د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په ټولنو کې د اصلاح لپاره پاکو او مسلکی خلکو ته اړتیا وي

محمد عارف رسولي 12.11.2014 11:44

سریزه
په انساني ټولنو کې د دې اړتیا شته ترڅو یو داسې ټولئ وي چې خپله هم پوه وي، ښه اعمال ولري، خلک هم و ښو کارونو ته راوبولي اوله بدو یې را وګرځوي. ویلای شو چې په ټولو بریالیو انساني ټولنو کې د تاریخ په اوږدو کې داسې ګروپونو شتون درلوده او اوس یې هم لري. البته دې ټولنو به د هر وخت، هرې ټولنې، هر تمدن او هر دین د اړتیاوو او غوښتنو سره سم یو څه بنیادي او اعتقادي توپیرونه درلودل خو که ښه ورته ځیر شو دې ډلو یو څه ورته والي هم درلوده او اوس یې هم لري. د ټولو ګډ خاصیت نو د خلکو ښو ته رابلل او له بدو منع کول وو. همدارنګه دا ټولي او ګروپونه په خپلو ټولنو کې د ښه شهرت او کړنو څښتنان ول. څرنګه چې په هره ټولنه کې داسې خلک پوره احترام ترلاسه کوي نو کله کله داسې هم شوې او هروخت کیدای شي چې خپله فاسد خلک په دې لباس کې ځان ووهي او د خپلو ګټو لپاره کار وکړي او ترځان ښه خلک تخریب کړي او اوبه خړې کړي او کبان ونیسي.
په لدې لیکنه کې غواړم دتاریخ په اوږدو کې لکه د اسلام په زرینه دوره او نورو دورو کې د داسې ټولنو په شتون او اړتیا باندې او دهغوی د بریالیتوب په لارو چارو یو څه خبرې وکړم. هدف دادئ چې ټولنې اوخپله داسې ګروپونه چې ځانونو ته د خلکو اصلاح کوونکي وایي ښه وپیژندل شي ترڅو له دې نامه بده ګټه پورته نشی او ګټه یې ټولنې ته زیاته شی. که څوک غواړي په خپله ټولنه کې د اصلاح لپاره کاروکړي نو باید د اصلاح راوستونکي اویا دعوتګر په معنی ځان پوه کړي او کنه نه یوازې به څه لاسته رانه وړي بلک زیانونه به هم واړوي.
په دې لیکنه کې موخه داده ترڅو د ټولنو په عروج او ټیټیدو کې د هغوي خپل رول او د هغوي د اصلاح کوونکو او روڼ اندو، دعوتګرانو او پوهانو په رول یوڅه رڼا واچول شی.
په اسلام کې لمړي دعوت ګران څوک و او څه یې کول
دا روښانه ده چې په اسلام کې لمړئ بلونکئ او دعوت ګر پخپله د خدای رسول او دهغه نژدې یاران ول. خو کله چې د خدای رسول (ص) مدینې ته هجرت وکړ نو اړینه یې وبلله چې د دین د علم د زده کړې او همدا رنګه نورو ته د هغو د ښودلو لپاره باید یو نهاد جوړ شي. د دې کار لپاره یې د نبوي مسجد و خواته یو ځای وټاکه. هغه کسان چې له نورو ځایونو څخه مدینې ته مهاجر کیدل او غوښتل به یې چې دین زده کړي نو ورته به قرآن، لیک او لوست، حدیث او دیني پوهه په دې ځای کې تدریس کیده. ښوونکي او معلمان  یې پخپله  د خدای پیغمبر او دهغه ځینې نور صحابه ول. دوی به له زده کړې وروسته بیا خلکو ته دین ښوده. د روایاتو په اساس په دې ځای کې به د شاګردانو شمیر کله کله تر ۴۰۰ نفره پورې رسیده او په دې کې فرق راته. دې ته د الصحاب صوفه نوم ورکړل شو. د صوفې په صحابه وو کې مشهور صحابه طلحه ابن عبید الله، ابو سعید الخدري، ابو هریره، ابوذر، بیلال حبشی، عبد الله ابن عمر، عبد الله بن مسعود او نور شامل وو. ډېر احادیث شریف د دې ډلې ځینو صحابه وو روایت کړي دي.
