د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د څوارلسمې او پنځلسمې پېړۍ نوميالي

زين الله منلی 11.11.2014 19:52

د څوارلسمې او پنځلسمې پېړۍ په نومياليو کې ځينې داسې نوميالي شته چې زما پام يې ځانونو ته واړاوه او ومې غوښتل چې د دوي په پېژندګلوۍ خپل زړه خوښ کړم او دا هم کېدلای شي چې زما خپلوان او دوستان هم ورباندې خوښ شي.
هغه وګړي چې زه يې پېژندل غواړم هغوي دا نوميالي وګړي دي چې په تاريخ کې هر يو ځانګړی او ستر اغيز درلودلی دی.
۱- کولمبس کريستوف ( ۱۴۵۱ ع – ۱۵۰۶ ع)
۲-  ابوالفتح محمد خان شیبانی ( ۱۴۵۱ ع - ۱۵۱۰ ع)
۳- سوري شېر شاه ( ۱۴۷۲ ع – ۱۵۴۵ ع)
۴- فردیناند ماجیلان ( ۱۴۸۰ ع – ۱۵۲۱ ع)
۵- محمد ظهیرالدین بابر (۱۴۸۳ع – ۱۵۴۰ ع)
۶- لومړی شاه اسماعیل صفوي (۱۴۸۷ع – ۱۵۲۴ ع)
کولمبس کريستوف
کولمبس کريسيوف ( ۱۴۵۱- ۱۵۰۶ ) يو سوداګر و، په ناڅاپي توګه يې د امريکا لويه وچه وموندله.
دې د هسپاينې د کاستیل دسيمې د واکمن له خوا واستول شو چې د لويديز له لوري هندوستان ته لاړ شي.
په ۱۴۹۲ کال کې له درې بېړيو سره د اطلس له سمندر څخه تېر شو او د هندوستان په ځای امريکا ته ورسيد خو دی پوه نه شو چې نوې وچه يې موندلې ده. ده دا نوی موندل شوی ځای سور هند وباله.
کولمبس کريستوف څوک د امريکا زېيښاکګر او څوک يې په امريکا کې د لوېديز د کلتور او فرهنګ ناشر بولي. له اعمالواو چارو څخه يې داسې ښکاري چې دا دا دواړه ځانګړتياوې په کې وې.
کولمبس کريستوف د ۱۴۵۱ ع کال د سپتمبر او یا اکتوبر په مياشت کې زېږيدلی دی. پلار يې دومينکو کولمبو د وړيو سوداګر و او مور يې هم دوړيو د يو سوداګر لور وه. ده درې کشران ورونه او يوه خور درلودله او تر څليرويشت کلنۍ پورې يې ليک، لوست نه و زده.. خو د دې له پاره چې ماڼوشي ليک او لوست يې زده کړل.
په ۱۴۷۷ ع کال کې په پرتګال کې مېشت شو چې له هغه ځای څخه هر لوري ته د سوداګرو بېړۍ تلې راتلې.
د کولمبس کريستوف سفرونه:
د کولمبس کريستوف د سفرونو موخې دا وې چې له هند څخه درملونه او خوشبويه بوټي اروپا ته يوسي او ښه توده ګټوره سوداګري وکړي.
د کولمبس کريستوف په مهال اروپايان اسيايي هند ته په سوداګريزو مالونو پسې تلل او د افريقا له وچې څخه به هند ته راتاوېدل. له لندن څخه تر کراچۍ پورې دولس زره کليو متره واټن و  او د هند نورو سيمو ته خوبه لار اوږدې اوږدې لارې وې چې کولمبس هم اړو چې په همدغو لارو يې هند ته تګ راتګ کړی وای. د مصر کانال ښويږد مهدبس کړای وای.
له اروپا څخه هند ته دوه لارې وې چې يوه د «راس اميد» (Cape Of Good Hope) له لارې وه چې د افريقا له وچې څخه به را تاوېدله او بله د وچې لاره وه چې په اروپا يي او اسيايي هېوادونو باندې تېرېدله چې يو مهال ورته د ورېښمېو لاره هم ويل کېدله.
په دې دواړو لارو کې د سمندري او د وچې لارې د غلو او داړه مارو ډار و او په تللو راتللو کې سوداګر له ستونزو سره مخامخ کېدل < شتمنۍ به يې تالا کېدلې.
کولمبس کریستوف د ځمکې په غونډاریتوب باور درلود او دايې باور و که څوک د لوېدیځ په لور په اتلس سمندر کې لاړ شي نو پای به يې داشی چې هندوستان ته به ورسېږي او په امن او ډاډ سوداګري به و کړای شي.
د هسپانيني واکمن او واکمنې  دواړو له کولمبس کريستوف سره د ده نظر و مانه. درې بيړۍ يې ورته جوړې او تيارې کړې او د لويديځ په لوري يې هند ته له خپلو ورسره ملګرو د اتلس سمندر له لارې واستاوه.
دا د هسپانيې د ملکې سياسي اغيز او رنګارنګ ګټورې وعدې وي چې ملګرو له کولمبس کريستوف سره دې ستونزمن سفرته غاړه کښېښودله او ورسره روان شول.
د کولمبس او ملګرو سفر یې اوه اونۍ ونيولې. د ده ملګري ماڼو ګان په دې سفر ناخوښ ول او څو واره يې د ده پر ضد په سمندر کې پاڅون و کړ خو ده به بيا هم په خپل مهارت او هوښيارۍ ساړه کړل.
د سپتامبر په شمله ورځ په هوا کې مرغۍ ښکاره شوې او ماڼوګانو ډاډمن شول چې وچه رانژدې شوه. په پای کې يې د اکتوبر په يوولسمه ورځ وچه وليدله او د ۱۴۹۲ ع کال د اکتوبر په ۱۲ ورځ د امريکا په بهاماس ټاپوګانو کې کوز شول. د دوي دغه سفر ۳۵ ورځې ونيولې او دا ځای يې سورهند  وباله.
د سيمې اوسېدونکي له دې ميلمنو سره ښه ول. کولمبس په يو ليک کې د هسپانيې واکمن او واکمنې فرديناند او ايزابلا ته د دې ټاپوګانو او اوسيدونکو په باره کې وليکل : «که تاسو دواړه امر وکړئ زه کولای شم چې د دې سيمې وګړي ټول کاستيل ته درواستوم او يا يې همدلته په دې ټابوګانو کې اسير کړم د دوي ټولو د ځپلو له پاره پنځوس کسه بس دي، چې هر کار چې وغواړي ورباندې يې وکړي کولای يې شي. مات او منونکي وګړي  دي.»
کولمبس کريستوف د سفر په لومړيو ورځو کې د کيوبا ختيځي سيمې او هايټي ټاپو ګان هم وګټل. کولمبس بېرته اروپا ته د راتللو اراده وکړه او د هغه ځای سيمه ايزو وګړو د مشر «ګواکاناګاري» په سلا یي هلته په هايټي کې پنځه دېرش کسان پريښودل چې بېرته د ده تر ورتللو پورې دوی دلته د کرکيلې چارې سرته ورسوي.
