د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اخوند درویزه او آزاده شاعري ؟

عبدالباري جهاني 10.11.2014 10:56

اخوند درویزه د یوسفزیو پښتنو په منځ کي تر نیمي پیړۍ زیات عمر تیر کړی او د سیمي په ټولو پښتني سیمو کي ګرځیدلی دی. د هغه د ژوند زمانه د ۱۵۳۰ څخه تر ۱۶۳۸ پوري ټاکله سوې ده، یعني ۱۰۸ کاله یې ژوند کړی دی. اخوند درویزه یو متشرع عالم وو او د پښتنو لپاره یې اهمیت په دې کي دی چي د مخزن الاسلام په نوم یو کتاب یې، چي د دیني اصولو او احکامو په باره کي دی، په پښتو ژبه لیکلی دی؛ او دا کتاب یو له لومړنیو پښتو کتابونو څخه دی. اخوند درویزه د روښانیانو تر ټولو سخت دښمن وو؛ هغوی یې تاریکیان بلل او پخپله بیر روښان یې ملحد او ګمراه باله. خوشحال خان خټک لومړنی پښتون شاعر دی چي دې کتاب ته یې د مخزن الاسرار په نوم اشاره کړې او هغه یې د شکل او متن له مخي غندلی دی.
درویزه چي بیان کړی خپل کتاب دی
نوم یې مخزن الاسرار ایښی جناب دی
هر بیان یې نا موزون، مجهول بې رنکه
خالي پاتو له دانشه له فرهنګه
که یوه مصرع په شل بله په سل ده
نا مربوطه نا موزونه په ویل ده
قافیه یې لام او دال سره وهلي
په ردیف کي یې نون واو سره پييلي
مسلې یې نظم کړي په پښتو دي
درته څه وایم چي څه دي؟ د لوستو دي؟
حقیقت دا دی چي مخزن په داسي عباراتو لیکل سوی دی چي نه د نظم خوند کوي او نه د نثر او، د سید تقویم الحق کاکاخیل په شمول، پوهان یې مسجع نثر بولي.
 د پښتو ژبي مشهور شاعر اود ادبیاتو استاد عبیدالله درویش درانی، د پښتو عروض په نوم کتاب کي،  د مخزن الاسلام د کتاب متن آزاد شعر بولي. هغه د خپل کتاب په ۲۰۳ مخ کي لیکي” مخزن الاسلام چي کله لیکل کیده نو هغه وخت ریشتیا هم په نړۍ کي آزاده شاعري چرته هم نه کیده. آزاده شاعري د لویدیز له خوا راغلې ده او موږ ته د انګریزي په لاره را رسیدلې ده.
په انګریزي کي د امریکايي شاعر والټ ویټمین هغه ویل( کلام) چي Leaves of Grass يې ورباندي نوم ایښی وو، د آزادي شاعری پیلامه ګڼل کیږي. او دغه کلام په کال ۱۸۵۵ کي خواره شوي وو. خو د اخوند درویزه صاحب مخزن تر دې دوه نیم سوه کاله وړاندي منځته راغلی وو...” ( پښتو عروض مخ ۲۰۳)
ښاغلی درویش درانی د خپل کتاب په ۲۰۲ مخ کي د اخوند درویزه یو شعر راوړي:
هغه دین چي موافق دی له قرآنه
او رسول دی قبول کړی
هغه دین زما قبول دی، ما دی لاس ور لګولی
هغه دین چي مخالف دی له قرآنه
او رسول ځیني ویزار دی
زه ویزار له هغه دینه
چي پیرو د هغه دین  په دواړو کونو شرمسار دی (  مخزن ۹۳ مخ)
درویش صاحب پر دې نظم باندي په خپله تبصره کي لیکي:
“ د دې پورتنۍ لیکني زړتیا که څوک اټکلول غواړي نو ښایی چي تر شل او دیرش کاله یې زیاته زړه ونه بولي. او دغسي اټکل به د دوو خبرو پر بنسټ باندي وي، یوه داچي دغه لیکنه په پښتو ژبه ده او بله دا چي د آزاد نظم یا د آزاد نظم یوه ټوټه ده. هر کله چي موږ دا منلې ده چي پښتو ته د آزاد نظم راتګ د ډیري مودې خبره نه ده، نو په دا ویل کیدای شي چي دغه پورتنۍ لیکنه به هم په نزدو کلونو کي منځ ته راغلې وي ـ خو که تکیه په اټکل باندي ونه شي او د دغي لیکني اصل عمر چاته ور وښوول شي نو هغه به حیران پاته شي چي په پښتو کي هغه وخت ازاده شاعري شوې ده چي په نړۍ کي چرته د آزاد نظم وجود نه وو. بیا دغه شاعري تش یو نظم دوه نه ده، پوره کتاب دی او دغه کتاب د اخوند درویزه بابا مخزن الاسلام دی” ( پښتو عروض مخ ۲۰۲)
درویش صاحب د اخوند درویزه د ازاد نظم څو نوري بیلګې هم را اخلي او د مخزن د ۲۵ مخ څخه یې دا یوه ټوټه انتخاب کړې ده.
ګڼه دین د پاک رسول نوی میلمه وو
پر آنګڼ د کافرانو ور کوز شوی
د میلمه عذر کوته وي
او د دین عذر په سر دی
بې د غټ کافر له سره په نور څه نه «عذر کیږي»
د نبي یاران سوراه وو پر تیزرو آسونو باندي
و غزا و ته ولاړ وو
دا لښکري
په مثال لکه دریاب په پنځه رکنه
چي موجونه یې « پشیږي» ( مخزن مخ ۲۵)
درویش صاحب وروسته د مخزن څخه یوه بله نمونه هم راوړي:
دا وصلت وو بې مثاله بې نظیره
چي په عقل نه کښیوزي یو اسرار حقاني دی
نه فرښتې نه لولیاء نه انبیا له هغه حاله
اګاه شوي نه به کیږي
ځیني وايي لیده نه وو بې مثاله بې نظیره
هم له عقله ماوراوو
او صحیح قول دغه دی هیڅ مه وایی
هر چي لږ و ډیر بیان کا په ویل کي غلطیږي ( مخزن مخ ۲۴)
درویش صاحب په دې نظم پسي لیکي:
“ له مخزن الاسلام څخه چي دا کومي نمونې ما وړاندي کړې، زما په خیال له هغو څخه په ښه توګه د دې خبري سپیناوی کیږي چي دغه کتاب په آزاده شاعري کي لیکلی شوی دی. له دې څخه دا هم څرګنده شوه چي آزاده شاعري تر ټولو وړاندي په پښتو کي پیل شوې ده” .( پښتو عروض مخ ۲۰۸)
دا نیکمرغي به پر پښتو ژبه باندي د چا پیرزو نه وي چي دومره عصري، ښایسته او له هنره ډک شعر دي له انګلیسي ژبي څخه دوه نیم سوه کاله مخکي او له فارسي څخه، چي له غزل څخه نیولې تر قصیدې، مخمس، مسدس، بدیعي صنایع او هر څه له هغي ژبي ورته راغلي وي خو په دې ښایسته او له کماله ډک آزاد شعر کي له هغي ژبي څخه لږ ترلږه درې سوه کاله وړاندي وي.  
اوس سوال دا پیدا کیږي چي اخوند درویزه خو به ضرور نابغه وو چي داسي شعر لیکلو ته یې پام سو چي پر مخ تللی بشریت هغه ته دوه نیم سوه کاله وروسته متوجه سو. خو دا شعرونه ټول په پښتو ژبه دي، او د میرزا خان انصاري او دولت لواڼي په څیر عالم او خوږ ژبي شاعرانو چي مخزن به ضرور ورته رسیدلی وو، او د خوشحال خان خټک په څیر سترګه ور او هوښیار شاعر ولي د دې ډول شعر اهمیت ته متوجه نه سو او نه یوازي یې څه ورڅخه زده نه کړه بلکه هغه یې له سره تر پایه وغانده.
 که د اخوند درویزه د مخزن متن لکه څرنګه چي ښاغلي درویش دراني اخیستی دی را واخلو، نو په ریشتیا چي څلور سوه کاله مخکي د داسي یوه شعر لیکل، چي په هره معنی عصري دی، یو شهکار دی. خو که موږ په ریشتیا د اخوند درویزه پر شعر باندي تبصره کوو نو زه ګومان کوم چي امانت ساتل پر موږ، او په تیره بیا یوه لوی شاعر او د ادب پر استاد باندي فرض دی.
