د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پتیاله ځه مخ ته دي ښه سه!

عبدالباري جهاني 12.11.2014 11:45

د شهید پتیال په یاد، چي ما ته یې د یوه ښایسته او لایق زوی حیثیت درلود.
                      پتیاله ځه مخ ته دي ښه سه!
ګرانه پتیاله ستا دي ځای سي جنتي باغونه
که موږ ژوندي وو ستا د وینو انتقام اخلو
پلرونه وايي چي په وینو ویني نه پاکیږي
ځکه تر تا پوري د سولي په نوم ګام اخلو
ورځي به راسي چي لښکر د ابوجهل نه وي
او ستا په ویاړ به د غلیم پر قبر جام اخلو
د کندهار د بدبخته ښار قلم یې په وینو وهلی دی. لا د ګران شهید پتیال د پاتا کمبله نه وه ټوله سوې چی د میرویس لیسې ځوان مدیر وحیدالله احمدي یې شهید کړ. دا په دې بدمرغه ښار کي نه لومړي او نه وروستي شهیدان دي. هغه ښار چي پخوا به یې په غازیانو او قهرمانانو افتخار کیدی او سندري به ورته ویل کیدلې، نن د ځوانیمرګو ارمانونو او زلمیو شهیدانو هدیره ده.
ماتم دی په دې ښار کي جنازې دي چي راځي
خالقه ورځي څه سوې توري شپې دي چي راځي
عبدالمجید بابی، انجنیر لطیف آشنا، عبدالقدیم پتیال، و حیدالله احمدي او د دوی په څیر په سل هاوو نور منورین، چي د جهل او تیارو قوماندانانو په لوی لاس په نښه کړي ول، یو هم له هغوی او د هغوی له پاکستاني او نورو بیګانه بادارانو سره د جنګ په جبهه کي ولاړ نه وو. زموږ د خپلي خاوري اوسیدونکي او بیګانه غلیمان په کندهار کي د سړیو په دغه نیستي کي اوس هم د سړیو سرونه وهي. هغوی د رڼا له منځه وړلو او ډیوو وژلو ته ملا تړلې ده. د خپل ښار سره دغه ډول نامردي یوازي د دغه ښار جاهلان کولای سي. البته د دې ناپایه غمیزي جواب یوازي په خبرو نه ویل کیږي، او یوازي طالبان او د حکومت مخالفین یې مسولین نه دي، بلکه د حکومت په دننه کي د مقاماتو او له حکومت څخه بهر د زورورو لاس پکښي پټ دی. د ډاکټر اشرف غني حکومت د پتیال د شهادت په قضیه کي د بشپړو تحقیقاتو د کیدلو حکم کړی دی؛ خو ګومان نه کیږي چي کومه نتیجه به ورڅخه ترلاسه کړای سي، ځکه چي د کرزي د حکومت په وخت کي مرموزو لاسونو هر وخت د دغه راز تحقیقاتو مخه نیولې ده او اوس هم، په ټول افغانستان کي، هغه کسان په قدرت کی دي. راسی وګورو چي زموږ د کندهار په خړو کوڅو کي د قلم دې پهلوان څه ویل:
نازولي خیال دي ګراني له خپل کاره یم ایستلی
هر نظر دي د زخمونو له شماره یم ایستلی
نه یاد مري او نه زه مرم بس نیمچه حالت کي ګیر یم
هم هوښیارو، هم بیسدو له کتاره یم ایستلی
ټول نظر سوم او میلمه سوم ستا د دوو سترګو په کور کي
خو تا کور نه  یووار څه چي په زر واره یم ایستلی
څه احسان دی د دې خلکو په خپل زور مي ځان ژغورلی
نه یې زه د بلا  خولې نه،  نه له داره یم ایستلی
د خپل تن غوښي به ورکړم که وو اړ ساه مي دي واخلي
هغه چا چي په هر ځلي له خُماره یم ایستلی
زه خو جوړ یمه له خاورو دا مرمر غوندي پاک خلک
حق لري چي زې له ښاره او بازاره یم ایستلی
شیخ ګومان کړي چي ایمان به وي یوازي په خلوت کي
ځکه زه یې له یاری د کردګاره یم ایستلی
ما پتیال سینه سپر کړې پر هر وخت د توري وار ته
نو پر څه دغو وګړو له انکاره یم ایستلی.