الصحاب الصفه هغه کسان ول چې کله به هلته پاته کیدل نو هیڅکله به ېې هم د رسول الله خوا نه پریښوده، په شپه به یې عبادت کاوه، او د ورځې به یې روژه نیوله او دیني علوم به یې زده کول او تر زده کړې وروسته به یې خلک د خدای دین او ښوکارونو ته رابلل. مګر نورو صحابوو بیا د دین د یوه څه زده کړې او دعوت ترڅنګ خپل کارونه هم کول. د مثال به توګه انصار په کرنه بوخت ول او مهاجرین په تجارت لګیا وو. خو د صوفې یارانو خپل ټول ژوند د اسلام د زده کړې او دعوت لپاره وقف کړئ وو. نو ځکه د هغوی دا کار د خدای د رسول د خوښۍ او د دوي سره  د هغه د مینې سبب کیده.
هغوي څرنګه چې د خپل معیشت لپاره یې کار نه کاوه او یوازې او یوازې د دین په زده کړه او تبلیغ لګیا ول نو تر ډېره یې په غربت کې یې ژوند تیراوه او څه د ګذارې لپاره مرسته به له بیت الماله ورسره کیده. که په ډېره سختۍ کې به هم وو له چا به یې د خپلې حیا او عزت نفس په خاطر څه نه غوښتل. دخدای رسول او د هغه نورو یارانو به هغوی تر وسه وسه نازول او هغوي به یې په خپلو کورونوکې میلمانه کول.
صوفه په اصل کې لمړنئ اسلامي پوهنتون وو. هغه صحابه چې دلته اوسیدل او زده کړه یې کوله او د دین زده کړې او تطبیق ته یې ملا تړلې وه نو کله به چې کومو نوو قبیلو ایمان راوړ او د دین، قرآن او سنت د زده کړې غوښتنه به ېې وکړه نو دې صحابه وو به دهغوی تعلیم ته ور ودانګل.  داخبره بیخي اړینه ده چې مسلمان داعیان باید همداسې اویا دې ته ډېر ورته والئ ولري. که کوم داعي کوم چارواکئ کیږي خو خواص یې باید بلکل د صوفې د صحابوو سره په ټکر کې نه وي اوکه نه نو دعوت ته زیان رسوي. که داعی هم ځان د خلکو بادار بولي او هم حاکم، هم ناپوهه وي او د دعوت په طریقه او په دین نه پوهیږي، له خلکو عوض غواړي، ظلم کوي نو بیا د بل کار وکړي اویا  د لږ تر لږه ځان ته د داعي او دین ته د بلونکي نوم نه ورکوي.
که موږ د صوفي اصحابو ته وګورو نو څرګیندیږي چې دا داسلامی دعوت، دعوتګرانو او بلونکو لمړنئ او ترټولو ښه شکل وو. په نورو ادیانو او تمدنونو کې هم هر هغه چا چې ځان نه وي وقف کړئ، په سمه او نرمه طریقه یې خلک خپل مسلک او آیین ته نه وي رابللی ناکام شوي دي. که اسلامی تاریخ ‎، قرآنی نصوصو، نبوي احادیثو، او با عظمته اسلامی تمدن ته ښه ځیر شودا راته څرګندیږي. که څه هم کله کله مسلمانانو له لشکر کشۍ او یا په ډېرو حالاتو کې د ځان د دفاع لپاره جنګ هم کړئ دئ خو د دوی چلند له خلکو سره به مفتوحه ساحو کې ددې مدعا ښه ثبوت دئ. په تاریخ کې یهود په دې اعتراف کوي چې هغوی د مسلمانانو تر حاکمیت لاندې څو څو ځله ښه ول نسبت هغه وخت ته چې هغوی د عیسویانو او یا خپله یهودو تر ولکي لاندې ول او پدې خبره تاریخونه ډک دي او په مختللو پوهنتونو کې درس ورکول کیږي. یوه فرانسوي فیلسوف منلې چې په تاریخ کې ترټولو غوره او عادل مشران په مسلمانانو کې ول.