 د اخوند درویزه په مخزن نومي کتاب کي، چي ښايي تر بیخي ډیرو کلاسیکو کتابونو به یې چاپي او خطي نسخې ډیري پیدا کیږي، دغه شعرونه، چي ښاغلي درویش دراني یې مثال ورکړی دی، په دغه شکل نه د ي راغلي. هلته دغه شعرونه د اوږدو کرښو په شکل راغلي دي او په هر ځای کي چي اخون درویزه فکر کړی دی چي مصراع پای ته رسیږي هلته یې فاصله هم ورکړې ده. کله چي موږ د مخزن د متن اصلي بڼه وګورو نو پوهیږو چي اخوند دریزه د شعر لیکلو شوق درلود خو لیکلای یې نه سوای. ځکه دا خو ټولو ته معلومه ده چي نظم لیکل پخپله یو استعداد دی. اخوند به نابغه وو، خو ناظم او شاعر نه وو. اوس به موږ د ښاغلي درویش دراني هغه لومړی مثال د مخزن له متن سره وګورو، او د ابهام د لیري کولو لپاره به یې په هغه شکل به راوړو چي په مخزن کي راغلی دی.
هغه دین چه موافق دی له قرآنه او رسول دی قبول کړی         ۲۰ سیلابه
هغه دین زما قبول دی ما دی لاس ور لګولی                  ۱۶ سیلابه
 هغه دین چه مخالف دی له قرآنه او رسول ځیني ویزار دی           ۲۰ سیلابه
زه ویزار له هغه دینه چه پیرو د هغه دین په دواړو کونو شرمسار دی   ۲۴  سیلابه
دا ویل چه په خوله وایې بیا په زړه یې هم قبول کړه           ۱۶ سیلابه
اجمالي ایمان هم دا دی پیروي د پاک رسول کړه       ۱۶ سیلابه    ( مخزن مخ ۹۳)
موږ ګورو چي اخوند درویزه د مثنوي له صنف سره آشنا دی او کوښښ یې کړی دی چي دغه برخه د مثنوي په شکل ولیکي، مګر زور یې نه دی رسیدلی، او سیلابونه یې، لکه د یوه مثنوي د لیکلو لپاره چي لازم دي نه دي رعایت کړي، او یا یې نه سوای رعایت کولای، چي زه ګومان کوم دوهمه خبره به صحیح وي؛ دلته د آزاد شعر خبره بیخي مطرح نه ده؛ بلکه خبره د یوه ناقص او بې انډوله مثنوي ده.
اوس به هغه دوهم مثال چي درویش صاحب د آزاد نظم په توګه وړاندی کړی دی د اخوند درویزه په مخزن کي په اصلي بڼه او له قافیې سره، چي د ( یږي ) توری یې ورته ټاکلی دی، سم وګورو.
ګڼه دین د پاک رسول نوی میلمه وو پر انګړ د کافرانو ورکوز شوی         ۲۴ سیلابه
د میلمه عذر کوته ده او د دین عذر په سر دی بې د غټ کافر له سره په نور څه نه عذر کیږي           ۳۲ سیلابه
د نبي یاران سواره په تیزرو اسونو باندي و غزاو ته ولاړوو  ۲۳ سیلابه
دا لښکر یې په مثال لکه دریاب په پنځه رکنه په موجونو ځي پشیږي.    ۲۴ سلابه
پنځه رکنه د لښکر دي یو د وړاندي  یو د وروستو یو د ښي څنګ یو د کیڼ څنګ یو د میان دی         ۲۸ سیلابه
په پنځه واړه رکنونو دا یاران د پاک رسول لکه مزري دا سي غریږي        ۲۴ سیلابه
دا لښکري به هغو زلمیو وکړې چه امر یې د خدای او د رسول وو قبول کړی  ۲۷ سیلابه
هم په نیت غه دغزا به وبله ټول شو چي بل فکر یې د نوس پکښي نه کیږي    ۲۴ سیلابه   ( مخزن مخ ۲۵)
د مخزن په متن کي، چي مقدمه یې سید تقویم الحق کاکاخیل لیکلې ده، او د متن ټول امانت یې ساتلی دی، مصراع یا میسرۍ سره بیلي سوي نه دي بلکه د یوستوي کرښي په شکل راغلي دي، او په منځ منځ کي یې یوه فاصله ورکړې او په نښه کړې ده. ما د لوستونکي د توجه لپاره دا کرښي د قصیدې د قافیې په اساس سره بیلي کړي دي. او زه ګومان کوم چي د دغه راز لیکلو حق ځکه موږ ته حاصل دی چي په متن کي په څرګنده توګه قافیه وینو او ځان باید په لوی لاس ګمراه نه کړو.
د لسم مخ څخه تر دوه څلویښتم مخ پوري همدا د ( یږي) قافیه ده او ټول متن په دغه پورتني شکل لیکل سوی دی. اخوند درویزه کوښښ کړی دی چي قصیده برده ټوله د قصیدې په شکل ترجمه کړي خو، د قصیدې د لازمو قوانینو سره سم یې، د سیلابونو انډول نه سوای رعایت کولای او یوازي په نیمګړې قافیه بسیا سوی دی. موږ ګورو چي په پورتني مثال کي د سیلابونو شمیر د ۲۴ څخه تر ۲۷ او تر ۳۲ پوري رسیدلې دی. اوس نو که څوک په لوی لاس له دې څرګند قافیه لرونکي نظم څخه داسي آزاد عصري نظم جوړوي چي د نني ورځي له انګلیسي، فارسي او نورو پرمخ تللیو ژبو له نویو او آزادو شعرونو سره يې سم او مقایسه کړي هغه به زورور وي. موږ څرنګه له داسي نظم څخه سترګي پټولای سو چي هغه په دري دیرشو پاڼو کي موږ ته وړاندي سوی او د قصیدې په نیامت کښل سوی دی؛ او په پای کي یې د قصیدو د قانون سره سم خپل نوم هم ذکر کړی دی. څرنګه چي درویش صاحب پخپله یو لوی شاعر دی؛ هغه کولای سي چي د اخوند درویزه له متن څخه د خپلي خوښي سره سم غزل، مثنوي او آزاد شعر جوړ کړي؛ خو که متن لکه څرنګه چي دی هغسي واخیستل سي نو بیا ګورو چي دا نه سم شعر دی او نه سم نثراو حتی د مسجع نثر رواني هم نه لري.
اخوند درویزه د دې اوږدې قصیدې، چي نه وزن او نه سمه قافیه لري، په پای کي وايي:
درویزه چه عقاید په پښتو ووې شفقت یې وو په لوی په هلک په آزادو په بنده د پښتانو   ۳۳ سیلابه
هر چه دوی به دا کتاب په زړه کښی ځای کا، مستقیم به شي په شرع هم په دین د پاک نبي کښي به هیڅکله نه خويیږي      ۳۶ سیلابه
 اې طالبه! که ته دا کتاب په یاد کړې ته به شې د کاملانو  ۲۰ سیلابه
هر ګمراه چه به له تا سره دعوه کا په دعوه به وشرمیږي.   ۲۰ سیلابه
اخوند درویزه د دې قصیدې تر پایه پوري خپله انتخاب کړې قافیه، د خپله وسه سره سمه، تعقیب کړې ده. خو یا د سیلاب په اهمیت نه پوهیږي او یا، څرنګه چي شاعر نه دی، د سیلابونو انډول او د نظم د روانی ساتل یې په وس پوره نه دي.
د اخوند درویزه د کتاب په ۸۷ مخ کي، چي ده به حتما غوښتل غزل ولیکي، موږ ګورو چي  اخوند حتی په قافیه او ردیف نه پوهیږي او تر پایه پوري ( شوی) د قافیې په حیث راوړي او دې ته متوجه نه دی او یا نه پوهیږي چي د (شوی) له توري څخه باید د ردیف په توګه کار واخیستل سي او د غزل لپاره مستقله قافیه لازمه ده. البته اخوند بیا هم په  سیلاب کي داسي ښوییږي چي د غزل د سیلابونو انډول له لسو یوولسو څخه تر څلیرویشتو او اته ویشتو پوري رسوي.