يوه بېړۍ  چې پینتا نوميده د جنوري په ۴ اروپا ته راروانه شوه او له ډېرو کړاوونو څخه وروسته اروپا ته ورسېدله دا هغه بېړۍ وه چې له کولمبس څخه نښتيدلې وه. خو له بده مرغه کولمبس د دې په ځای چې په کاستيل کې کوز شي څو مياشتې له پرتګاليانو سره بندي شو. په دې لنډه موده کې د ده د اکتشافاتو خبرونه د هغې بېړۍوالو په واسطه چې له ده څخه نښتيدلي ول خپاره شوي ول. کله چې دی کاستیل ته ورسيد واکمن او واکمنې يې ښه تود هر کلی و کړ.
د کولمبس کرستوف دوهم سفر:
کولمبس کريستوف د ۱۴۹۶ ع کال د سپتامبر په څليرويشتمه دامریکا د سيمه ايزو وګړو د ښکيلاک لپاره له ډېرو بېړيو او له ۱۲۰۰ کسو استعمار ګرو سره امريکا ته لاړ  او تر ۲۶ ورځو وروسته دومينيکا ته ورسيد او بيا د شمال په لور روان شو. دا ټاپوګان: ووړآنتيل، ګوادلوپ، مونتسرات، انتيګوا، نوليس،  ويرجين او پورتوريکو يې کشف کړل او دا ټول ټاپوګان يې د هسپانيا شتمني و ګڼل ، او بيا هايټي ته د خپلو ملګرو لټولو پسي لاړ. خو څوک يې ونه موندل ځکه چې هغوي له سيمه ايزو وګړو سره په جګړو کې وژل شوي ول. ده په خپله په هغه ځای کې په لنډه موده کې د ټاپو په شمالي غاړه يو ښار ګوټی ودان کړ. ده په دې سفر کې جامايکا هم کشف کړه. کولمبس کرسيتوف خپل کارونه خپلو ورونو ته وسپارل او په خپله د ۱۴۹۶ ع کال د مارچ په لسمه له هيسپانيولا ( هايټي ) څخه اروپا ته لاړ. چې دا دوهم سفر يې هم پای ته ورسېده.
د کولمبس کرستوف دریم سفر:
په ۱۴۹۸ ع کال کولمبس د دريم ځل لپاره امريکا ته لاړ. ده په دې  سفر کې هیسپانيولا ته تر رسيدلو د مخه ترينيداد ټاپو وموند (د جنوري ۳۱ ورځ).
هغه هسپانويان چې د ده په تحريک له ډېرو ګټو پسې امريکا ته تللی ول هغوي هلته خوښ نه ول او نوره يې د ده مشري نه منله. کولمبس چې له يوې خوا لهلسيمه ايزو وګړو سره په کړاو اخته و او له بلې خوا ورسره خپل هېوادوال مخالف شول نو ده په خپلو هېوادوالو کې د پا څون د غلي کولولپاره څو کسه وګړي اعدام کړل. هغه وګړي چې بېرته هسپانیې ته راستانه شوي ول، هغوي د ده له لاسه د هسپانيې دربار ته شکايت و کړ او دايې يو بې کاره سړی معرفي کړ. واکمن چې د وګړو د شکايت پلټنه وکړه شکايت په ځای و. واکمن کولمبس او د ده ورو ڼه له چارو ګوښه کړل او ټول يې هسپانيا ته راوغوښتل. کولمبس هڅه وکړه چې بيا کوم ځای او مقام ونيسي خو بريالی نه شو او کوم واک ورنه کول شو.
د کولمبس کريستوف څلورم سفر:
دی د ۱۵۰۲ ع کال د مي په ۹ د څلورم او وروستی سفر په تکل امريکا ته لاړ. ده غوښتل چې له ټولې ځمکې څخه راوڅرخي خو بريالی نه شو او بېرته هسپانيې ته راغی.
د کولمبس کرکيستوف وصيت:
کولمبس کريستوف وصيت کړی و چې دی دې په امريکا کې ښخ کړای شي خو په هسپانيه کې ښخ کړای شو . بيا په ۱۵۴۲ ع کال د ده مړی هیسپانيولا ( هايټی) ته يوړل شو او د دومينيکين په پلازمينه کې ښخ کړای شو.
د اولسمې پېړۍ په پای کې هسپانيې د هیپسانيولا لويديځه برخه فرانسې ته ورکړه او د کولمبس کريستوف جسد کيوبا ته يوړل شو. او کله چې کيوبا آزاده شوه . او کله چې کيوبا آزاد ه شوه. د ده مړی اروپاته راوړل شو او د سويل په کليسا کې ښخ کړای شو.
وايي چې کولمبس کرکسيتوف د لويانو په ډله کې ناست و، يو چا ورته وويل چې تا کوم دومره لوی کار نه دی کړی چې ته دومره ورباندې ناز کوې. دا کار چې تا کړی دی او امريکا دې موندلې ده، دا کار هر چا کولای شو او آسان کار دی.
کولمبس ورته وويل ډېر اسان کارونه وي چې هر څوک يې کولای شي خو ستا په شان وي او فکر يې ورته نه رسيږي، که نه نو هغه کار ډېر آسان وي. زه به تاسو ته اوس د يو اسان کار ووايم  که تاسو دا کار وکړ نو زه به هم ستاسو خبره ومنم.
هغه مقابل لوري ورته وويل ووايه دا کوم اسان کار دی چې مونږ يې نه شو کولای.
کولمبس ورته وويل: ستاسو د ټولو په مخکې  هګۍ دي هرڅوک چې کولای شي خپله هلې دې په يو سر نېغه ودروي.
ټولو حاضرو وګړو هڅه وکړه خو چا هګۍ په سر ونه درولای شوه او چې وبه يې دروله هغه به بېرته څملاستله. هېچاونه شو کړای چې هګۍ يې پر سردرولې وای، نو بيا يې ده ته وويل چې ځه نو اوس يې ته ودروه.
کولمبس خپله هګۍ واخيستله او په چک يې پرمېز ووهله، هګۍ  چیته شوه او پر مېز ودرېدله.
هغوي ورته وويل چې دا خو اسان کار و دا خو مونږ هم کولای شو.
هغه ورته وويل چې زه هم وايم چې اسان کار وي چې د چا فکر ورته ونه رسيږي نه يې شي کولای لکه ما چې هګۍ ته چک ورکړ او ومې دروله. تاسو به هم دا کار کړی وای، هګۍ به ولاړه وه خو تاسو دا فکر نه شو کولای.
په دې ځمکه ډېر په مليونو کلونه تېرشوي دي خو چا د امريکا د موندلو فکر او تکل نه وکړی او چې ما فکر او تکل وکړ دا دی تاسو ټول وينئ چې بريالی هم شوم.