د پخوانیو مسلمانانو لاسته راوړنې او اوسنئ حالت مو
د نړئ معاصر تاریخ ګواه دئ چې مسلمانانو د نړیوال تمدن او تهذیب په وده او رامنځته کیدو کې مرکزي رول لرلئ دئ. همدارنګه، تاریخ پوهان مني چې دا مسلمانان ول چې د پخوانیو تمدنونو لکه د چین، هند، یونان او نورو تمدنونو آثار او لاسته راوړنې یې راټولې او منظمې کړې، غنا مندي یې وربښله او ډېرنور نوي شیان او بعاد یې ورباندې زیات کړل. دا مسلمانان ول چې په بحر کې د ګرځیدو او لارې موندلو لپاره یې د طول البلد او عرض البلد فرضي کرښې د ځمکې په کره و ټاکلې. هغوي د انتاني ناروغیو د ساریتوب او د ناروغانو د بیلوالي او قرنطین اړینتوب څرګند کړ. کیمیا او الجبر، نني هندسي اعداد او ډېر نور د نني تمدن او ساینسي علومو تهداب یې کیښود. دا ابن خلدون وو چې د تاریخ فلسفه یې رامنځ ته کړه، تاریخ یې دیوه علم په توکه معرفي کړ، د نظام جوړولو هنر او علم یې سيي تشریح کړ. یو وخت د اندلس په لوی کتابتون کې کې ۹ ملیونه جلده کتابونه چې دوه پردرئ برخې یې علمي آثار ول ساتل کیدل او خلکو ورڅه ګټه اخیستله. هلته له مسلمانانو سره نور خلک لکه عیسويان او یهودیان هم اوسیدل، ښه ژوند یې درلود او په علمي او ټولنیزو غونډو کې برخه اخسته.
همدارنګه، نن بشر ښه پوهیږي چې که انسان جوړ نشي نو د ځمکې په مخ هرڅه د نابودۍ سره مخ کیږي او همدارنګه موږ له خپلو دیني اصلي متونولکه قرآن، حدیث او نورو زده کوو چې انسان جوړونه یې د کار په مرکز کې ده. علما وایي چې د قرآن موضوع د انسان جوړونه ده او د الله تعالی رسول هم خپل دعوت همدې کار ته وقف کړئ وو. په پای کې یې د عربوپه خرافاتي اوجاهلي ټولنه کې ستر ستر رهبران، عالمان، د بشریت خادمان او یو ستر بشري تمدن رامنځته کړل. د یوه فرانسوي فیلسوف خبره ده چې په تاریخ کې ترټولو وړ، عادل او با انصافه رهبران هم دهغه وخت په مسلمانانو کې ول.
خو کله چې له مسلمانانو څخه سیي لاره ورکه شوه، علم کم جهالت زیات شو، عدالت پایمال او ظلم حاکم شو او دوی د ځینو بنسټیزو اصولو سره لکه شورا او شورایي نظام، عدالت، علم او نورو الهي احکامو سره مخه ښه وکړه نو هرڅه ورڅخه لاړل او د نورو تر ولکه لاندې راغلل. په دې کې به د نورو خلکویوڅه لاس وي خو په اصل کې تاوان او ګناه پخپله د مسلمانانو ده. څوک به ووایي چې اوس خو ټول خلک او ډلې او ټپلې شورا لري او د شورایي نظام د لرلو مدعیان دي خو په رښتیا سره د شورا اصل مو هیر کړئ دئ.
