د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پیکه ژوند

یوسف هیواددوست 08.11.2014 14:10

دغه ځای زما نه دی
ژڼي نه خاندي
د پېغلوټو غږونه یې غوږونه نه تخنوي
دلته هرڅه د پیسو لپاره دي
دلته چا کې مینه نه شته
دلته کورنۍ نشته
پرون یو مړي پسې
یوازې د ښاروالۍ یو موتر راغی
ښه مې یاد دي
تېره اوونۍ زموږ د ګاوندي
په واده کې
تول تال  اوه کسان مېلمانه ول
رښتیا نه ګورې
 پاس اسمان  یې په ورېځو
ګنډلی
او لاندې د انسانانو
مزي په پیسو
تړلي
دا ډېرو بازاري مینو
زړه راخوړلی
دلته د چا کالي
او د چا د کور ښایست
د ژوند کولو لپاره نه دی
زړه مې له دې ټولو تور دی
یو ډول کرکه ترې لرم
دا کوم ځای دی ؟
مګر داسې هم کېدای شي  چې :
ښځې دې هره ورځ بستر بدل کړي ؟
هو ! دا کرکجن کار دلته کېدای شي
رښتیا پرون  مې په لاس کې
ګلانو
هېڅ مچۍ مسته نه کړه
زه کرکه لرم
کرکجن نه یم
خو له دې ( پیکه ) ژوند نه
کرکه لرم
ښایي موږ هغه محکومان یو
چې د شاته تګ لاره نه لرو
کرکه لرم
زه ډېره کرکه لرم  له دغه شان پرمختګ نه .
 د ۲۰۰۴ ز کال د جولای ۱۵ ــ ډنمارک