د دې سيمو وګړي به چې کورونو څخه وتل ځانونه به يې په سره رنګ رنګول نو دې سيمو ته سور هند وويل شول. چې چا به ځان نه ورنګ کړی هغه شرمېده چې له کور څخه بهرته  و وځي، له کور څخه په لوڅ وتلو نه شرمېدل خو په بې رنګه و تلو شرمېدل.

ابو الفتح محمد خان شیبانی یا شيبانی خان
( ۱۴۵۱- ۱۵۱۰ ع)
په خټه اوزبيک محمد خان شيبانی چې په شيبک خان يې شهرت درلود د ماوراء النهريولوی پياوړی واکمن و او هڅه يې کوله چې خپله واکمني ارته کړي. ده په ۱۵۰۰ ع کې لومړی بخارا او بيا سمر قند ونيو چې سمرقند دامير تيمور پلازمينه وه. په لومړيو وختو کې مشهد، هرات، بلخ، بدخشان هم د سلطان حسین بایقرا تيموری په لاس کې ول. ده د خپل مرګ ترمهاله پورې هڅه وکړه چې د شيباني خان د فتوحاتو مخه ونيسي خو بريالی نه شو. بيا يې زامنو په خپلو کې سره د واک پر سر په جګړو پيل وکړ. د ده زامن بديع الزمان میرزا او مظفر حسین ميرزا لا د واک په سر په جګړو لګيا ول چې  شيباني خان ته موقع په لاس ورغله، ډېرې سيمې يې د تيموريانو له لاسه وايستلې او په خپل واک کې یې کړې. په ډېر لږ مهال کې د بلخ، مرو، هرات ، مشهد، کندهار او کرمان په نيولو بريالی شو.
د تيمور بل لمسی ظهرالدين محمد بابر هم د شيبک خان له لاسه بدخشان او کابل ته لاړ. چې په ۱۵۰۴ ع کې د کابل له نيولو وروسته يې  د کندهار د نيولو تکل وکړ. او د سلطان حسین بایقرا له لمسي شجاع بيک څخه يې کندهار او زمين داور په ۱۵۰۷ ع کې وينول.
لومړی شاه اسماعيل صفوی په ۱۵۰۱ ع کال کې د تبريز په ښار کې شيعي مذهبه پياوړې واکمني اعلام کړه او هڅه يې کوله چې د ترکمنو قزلباشو د مټ په زور او په زرو سست-عقيده ، بې-عقيده او کمزوري سنيان شيعيان کړي نو د دې له لپاره يې ختيځ ته مخه کړه. په ختيځ کې له ماوراءالنهر څخه نيولی تر مرو پورې شيباني خان واکمن و او له کابل څخه نيولې ترکندهار پورې ظهيرالدین بابر واکمن و. څرنګه چې له دواړو سره جګړه ستونزمنه وه نو شاه اسماعيل صفوی داښه وګڼله چې له بابر سره لاس يو کړي او شيباني خانه له مينځه يوسي بيا به ګوري چې په راتلونکي کې څه کېږي.
ظهرالدین بابر د شاه اسماعيل له خوا وهڅول شو چې له اوزبکو سره و جنګېږي، واک ور څخه واخلي او د ماوراءالنهر واکمن شي. خپل يو پياوړی لښکر مشر امير نجم يې ورسره ملګری کړ او ظهرالدين بابر پر سمرقند د عبدالله سلطان په پر پوځيانو يرغل و کړ. خو هلته اوزبکانو چې پاخه سنيان ول دا درک کړه چې د ظهرالدین بابر ملګري  د ايران شيعيان دی. مقاومت يې وکړاميرنجم ایراني لښکر مشر ووژل شو او ظهرالدین بابر د غجدواڼ په دښتو کې ماته وخوړه. په خپله  وتښتېده چې ښځې هم ورڅخه پاتې شوې. د ده خپله يوه خور خانزادبيګم هم ترې پاتې شوه.
لومړی د خانزاد بيګم ترور  ( خاله) د شيبانی خان مېرمن وه. بيا يې طلاقه کړه او له خانزادبيګم سره يې واده وکړ. بيا يې د بابر خور خانزاد بيګم هم طلاقه کړه او بيا يې يو سيد ته ورواده  کړه چې سيد هادی نوميده. کله چې شيبانی خان په مرو کې د اسماعيل صفوی په مقابل کې ماته و خوړله او مړ شوسيد هادي هم مړشو، خانزادبيګم بيا کونډه شوه او شاه اسماعيل صفوی ته په لاس ورغله. شاه اسماعيل چې خبر شو چې خانزادبيګم د ظهرالدين بابر خور ده نو کابل ته يې بابر ته ورواستوله. د بابر او د ده د خور د بيلتون لس کاله شوي ول، کله چې سره دواړه مخامخ شول خور يې ورته حيران حيران کتل خو خپل ورور بابر يې نه پېژانده.
د شيبانی خان له وژلو وروسته چې په مرو کې ووژل شو، د ده ځايناستو مېړانه وکړه او شاه اسماعيل صفوی يې دې ته اړ کړ چې نور د آمو له سين څخه ورپسې ور پورې نه ووځي. د ما وراءالنهر واکمني د شيباني خان د ځايناستو شوه او دې غاړې ته يې ټولې سيمې تر بدخشان پورې لومړي شاه اسماعيل ته ورخوشې کړې.
په دې سيمو کې يې پر وګړو د زور او زرو په واسطه زور واچاوه چې شيعي مذهب و مني خو پوره برياليتوب يې په برخه نه شو. يوازې د غرجستان د درو جغتایيان شيعيان  شول ځکه چې د دربار اکبري مولف محمدحسین آزاد په خپل کتاب کې ويلي دي چې چنګيزيانو دين او مذهب نه درلود او کورټ ناپوه ول.  خو بيا يې هم له وګړو سره په هندوستان کې ځينې ورځې، لکه نوروز، نمانځلې او له ډېرو څخه په دې لمانځنه کې وړاندې ول. نو د غرجستان چنګيزيانو په اتفاق سره شيعيت منلی دی ځکه چې د مخه يې کوم مذهب نه و، خو نورو وګړو بيا چا د زراو زور په واسطه شيعيت منلی او چا نه دی منلی. مثلاً هراتيان ، مروزيان ، بلخيان، بدخشانيان، خوارزميان او داسې نور ټول په اتفاق نه دي شيعي شوي.
ماوراءالنهريان سخت سنيان دي او ډېر سني تاليفات هم په ما وراءالنهر او ورسره په نژدې سيمو کې شوي دي.
وايي چې غالب د هلوي په دې تورن و چې شيعي شوی دی. هغه په ځواب کې ويل چې زه خو ما وراءالنهری يم. ما ورا‌ءالنهری څرنګه شيعي کېدلای شي؟ که په ما وراءالنهر کې شيعيان هم وي يو ډېر وړو کي اقليت به وي.