په اوسنۍ زمانه کې اصلاح طلبان څوک کیدای شي
په اوس وخت کې هم په ډېرو ټولنو کې داسې خلک شته چې لګیا دي او پخپلو ټولنو کې د اصلاح لپاره، د بیلاریو، فساد، ظلم، جهالت، رشوت، غدر او خیانت په مقابل کې مبارزه کوي. دا طبقه خلک په هره ټولنه کې د هغې ټولنې د شرایطو سره سم په یوه او بل شکل شتون لري.
په اسلامي ټولنو کې که څوک غواړي اصلاح د اسلامي اصولو په اساس راولي نو داخلک د دعوت ګرانو په نامه یادیږي. هغوي لمړئ خپل دین ښه زده کوي او بیا نور خلک د خدای دین او ښوته رابولي او له بدو يې منع کوي. ښو ته رابلل او له بدو ویرول دتاریخ په اوږدو کې د هرې بشري ټولنې ډېره مهمه اړتیا وه اوپه راتلونکي به هم همداسې وي. د دعوت ګرانو ښه مشخصه داده چې دوی به خلک دین ته، ښو ته رابولي او له ناروا کارونو، فساد، رشوت، فحشا او نورو بدو کاروڅخه به منع کوي خو په خلکو به قضاوت نکوي، ملامتوي به یې نه او ټاپې به په خلکو نه وهي بلکه صبر به کوي او د خپل د لا ښه کولو او موثر کولو لپاره په هڅې کوي. دځینو دعوتګرانو او بلونکو شعار دادئ چې : موږ داعیان یو نه قاضیان. البته شرایط به توپیر لري خو د ټولنیزو او سیاسي خوځښتونو او تحریکونو لپاره تر دې ښه لاره نشته چې خدمت وکړي، لارښوونه وکړي، خیر ورسوي، خلکو ته تعلیم ورکړي، په مقابل کې له هغوي څخه د څه تمه ونلري، ورباندې کوم احسان بار نکړي، او ترټولو مهم که هغوي زر اصلاح نشول نوحالت یې د الله تعالی ته پریږدي او دهغوی د ملامتۍ پرځای د په خپل دعوت او بلنه کې بیا فکر وکړي او خپل دعوت او ځان دې اصلاح کړي. په نن زمانه کې د دعوت مفهوم هم ډېرو خلکو ته دومره ډېر نه دئ معلوم او هرڅوک دخپل ټوپک دارو ولي. په ورستیو څو لسیزو کې په خواشینۍ سره ځینو ملکونو، ملتونو او په تیره بیا ځینو دولتونو د دعوت او اسلام ته د خدمت  په نامه ډېرې نارې او سورې وکړې خو په اصل کې یې د خپلو ګټو لپاره کار کاوه او د نوراسلامی امت او بشریت اعتماد یې له لاسه ورکړ. دې خلکو د دین سره تر ټولو ډېر ظلم کړي او د دوی غدر او ټګي به نه الله تعالی وبښی، نه به یې تاریخ وبښي ځکه تر ډېره به د اسلامی دعوت په مخ کې ددوی کارونه خنډ وي. داهم نشو هیرولئ چې د اسلام دښمنانو به هم په ستونزو کې رول لرلئ وي خو له هغو څخه د ګیلو او ګرمانو په ځای باید خپلو اعمالو ته مسلمانان ښه ځیر شي. یقیني خبره ده چې د ډېرو ستونزو لامل پخپله مسلمانان دي.  
روڼ اندي او روشنفکران څوک دي او څه کوي
په نورو او په ځینو اسلامی ټولنوکې هم نن سبا هغو خلکو ته چې په خپلو ټولنو کې د تغیر او اصلاح لپاره کار کوي روڼ اندي او روشنفکران (Intelligentia) ویل کیږي. د روڼ اندي معنی نو د ډېرو خلکو په ذهن کې ډول ډول تعبیرونه لري. خو په نن زمانه کې ډېر په دې اند دي هرهغه څوک چې په خپله ټولنه کې د ټولو خلکو په ګټه د یوه مثبت بدلون پلوئ وي او ورته کار، هڅه او هاند کوي روڼ اندئ او روشنفکر دئ. پورته موږ وویل چې روڼ اندي په ټولنه کې د غوره بدلون لپاره کارکوي. طبیعی ده چې په ټولنو کې غوره بدلون راوستل او د فساد او ظلم سره مبارزه د ټولنو له شرایطو سره سم باید پرمخ ولاړ شي.