هیڅوک د چا د ژوند اخیستلو حق نه لري. ژوند د خدای تعالی عطاده او یوازي هغه یې د اخیستلو حق لري. خو د ټولني ځیني داسي زامن وي چي په ځوانه ځواني یې له تلو سره یو بشپړ ښار یتیم سي. پتیال، بیله مبالغې، یو له هغو زلمیانو څخه وو چي د دې ښار او شاوخوا او ټول هیواد لپاره یې ډیر څه په زړه کي درلودل او زه یقین لرم چي ډیر تږي به یې اوبه کړي او ډیرو تیاره کونجونو ته به یې رڼا رسیدلې وای.
تول نطر سوم او میلمه سوم ستا د دوو سترګو په کور کي
خو تا کورنه یو وار څه چي په زر واره یم ایستلی.
څوک فکر کولای سي چي پتیال دغه بیت نهه کاله مخکي، چي دی یوویشت کلن وو، لیکلی دی. دا کلام د څلویښت کلنو دی او د ډیرو څلویښت کلنو په کلام کي ما دونه زور نه دی لیدلی. د جانان دومره بې اعتنايي چي څوک حتی د سترګو له کوره څخه زر واره باسي، ساده خبره او د کلام ساده ښایست نه دی. که نور چاته ساده خبره ښکاري ماته ډیره ښکلې او په ضمن کي د بې اعتنايي د داسي انتها تمثیل ښکاري چي نور نو د جانان هم زور نه رسیږي.
تاسي یې یو ځل دې بغاوت ته چي، په اته لس کلنی کی یې کړی دی، یوه توجه وکړی. تاسي دا کلام د اته لس کلن ځلمي بولی؟ هغه په اته لس کلني کي منصوري قهر احساسوي او تر جانانه پوري د سر د نذرانه کولو په بدل کي ورځي. له محرابه یاغي  سوی دی خو تر هغه ایمانه چي شیخ او زاهد په نازیږي د ګناهونو پر لار ورځي. څه عجیبه لاره ده او زموږ پتیال په اومه ځواني کي دا نابلده لار چي، لا چا آزمییلې نه وه څرنګه پیدا کړې وه.
موږ له موج سره اشنا یو تر توپانه به ورځو
د لمرونو قاصدان یو تر آسمانه به ورځو
له مستۍ سره بد مست یو له دُرو مو پروا نسته
په تڼاکو پښو زاهده تر مغانه به ورځو
منصوري قهر مو ویښ دی دار مو نه سي ګرځولای
د خپل سر په نذرانه کي تر جانانه به ورځو
له محرابه بغاوت دی له توبو توبه ګاري ده
د ګناوو پر لار باندي تر ایمانه به ورځو
څه که سر بایلو آسمانه ځو ورځو هر څه چي کیږي
د رندانو په خلاصون کي تر زندانه به ورځو
د هوس څراغ به ساتو په سپېڅلو روڼو تېلو
د مست خیال پر وزرونو تر سبحانه به ورځو
زړه به سپین کړو د مخونو په څیر ښکلی او روښانه
بیا د نور په ملګرتیا تر، لا مکانه به ورځو
په تصویر کي د پتیال د انکارونو نښانې دي
خو د یار او د نګار تر هر فرمانه به ورځو
هغه  له زندان څخه د خپلو ملګرو رندانو د خلاصولو او ژغورلو هوډ کړی وو. هغه څه باندي لس کاله مخکي، چي لا دی اته لس کلن وو، او د جاهلانو  سره یې نوم د خاوري او فکر د شهیدانو په لیست کي نه وو، آسمان ته ویلي وه چي خپل هدف ته د رسیدلو په لاره کي د سر بایللو او بازلو ته تیار دی. هغه خپل هوډ پوره کړ، خو کاشکي یې نه وای پوره کړی او د جهالت توري منګولي د ده په وطن پالونکو پاکو وینو نه وای سرې سوي. کندهار به کله، په دغه استعداد، پاکی او لیاقت بل پتیال زیږوي، یوازي حق تعالی ته معلومه ده.
په یوه غزل کي خو له ورایه داسي ښکاري چي پتیال، په دوه ویشت کلني کي، له رابعه العدویه سره د زړه خواله کړې او د هغې لاره یې خوښه سوې ده. دی یوازي د خپل جانان رضا غواړي او هغه ته وايی چي نه له ډاره ورته راغلی او نه د جنت اسره لري.