شتمني دهر چا خوښېږي خو د خانانو ، مللکانو ډېره خوښيږي ځکه چې خاني او ملکي هم په شتو کېږي خو هوښيار او پوه خان او ملک هغه دی چې د خل يې پر خرج زيات وي چې په دې صورت کې خاني او ملکي په ځای پاتې کيږي او ښه چلېږي. خو که خبره سرچپه شي نو بيا کار ورانېږي.
وايي چې يو خان سيف الدین خان نومېده ، دا خان د خپل دستر خان له برکته په هر ځای کې ښه نمانځل کېده، خو د دې خان صاحب خرج په دخل زيات و. څه موده وروسته يې د دسترخان خوند يو څخه لږ شو نو د مخه به چې وګړو ورته سيف الدین خان ويل اوس ورته يوازې سيف الدین وايي. د سيف الدین کار  نور هم ورانېده تر دې چې دېره او دسترخان يې هم ورک شول. اوس ورته وګړي د سيف الدین خان او سيف الدین په ځای سيفو وايي. او چې سيفو شو نو ويې ويل اوس چې «سيفو شوم نو پوه شوم، خو وار تېر دی». وايي وروستیه عقله چې لومړی وای ښه به وو.
شاه اسماعيل صفوی به داسې نه وي کړي چې د غرجستان د درو ټولو لويو وړو ، نارينه او ارتينه ووته به يې يو څه ورکړي وي، خو چې خانان او ملکان يې په خيټو ماړه کړي دي دا نور وګړي هم په خپلو مشرانو خانانو ملکانو پسې تللي دي او شيعيان شوي دي ( الناس علی دین ملوکهم). د ارسطو په نغوته د سکندر او  انګريز هم همدالاره وه چې لويان، په پښو ولاړ، به يې خپلول او اوپر بې وزلو به يې چپه مېچني  چورلولې. په «افغانستان درمسير تاريخ» کې مرحوم مير غلام محمد غبار ويلي دي چې پرسيستانيانو باندې هم همدا چل عربو کړی و او سيستانيان يې ځپلي ول. عربو خانان خپلول او بزګران به يې ځپل ، چې د دوي د بري راز همدا و.

سوری شيرشاه فريدالدین
( ۱۴۷۲ع - ۱۵۴۵ ع)
د المنجد په اعلامو کې د سوری شیر شاه په اړه راغلي دي چې دی یو افغاني لارښود و او د هند په بهار کې لوی شوی دی. په ۱۵۳۶ع کال کې یې بنګال فتح کړ او همایون یې کابل ته وزغلاوه .
له ۱۵۳۹ څخه تر ۱۵۴۵ پوری د ډیلي بې سیاله واکمن و. په اداری چارو ډېر ښه پوه وه چې جلال الدین اکبر په خپلو اصلاحی چارو کې دده په لاره تللې و او خپل واک یې ټینګ کړی و .
شیر شاه په هند کې د افغانی واک بانی و. شیرشاه په پنځلس کالو کې خپله واکمنی تینګه کړه او پنځه کاله یې په درز واکمنی وچلوله. په دې لږه موده کې ده له بنګالې څخه نیولې د پنجاب تر رهتاس پوری او له اګرې څخه نیولې تر مندو پورې یې په هر ځای کې جوماتونه ،کوهیان او پردېستونونه جوړ کړل. هر پردېستون دوه دروازې درلودې چې په یوه دروازه کې به د مسلمانانو د هر کلی لپاره مسلمان ولاړ و او په بله دروازه کې به د هنداونو د هرکلي لپاره هندو ولاړ و چې اوبه او خواړه به يې ورکول. د ټولو لارو او سړکونو پر غاړو سيوري کوونکي ونې ولاړې وې. په ټوله لاره کې به پر مسافرو سيوری و. د امن دا حال و چې که يوې بوډۍ اشرفۍ په ټوکرۍ کې پرسر کړې وای چا به ورته کتلي هم نه وای او چې څوک چېرته ويده کېده ويده کېده به، دغله غم نه و. پوځيانو ته يې په خپل مهال تنخواه ورکوله. دی د خپلې واکمنۍ ښه ساتونکی و.
هغه مهال چې شېرشاه د جودهـ پور له سوبې څخه راستون شو نو محدث سيد رفيع الدین چې د ده سلا کار و، ورته وويل اوس ماته اجازه راکړه چې حرمينو شريفينو ته لاړشم او پاتې عمر هلته په عبادت تېر کړم . شير شاه ورته وويل ماته ديوې سلا له لپاره ستون کړی یې يو څو کلاګانې  پاتې دی چې لا تراوسه پورې سوبه شوي نه دي. زما زړه دي چې ډېر ژر هندوستان فتح کړم او تر تروه سمندر پورې ځان ورسوم او له قزلباشو سره چې حاجيان ځوروي ، او نور بدعتونه هم کوي جګړه و کړم او بيا له هغه ځای څخه دې د روم قيصر ته د سفير په توګه واستوم چې له ماسره هملاسی او ملګری شي  او په حرمینو شريفينو کي ماته د استوګنې له پاره يو ځای را کړې بيا به له دې ځای څخه زه اوله هغه ځای څخه د روم واکمن سره يو ځای او ملګری شو او قزلباش به له مخې ليرې او ورک کړو. که اوس د روم له واکمن څخه قزلباش و تښتي او غرونو ته لاړ شي نو چې د روم واکمن بېرته لاړ شي دوی بېرته له غرونو  څخه راکوز شي او وراني پيل کړی او که زه له دې لوري او دروم واکمن له هغې لوري څخه ورباندې راشو او په مينځ کې يې را ايسار کړو نو بيا د تېښتې لاره نه لري او کولای شو چې د دوي د ورانکارۍ او شرارت مخنيوی و کړو، بيا دوی هيڅ نه شي کولای او د تېښتې لاره به نه لري. په دې مهال همايون له ده څخه ايران ته تښتېدلی و. همايون له درې ځايونو څخه د ده پر ضد مرسته او کومک تر لاسه کولای شو. له ايران ، ترکستان او روم څخه. شېرشا خپل سلاکار ته وویل: ده اوس په ايران کې د پل ايښودلو ځای موندلی دی. او که له دې ځای څخه وتښتي نو په ترکستان کې ځای نه لري، ځکه چې اوزبکان د تيموريانو دښمنان دي. نو دی کولای شي چې يوازې روم ته پناه يوسي او مرسته ور څخه و غواړي او چې روم هم زما ملګری شي دا لاره به يې هم بنده شي.
شير شاه څه غوښتل  او څه وشول؟ شيرشاه لاړ او د کالنجر کلا يې محاصره کړه او سخته جګړه يې ورسره پيل کړه. يو پر بل یې د توپونو وارونه کول. ناڅاپه دشيرشاه په جبه خانه او د باروتو  په ډېريو د دښمن د توپ ګولۍ ولګيدله، د باروتو لمبې جګې شوې هر څه وسول او شير شاه هم نيم سوی خپلې خيمې ته ځان ورساوه.