همدارنګه، ډول ډول علمی منابع روڼ اندي داسې تعریفوي چې: روڼ اندي او یا روشنفکران (Intelligentia)د ښو تعلیم یافته او هوښیارو خلکو یو ګروپ دئ څوک چې د دوي د ټولنو سیاسي، هنري، او یا ټولنیزه وده رهبري کوی او یا هڅه کوي چې رهبری یې کړي. دلته که وګورو نو دا خلک بیا باید لمړئ، تعلیم یافته او پوه وي، بله دوی باید دخپلې ټولنې د ودې او پرمختګ لپاره رهبري او کار وکړئ شي نه د خپلو ګټو لپاره. دلته رهبري په څه معنی ده؟ په لنډ ډول د رهبرۍ مهارت دې ته وايي ترڅو یوکس داسې وهڅوې چې د خپل زړه په غوښتنه د رهبر موخې ترسره کړي. نو اوس باید پوه شو چې دا نو پوهه، ډېرې هڅې، ریښتینولي، دیانت او د خپلو ګټو پرځای دټولنې ګټې خوښول غواړي او لدې کبله نو روڼ اندي هر څوک نشي کیدای.
په وروستۍ پیړۍ کې ځینو دا تیروتنه کوله چې د روڼ اندي او یا روشنفکر لقب یې یوازې د یوې مشخصې ایدیالوژۍ لرونکو خلکو ته ورکاوه خو اوس هرڅوک پوهیږی چې روڼ اندي کیدای شي په هره مفکوره او ټولنه کې وی او داهغه خلک دي چې بیله کوم توپیره دخپلو ټولو خلکو د خیر، ښېګڼې او ښه  بدلون لپاره هڅه او هاند کوي، هرراز ځاني او مالي قربانیو ته تیاروي. بیخي روښانه ده چې روڼ اندي نه سړی وژونکي دکتاتوران کیدئ شي او نه هم بيخبره نالوستي کسان. روڼ اندي پاید په تاارخ او د تاریخ په فلسفه، سیاست، مروجه علومو، ټولنیزو بدلونونو، د خپلو خلکو او ټولنو په کلتور، مقدساتو او باورونو ښه پوه وي او ورته کار وکړي.
زموږ د روڼ اندو لپاره وړاندیزونه
د رهبرۍ اومدیریت پوهان وایي چې مجلسونه هغه وخت ښې پایلې لري چې په هغو کې ښه رهبري، پیروان، نیوکه کوونکي او ناظرین برخه ولري. د مجلس مشري د ټاکلو موخو په خوا رهبري کوي او د ګډوډئ مخه نیسي، خو هغه و پیروانو ته اړتیا لري چې خبره یې ومني او د ښه کار کولو او قربانۍ لاس ورکړي. مخالف او یا نیوکه کوونکو ته چې په یوه ټاکلي چوکاټ کې نیوکه کوي اړتیا ده ترڅو خبره سوچه د آغا بلې خبره نشي او په کمیو هم ګوته ونیول شي. همدارنګه، ناظرینو ته اړتیا ده چې د مشر او مخالفینو ترمنځ په دایمي کشمکش وړې مسئلې بدلې نشي.