نه مي نیت د میخانې دی نه پر شونډو توبه ګرځي
بس پر زړه مي ستا د میني هر ګړی سره لمبه ګرځي
تر درګاه چي ورسېږم ستا رضا ته اې جانانه
نه د ډار کیسه کي یمه نه جنت  نه اسره ګرځي
د تېرو غشیو باران کي خپل غرور راسره مل دی
څه پروا ده که میدان کي پر هر لور توره  سره ګرځي
یو په یو دي تصویر پروت دی څه که سترګو نه پناه یې
هر ګړی د خیال په کور کي ستا د مخ آیینه ګرځي
زه بلد یم له قولونو د آشنا له فریبونو
هره ورځ خو یې پر ژبه نوې نوې پلمه ګرځي
ګنهکار محتسب راغی چي پر لار نن ګنهکار کړي
د دې خوار پر اوږو باندي نن یو توره دُره ګرځي
ستا رضاده چي هر څه  د ځان ملګری ټاکې ګرانه
له پتیال سره ملګرې مستانه ترانه ګرځي.
هغه بیشکه د خیال په کور کي د جانان د مخ آیینه ګرځوله او د دې آیینې د ساتلو لپاره یې ځکه د غشیو باران ته سینه سپر کړې وه چي د دوه ویشت کلني ځوانی غرور یې ملګری وو او رقیب ته یې ډیر پخوا ویلي وه چي د هغه د سرې توري پروا نه لري. مرحوم عبدالشکور رشاد، چي پخپله هم د پښتو ژبي یو شاعر وو، ځوان پتیال ته څه باندي لس کاله مخکي د ځوان باغي شاعر لقب ورکړی وو. ریشتیا هم، څه چي د پتیال په شعر کي تر هر څه زیات ځلیږي او توجه ور اړوي هغه د ده د زلمیتوب غرور او د هغه غرور په نتیجه کي د قلم بغاوت دی. داسي ښکاري چي دا بغاوت د ده په لاس نه دی، د ده قلم یاغي دی او بالاخره د همدغه یاغیتوب قرباني سو.
دا هوښیار زلمی یوازي د جنګ او بغات هم نه وو، که یې بغاوت کاوه نو هغه یې د خپل غرور د ساتلو او هوډ د پوره کولو لپاره کاوه؛ او کله چي یې ولیدل چي یوازي جنګ جګړې د حل لاره نه ده نو په ډیر ښایسته شاعرانه انداز خپل  رقیب ته د جنګ او زور پر ځای د حساب کتاب او خبرو بلنه ورکوي. خپل غرور یې بیا هم ساتلی دی؛ په خرابات او سخاوت کي خپل ټول کور ورکوي خو دا ورته وايي چي د خرڅلاو معامله به په زړه کي نه ورګرځوي، ځکه چي دی د خرڅلاو سړی نه دی.
د فکر وخت راغلی، زور ته به نه سره ځو
سړه سینه په کار ده ، اور ته به نه سره ځو
اړتیا ونغدي ته ده، ماښام ګوله نه لرو
حساب به سم خلاصوو، پورته به نه سره ځو
د دې خبري تمه، له یاره هیڅ نه کیده
ویل یې « شناخت به کوو کور ته به نه سره ځو» ( ارسال المثل)
پر خرابات مین یم، تر تا مي جار ټوله کور
هر څه دي ولاړ سي رانه، پلور ته به نه سره ځو
زما دي سور جام  تل ډک وي، ستا دي خلوت آباد وي
د هرچا خپله دنیا، شور ته به نه سره ځو
هم مو سور مخي قبول، هم مو شین سترګي په کار
هر څوک به ومنو موږ، تور ته به نه سره ځو
پتیال یې جار تر ژبي، زما یې ښرا خوښه ده
آشنا هر څه ووایه، ګور ته به نه سره ځو.