کالنجر کلا فتح شوه خو شير شاه و مړ او د مرګ تاريخ يې شو: «ز آتش مرد» (۹۵۲).

فردیناند ماجيلان
( ۱۴۸۰ ع – ۱۵۲۱ ع)
ماجيلان يو پرتګالی سمندرکار و چې دهسپانيې دولت ته يې کار کاوه او د هسپانيې تابعيت يې درلود.
ماجيلان هغه لومړی سړی دی چې د لويديځ له لوري اسيا ته لاړ او په هوسا سمندر کې يې بېړۍ و چلوله. دی لومړی سړی دی چې د ځمکې له غونډاري څخه چاپېره وڅرخېده. اګر که په خپل په لاره کې مړشو خو هغې بېړۍ چې ده چلوله، او ويکتوريا نومېدله، خپله دوره پای ته ورسوله. د ده ډلې و کړای شول چې په ۱۵۲۲ ع کال کې د ځمکې له غونډاري چاپېره  دوره ووهي او بېرته اروپا ته  ورسېږي.
ما جيلان په يوه شتمنه کورنۍ کې په سابروسا کې وزېږېد. دی لس کلن و چې مور او پلار يې مړه شول. اوه کاله وروسته لزبون ته خپل ورور ته ورغی او د هغه ځای د واکمن په دربار کې چوپړي شو. په لزبون کې ژوند ده ته دا امکان په لاس ورکړ چې هلته يې د خپل تره له زوی فرانسيسکو سره خپل تحصيل ته ادامه ورکړه او په جغرافيه او ستورو پېژندنه کې يې پوهه حاصله کړه. په ۱۴۹۶ ع  کې يې يو پوځي مقام واخيست.
د لومړي ځل لپاره په شل کلنۍ کې سمندر ته ورکوز شو او په ۱۵۰۵ ع کال کې دولت هند ته واستاوه چې دولتي ستونزې حل کړی او د مربوطو سيمو وګړي خبر کړي چې فرانسيسکو دې آلميدا د واکمنۍ نايب ټاکل شوی دی. په همدې سفر کې ماجيلان جنګ تجربه کړ. کله چې يو افريقايي محلی واکمن له خراج ورکولو څخه ډډه وکړه د آلميدا وګړو ورباندې يرغل وکړ او په اوسنۍ تانزانيا کې یې د مسلمانانو یو ښار، چې کليوا نومېده، ونيو. په ۱۵۰۶ ع کال کې يې شرقي هند ته سفر و کړ چې له هغه پلاوي سره ملګری شي چې د پرتګال دولت د درملو ټاپوګانو ته استولی و.
په ۱۵۱۰ ع کال کې يې د ماڼوتوب درجه واخيستله خو څه موده وروسته د کومې تېروتنې په سبب له دندې څخه ليرې کړای شو او بېرته پرتګال ته لاړ.
په ۱۵۱۱ ع کال کې مراکش ته واستول شو چې له مراکشيانو سره په جګړه کې ګډون وکړي. په دې تورن کړای شو چې له مسلمانانو سره ښه چلند نه کوي. د واکمنۍ نايب الميدا هم ورسره روغ نه و او په يو رپوټ کې يې ورڅخه شکايت کړی و چې ښه کارنه کوي.
اګر که ما جيلان له ټولو تورونو څخه پاک ودواته خو نور د واکمن امانوويل له سترګو لوېدلی و. واکمن د ده د حقوقو زياتوالی ونه مانه او بيا يې د پرتګال په دولت کې ځای ورنه کړ. ماجيلان چې حالات وران وليدل له پرتګال څخه هسپانيې ته لاړ چې هلته د هسپانيې په دربار کې کار و کړي او خپل پرتګالي نوم يې په هسپانوي نوم واړاوه، د فرنوندې ماګاليانش په ځای فرناندو دې ماګالانس شو.
له ځمکې څخه د ماجيلان د چورليدلو نقشې:
د ۱۵۱۷ ع کال د اکتوبرپه ۲۰ مه د هسپانيا پلازمينې سويل ته ورسيد او له  هغه ځای څخه بيا، ولا دوليد – ته لاړ چې واکمن لومړی چارلز وګوري. ما جيلان بيا د هسپانيې تبعه شو. ده په سويل کې ډېر اغيزوموند.
په هغه مهال د درملو سوداګرۍ ښه باب درلود او د جنوب ختيځې اسيا درملونه په اروپا کې ښه پلورل کېدل د دغو درملو مرکز په اندونيزيا کې د مولوک ټاپوګان ول چې ورتګ ورته د افریقا له لارې او د هند د سمندر له لارې کېده او په زرګونه کيلومتره لاره وهل ورته په کار ول.
يوه ورځ د جنوبي امريکا نقشه ماجيلان ته په لاس ورغله، چې په هغه نقشه کې د لاپلاتا د سين لويه دلتا وړه رسم شوې وه، چې له دې لارې کيدای شول چې هوسا سمندر ته لاره وموندل شي.ماجيلان فکر وکړ چې له دې لارې به سړی ژر د درملو ټاپوګانو ته ورسيږي.
د ۱۵۱۸ ع کال د مارچ په ۲۲ واکمن چارلز د ماجيلان پلان تصويب کړ د تړون مطابق د موندل شوو سيمو څخه د لاسته راغلې ګټې شلمه برخه او همدغو سيمو ګډ واک ماجيلان او فالنيرو ته ورکول شو. د دولتي بودیجې له پوره کولو څخه وروسته دواړو شريکانو پنځه بېړۍ تیارې کړې: ترینیداد د یو سل او لسو ټنو مال او پنځه پنځوس کسو ظرفيت درلود، سان انتونيو د يو سلو شلو ټنو مال او شپيتو کسانو کارکوونکو ظرفيت درلود، کونسپسيون د نوي تڼو مال او پنځه څلوېښتو کسو ظرفيت درلود، ويکتوريا د پنځه اتيا ټنو مال او دوه څلويښت کسانو کار کوونکو ظرفيت درلود، او سانتياګو د پنځه اويا ټنو مال او دوه ډېرش کسانو کار کوونکو ظرفيت درلود.
د سفر پيل:
د ۱۵۱۸ ع کال د اګسټ په ۱۵ د ماجيلان په مشرۍ د غو بېړيو له سويل څخه حرکت وکړ.د پرتګال واکمن امانويل چې د دوي له روانېدلو خبرشو. څو جنګي بېړۍ يې ورپسې ولېږلې خو ماجيلان يې ونه نيولای شو. ماجیلان برازيل ته روان شو. د سپتامبر په شلمه د استوا‌ له ليکې څخه واووښت. په هغه مهال برازيل د پرتګال په واک کې و. ما جيلان ورڅخه لاره چپه کړه او د دسامبر په شپږمه ريو دو ژانيرو ته ورسيد. بيا يې د جنوب په لور حرکت و کړ او د ۱۵۲۰ ع کال د جنوري په لسمه د لاپلاتا د سين مصب او سمندر ته د ورتوييدلو ځای ته ورسيد.