يوه ټولنه او اداره یې همداسې ده. د ټولنې د پرمختګ لپاره اړینه ده چې هلته احزاب وي، د قانون له مخې هیواد او خلکو ته خدمت وکړي او سیاسي اقتدار ترلاسه کړي. خو حزب اختلاف هم ورته اړین دئ ترڅو په تیروتنو یې ګوته کیږدي او د نورو پام هم ورته راواړوي. همدارنګه لکه په مجلس کې چې د بنبست د ماتولو  لپاره د ناظر قوت هم اړتیا ده چې دا رول بیا په نن زمانه کې د رسنیو، مسلکي سازمانون، دیني عالمانو، پوهانو او نورو ملي نهادونو دئ.
موږ اوس یو خوځنده نوئ نسل او ځوان رون اندي لرو او ځینې یې ماشا الله ستر ستر لورئ لیدونه او موخې لري او ورته کار هم کوي. همدارنګه ځینې روڼ اندي هم لرو چې په یقین ولئ شو چې ټولنیز درد لري، لیکنې کوي، نیوکې کوي او له ټولنیزو ناخوالو سرټکوي چې د هغوي دا کار په خپل ځای کې ښه کار دئ. خو غمیزه داده چې ډېرئ دا ځوانان او روڼ اندي، بیا یوازې له ځان سره کارکوي او له نورو مرور وي. هغوي د ټولنیزو بدلونونو په ماهیت او په سیي لوري بیولو ښه ځان نه پوه کوي. هغوي دې ته نه ځیر کیږي که په ناخوالو او تیروتنو باندې نیوکه یوڅه اثر لري خو بیلوالئ، د ټولنیزې پانګې ودې او ټولنیز باور ته هم زیان رسوي او په خواشینۍ سره دا نیوکې ډېر ځای نه نیسي. دا روڼ اندي باید ومني چې د پورته مجلسونو، شوراګانو، سیاسي نظامونو د بریالیتوب اصل یو معتبر او منل شوئ حقیقت دئ او دوی هم باید په دې کې ځان ته ځای پیدا کړي او د خپلو ټولنو د بهبود او خلاصون لپاره کار وکړي په هغه ځای کې چې د ځان لپاره یې ښه بولي.
بله ستونزه داده چې په وروسته پاته ټولنو کې یوازې ځوانان له ځوانانو سره، دپاخه عمر خلک له خپلو همزولو سره، بیوزله له نورو ورته خلکو سره، شتمن له شتمنو سره، وړې قومي شاخې او سیمې یوازې په خپل منځ کې ناسته پاسته کوي او دا کیدئ شي یو څه ګټه ولری خو زیانونه هم لری او ښې پایلې ورڅه نه شي تر لاسه کیدئ. نو اړینه ده چې ټولنیزه پانګه او شبکې سم په کار واچول شي که نه نو زیانونه هم لرلئ شي. په بل عبارت که یوقوم په وړو پښو او شاخونو ځان وویشي نو د ګټې په ځای تاوان کوي.
باید روڼ اندي په ټولنه کې له نورو خلکو سره لاس ورکړي، څه دهغوي ومني او یوڅه خپل نظر وړاندې کړي، ګډ لورئ لید، موخې او پلانونه جوړ کړي. د هغو د لاسته راوړلو لپاره د یوې علمي ګډې تګلارې په مرسته نه ستړي کیدونکي کارونه او هڅې وکړي.
د رسنیو او لیکوالانو رول
همدارنګه، نن سبا ګورو چې د بشري تمدن د غوښتنو په اساس دټولنو د اصلاح لپاره د ریښتینو لیکوالانو، غوره ژونالیستانو، دیني عالمانو او امامانو، ، با تجربه شنونکو، دیپلوماتانو، بیطرفه مسلکي دولتي او نادولتي کارکوونکو، دمدني ټولنو ریښتینو فعالانو، د برقی او چاپی رسنیوچلوونکو او داسې نورو ونډه،  رول او اهمیت ورځ تربلې زیاتیږي.  د ملت او خلکو دا ګروپ باید د حکومت، دولت، خصوصی سکتور، دخپلو ځانونو په ګډون د ټولوپه  کارونو په پوره بی پریتوب او مسلکي توګه څارنه وکړي. نو که دې ډلې خلک له منکراتومنع کول، ښو کارونو ته یې رابلل، د ناخوالو، فساد او ظلم مقابله یې په ښه ډول کوله نودې ټولو ته روڼ اندي ویلئ شو. همدارنګه که دا ډله دا کار د اسلامي اصولو سره سم کوي نو ورته دعوتګران هم ویلئ شو.  