ق قران په نبي راغلی له آسمانه نزول شوی   ۱۶ سیلابه
که سړی پیري سره ووځي چه یو حرف یې په دلیل نه دی روغ شوی   ۲۱ سیلابه
دا قرآن د خدای خبر دی بې کلامه بې زبانه   ۱۶ سیلابه
اوس په لوح محفوظ باندي ثابت شوی         ۱۲ سیلابه
جبراییل په نبي راوړه له ښه خدایه اوس نبي د خپل امت وته پریښولی    ۲۴ سیلابه
دا قرآن غیر مخلوق دی که یې ګورې وسکه څه شو که په توري په کاغذ دی ثابت شوی   ۲۸ سیلابه
 هر چه قرآن وته مخلوق وايي     ۱۰ سیلابه  
 هغه ګمراه دی په دا ويي دی کافر شوی        ۱۴ سیلابه
 دا قرآن واړه برحق دی چه کلام د پاک الله دی    ۱۶ سیلابه
ولي ځیني ایتونه د عمل دي ځیني نه دي څوک ناسخ څوک منسوخ شوی    ۲۴ سیلابه
 ته ایمان و قرآن ور منکر مه شه   ۱۱ سیلابه
 چه منکران یې و دوزخ وته تیر شوی   ۱۳ سیلابه
درویزه دایم بیان کا له قرآنه  ۱۲ سیلابه
 چه په خوله یې دا یم لولي هم په زړه یې باور شوی  ۱۶ سیلابه
په دې کي شک نسته چي خوشحال خان خټک د اخوند درویزه بابا د شعر په ارزولو کي هیڅ ظلم نه دی کړی او مخزن که هر څو له ښو خبرو ډک دی او د پښتو ژبي له لومړیو کتابونو او تاریخي متونو څخه دی خو د شعر برخه یې په هماغه اندازه کمزورې ده؛ او که چیري آزاد نظم ورته ویل سوی نه وای نو بیخي په تبصره نه ارزیدی. د مخزن د شعر، او په تیره بیا نوي او آزاد شعر، د ارزولو لپاره به بده نه وي چي یو مثنوي یې لا بل هم واخلو؛ او وګورو چي زموږ اخوند درویزه پر مقفي شعر څومره غښتلی دی چي بیا یې آزاد شعر لیکلو ته مخه کړې ، او ځان یې دوه نیم قرنه له اروپا څخه مخکي کړی دی. اخوند درویزه د خپل کتاب په ۱۰۴ او ۱۰۵مخونو کي د سجده سهو په باب لیکي:
په نمانځه کښي چي څه زیات و کم پیدا شي هغه نمونځ به په نقصان شي  ۲۰ سیلابه
 د نقصان یې دوولس څیزه زیادتي یې پنځه رنګه دغه واړه به بیان شي   ۲۴ سیلابه
اول زده کړه هر چه نیت به د نمونځونو څوک تړینه               ۱۶  سیلابه
 د الله ویل یې فرض دي له یوه اسم صفاته نماذ ګذار دي یې وایینه   ۲۴ سیلابه
 ولي دا واجب راغلی چه اکبر دی پسي وايي له اخلاصه         ۲۰ سیلابه
 هر چه واجب د نمانځه ادا کوینه د هغو غاړه ده خلاصه          ۲۰ سیلابه
لکه لفظ د الله دي هیر کړ بل صفت ور پوري ضم کا         ۱۸ سیلابه
سکه سجده سهوه دي وکا په اخره په دا هومره دي ځان ګرم کا   ۲۰ سیلابه
بل لوستن د قرأت په تا واجب دی په وړونبي دواړه رکعاته       ۲۰ سیلابه       
 او که یې( کې)  لولې په وروستي کښي ړومبی پریږدې خالي نه یې له فساته    ۲۰ سیلابه
بل الحمد هم واجب ده ته یې لوله په وړونبي کښي له جمله درسته قرآنه     ۲۴ سیلابه
او که بل سورتهـ به لولې په وړونبي کښي بې الحمد خالي نه یې له تاوانه   ۲۴ سیلابه
بل یو ځل د الحمد لوستل بویه اې طالبه          ۱۵ سیلابه   یا څوارلس سیلابه
هر چه دوه ځله یې لولي لاس یې خیژي له واجبه   ۱۶ سیلابه
بل یو بل سورتهـ هم لوله په الحمد پسي پیوست ځما یاره        ۲۰  سیلابه
او که بل سورتهـ پیوست پسي نه لولې دغه چار د شوه بیکاره.  ۲۰ سیلابه
ښاغلی درویش درانی د خپل کتاب په یوه برخه کي وايی چي اخوند درویزه د قصیده برده په ژباړه کي له سره تر پایه د قافیو خیال ساتلی دی. دی وايي په ځینو ځایونو کی یې د قصیدې په شکل نظم لیکلی او په ځینو کي یې د مثنوي لاره اخیستې ده. د دې قافیو ترمنځ خاص واټن نسته؛ کله یوه قافیه بلي ته نیژدې او کله ورڅخه لیري وي. درویش صاحب وايي داسي په اوسني آزاد نظم کي هم کیږي ـ که څه هم چي د نن په آزاد نظم کي قافیې دومره ډیري او تر پایه پوري نه وي، بلکه په زیاترو کي خو بیخي وي نه... ( د پښتو عروض ۲۰۵ مخ)
دلته موږ پر آزاد شعر باندي خبري نه کوو، بلکه د اخوند درویزه پر پورتني مثنوي باندي خبري کوو. په پورتني مثنوي کي، چي د نظم رواني هم نه لري، او سیلابونه یې په تکلیف شمیرل کیږي، موږ ګورو چي مختلفي میسرۍ ( مصراع) له پنځه لسو سیلابونو څخه تر څلیرویشت سیلابونو پوري لیکلي سوي دي. او که څوک دا مثنوي نه بولي او آزاد شعر یې بولي نو زه څه نه سم ویلای. که موږ په یوه نظم کي د قصیدې قافیه وینو، او یا د مثنوي قافیه وینو نو موږ د هغه تقطیع کولو او له منظوم شعرڅخه په لوی لاس آزاد شعر جوړولو ته مجبور نه یو. ځکه چي موږ یې په سترګو وینو چي د لیکونکي مطلب د قصیدې یا مثنوي پر وزن د نظم لیکنه ده نو موږ څه مجبوریت لرو چي له هغه څخه آزاد نظم جوړ کړو؟ او که چیري اخوند درویزه د نظم او پر قانون برابر نظم لیکلو توان او استعداد درلودلای او په خپله اوږده قصیده، غزلو او مثنوي کي یې د قافیو او سیلابونو خیال ساتلی وای نو په هغه صورت کي به موږ دا ضرورت نه محسوسولای چي د هغه له نظم څخه آزاد شعر جوړ کړو. دا ضرورت هغه وخت را پیدا سوی دی چی د اخوند درویزه د مخزن متن نه د ښه خواږه نثر او نه پر قانون برابر نظم خوند کړی دی.
زه یقین لرم چي درویش صاحب، د یوه درانه شاعر په حیث، په دې پوهیږي چي قافیه په آزاد نظم کي څرنګه وي، په مقید نظم کي څرنګه وي او په مسجع نثر کي څه بڼه لري. په آزاد شعر کي قافیه لرونکي کلمات د لازمي قید په خاطر نه بلکه د شاعر د خوښي سره سم په کلماتو کي د خوند او شرنګ د پیدا کولو لپاره ورلویږي. مګر په قصیده، غزل او مثنوي کي د قافیې استعمال جبري دی او غلطي یې د شاعر بیخبري او بې کمالي وي. یعني په آزاد شعر کي قافیه لرونکي کلمات اختیاري او په  زاړه منظوم شعر کي جبري دي. زه به د موضوع د ښه ترا روښانولو لپاره یو دوه مثاله ورکړم.
رسوا مینه
سپوږمی د لوړو غرو له شانه راخته راخته
سپینه رڼا په لویو دښتو خوریده خوریده
وږمې د ګلو له عطرونو سره
شپې د شپنو له آوازونو سره
نشې د میو له جامونو سره
زما لاسو کي ځنځیرونه د ګناه اچول
توبه وه ماته
زه د نشې له پیچو تاوه اوښتم اوښتم
دا د مچکو له ګرمیه تاویده تاویده
ماله عصیان او ګناهونو سره
دې له مستۍ او هوسونو سره
ساقي له ډکو ګیلاسونو سره
لافي د میني د وفا او د مستۍ کولې
حیا ویده وه
دا په مستۍ کي زما له غیږي ړنګیده ړنګیده
زه په هوس او په ګناه کي ډو بیدم ډوبیدم
له تږو تږو ارمانونو سره
له ښکلیو ښکلیو عذابونو سره
د زلمیتوب له کړاوونو سره
د سباوون رڼا د ستر پرده وچیرله
مینه رسوا شوه.   