ماجيلان د اور د کانال ياد ماجيلان د کانال له لارې  څخه هوسا سمندر ته ورګډشو. پرهوسا سمندر باندې د هوسا سمندر نوم هم ماجيلان کېښود ځکه چې د هوسا سمندر او به ډېرې نه شړپيدلې.
د ماجيلان مرګ:
ماجيلان د ۱۵۲۱ ع کال د مارچ  په شپاړسمه فيليپين ته ورسيد او هلته د اپريل په اوه ويشتمه ورځ له سيمه ايزو وګړو سره په جنګ  کې ووژل شو.
د ماجيلان د سفر ملګري آنتونيو پيګافتا ليکلي دي:
«د ګيځ له راختلو سره مونږ د سمندر غاړې ته ورسيدلو. له اوبو لاندې ډبرو نه پرېښودلو چې پرمخ ولاړ شو نو له مونږ څخه نهه څلوېښت کسه او بوته ورولويدل چې اوبه يې ترورنونو پورې رسېدلې او پاتې لاره يې په پلی توګه ووهله. يوولس کسه د بېړيو د ساتلو لپاره پاته شول. په وچه کې قريب يونيم زر کسان زمونږ په انتظار کې  ول او چې ورسره مخامخ شولو د واره يې را باندې حمله وکړه. مونږ ورسره مقاومت ونه شو کړای او زموږ لارښود ماجيلان په فيليپين کې ووژل شو».
له ځمکې څخه چاپېره راتاوېدل:
پاتې درې بېړۍ د درملو د ټاپو ګانو په لټه د لوېديځ په لوري روانې شولې په پالاوان ټاپو کې له لږ ځنډ وروسته د ۱۵۲۱ ع کال د جون په يويشتمه ورځ بورنيو ټاپو ته ورسيدلې. اوس دوي دوه بېړۍ لري ځکه چې دريمه بېړۍ ډېره زړه وه او د پالاوان د ټاپو په غاړه اور ورواچول شو او وسوه . دوی دبروناي هېواد سمندر په غاړه لنګر واچاوه او پنځه دېرش ورځې پاتې شول. سمندر تلونکي د ۱۵۲۱ ع کال د نوامبر په شپږمه د درملو ټاپوګانو ( مولوک) ته ورسيدل او د بندور له واکمن سره له پېروپلور څخه وروسته هسپانيا ته روان شول.
ويکتوريا د خوان سباستین اېلکانو په مشرۍ هسپانيا ته روانه شوه.
د هسپانيې له پر ېښودلو درې کاله وروسته خوان سباستين اېلکانو او اوه لس کسه چوپړيان بېرته په ويکتوريا بېړۍ کې د سويل بندرته ورسېدل. اوپه برياليتوب سره د ځمکې له غونډاري څخه را و څرخېدل.
هغه وګړي چې په ۱۵۲۲ ع کال کې سويل ته بېرته راورسيدل اتلس کسان ول:
خوان سباستین اېلکانو، فرانسيسکو البو، ميګل دروداس، خوان داکوريو، انتونيو پيګافتا، مارتين دې خوديسيبوس، هرناندو دې بوستامانتې، نيکولاس يونانی، ميګل سانچز، انتونيوهرناندز کولمينېرو، فرانسيسکو رودريګس، خوان رودريګز، ديېګوکارمېنا، هانس اخيني ، خوان دي آراتيا او واسکوګومس ګاليګو.

محمد ظهر الدین بابر
(۱۴۸۳ ع - ۱۵۳۰ ) ع
ظهرالدین بابر په هند کې د مغلو دسترې واکمنۍ جوړونکی دی. پلار يې د ګوډ تیمور لمسی دی او مور يې د چنګيزخان لمسۍ او مغله ده چې له همدې کبله بابر او بابريان ځانونو ته مغل وايي.
بابر په فرغانه کې د خپل پلار عمر شيخ ځايناستی شو چې ۱۴۹۴ ع کال و. په ۱۵۰۵ ع کال کې يې کابل ونيو او په ۱۵۱۱ ع کال کې يې سمرقند ونيو او په ۱۵۲۲ ع کال کې يې کندهار ونيو او بيا يې هند ته مخه کړه او په ۱۵۲۷ ع کال کې يې ډیلي ، اګره ، جونپور او راجستان ونيول او واکمني يې تر بنګال پورې وغزېدله. دی يو پياوړی ليکوال و او خپل ژوند ليک يې په خپله په ترکي ژبه ليکلی دی چې دا د ده يو غوره اثر دی. په فارسي ژبه د شعر ديوان هم لري. په اګره کې مړ دی او په کابل کې د ده په نوم باغ د بابر په باغ کې ښخ دی.
بابر د عمرشيخ مرزا زوی دی ، عمر د ابوسعيد ميرزا زوی دی، ابوسعيد د سلطان محمد ميرزا زوی دی سلطان محمد ميرزا د ميرانشاه زوی دی او ميران شاه د ګوډ تيمور زوی دی.
ګوډ تيمور په ۱۳۲۶ ع – ۱۴۰۵ ع کې تېردی. د چنګيزخان لمسی دی او له سمرقند سره نژدې په کش سيمه کې زېږېدلی دی. په خپله پوهه او نبوغ يي ځان واکمنۍ ته رسولی و. خو ارزم ، کاشغر، فارس، سوريه او مصر يې فتح کړي ول. په ۱۳۸۶ ع کال کې يې بغداد ړنګ کړ مسکو ښار يې ونيو. په ۱۴۰۲ ع کال يې په انقره کې عثمانی دوهم بايزيد وځاپه او سمرقند يې خپله پلازمينه و ټاکله او ډېر کارپوهان هنرمندان او د کمال خاوندان يې ورته راوستل. د ده په مهال سمرقند ښه غوړېدلی او ودان ښار و.
ظهرالدین محمد بابر چې په فرغانه کې د خپل پلار ځايناستی واکمن و، د اوزبکو له واکمن شيبانی خان سره ډېرې نښتې و کړې خو په پای کې شيبانی خان برلاسی شو او بابر ورڅخه لومړی بدخشان او بيا کابل ته وتښتېده چې د کابل له نيولو څخه وروسته يې بيا په ۱۵۰۷ ع کال کې د سلطان حسين بايقرا له لمسي شجاع بيک څخه کندهار ونیو. د کندهار، په تېره بيا د لوی کندهار، نيولو ته دايران واکمن لومړي شاه اسماعيل صفوی هم تکل کړی و.