دا دنده باید په کومو اصولو ولاړه وي؟
که د لمانځه، روژې، تبلیغ، نصیحت او نورو ورته عبادتونو او ښو کارونو کول د خداي د رضا لپاره نه وي، د کوم نامشروع مطلب د ترلاسه کولو لپاره وي نو ریاکاري، مردود او شیطاني اعمال دئ. په همدې ډول که څوک غواړي په ټولنه کې د تنقید کوونکي، شنونکي او ژورنالیست وظیفه ادا کړي او د فساد او رشوت مخه ونیسي نو د دې مسلک ټول اصول باید مراعات کړي. په ټولنه کې ان د فساد عام  بحث هم باید په څرګندو حقایقو او اصولو ولاړ وي. خو که څوک دکوم ټاکلي کس او یا ګروپ په اړوند د فساد او یا د کوم ظلم ادعا او اتهام لری نوهرومرو او یوازې او یوازې به دملک د نافذه قوانینو، لوایحواو د منل شوو اصولو په رڼا او چوکاټ کې ترسره کیږي. په کوم شخص او یاکوم ګروپ د فساد د تهمت پورې کول په هیڅ صورت کې باید د شخصی او ګروهي موخو د لاسته راوړلو لپاره ونشي. ادعاوې یوازي او یوازې د عامه ګټو دخوندي کولو، د قانون د پلي کولو او دفساد د ورکولو لپاره د قانو ن په چوکاټ کې باید وشي. که دا اصل ته درناوئ ونشي نود فساد ورکولو سره کومه مرسته نه کوي، د تهمتونو او رښتیا ترمنځ توپیر ګران شي، د فساد مخه نه نیسي، د ګډو موخو او ملي ایدیالونو د درلودلو او لاسته راوړلو مخه هم ډب کوي.
رسنۍ  او ژورنالستان څنګه نیوکې وکړي؟
ددې لپاره چې د نیوکو او انتقاد سیي لاره تعقیب شی نن سبا په نړۍ کې د څیړنیز ژورنالیزم مسلک رامنځ ته شوئ دئ. که په ټولنه کې دې مسلک ښه وده نه وي کړې نو لږ ترلږه خو ځینې اصول یې باید مراعات شي. دا ژورنالیزم ځینې ټاکلی اصول لري لکه: الف -  د څیړونکي بې پریتوب او د ځاني ګټو  (Conflict of Interest) نشتون،  ب- د قلم دعفت مراعات، ج - مسلکی توب، د- دکره ثبوت ، اسنادو، شواهدو او بیلګو درلودل او داسې نور خورا اړین دي. که په کومه قضیه کې د څیړنونکي او ادعا کوونکي ځانی ګټې، سابقه، پاکوالئ او تقوا خورا مهم دي او که په هغه کې لږ څه شک هم وي نو ادعا او پلټنه یې خپل اعتبار له لاسه ورکوي. د مسلکي ژورنالیزم پوره پیروي کول نو د اړونده دولتی قانون پلي کوونکو ادارو او عامه نظر سره مرسته کوي چې حقیقت له درواغو او تهمتونو څخه په آسانۍ سره بیل کړي او حق حقدار ته وسپارل شي. بیله کره اسنادو او شواهدو د تهمتونوپه مرسته د حریفانو د کرکتر او شخصیت وژنې ډېره ویره او امکان شته ده او باید مخه یې ونیول شي. پرمخ تللي دولتونه د دې کار لپاره ښه قوانین او لایحې لری اوپه کلکه یې پلې کوي. د ټولو ټولنو لپاره اړینه ده ترڅو داسې قوانین ولری اود څیړنیز ژورنالیزم مسلک ته پراختیا ورکړي ترڅو په داسې حالاتو کې د رښتیا او درواغو پوره بیلوالئ وشي، قانون پلئ شي، له فساد سره موثره مبارزه وشی او په ټولنه کې عدالت پلئ کیږی.
