم وو.(کهزاد،۲۰۰۱)
بودايي ګروهي(عقېدې) داشوکا دپرمختګ له امله دهندوکش له سویله ترکندهاره پورې خپرې شوې او دبودایي دین درېیمه لویه جرګه داشوکا په قیادت اودلوی عالم((موګالي پوتاتیسا)په مشرتابه جوړه شوه،چې په هغې کې دمذهبي احکاموپرترتیب اوتدوین سربیره داسې پرېکړه وشوه چې یوه ډله بودایي مبلغین لرې هېوادونو ته ولېږل شي.ددغوهېوادونو او لېږل شویو مبلیغانو نومونه اشوکا دخپل جلوس پر۱۴کال (۲۵۶م ز)په ۱۳نمر ډبرین فرمان کې کیندلي دي له هغه څخه څرګندېږي چې څوتنه بودایي مبلغین چې جهان تیکه،مدهان تیکه،دهه مراکهیه ته اومهارکهیته نومیدل دګندهارا او آریانه ختیزو سیمو ته راستول شوي دي.دامبلغان چې چې د دوتا doutaپه نامه بلل کېدل د۲۵۸م ز په شاوخواکې دبودايي دین په تبلیغ بوخت وو او په همدغو وختونو کې دانتیاکوس دسلیوکوس زوی دباخترپاچا وو چې دده نوم یې داشوکا په ډبرینوفرمانونو(انتیاکه)لیکلی دی.(خیبری،۲۰۰۵)
دموریا وروستی حکمران چې په دغه وخت کې یې په کابل حکومت کاوه سوفاګازنس دی،چې دباختر دپاچا ایوتیدیموس دواکمنۍ ترپیله یې هم د ګندهارا اودکابل په لویدیځه سیمه کې نفود درلود.ایوتیدیموس چې په کابل کې خپلواک پاچا شو، ده دهندوکوش سویلې خواته لښکرویوست اوپه کابل کې یې دموریا نفوذ پای ته ورساوه اوترهغه وروسته دهندوکش جنوب سیمې هم دباختري یونانیانودخپلواک سلطنت برخې شوې.(حبیبي،۱۳۸۲)
دافغانستان په خاوره دموریا سیاسي نفوذ ډېر لنډ وو اشوکا پر۲۳۲م ز کال ترڅلويښتو کالو پاچاهۍ وورسته په ټکسیلا کې مړ شو دده به کاله کې یو مقتدر پاچا نه وو چې دده پرځای کیني او دده ارت سلطنت وساتي،نوځکه دافغانستان په خاوره ددوی دنفوذ ځنځیروشلیدو،خوهغه دین چې اشوکا له ځان سره راوړی وو دهغه دفکري،هنري اوفرهنګي نښو سره تر زرو کالو پورې پاتې شو.(حبیبي،۱۳۸۲)
دځینو پوهانو په اند بودا پخپله افغانستان ته راغلی دی اودخپل دین دخپراوي لپاره یې هڅې کړي دي،ځکه چې همدلته یې امسا،غاښ او ان چې ملګري او نورڅیزونه پاتې شوي اووروسته دلرغون پیژندونکو دکېندلو په نتیجه کې لاس ته راغلي او په موزیمونو کې خوندي شوي دي.(خیبري،۲۰۰۵)
لوی اشوکا چې په خپله یې برهمني مذهب غوره کړی وو په افغانستان کې دبودايي مذهب دښه پرمختګ اورسا تبلیغ لپاره له افغاني پوهانو کار واخیست او ویل کېږي هغه ډبرلیکونه چې داشوکا په وخت کې لیکل شوي دافغانانو په لاس لیکل شوي وو ځکه اوس هم دبودايی دین دتبلیغ ډبرلیکونه اوسټوپی دپښتنوپه سیمو کې وجود لري.دبودايي مذهب دپرمختیا په لاره کې دافغانستان کوشاني پاچاکنیشکاهم داشوکالاره غوره کړې وه اودی هم چې بودایي شوی وو ددغه مذهب دښه اواغیزمن تبلیغ لپاره نه ستړې کیدونکي هلې ځلې کولې.کنیشکااوهوشیکا بودايي پاچایان ووچې دبودايی اسټوپو،معبدونواو په مجسموجوړونه یې پیل وکړ.څومره پرمتختګ چې بودایي مذهب دکنیشکاپه وخت کې وکړپه هغه کچه پرمختګ یې داشوکاپه وخت کې نه وو کړی.دهمدې کنیشکا په وخت کې افغانستان دبودايي مذهب په یوسترمرکز بدل شو،چې افغانستان اوګندهارا ته راغلیو چینایې ګرځندویانو یې په خپلو یادښتونو کې ستاینه کړې ده.دبودایي پیرڅخه راپاتې اسټوپي دجلال اباد په هډه،دکندهار په ښار،دهندوکش په لمنو او دکاپیسا په ولایت کې شتون لري.(خیبري،۲۰۰۵)
پایله
بودا دبودایي دین بنسټ ایښودونکی په (۵۳۳ ق م) کال دنیپال دکپی لاواستو په ښار کې زېږدلی یو شهزاده وو.نوموړی په پالي او سانسګریت ژبو کې په بودها،دهرما او دهما په نومونو یاد شوی،چې مانا یې دویښتابه زده کړه ده.ښایي چې بودا به دپینځمې مخزیږدي پیړۍ په شاوخواکې ژوند کاوه. نوموړي په ۲۲کلنۍ کې دپاچاهۍ ژوند پرېښود اوشپږ کاله په انزوا کې وو.بودا دانزوا په دوره کې له پوره ریاضت څخه وروسته یو مذهب رامنځته کړچې پربودیزم یې شهرت پیدا کړ.دغه مذهب په انساني روزنه ولاړ مذهب وو چې دوګړو دروني پاکۍ ته ځانګړی شوی وو.بودیزم الهي سرچینه نه لرله اودبودا دخپلو تګلارو او اندونو څخه رازېږدلی مذهب وو.بودیزم دنړۍ بېلابېلو هېوادونو ته خپلې وزرې وغوړولې چې یو له هغې جملې څخه پخوانی افغانستان وو.یاد مذهب دافغانستان بېلابېلو سیمو ته خپور شو چې رغنده ونډه په کې کنیشکا،اشوکا او یوډله مبلغینو درلود.دبودایي دین اسټوپي (عبادت ځاینونه)اوس هم دافغانستان په بېلابېلو ځاینو لکه دجلال اباد په هډه،کندهار،دهندوکش دغرو په لمنو او دکاپیساپه ولایت کې شتون لري.
نتېجه ګیري
لنډه داچې بودیزم دبودا نومې سړي په لاس جوړ شوی مذهب وو کومه الهي سرچینه یې نه درلوده.دغه مذهب دنړۍ بېلابېلو هېوادونو ته خپور شو.په اړه یې بېلابېل اندونه اوګروهې رامنځته شوې.پر انساني روزنه ولاړه تګلاره یې درلوده.افغانستان ته دکنیشکا او اشوکا پرمټ راورسیدو. دلته یې خپلې رېښې وغځولې او له ځان څخه یې عبادت ځایونه پرېښودل چې اوس هم دنني افغانستان په بېلابېلو سیمو کې شتون لري لکه په جلال اباد،کندهار،کاپیسااو دهندوکش دغرونو په لمنو کې