د دې له پاره چې شاه اسماعيل صفوی د اوزبک شيبانی خان مخنيوی وکړای شي، د شيباني خان له مخالف ظهرالدین بابر سره یې لاس يو کول وغوښتل او عجالتاً د کندهار له نيولو څخه تېر شو، بابر يې خپل ملګری کړ چې د شيبانی خان مخه ونيسي چې هغه د ایران ختيځو سيمو ته رسېدلی و.
بابر  دشاه اسماعيل صفوی په مرسته پرشيبانی خان يرغل وکړ چې د سمرقند په غجدوان دښتو کې يې ماته وخوړله ، د خپلو ښځو په شمول يې هرڅه شيبک خان ته پرېښودل او په خپله کابل ته لاړ.
شاه اسماعيل صفوی  شيبک خان په مرو کې وواژه او له ماوراءالنهر پورې سيمې يې ونيولې چې بيا يې تر بدخشان پورې سيمې او غرجستان ونيول او د زور او زرو په زور يې د دې سيمو وګړي بېل کړل او شيعي مذهب يې درباندې تحميل کړ، چې  د غرجستان و ګړي شيعی مذهب ومانه چې اوس د اوګړي ښه پاخه شيعې مذهبه او پر خپل مذهب ټينګ ولاړ شيعيان دي.
بابر له شيبک خان څخه له ماتې وروسته هند ته مخه کړه. هندوستان يې ونيو او اګره يې د واکمنۍ پلازمينه و ټاکله چې ده او د ده ځايناستو په هند کې د انګريز تر راتللو پورې څو سوه کاله واکمني و کړه.
د هند په مغلو واکمنو کې محي الدین عالمګير اورنګزيب اسلام او په تېره بيا حنفي مذهب ته ډېر خدمت کړی دی. د ده په مهال د هند علماوو د «الفتاوی الهندیه» په نوم يوه فتاوی تاليف کړې ده ، چې دېرش ټوکه ده او په فتاوه عالمګيری شهرت لري. دی فتاوې پخوا د افغانستان په ټولو محاکمو کې شتون درلود چې په معبتروکتابتونو کې لکه د کابل عامه کتابخانه، د پوهنتون کتابتون، دسترې محکمې کتابوتون کې او همداسې د ولاياتو د محاکمو په کتابتونونو کې شتون لري.
د  ا ورنګزيب په مهال د ده د قدرت په سيمو کې موسيقي بنده او مړه وه خو د ده له مړينې سره يې بيا نوی ژوند په برخه شو وزرونه يې وکړل په الوتلو شوه چې اوس هم لا خپل وزرونه رپوي او په زور کې ده.

لومړی شاه اسماعيل صفوی
( ۱۴۸۷ ع – ۱۵۲۴ ع)
شاه صفی د آذربايجان د اردبيل د سيمې يو صيحيح النسبه عابد، زاهد سيد و او وګړو ورته په درنه سترګه کتل.  بيا د شاه صفی ځايناستی د ده زوی شيخ صدارالدین  شو چې وګړو ورڅخه فيض او برکت مونده.
کله چې امير تيمور روم فتح کړ او بېرته راستون شو نو په اردبيل کې د څه مودې له پاره ځنډ شو. هلته بيا شيخ صدرالدین ته ورغی او دعا يې ورڅخه وغوښتله او ورته يې وويل چې زه ستاسو چوپړ ته تيار او چمتو يم. ډېر اصرار يې وکړ چې د کوم چوپړ ورته ووايي. شيخ صدرالدین ورته وويل له تا سره د الله ډېر بې ګناه بندګان بنديان دي چې الله آزاد پيدا کړي دي. زه ورته حيران يم چې د الله بنده څرنګه د بنده بنده کېدای شي؟ ته دابنديان خوشې کړه. تيمور ورته وويل په سترګو! په دې بنديانو کې په زرګونه بنديان ترک، استجلو، تکلو، رستاق، روملو، ذوالقدر،  افشار، قاجار، دوغلو او نور خوشې کړای شول.
د شيخ صدرالدین پر ځای ورپسې شيخ جنيد کښيناست. د ده د شيخۍ زور چې د هغه مهال واکمن وليد ورڅخه وډار شو او له خپلې واکمنۍ څخه يې وايسته. هغه بيا حلب ته لاړ، چې د هغه ځای واکمن خپله خور ورواده کړه. له هغې څخه بيا سلطان حيدر وزېږېده چې د شاه اسماعيل پلار و. کله چې د شیخۍ مرحله په واکمنۍ واووښتله نو ورسره خيالات هم بدل شول او خپلو مريدانو ته يې د تجمل سری خولۍ جوړې کړې چې دا سور خولۍ وګړي بيا قزلباش ونومول شول.
د صفويه لويانو شان او شوکت چې واکمنو ليده نو ورڅخه ډارېدل. نو دوي ته به يې ځور او کړاو ورکاوه، وهل به يې. تر دې چې شاه اسماعيل صفوی ته دخپل پلار د انتقام اخيستل لازم ښکاره شول او د قزلباشو واکمن شو.
شاه اسماعيل د مور له خوا د واکمنۍ غوښتونکی و او د پلار له خوا ورسره د روحانیت زور و.
په ایران کې شاه اسماعيل واکمني  په تبريز کې جوړه کړه او له بلې خوا په توران کې شيباني خان دواکمنۍ توغ پورته کړ. اوزبکو داسې واکمني جوړه کړه چې تيموريان يې ډېر شاته وغورځول. بابر د خپلو خپلوانو له لاسه خوار و زارو و، له خپل ټاټوبي څخه - چې د پلار نيکه ټاټوبې يې و - وتښتېده او بدخشان ته لاړ.
خسروشاه په بدخشان کې حاکم و. وګړي ورڅخه خوا بدي ول. بابر خسرو شاه ليرې کړ او واک يې په خپل لاس کې ونيو. غوښتل يې چې خسرو بندی کړي. هغه پوه شو او ورڅخه وتښتېده. بدخشان يې ورته پرېښود.
د ورته پاتې شتمنيو په زور بابر پرپښو ودرېده، او څو ورځې وروسته کابل ته لاړ. په کابل کې د الغ ميزا زوم شو او واک چلول يې پيل کړل. کله چې کابل او بدخشان بابر ته خوشې په خوشې په لاس ورغلل نو د افغانستان واکمنۍ ته يې ملا وتړله.
کله چې ظهرالدین بابر افغانستان ته له شيبانی خان اوزبک څخه راوتښتېده ، شيبانی خان په ماوراءالنهر کې - په بخارا او سمرقند کې - پر تيموريانو اوربل کړ او د دوي نوم او نخښه يې ورکه کړه. له جيحون څخه راتېر شو او کندهار ته يې پښې راوغزولې. هرات يې ونيو او د ايران نيولو ته يې تکل وکړ.