  سلیمان لایق  چونغر
سلیمان لایق په خپل شعر کي د ښه ترا شرنګ د پیدا کولو لپاره، هوسونه، ګیلاسونه، عذابونه او... غوره کړي دي؛ خو دا شعر نه مثنوي او نه قصیده ده بلکه خالص آزاد شعر دی، چي د مقید شعر یوه قالب ته هم نه ورلویږي؛ او په شعر کي له پیل نه تر پایه پوري یوه وړه غوندي سکته ګي هم نه لري او د روانو اوبو په څیر بهیږي. دلته چاته دا ضرورت نه ور پیدا کیږي چي د سلیمان لایق دغه شعر د غزل یا مثنوي چوکاټ ته ور واچوي. لکه د اخوند درویزه د مخزن متن بیلي بیلي برخي چي پخپله نارې وهي چي زه قصیده، غزل او مثنوي یم، د سلیمان لایق دا شعر هم پخپله پر ځان باندي د آزاد شعر شاهدي ورکوي.
چي شپیلۍ بنده نه کې!
شپانه دا خپله شپیلۍ بنده نه کې
په دې دښتونو کي یوازي دا یوه نغمه ده
چي موږ ته نکل د پیړیو کوي
یوازي دغه آواز
اوس د آشنا دښتونو
د جګو جګو غرونو
زموږ د زهیرو چپاو سویو زړونو
د نړیدلو سوځیدلو خونو
د ځوانیمرګو نیمه خوا قبرونو
یوه یوه کیسه پر ژبه لري
یوازي دغه آواز
یوازي ستا د شپیلۍ مستي او آزادي نغمې
د لوړو غرونو تر کمرونو ورځي
لا د کیږدۍ تر ماښامونو ورځي
لا په دښتو کي تر اورونو ورځي
لا د زلمیو مینانو تر نکلونو ورځي
لا د بلبلو چڼچڼیو تر غوږونو ورځي
شپانه دا خپله شپیلۍ بنده نه کې
چي زموږ د غرونو دا ژور لاښونه
چي دا زخمي ګلونه
دا سوځیدلي او دا وچ ډاګونه
دا نیمه خوا ښارونه
دا بې صاحبه دا میرات کورونه
دا د مرګي له ساندو ډکه خونه
یوازي تا پیژني
شپانه کلونه کیږي
چي وطن رنګ د لیونتوب اخیستی
جنګونو باج له سړیتوب اخیستی
د څو قاتلو لوټمارانو ټولۍ
د بیګانه داړه مارانو غدۍ
زلمي سرونه په لمنو کي وړي
شهیدي ویني په خُمونو کي وړي
پردي تیغونه په لاسونو کي وړي
نه یې په شپو کي دي کیسې پرې ایښي
نه په کیږدیو کي لمبې پرې ایښي
نه یې پر شونډو ترانې پرې ایښي
نه یې شهباز نه یې نغمې پرې ایښي
نه یې لنډۍ نه یې نارې پرې ایښي
ستا له شپیلۍ به هم نغمې تللي وي
ستا له نغمو به هم کیسې تللي وي
ستا له کیسو به زمزمې تللي وي
تا ته به هم سورونه نه وي پاته...       جهاني
موږ ګورو چي په دې آزاد شعر کي کله دوه، کله درې ځایه، کله پنځه ځایه او کله شپږ ځایه د قافیې خیال ساتل سوی دی. خو مطلب قافیه نه بلکه شرنګ دی. دا شعر هم د سلیمان لایق د شعر په څیر نه مثنوي او نه قصیده ده، او په ټوله معنی یې آزاد شعر بللای سو. اوس نو سوال دا پیدا کیږي چي که دا نظم آزاد بولو نو دا دونه قافیې څه کوي؟ خبره دا ده چي په دې نظم کي نه د سیلابونو د شمیر خیال ساتل سوی دی، نه د قافیو یو رنګي پکښي سته او نه د مثنوي په څیر دوې دوې قافیې تعقیبوي؛ او ټولي قافیې یوازي، شعر ته د آهنګ او شرنګ ورکولو په منظور، د شاعر په انتخاب او خوښه، راغلي دي.
اخوند درویزه خپل ټول کوښښ کړی دی چي نظم ولیکي او هغه هم د غزل په څیر مقطع ولري او دی خپل نوم پکښي یاد کړي. په الفنامه کي خو یې دا نیت بیخي څرګند دی، او د  ی   تر توري پوري یې د هر نظم په پای کي خپل نوم ذکر کړی دی. خو چي سم او پر قانون برابر نظم نه سي لیکلای او د قافیو او سیلابونو خیال نه سي ساتلای  نه یې سي ساتلای؛ ځکه زموږ منقدین اوس ورته حیران دي چي دې ته  مسجع نثر او که آزاد شعر ووايي:
هر چه بې راه ځي له کمره به پرې وځي     ۱۳ سیلابه
یو یې عمر حبطه شي بل یې بخره د عقبی نه وي موندلې     ۲۰ سیلابه
 که په شرع مستقیم شي به راهبر شې     ۱۲ سیلابه
 دا خبره درویزه ده په قرآن او په حدیثو کښي لیدلې.  ۲۰ سیلابه    ( مخزن ۷۶ مخ)
«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««
ګڼه نوره به یې نه کړم ما ښی لاس دی پر نبي ورلګولی  ۲۰ سیلابه
 اول توبه پسي عمل دی په قرآن کښي دا آیت هسي راغلی        ۲۱ سیلابه
کل عمل یې په توبه او په اخلاص کړه   ۱۲ سیلابه
د ریا څښتن هورې دی شرمیدلی       ۱۲ سیلابه
درویزه لږ بیان وکړ دا نایانو لره بس دی    ۱۶ سیلابه
غافل نه وي په دا مغز ور پوهیدلی     ۱۲ سیلابه
د مخزن په۷۶ او ۷۷ مخونو کي ګورو چي اخوند درویزه د قافیې او ردیف په توپیر، یا نه پوهیږي او یا یې له رعایت کولو څخه عاجز دی. په دې نظم کي یې« نشي» د قافیې په توګه ټاکلی او د هغه څخه مخکي یې چي هر توری خوښ سوی او پر خوله ورغلی دی ورسره یوځای کړی یې دی.