ځوان پتیال په دې پوهیدی چي ده ته سورمخي او شین سترګي دونه تاوان نه سي رسولای لکه تورمخي پنجابیان چي یې ور رسولای سي؛ ځکه وايي چي هغه یې دواړه قبول دي خو د تور سره ملګرتوب نه سي کولای. هغه حق درلود، ځکه چي بالاخره یې د هغو تور مخو نوکرانو ښایستې ځوانی ته خاتمه ورکړه چي ده یې آشنايي او ملګرتوب خطرناک باله. د ځوان پتیال په هره غزل کي تر هر څه د هغه بې پروايي او د رقیب زور ته د نه تسلیمېدلو کلمات له ورایه ښکاري او که څوک یو وخت د پتیال پر شعر باندي خبري کوي نو دا یې تر ټولو لویه نخښه ده. هغه په دې پوهیږي چي د یار نظر خونکار دی خو ورته وايی چي نور به نو څه وکړي . دی له خپلي لاري ګرځیدلای نه سي او د نګار د ښکار تر ځایه چي د ده خون ته یې ملا تړلې ده ور روان دی.
تاته رسېدو کي په زر واره قدم اخلمه
بل چیري خو نه ځم تر خپل یاره قدم اخلمه
ستا نظر به څه وکړي خبر یم چي خونکاره دی
ښه په دې پوهیږم ستا تر ښکاره قدم اخلمه
ځم چي د سپوږمی شپول ته ستا خیال په رڼا پریولمه
سیوري ته د ستورو تر سهاره قدم اخلمه
کړنګ د جام نغمه ده د یزدان راز پکښي نغښتی دی
زړه د میخانه کي تر انواره قدم اخلمه
نه تښتم له عیبه اعتراف لره چمتو یمه
ټول چي مي ښه ویني پر هنداره قدم اخلمه
ستا چي ورک تصویر وینم د ذهن په لیمو کي زه
دا معنا لري چي تر پرهاره قدم اخلمه
پیژنم جونګړه او د خټو یو سپېره کورګی
زه به په څه ګون تر شهریاره قدم اخلمه
نسته د فرمان نوم د پتیال د ازل کرښو کي
هر وخت به ملګرو تر انکاره قدم اخلمه.
څونه بې پروا وو. نه یوازي له هیڅ ډول اعتراف څخه نه بیرېدی، خکه چي په ځان کی یې کوم عیب نه لیدی، بلکه پر هنداره باندي یې قدم ایښودی، چي ټول خلک یې وویني. په دې غزل کي یې د رحمن بابا قناعت په ډیره ښه توګه تمثیل کړی دی. په خپله جونګړه او د خټو په کورګي قانع دی مګر د شهریار دربارته نه ځي؛ او دا هم ځکه چي د ازل په ویش کي د ده لپاره د فرمان منل نه دي راغلي او ملګرو ته وعده ورکوي چي هر وخت به د انکار پر لور قدم پورته کوي.
څوک به دا ومني چي دا د هغه نړېدلي کندهار د یوه دیرویشت کلن ځوان افکار دي چي د تیارو او جهالت استازو یې په دې څه کم څلویښتو کالو کي د هغه په څیر یوه یوه ډیوه خاموشه کړې ده. د جهالت استازي په کندهار کي د تورتمونو پاچهي غواړي. هغوی د رڼا او ډیوو سره جنګ پیل کړی دی. له حکومت او امنیتي قواوو سره یې کار نسته؛ له هغوی سره یې لاسونه یو کړي دي او په ګډه د دې زوریدلي او کړېدلي ښار ډېوې خاموشوي. دوی پوهیږي چي د دوی کور همدغه ډېوې خرابوي او ترڅو چي وس یې کیږي باید بلېدلو او ځلېدلو ته یې پرې نه ږدي. هغه جاهل چي د پتیال د وژلو وظیفه ورکړه سوې وه او د پتیال ژوند ته یې خاتمه ورکړه په دې نه پوهیدی چي د کندهار ښار یې د څه یاغي سر او د څه سپیڅلو ارمانونو له ډک زړګي څخه بې برخي کړ. غلیمان زموږ د ځلاندو ډیوو د خاموشولو لپاره د جاهلانو له لښکر څخه کار اخلي. خو داسي قوم په تاریخ کي هیچا ته نه یادیږي چي د میړونو د وژل کیدلو او د ډېوو د خاموشه کیدلو په اثر یا تسلیم سوی او یا له منځه تللی وي. پریږدی چي د تیارو او جهالت لښکري نوري هم وغوریږي. دوی د زمان له حرکت سره ډغري وهی؛ او د زمان د حرکت مخ هغه وخت راګرځي چي زمان وجود ونه لري.