همدارنګه، ښه او په ننۍ نړۍ کې یو منل شوئ څرګند حقیقت دادئ چې په ټولنه، دولت او ملت کې ځینې نهادوه لکه پولیس، ملي اردو، ملي امنیت، څارنوالان، قضا، بیله کمو سیاسي پستونو ټول دولتي کسان، د معارف، پوهنتونونو استادان او کارکوونکي، د ټاکنو د کمیسیونونو غړي، مدني ټولنې ټول باید بې پرې او بیطرفه وي او له هیڅ چا سره هم د مور او میرې چلن ونکړي. همدارنګه، ژورنالستان، دسنیو کارکوونکي، شنونکي او که ممکنه لیکوالان اړینې ستوزې په پوره بیطرفۍ و ارزوي، حقایق روښانه، تیروتنو ته ګوته ونیسي که د هرچا لخوا وي او د ټول ملت لپاره کاروکړي.
موږ ټولو د دې ګروپونو د سیاسي کیدو، یوې خوا نیولو زیانونه لیدلي دي او په نن زمانه کې د پورته ګروپونو او خلکو د طرف نیولو په صورت کې د نظام بقا نشي تضمین کیدئ. په څو وړاندې لسیزو کې موږ په خپله ټولنه ولیدل کله چې اردو په سیاست کې ورګډ شوئ فاجعه یې زیږولې، کله چې رسنۍ له بې پریتوبه لاس اخیستئ نو ډېرې ستونزې یې رامنځته کړي دي.
پایله
    •    روښانه ده چې زموږ په ټولنه کې فساد ښه په زور کې دئ. په ټولنه کې د فساد په ضد کار کول، مفسدین بربنډول، ښو کارونو ته رابلل او له منکراتو منع کول د اسلام او نني تمدن ترټولو مهم اصول دي. د فساد او درغلیو په وړاندې ودریدل د ټول ملت، مدني ټولنو، رسنیو، روڼ اندو، دعوتګرانو، د مسجدونو امامانو، د دولت او هر با وجدانه دنده ده او ټول باید په جدیت سره دا کار د اصولو له مخې او په موثره توګه وکړي.

    •    موږ باید د دعوت اصول، د نیوکې کولو اسلوبونه، د مسلکی ژورنالیزم په واسطه د فساد د مسئلو سي او عادلانه څیړنه لمړئ ښه زده کړو او بیا ورباندې عمل وکړي.

    •    خو اړینه ده ترڅو په دې کار کې له غیر مسلکي چلنده، بېله کره اسنادو تور پورې کولو، د سیاسي توپیرونواو فکري اختلافاتو د پاللو څخه په کلکه ډډه وشي. د دې کار شرط دادئ چې موږ له فساد سره مبارزه د بین المللی ارزول شوو او موثرو اصولو سره سم پرمخ بوزو.

    •    که داکار سم ونکړو نو نه یوازې ښې پایلې نلري بلکه له خلکو لاره ورکیږی، سم او ناسم نه پيژندل کیږي، په ټولنه کې بې باوري، بیلوالئ، د ګډ لرلید او ګډو موخو منځ ته راوړلو او ورته کار کولو مخه ډب کوي او زموږ ګډه انرژی کموي.

    •    بله اړینه خبره داده چې د خپلو کارونو، نیوکو، لیکنو، غونډو او فعالیتونو موثریت ته ښه ځیر وو او د یوازیتوت پرځای په ګډه دا کار وکړو نو ډېره ګټه به ورڅخه واخلو.