شيباني خان ته له دوو لورو څخه خطر متوجه و يو د بابر له لوري او بل د شاه اسماعيل صفوی له لوري. ده دومره زور نه درلود چې د دواړو لورو مقابله او مدافعه وکړای شي ځکه چې د اوزبکو قومي او مذهبي جوش ورسره و او د خپل قومي واکمن شيباني خان يې کلک ملاتړ کاوه.
صفوی واکمن شيعيان ول او  نور ایرانيان سنيان ول.  لکه څرنګه چې ايرج او تورج يو له بل سره وخوړل اوس ايرجيان (ايرانيان)، او تورجيان (تورانيان) يو دبل وينو څښلو ته تږي ناست دي.
لنډه دا چې شيباني خان له جيحون څخه راپورې واته، لومړی يې چغتاتی واکمنزويان (شاهزادګان) يعني تيموريان تباه او برباد کړل او بيا يې د ايراني قزلباشو په تباهۍ پسې ملا وتړله.
په دې مهال ايراني شاه اسماعيل صفوی په ډېر زور کې و. دې ډېر هوښيار او پوه واکمن و. دی پوه و چې په جنګ جګړو کې له ورانۍ څخه پرته بله ګټه نه شته نو د روغی او سولې لاره يې ونيوله او شيباني خان ته يې وليکل چې په سوله کې ګټه ده او جنګ وراني جوړوي ، ترکستان  ستا قومي هېواد دی، هغه دې ستاوي او تاته دې درمبارک شي خو نور د عراق په لوري پښې مه راغزوه او د فارسي دا شعر یې ورته په خپل ليک کې وليکه:
نهال دوستی بنشان که کام دل ببار آرد
درخت دشمنی برکن که رنج بیشمار آرد.
شيباني خان شاه اسماعيل صفوی ته په ځواب کې وليکل چې مونږ چنګيزيان يو، واکمني  زمونږ میراثي حق دی، له تاسو سره نه ښايي چې له مونږ سره په واکمنۍ کې ځان راګډ کړئ. تاسو د ترکمنو په خپلوۍ مه غولېږۍ او ورباندې مه نازېږئ. د دې حق خاوند به ته هغه مهال وې چې زه نه وای، اوس چې زه يم نو ته د واکمنۍ دعوې مه کوه. په دې ځواب يې هم بسيا ونه کړه او دهغو سوغاتونو په مقابل کې چې شاه اسماعيل صفوی ورته وراستولي ول یوه د چړ کاسګۍ (کچکول) او يوه لکړه ورواستوله او ورته يې وليکل چې ستا د پلار نيکه ميراث دا دی دا واخله او کوڅه په کوڅه ګرځه ، چړکوه. او بيا يې ورته وليکل چې ما د حج تکل کړی دی ، در روان يم، ډېر ژر به په عراق او اذربايجان کې سره وګورو. دا دی خبر مې کړې!
شاه اسماعيل شيبانی خان ته د ده د ليک سخت ځوا ب ورکړ او پر فقيرۍ باندې د ملنډو په مقابل کې يې ورته وليکل چې مونږ د رسول الله ال او اولاد يو د فقر نعمت او د دنيا سلطنت دواړه زمونږ حق دی نه د بل چا. دا چې تاسو ليکلي دي چې واکمني د هغه چاده چې د تورې سړي وي. د تورې سړی خو حضرت علی اسدالله الغالب و چې مونږ يې وارثان يو او دا زمونږ حق دی . نور نو کولای شې چې د حيدر د ذوالفقار مقابلې ته راميدان ته شې.
نور مې څرخه، دوک او پنبه درواستول د بوډيو ښځو په شان څرخي ته کښينه تارونه ريشه  چې ته دې کارته جوړ شوی یې. زه د مشهد مقدس زيارت ته درځم، هيله ده چې هر کلي ته مې په شاندارو مراسمو مخې ته راشې.
داليکونه يې استازي ته ورکړل او شيباني خان ته يې ورواستول او په خپله د قزلباشو له پياوړو پوځيانو سره د مشهد مقدس په لور روان شو.
شيباني خان هم له لوی لښکر سره په شاه اسماعيل صفوی پسې روان شو چې په مرو کې دواړه پوځونه سره مخامخ شول. په لومړی يرغل کې د شيباني خان د پوځ پښې وښويېدلې، قرلباشو په زرګونه ترکان ووژل او شيبانی خان له پنځه سوه خپلوانو سره په يوه ګړ کې بند او محاصره شو.
ډېر ترکان  اسير ونيول شو چې په اسيرانو کې د بابر خور خانزادبيګم هم وه چې خانزادبيګم بيا بابر ورور  ته واستول شوه.
شیبانی خان چې ناکام ومړ، ځای يې عبدالله خان اوزبک ونيو او د بخار او واکمن شو. د عبدالله خان اوزبک د مقابلې لپاره بابر د نجم خان اصفهاني په مشرۍ شېته زره قزلباش له ځان سره کړل او په عبدالله خان وزبک پسې روان شو. چې د افراس په قعله کې له عبدالله خان اوزبک سره مخامخ شول. ډېراوزبک په دې جنګ کې ووژل شول او پاتې وتښتېدل. نجم خان له ځان څخه رستم جوړ کړا وويې ويل چې تر څو مې اوزبکان له توران څخه ورک کړي نه وی ايران ته نه ستنيږم. غجدوان له بخارا سره نژدې يوه سيمه ده چې اوزبکان په کې محاصره ول او قزلباش ورڅخه را تاو ول. د نجم خان په مشرۍ د قزلباش شو سر زوري پراوزبکو ښه ونه لګېده له او په اتفاق يې د بابر او ايرانيانو پر ضد پاڅون و کړ او وويل  يې چې بابر رافضی شوی دی او رافضيان ورسره ملګري شوي . کليوالو او ښاري اوزبکو له هرې خوا بابري او ايراني پوځيان محاصره کړل او د نجم خان په شمول يې ټول ووژل. بابر لوڅې پښې د شپې و تښتېده (۲۵۱۸)هـ چې  بيا يې د ترکستان نوم په خوله وانه خيست او هند ته يې مخه کړه.
د شاه اسماعيل صفوي د نسب لړۍ په دې ډول ده:
شاه اسماعيل د سلطان حيدر زوی، سلطان حيدر د سلطان جنيد زوی،  سلطان جنيد د سلطان شيخ صدرالدین زوی، سلطان شيخ صدرالدین د ابراهيم زوی، ابراهيم د شيخ علی خواجه زوی، شيخ علی خواجه د شيخ صدر الدین زوی، شيخ صدرالدین د شيخ صفی الدین زوی چې صفی الدین په شاه صفی  مشهور دی .


په دې ليکنه کې له دغو منابعو استفاده شوې ده:
۱- زما د لمسيو سما او هلې په مرسته له انټرنيټ څخه.
۲- افغانستان و ايران ، داکتر يوسف متولی حقيقي.
۳- دربار اکبری – محمد حسین آزاد.