 ث   ثبوت د ذات دی چی ثنا ویلی یې مصطفی ویلی نه شي   ۲۰ سیلابه
 عاجزي کانړی طالبانو بله لار وُم تر نبي غلطه نه شي       ۲۱  سیلابه
خدای برتر دی تر فهمونو تر عقلونو              ۱۲ سیلابه
چه په ذات کښي یې د هیچا فکر نه شي        ۱۲ سیلابه
 هرچه خدای په عقل غواړي یا په فکر           ۱۲ سیلابه
 هغه ګمراه به تر نبي پوري ورنه شي          ۱۳ سیلابه
پسروي ته د قرآن او د رسول کړه        ۱۲ سیلابه
 هر چه بې رسوله یون کا تر منزله به ور نه شي            ۱۶ سیلابه
 ته په شرع مستقیم شه که بایده لرې له خدایه له رسوله    ۲۰ سیلابه
 چه په شرع مستقیم شو د هغو به ویره نه شي       ۱۶ سیلابه
د ښه خدای په ویاسته لاس ورلګویه    ۱۲ سیلابه
د باور هسي رسۍ ده په ګناه به پریکړه نه شي     ۱۶ سیلابه
د باور څښتن که هر څو عذاب وکسي     ۱۲ سیلابه
په دوزخ کښي به تل پاتي نه شي                ۱۰ سیلابه
 ته دایم صالح عمل کړه امیدا ور شه له دیداره   ۱۶ سیلابه
 چه هیڅوک به په بهښت کي بې دیداره پاته نه شي              ۱۶ سیلابه
درویزه ایمان په ځای لرې اې خدایه                  ۱۲ سیلابه
  چی په وخت د ځکندن یې له زواله ویره نه شي.             ۱۶ سیلابه
موږ ګورو چي په دې غزل کي د قافیې د څرګندي نیمګړتیا تر څنګ د سیلابونو شمیره له لسو څخه تر شلو یوویشتو پوري رسیدلې ده. اوس به موږ له دې غزل سره څه کوو. هغه به بیا په لوی لاس تقطیع کوو او آزاد نظم به ورڅخه جوړوو؟ په داسي حال کي چي دا نظم پخپله د غزل په نیامت لیکل سوی دی او بیت هلته پای ته رسیږي چي« نه شي » مخي ته راسي، ځکه چي نشي د قافیې په دود غوره سوی دی. موږ باید له لومړي سره دا زده کړو چي په یوه متن کي، چي زموږ په نظر نظم وي، کله تقطیع ته ضرورت پیښیږي. متن موږ هغه وخت تقطیع کوو چي د نظم بیتونه او میسرۍ یو په بل کي وهل سوي او ګډي وډي نقل سوي وي. په داسي حال کي چي موږ په دې باوري یو چي هغه متن، نثر نه بلکه نظم دی. نو موږ تقطیع ته مخه کوو، او په خپل زیار سره دا ثابتوو چي دا نثر نه بلکه نظم دی او د کاتبانو اشتباه له هغه څخه نثر جوړ کړی دی. کله چي موږ پورتنی نظم په سترګو وینو چي هغه د غزل په نیامت لیکل سوی او تر پایه پوري د نشي قافیه( یا غلطه یا صحیح) تعقیبوي، نو بیا موږ څه حق لرو چي د هغه څخه په لوی لاس یا آزاد نظم او یا مثلا مثنوي جوړوو. او کله چي زموږ د مخزن لیکونکی اخوند د نظم په دنیا کي دونه بیخبره وي چي د قافیې او ردیف په توپیر پوه نه سي او په عین غزل کي یوه میسرۍ لس سیلابه او بله شپاړس او لا بله شل او یوویشتو سیلابونو ته ورسوي؛ موږ له هغه څخه د آزاد نظم، چي د شعر ډیر پرمختللی شکل دی، د لیکلو انتظار ولرو.
 تر څو چي په پښتو ژبه کي نظم جوړول خپل پوخوالي ته رسیدلی نه وو، شاعران د سیلاب، قافیې او ردیف له رعایت سره بشپړ بلد سوي نه ول، او د غزل او قصیدې او مثنوي قالبونو د شاعرانو د خیالاتو او افکارو د بیان په مقابل کي هیڅ ډول خنډ ایجاد کړی نه وو. په تولنه کي له خلکو او د شعر له لوستونکو سره د نوي او آزاد شعر د لوستلو او اوریدلو ضرورت  نه وو احساس سوی. د شعر او نظم کلاسیک شکلونه تکرار سوي او په اصطلاح سولیدلي نه وه؛ ځکه چي په پښتو ژبه کي شعر او نظم لیکل ایله پیل سوي وه. دغه راز زموږ د پښتو ژبي شاعران، چي د ګوتو تر شمیر هم کم وه،  د بهرنی نړۍ د شعرونو له نويو او آزادو شکلونو سره بلد سوي نه ول،  نه د آزاد شعر د منځته راتللو ضرورت موجود وو او نه چا د آزاد شعر په باره کي فکر کولای سوای.
د دې ټولو خبرو معنی دا نه ده چی یا اخوند درویزه او یا د پښتو ژبي نورو شاعرانو د آزاد شعر د لیکلو عقل او استعداد نه درلود؛ بلکه خبره د شعر او نظم د ودي او تکامل او اجتماعي ضرورت ده.  
نوی او آزاد شعر یوازي د قافیې د قید په مقابل کي د قلم بغاوت نه دی؛ بلکه، د شعر په شکل کي د تغییر راوستلو سره یو ځای، په زاړه مضمون کي د ژور تغییر راوستلو اقدام هم دی. په فارسي ادب، په تیره بیا ایران، کي هم شاعران د قافیو له زاړه سسټم څخه  ستړي سوي او هم شاعرانو خپله وظیفه بلله چي د قاجاریانو او په وروسته کي د پهلویانو د استبداد او خپل سریو په مقابل کي د ټولني ږغ ته جواب ووايي. که څه هم چي په ایران کي د نوي او آزاد شعر د رواجیدلو څخه مخکي د ابوالقاسم لاهوتي، میرزاده عشقي، پروین اعتصامي او نورو د شعر په مضمون او ماهیت کي بشپړ تغییر راوستلی وو، او په زړو قافیو کي یې نوي او انقلابي مضامین ځای کړي او په اصطلاح په زاړه خُم کي یې نوي شراب اچولي وه، خو په نوي قالب کي نویو مضامینو بیل خوند درلود. د نوي قالب منځته راتلل د ذوق او د څو شاعرانو د انتخاب خبره نه وه بلکه د لیکوالو او شاعرانو د یوه بشپړ نسل او د هغي ټولني غوښتنه وه چي د قاجاري او پهلوي مطلقه شاهي رژیمونو استبداد تر سږمو رسولي او د یوه ژور تغییر غوښتنه یې درلوده. نه په اروپا، نه په ایران او نه د اسلامي نړی په کوم هیواد کي داسي څوک سته چي نوی شعر یې لیکلی او یوه پیړۍ وروسته نورو شاعرانو د هغه پر پله قدم ایښی وي؛ بلکه دا د یوه نسل خبره او حرکت دی. کله چي په ایران کي د نوي شعر د لیکل کیدلو او په نوي چوکاټ کي د نويو مضامینو او پیغامونو د ځایولو ضرورت احساس سو نو، دا خبره سمه ده چي نیمایوشیج به لومړنی یا تر ټولو غښتلی شاعر وو چي د تولني غوښتني ته یې جواب ووایه او دغه علت دی چي په ایران کي نوی شعر د نیما له نامه سره تړلی دی، مګر سمدستي یوه نسل شاعرانو نوي شعر ته د نوي مضمون ورکولو انقلابي حرکت پیل کړ. احمد شاملو، فروغ فرخ زاد، فریدون مشیري، احمدرضا احمدي، سیمین بهبهاني، نادر نادرپور او په سل هاوو نورو ځوانو او د پاخه عمرشاعرانو دې حرکت ته لبیک ووایه، او تر دغه نني ورځي يې را ورساوه.
لره پښتونخوا، لکه څرنګه چي د پښتو ژبي د شعر او ادب لومړنۍ خښته هلته ایښودل سوې وه، نو د شعر د نوي مضمون په برخه کي یې هم ځکه بیرغ پورته کړ چي هغه سیمه د انګریزي استعمار د ظالمانه استبداد سره مخامخ وه. ټولنیزو شرایطو له شاعرانو څخه د نوي مضمون غوښتنه کوله او شاعرانو یې هم لبیک ورته ووایه. د عبدالمالک فدا « مرګیه مه راځه درځمه » او نوې دنیا جوړه کړه شعرونو په خپل وخت کي ټول پیښور ولړزاوه او ان تر نني ورځي پوري یې لا آزانګې خپرې دي. ولي محمد طوفان او ورسره د نوي یاغي شعر قافله سالار خان غني خان او اجمل خټک د زړو قافیو بندونه مات کړل او په نوي، خو زیاتره مقفّي رنګ، یې نوي مضامین ور واچول. غني خان د پښتو شعر ته هغه فلسفي او سیاسي رنګونه ورکړل چي تر دغه وخته یې چا تصور نه وو کړی.
