د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د بر لین د دیوال د نړېدو۲۵ مه کلیزه ولمانځل شوه خو..

یوسف هیواددوست 09.11.2014 18:52

درنو هېوادوالو ! له ډیورند تپل شوې کرښې ها خوا قدرمنو افغانانو

پرون په ټوله جرمني او په ځانګړې توګه په برلین کې د ملیونونو خلکو د خوښیو په څپو کې د بر لین د دیوال د نړېدو کلیزه ولمانځل شوه ،۲۵ کاله پخوا ددغه دیوال په نړولو سره دوه سره جلا کړل شوي جرمني هیوادونه ( لویدیځ او ختیځ جرمني ) یو ځای شول او د ملت په همت دوه سره جلا شوي ورونه بېرته د مور غیږې ته وروسېدل ، خو له بده مرغه له سلو کالو زیات دوه افغان ورونه د ډیورند د کرغېړنې کرښې په واسطه سره بېل شوي او هیڅ ملي او نړېوال بشر غوښتونکي ځواک ددغه ځپلي قام د شکېدلی ګرېوان ، ګنډلو باندې ندی بریالی شوی 
هیله ده د ښاغلي اشرف غني دولت دا غوښتنه له ملګرو ملتونو ، د امریکا له کانګرس ، د لندن له واکدارانو او د بشر د حقوقو له نړېوالو څانګو ترسره کړي چې د ډیورند تپل شوې کرښه ونؤول شي او له پنجابیانو سره د افغانستان هماغه پخوانی سرحد بیا راڅرګند شي .دغه راز همدا یې وخت دی چې افغان ملي او هیوادپالونکي ځواکونه د ډیورند د تپل شوې کرښې د له مینځه وړلو په لاره کې سره یو شي او د یو ستر او ملي یون په توګه سر راپورته کړي .تر ټولو مهمه دا ده چې له کرښې ها خوا افغانان ( پښتانه ـ بلوچان ) سر را اوچت کړي او له خپل پلرني هیواد ګران افغانستان سره د بیا پیوستون تاریخي او د ( غیرت چیغه ) پورته کړي . موږ په دې توګه له هیواد نه بهر په اروپا ، امریکا ، د شوروي اتحاد په پځوانیو جمهوریتونو ، آسیا ، آسترالیا ، کاناډا او افریقا کې اوسېدونکي افغانانو څخه هیله لرو چې د ډیورند د تپل شوې کرښې د له مینځه وړلو لپاره له هیڅ راز ډله ایزو او سوله ایزو اغېزمنو دیپلوماتیکو لارو چارو ډډه و نه کړي . مننه .
د خپلواکۍ له فرهنګي مرکز او افغان غږ راډیو څخه: یوسف هیواددوست
(ددغو انځورونو خپرول موضوع ته پیاوړتیا ورکوي ، که ممکنه وي )