چي خمار مستې تې ووزي
شراب څه ترخې اوبه دي
چي سرور غرور یې نه وي
 دا ژوندون ژوندون د څه وي
چي په ژوند کی سخته نه وي
لکه بې ملګي طعام
چي په خوله کي خندا نه وي
لکه ډک د خاورو جام
ژوند که تش فیرني څټل وي
دا خو سپی هم شي څټلای
که تش نسل زیاتول وي
دا غویی شي ښه کولای
ژوند نه خیټه نه ماڼۍ وي
نه ډیری د سرو لالونو
نه یاران نه معشوقې وي
نه باغونه د ګلونو
ژوند خو تله دي او په مخه
غورځیدل او پاڅیدل دي
ټکی سوز او ټکی ساز دی
څه خندل دي څه ژړل دي
ژوند په سترګو د عاشق کښي
پلوشه ده د خمار
په صحرا کي لټول دي
د آشنا د کوڅې لار
داچي ولي دوی بیا هم د قافیې او سیلابونو د رعایت کولو لاره ونیوله، علت یې دا وو چي لا په ټولنه کي خلک د سواد او پوهي هغي درجې ته نه وه رسیدلي چي د نوي او آزاد شعر هرکلی دي وکړي. ګواکي نوی او د قافیې له بنده آزاد شعر د شلمي پیړۍ له دوهمي نیمايي څخه کرار کرار په پښتو کي رواج وموند، او د خلکو غوږونو یې ورو ورو له اوریدلو سره عادت ونیوی. که له حقیقت څخه تیر نه سو، تر اوسه پوري هم لا زموږ  پښتانه لوستونکي د آزاد شعر منلو ته تیار نه دي او دغه علت دي چي حتي د نوي نسل شاعران یې لا زیاتره غزل او قافیه لرونکي شعرونه او نظمونه ورته لیکي. پخپله درویش درانی د پښتو د نوي غزل د یوه مخکښ شاعر په حیث د دغه رجحان یو ښه مثال دی.
کله چي موږ ګورو چي اخوند درویزه د غزلو قصیدو او مثنوي په لیکلو کي ستونزه لري لا یې قافیه سمه آزمییلې نه ده او لا یې ځان د عنعنوي نظم د لیکلو په خوند پوه کړی نه دی، او له کتاب څخه یې ښکاري چي لیکلای یې هم نه سوای. نو هغه څرنګه د آزاد شعر لیکلو ته، چي له ده څخه یقیناً د نوي مضمون او نوي رنګ تقاضا کوي او تر دغه وخته یې نمونه قدر هم نسته، زړه ښه کوي. په داسي حال کي چي له اخوند درویزه څخه وروسته د میرزا خان انصاري او دولت لواڼي په څیر پاخه شاعران هم کله کله په سیلاب، هم په قافیه او هم د نظم په رواني کي ستونزي لري، او ارزاني خویشکی، حتی د اتو سیلابو په نسبتا اسانه او روان بحر کي، د نظم په جوړولو کي کله کله مشکلات لري، موږ څرنګه له دوی څخه مخکي د آزاد شعر د وجود تصور کولای سو. او دا به کوم اجتماعي ضرورت وو چي یوازي اخوند درویزه یې د آزاد شعر لیکلو ته اړکړی دی او د قافیو له قیدونو څخه آزاد نظم یې د پښتنو لپاره، چي دی وايي دا کتاب یې د هغوی لپاره لیکلی دی، غوره بللی دی. د اخوند درویزه زوی اخوند کریمداد، چي په مسجع نثر کي د خپل پلار لاره تعقیبوي، د اتو سیلابونو په نظم کي ستونزي لري او کله کله خو یې دا هیره وي چي د ده نظم څو سیلابي دی، او یو ناڅاپه یې دهغه شعرخبره تر شلو سیلابونو اړولې وي چي په لومړي سر کي یې په اتو سیلابونو پیل کړې وي. البته دلته د شعر په شکل او قافیو او سیلابونو کي د اخوند درویزه، اخوند کریمداد او نورو شاعرانو د ستونزو خبره نه ده بلکه مسله د مضمون ده. د اخوند درویزه په نظم کي هیڅ داسي خبره نسته چي هغه دي د شعر په شکل کي د تغییر تقاضا وکړي. په لومړي سر کي ایران او په وروسته کي پښتونخوا ته نوی شعر د نوي مضمون سره یو ځای راغلی دی. حتی د ایران شا عرانو د شعر د شکل د تغییرولو څخه ډیر کلونه مخکي، د شعر په مضمون کي تغییر راوستلی وو. په پښتو ژبه کي همداسي وسوه. لومړی په مضمون کي تغییر راغی او وروسته شکل تغییر ورسره وکړ.
د فارسي ژبه له څه باندي نهه سوو کالو نظم لیکلو او له تبریز او اصفهان څخه تر ماورألنهر، اګرې او بنګال پوري په دربارونو کي له ګرځیدلو او په شعر او نثر له زرهاوو کتابونو د لیکل کیدلو څخه وروسته ایله د آزاد شعر لیکلو مرحلې ته ورسیدله؛ او په پښتو ژبه کي یې اثرات احساس سول. په فارسي ژبه کي هم نیمایوشیج، احمد شاملو او فروغ فرخ زاد هسي تصادفي او د یوه او بل شاعر د ذوق او شوق په اساس منځته نه دي راغلي. دوی هغه وخت د آزاد شعر لیکلو ته مخه کړه چي هم یې په لویدیځ کي د نوي شعر د لیکل کیدلو خوند او رنګ ولید او هم یې ولیدل چي د عروضو او هجاوو قیدونو نه یوازي د قلمونو څرخیدلو ته خنډونه ایجاد کړي دي؛ بلکه د فکر د بیان ازادي یې هم کنټرول کړې ده.  دوی داسي شعر لیکلو ته ضرورت درلود چي هم د شکل له مخي نوی او لوستونکو ته په زړه پوري وي او هم د متن له مخي داسي مطالب ولري، چي د سل هاوو تیرو سویو کلونو په خلاف، یوازي مدحي او ستایني نه بلکه داسي مضامین ولري چي لږ ترلږه د هغوی له ورځني ژوند او سباوون سره اړخ ولګوي. یعني آزاد شعر د ذوق او شوق خبره نه بلکه د ضرورت موضوع ده. آزاد شعر قالب نه لري، یوازینی قالب یې رواني ده او تر قیامته پوري هم د شکل او هم د مضمون لپاره پراخ میدان په مخ کي لري. د آزاد شعر  لپاره انتخاب کړی مضمون او د هغه مضمون افاده باید دونه قوي وي چي شعر د کلماتو شرنګ او آهنګ ته اړتیا ونه لري؛ او که د قوي مضمون سره شرنګولي کلمات او ښایسته ترکیبونه لا هم ورسره علاوه سي نو طبیعي خبره ده چي د شعر خوند نور هم زیاتیږي. آزاد او نوي شعرونه د شاعر له غوښتني او د موضوع له انتخاب او ضرورت له ایجاب سره سم اوږدیدلای او لنډیدلای سي او دا نو د شاعر په کمال پوري اړه لري چي په آزاد او بې قالبه شعر کي څرنګه دونه زور او شرنګ پیدا کوي چي د غزل او قصیدې د قافیو او ردیفونو د شرنګ ځای ونیسي.
دغه راز د پښتو شعر هم د خوشحال خان خټک د ادعا سره سم د هغه په زمانه کي او د هغه په زیار کمال ته ورسیدی. خوشحال خان خټک د پښتو شعر په برخه کي د دې ادعا حق لري چي وايی د پښتو ژبي بیرغ ده پورته کړی او خلکو ته یې معرفي کړی دی. که څه هم چي که د روښانیانو او اخوند درویزه هلي ځلي نه وای نو د پښتو نثر او شعر به تر خوشحاله رسیدلی نه وای او په هغه صورت کي به د خان لپاره هم د دونه پاخه شعر ویل نا ممکن وو.
دا خبره باید په یاد ولرو چي د پښتو ژبي په کلاسیک ادب کي که چا آزاد شعر لیکلو ته ضرورت پیدا کولای نو هغه به خوشحال خان خټک وای. د دې ادعا اساس د خان هغه شعرونه دي چي، د مضامینو په دغه غنا، حتی په شلمه او یوویشتمه پیړۍ کي هم هیڅ پښتون شاعر نه دي وړاندي کړي. دا چي هغه دا ټول رنګین مضامین، چي له میني څخه نیولې تر جنګ، تاریخ، نصیحت، د پښتنو تر اجتماعي حالاتو، تصوف او د زمانې د کښتو پورته پوري هر څه، د غزل، قصیدې، مثنوي او رباعي قالبونو ته اچولي دي، یوازي  د خوشحال خان په وس پوره وه. د ده د غني مضامینو لپاره د نظم هر ډول قالب تنګ وو او د دې خبري د کولو حق یوازي ده ته حاصل وو چي ووايي زه خوشحال چي یګانه وم یګانه یم لا تر اوسه.
له اخوند درویزه څخه وروسته د هغه زوی اخوند کریمداد خپل نثر او څو قطعې نظمونه د مخزن په پای کي له هغه کتاب سره نښلولي دي. هغه  په لومړي سر کي، د اتو سیلابونو په بحر کي د نظم لیکلو کوښښ کړی دی، خو په دغه نسبتاً اسانه بحر کي ټکنی سي او داسي ښکاري چي لا د نظم جوړولو په ساده قوانینو نه پوهیږي، او یا به پوهیدی خو، لکه څرنګه چي لازمه ده، تعقیبولای یې نه سو. د مخزن په ۱۵۹ مخ کي، چي د اخوند کریمداد ملحقات دي، د کریمداد یو شعر را اخلو.
ذ ذاکر مذکور لیدلی    ۸ سیلابه
پر انګنړ یې ورختلی   ۸ سیلابه
د ده له لوري به وانه وړي    ۹ سیلابه
که هر څو یې وي سر غوڅ له تنه تللی  ۱۲ سیلابه
غافل وايي زه ور پوه شوم   ۸  
دی په پوهه کي هیچا نه دی موندلی   ۱۲ سیلابه
دغه راز یې په بله غزل کي سیلابونه ګورو.
ر روښان د شاه جمال دی   ۸ سیلابه
کل ظهور یې په کمال دی      ۸ سیلابه
ظهورات که یې ظاهر شه     ۸ سیلابه
په معنی د دې یو شهی جمال دی   ۱۱ سیلابه
دا جمال له دې جمیله ګوښی نه دی     ۱۲ سیلابه
که یې ګورې لکه جمیل هسي جمال دی   ۱۳ سیلابه
هم هسي دا جلال جمال سره یو دي     ۱۲ سیلابه
هر چه غیر به څه وايي د هغو ګمان محال دی      ۱۵ سیلابه
یو ځای خو وايي:
نور عالم په کال کښي دوه ځله اختر کا   ۱۲ سیلابه
کریمداد بنده په هر نفس کښي دوه اختره کاندي   ۱۶   سیلابه
کریمداده برابر پر شرع درومه      ۱۲ سیلابه
چري نه وي چه د نهنګ ګذار درباندي ونشي د وړاندي      ۱۹ سیلابه    مخزن ۱۷۰ مخ
په همدغه مخ کي بل غزل ګورو:
ف فارغ لره زړګوټی له دنیا نه        ۱۲ سیبلابه
د دنیا بد محبت دی                 ۸ سیلابه
د دنیا پیژانده ګران دي                ۸ سیلابه
کُل محنت دی                      ۴ سیلابه
او په ۱۷۳ مخ کي خو بیخي خبري د سیلابونو تر شمیر تیریږي:
که ایمان یې سلامت وي تر بهښت پوري به ورشي  ۱۶ سیلابه
ولي ډیر عذاب به درشي د دې لاري په یانه کښي     ۱۶ سیلابه
د دنیا دښنه دي ډیر دي پوشاپوش در پسي درومي    ۱۶ سیلابه
اې فقیره کریمداده احتیاطي کړه ولي ډیر هم په ایمان باندي یریږه د ارواح او د کالبوت په بیلیده کښي.       ۳۶ سیلابه
اوس به موږ له دغه نظم سره، چي د شکل او متن له مخي د اخوند درویزه کلام ته ورته دی څه کوو؟ دا به تقطیع کوو؟ څو ازاد نظم ته یې برابر کړو. او که چیري د اخوند درویزه کلام تقطیع کولو ته ضرورت پیدا کوي نو اخوند کریمداد هم پر موږ باندي حق لري. کله چي د اخوند درویزه د وفات څخه وروسته، یا د ده په پاخه عمر کي، د هغه زوی او وارث د پښتو شعر سره دومره نابلده وو چي په سیلاب او قافیه یې ګواکي بیخي سر نه خلاصیدی او یا یې د سم تعقیبولو توان نه درلود نو موږ څرنګه د اخوند درویزه په مخزن کي د شلمي پیړۍ د تقاضا سره سم د عصري شعر څرک لټوو او ادعا کوو چي پښتو په آزاد شعر کي له انګلیسي ژبي څخه مخکي ده. او که چیري دغه وروستي نظمونه تقطیع او د نوي شعر قالب ته برابر کړو نو ګواکي موږ به له هغه څخه نوی شعر جوړ کړی وي. په هیڅ صورت نه! دا ځکه چي نوی او آزاد شعر نوي مضمون ته ضرورت لري. د کریمداد په نظمونو کي داسي مضمون نسته چي موږ د هغو لپاره نوی او آزاد شعر انتخاب کړو او که یې احیاناً د نوي شعر په شکل ولیکو نو که بد ښکاره نه سي لږترلږه نابلده خو به وي.
ولي آزاد شعر؟
که چیري د محترم درویش دراني هغه څو متنونه چي د مخزن څخه یې انتخاب کړي او د ازادو شعرونو نوم یې ورکړی دی، په همدغه شکل واخلو او د مخزن متن ته هیڅ مراجعه ونه کړو، نو دا آزاد او نوي شعرونه بللای سو؟ زما په عقیده جواب منفي دی. لکه مخکي چي مو اشاره ورته وکړه؛ آزاد او نوی شعر د ذوق خبره نه ده بلکه هم د مضمون او هم د اجتماعي ضرورت مسله ده. نوي او آزاد شعر له ځان سره سمدستي نوي مضامین راوړل او که یې نوي مضامین راوړي نه وای ښايي په ټولنه کي یې یا هیڅ لوستونکي او اوریدونکي پیدا کړي نه وای او یا به یې خریداران د ګوتو په شمیر وای. ځکه چي د شعر د زړو مضامینو، خط او خال، می او ساقي، زاهد او خلوت، یار و اغیار او هجران او وصال په باب دونه زیات او دونه ښایسته شعرونه لیکل سوي وه چي چا په نویو قالبونو کي، چي لا غوږونه هم ورسره آشنا نه وه د هغو د اوریدلو حوصله نه درلوده. مثلا څوک داسي هیڅ نوی او آزاد شعر نه سي ښودلای چي په هغه کي د استینجا د شرایطو، د جمعې د ورځي د لمانځه د ثوابونو، د جنازې او فاتحې د آدابو، له ګاونډیو سره د ښه سلوک او د غزا د ښیګڼو او د شهید د مرتبې په باب بیان پکښي سوی وي. په نوي شعر کي به شاعر هر ګړی په خپله ټولنه کي اوسي، د هغوی غوښتني به اوري او احساسوي به یې د خلکو رنځ او کړاو به پخپله ورسره ګالي. پسرلی او ژمی به یې له خپل چاپیریال سره وي او د حاذق او هوښیار طبیب په حیث به کرۍ ورځ او هر ګړی د خپل ناروغ سر ته ناست وي. دا خبره مو باید په یاد وي چي نوی شعر د نوي مضمون محصول نه دی، بلکه په شعر کي د قافیو د بندونو د ماتیدلو څخه مخکي په زاړه رنګ پیل کیږي، خو نوی مضمون د نوي شعر محصول او یو ځای ورسره راځي. چیري چي نوی او آزاد شعر وینو هلته به حتما نوی مضمون وینو او چیري چي نوی مضمون وینو ضرور نه ده چي حتما به نوی شعر ورسره اورو.
 د افغانستان په پښتو ژبو شاعرانو کي مرحوم ګل پاچا الفت د خپل ټول شعر محتوا نوې کړه او چي هر څه یې ولیکل ټول د اجتماعي شرایطو انعکاس وو. هغه په شعر کي له ټولو زړو مضامینو سره خدای په اماني وکړه؛ خو داسي ښکاري چي د شعر له زاړه فورم او قید څخه یې ځان نه سو خلاصولای او یا یې ښايي نوی شعر پر مذاق برابر نه وو؛ او په دې پوهیدی چي نوی شعر لا د ده په ټولنه کي د زغملو نه دی او د ده وګړي به یې هرکلی ونه  کړي. هغه د دې کار لپاره د لنډو ادبي نثرونو میدان غوره کړ او په دې نثرونو کي یې داسي څه ځای کړل چي تر دغه وخته یې چا په افغانستان کي، په دغه ښایست، چنداني ساری نه وو لیدلی. مرحوم بینوا د شعر شکل او مضمون دواړو ته تغیر ورکړ. هغه په اخترونو کي د یتیم پوښتنه وکړه، هغه په زیباک کي د هغي ښکلي سره اوښکي تویي کړې چي له نیستیه یې نیم وجود لوڅ وو؛ او « غلی شانته انقلاب دی بدلوي د زمانې رنګ» یې نیمه پیړی په ټول هیواد کي د ادب، سیاست او ذوق په محفلونو کي وشرنګیدی. خو د پښتو شعر لا هم د سیلاب او قافیې په قالب کي پاته سو. لا په ټولنه کي د نوي او آزاد شعر د زغملو توان نه وو او یا یې ځکه خریدار نه درلود چي  د آزاد نظم لیکل د عنعنوي منظوم کلام پر حریم باندي ناروا حمله ګڼله کیدله.
خلکو سواد په پنج کتاب او ګلستان کي زده کړی وو او د فکر کروندې یې د مولوي په مثنوي اوبه کړي وې؛ او چاچي د هوښیاری دعوه کوله د آزمییني میدان یې د بیدل په اشعارو پوهیدل او تحلیل وو. له غزل، قصیدې او مثنوي پرته آزاد او نوی شعرنه چا پیژاند او نه یې شاعر ته مخ ور اړاوه. دا چوکاټ سلیمان لایق مات کړ. هغه سالنګ ته کلنګ ورسره واخیست خو په ټوله لار کی یې نوی شعر زمزمه کاوه. داسي ښکاري چي له هغه سره د اوریدونکو چنداني خیال نه وو او په دې خبري باوري وو چي د ده نوی شعر به که نن نه وي سبا به ډیر زیات اوریدونکي ولري. هغه په دغه حال کي یوه نا آشنا نغمه زمزمه کوله:
دا څه آواز دی؟
د چا نیاز دی؟
پرده د ساز دی
او که اعجاز دی؟
نغمه شراب دی زه شرابي یم
یا زه کباب یم دا کبابي ده
خو که د سلیمان لایق شعرونه، چي تقریبا ټول یې نوې محتوا او نوی رنګ لري، د نظم په ترازو کي وتلو نو د منظومو شعرونو پله به یې درنه وي. د دې معني به دا نه وي چي هغه پر خپلو آزادو، خو له شرنګه ډکو، شعرونو باندي پښیمانه دی بلکه په ټولنه کي، لا هم، د هغه د نویو آزادو شعرونو د اوریدلو او خریداری حوصله نه وه پیدا سوې.
د ثور له کودتا سره د افغانستان ټولني، چي د نړی له انقلابي تحولاتو څخه نسبتا په څنګ پاته وه، داسي ټکان وخوړ چي په خپل ټول تاریخ کي یې نه وو لیدلی. له دې ټکان څخه د شاعرانو حساس زړونه تر بل هر چا ډیر متأثرسول او د اسحق ننګیال په څیر زامنو یې، تر هر چا دمخه، د ژغورلو لپاره میدان ته ودانګل.
ښکاري ته
اې ښکاري آشنا درته سلام کوم
پریږده چي دا سپیني مرغی والوزي
ولاړی شي جوړې جوړې ګلونه شي
ښکلي شي ښایسته شي امیلونه شي
واخلي په وزرونو کي تنکي بچي
وموښي سینو کي ګلالي بچي
سپیني سرې مښوکي زرکني بچي
پام کوه!
پام کوه ماشې ته ګوتي مه وروړه!
اې ښکاري آشنا درته سلام کوم
پریږده چي دا شنو جلګو کي وځغلي
پیغلي د هوسیو د دامان په لور
واړوي پیکي د شنه آسمان په لور
وخاندي را تاوي شي مستي وکړي
ورغړي نخرې وکړي خوښي وکړي
پام کوه!
پام کوه ماشې ته ګوتي مه وروړه!
اې ښکاري آشنا درته سلام کوم
پریږده د غنچې په لمن پریوځي
زموږ د کلي باغ کي د سپرلي بلبل
زموږ د خمارونو شرابي بلبل
پریږده چي په سرو مشوکو وبولي
زموږ د بام د پاسه د سپرلو سرود
بڼ ته د غوټیو د ښکالو سرود
ځمکي ته د وریځو بارانو سرود
پام کوه!
پام کوه ماشې ته ګوتي مه وروړه
اې ښکاري آشنا درته سلام کوم
ګوره دا بې ژبي مرغان مه وله
نه یې چي کوم ووړ بچی بې موره شي
ته هم ګوره پلار یې او بچی لرې
پیغله لور ښایسته زوی ګلالی لرې
نو!
اې ښکاري آشنا درته سلام کوم
پام کوه ماشې ته ګوتي مه وروړه!
د کوټي اوسیدونکي افضل شوق، چي د ځوانیمرګ ننګیال په څیر یې زموږ سره ډیره بې وخته خدای په اماني وکړه، او د اسخق ننګیال په څیر یې ډیر نا ویلي رازونه او کلامونه په زړه کي ورسره یووړل، په قافیه لرونکو او آزادو شعرونو دواړو کي غښتلی وو، خو داسي ښکاري چي د آزاد شعر لیکلو سره يې ډیره مینه درلوده. سړی چي د هغه د آزادو شعرونو د مضامینو رنګینی ته ګوري نو ویلای سي چي که عمر وفا ورسره کړې وای پښتو ژبي ته به یې ډیر څه ورکړي وای.
قلم
که خبري کړی لاسونو
نو به ومنمه دا هم
چي یې نسي ړنګولی
د بخت کرښي له اورغوي
نه د وخت سیلۍ بادونه
نه د اوښکو سیلابونه
نه باران باران چُړتونه
لاکن بیا هم په تندي زما
سي راغونډي یو څو ګونځي
چي قلم ووینم کله
په درو ګوتو کي د  آ  لاس
چي په کښلو د څو ټکو
بدلوي را بدلوي تل
 لیکل سوي قسمتونه.
د محمود ایاز په دې آزاد شعر کي، د پخوانیو نظمونو او شعارونو په خلاف، له خپلي خاوري او ټاټوبي سره په څومره رنګینه او لنډه توګه د زړه خواله سوې ده.
خاوري! یو ځل
خاوري! یو ځل
د صداقت په مقدسه سپاره باندي لاسونه کښیږده
او قسم وخوره
ستا د مړاوو ماښامونو په سر
چي ستا په غیږ کښي زموږ
څومره سندري مړې شوې
او د خوږو خوږو شیرینو هیلو
څومره کوتري وسوې
خاوري! یو ځل
د صداقت په مقدسه سپاره باندي لاسونه کښیږده
ستا د کوڅو له ویریدلیو دیوالونو نه
پوښتنه وکړه
رښتیا رښتیا ووایه
پاس په فضا کښي
تا زمونږ
د سویو سویو وجودونو لوګي
چرته لیدلي نه دي؟
که دا رښتیاوي
بیا زما شیریني خاوري واوره!
تا څوک نیولی نه شي
زموږ د شهیدو اندامونو ایرې
به نور زمري زیږوي
ستا د بقا دپاره.
د دې ټولو مثالونو او خبرو څخه مطلب بیرته دا دی چي زاړه قالب او قافیه لرونکو نظمونو ته نوي مطالب ور لویدلای سي او لوستونکي به هم ولري؛ خو که زاړه او تکرار سوي مطالب نويو او آزادو شعرونو ته ور ولویږي نو نه یوازي دا چي شعر به بدرنګه راسي بلکه د لوستلو سړي به ونه لري. د نوي شعر لپاره نوي مطالب د وجود لپاره د روح په اندازه اهمیت لري.
که د اخوند درویزه کلام لکه څنګه چي دی او دا سوونه کلونه همداسي پاته دی، په همدغه شکل اخیستل سوی او هر ډول تبصره ورباندي سوې وای نو دونه اوږده بحث ته به هیڅ ضرورت نه وو احساس سوی. زه په دې عقیده یم چي د خلکو څخه د لارو ورکیدلو د مخنیوي له پاره خپل ټول وس پر دې تمام کړو چي زړې نسخې لکه څرنګه چي دي هغسي نقل کړو. ځکه چي ډیرز یات ځوانان د خپلو مشرانو او استادانو د خبرو او لیکنو تر اغیزې لاندي راځي؛ په هغو بشپړ باور کوي؛ کلاسیک متنونه یا په لاس کي نه لري او یا د حقیقت د معلومولو لپاره هغوی ته د مراجعې ضرورت نه احساسوي، او خبره تر ډیره وخته یا تر ابده همداسي ګونګه او ګمراه کونکې پاته سي.