د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د اندیښنی (تشویش) د ناروغئ په اړه لنډ معلومات

ډاکټر فیض الله (ثاقب) 04.11.2014 11:43

د اندیښنی روانی ناروغئ ته په طبی اسطلاح کی انزایټی (Anxiety) وییل کیږی او په پرتلیز ډؤل له ټولو نورو روانی ناروغیو څخه ډېره لیدل کیږی. په ساده ټکو داسی تعریف کیږی چی یو حالت ده چی وګړئ پکی تل پدی سوچ کی وی چی اوس به له یوی ناوړه پېښې سره مخ کیږی. ناروغ تل پکی د یو ډؤل وارخطایی احساس کوی نو لدی کبله یی د وارخطایی ناروغی هم بللی شو. پدی ناروغئ کی له ناروغ سره تل یو ډؤل ویره شتون لری لدی کبله ورته د ویری ناروغی هم وییل کیدای شی. پدی ناروغئ اخته وګړئ بی زړه (بی جراته) وی لدی کبله ورته د بی زړه توب ناروغی هم وییلئ شو. ژوندئ بېلګی یی پدی ډؤل یادؤلئ شو: کله چی تاسو یوی آزموینی ته روان یاست نو که پام مو شوی وی ستاسو په زړه کی یو ډؤل ویره وی چی آزموینه به څنګه ورکړئ، هسی نه چی له کومی ستونزی سره پکی مخ شئ یا هسی نه چی پکی پاتی شئ، دغه ویره Anxiety ده. ښایی لیدلی مو وی چی کله ستاسو یو ټولګیوال د ټولګی مخی ته ودریږی او څه خبری کوی یا درس تکراروی نو رنګ یی پک وتښتی، خوله یی وچه شی، خبری تری ګډې وډې شی، وارخطا شی، دا حالت Anxiety ده. ښایی لیدلی مو وی چی یو نیم وګړئ ډېری کوچنئ ناروغئ ته ډېر زیات سوچ کوی د بیلګی په ډؤل د معدی معمولی درد ته داسی سوچ کوی چی هسی نه سرطان وی یا د سینی معمولی درد ته داسی سوچ کوی چی هسی نه د زړه ستونزه وی یا دی ته ورته نوری ستونزی. پدی ډؤل د ډیری کوچنئ ناروغئ لپاره بی شمیره لابراتواری معاینی کوی، ګڼ شمیر ډاکټرانو ته ورځی او درمل اخلی دا حالت د Anxiety ژوندئ بیلګه ده. سربیره پردی کله چی یو ناآشنا ځای ته میلمه روان یاست نو یو ډؤل اندیښنه درسره وی چی هغه ځای به څنګه وی، ستاسو به خوښ شی که نه، هسی نه چی پکی تنګ شئ یا بله کومه ستونزه درته پیدا شی، بیا به څه کوئ یا به څنګه بیرته راځئ .............. دغه پېښه Anxiety ده. په لنډو ټکو سړئ وییلئ شی چی تشویش Anxiety په زرګونه شکلونو منځ ته راځی او بیلګی یی زرګونو ته رسیږی. ښایی ووایاست چی دا پېښه خو هرڅوک لری؟ هوکی: کتابونه وایی چی Anxiety د بدن یو نورمال غبرګون (عکس العمل) ده چی نزدی هرڅوک یی لری. مګر کله کله دا ستونزه دومره شدیده وی چی د انسان ورځنی چاری ټکنئ کوی د بیلګی په ډؤل که ددی شدت دومره وی چی سړئ له کوره بهر نشی تلئ، یا نا اشنا ځای کی ورته داسی ستونزه پیدا کیږی چی هغه پخپله یا د هغه کوربه له ستونزو سره مخ کوی، یا له کوره بهر کار نشی کولئ نو دا هغه حالت ده چی ښایی درملنی ته اړتیا ولری. درنه لوستونکیه ښایی پوښتنه درته پیدا شی چی د ناروغئ لامل څه ده؟ کتابونه لیکی چی دا ناروغی ارثی ریښه لری. که غور وکړو نو دا حقیقت په سترګو هم لیدلی شو. داسی چی ښایی لیدلی مو وی چی یو شمیر خلک د چا خبره بلا پسی وی، که ټوله دنیا ورانه وی د دوی طبیعت هم پری نه خرابیږی دا وګړی د اندیښنی Anxiety ناروغی نلری، ولی بل لور ته که وګورو ځنی نور وګړی ډېری کوچنئ خبری ته ډېر زیات سوچ کوی، ډېر وارخطا کیږی او لوی لوی تصمیمونه ورته نیسی دا هغه وګړی دی چی دا ناروغی لری یا ښایی په راتلونکی کی پری اخته شی. ددی ناروغئ یو بل شدید شکل داسی ده چی وخت په وخت په وګړی د ویری شدیده حمله راځی، د دی حملی په وخت ناروغ نه یو دوه خطا کیږی، ډېر ځل ناروغ نشی روښانه کولئ چی څه ستونزی سره مخ شوی ده، کله دا حمله وګړئ دومره ناآرامه کوی چی خپلو ملګرو ته وصیت کوی، وایی چی دمګړئ یی ساه وځی او ښایی مړ شی، ښایی زړه یی ودریږی، کله کله وایی چی ساه یی له پښو راخېژي، زړه یی درزیږی، رنګ یی سپین اوړی، داسی حس کوی چی ساه یی په تنګ ده او ښایی د ساه بندئ له کبله مړ شی، ژر ژر ساه اخلی چی ښایی ان ډاکټر هم پکی تیروتنه وکړی او فکر وکړی چی ناروغ ته ساه بندی ناروغی پېښه شوی ده، نه په ناسته او نه په ولاړه طاقت کولئ شی، کله کله خپل وضعیت بدلوی که ناست وی نو ملاست وضعیت غوره کوی چی ښایی لدی پېښې نه خلاصون ومومی، ډېر ځل فکر کوی چی د وینی فشار یی لوړ شوی ده، که په کور وی نو خپلی کورنئ ته وایی چی ژر یی روغتون ته ورسوی او که په روغتون کی وی نو ډاکټر ته وایی چی ژر ژر لاس په کار شی او ژوند یی وژغوری، که چیرته میلمه وی نو کوربه ته وایی چی باید ژر ژر یی بیرته کور ته ورسوی ځکه حالت یی ښه نده، ځنی وخت خپل حالت پټ ساتی او له ځان سره پټه پټه طیبه کلمه او د شهادت کلمه وایی چی له ایمان سره له نړئ لاړ شی، که مونځ یی نه وی کړئ نو ژر مونځ کوی چی هسی نه مړ شی او مونځ تری پاتی شی، که د ناروغ د زړه ضربان وشمیرل شی نو ښایی د زړه د ضربان شمیر یی ډېر شوی وی، که د وینی فشار یی وکتل شی ښایی هغه لوړ یا ټیټ شوی وی. دا پېښه د ویری Anxiety شدیده حمله ده چی په طبی ژبه کی یی Panic Attack بولی. دا ډېر ستونزمن حالت ده چی ناروغ ته په هیڅ ډؤل د زغم وړ نده او ان که سپینه ووایو نو ناروغ په یوه ورځ کی څو ځله خپل مرګ په سترګو وینی یا په نورو ټکو په ورځ کی څو ځله مړ کیږی او د مړینی ستونزه ګالی. هغه ښاغلی ډاکټر صاحبان چی د روانی ناروغیو په اړه ښه معلومات نلری ډېر ځل دا ناروغان د درملنی په ځای نور هم ناروغه کوی، هغه داسی چی ګڼ شمیر معاینی ورته لیکی او ډېر ځل یی د زړه ناروغی، د ساه لنډئ ناروغی، د وینی د غوړ ډېرښت او دی ته ورته نوری ناروغئ تشخیص کوی او پدی ډؤل یی سودا نوره هم ډېره او نور یی هم ناروغه کوی.
یوه تجربه: یوه ورځ ګهیځ وختی خپلی روغتیایی کتنځئ ته لاړم. لمړئ ناروغ می ښځينه ناروغه وه. یو سپین ږیری راوستی وه. هغه یی د خاوند پلار وه چی ښځې ورته کاکا کاکا وییل. زما په اند ښایی چی هغی د خپل تره له ځوی سره واده کړئ وه. له معاینی وروسته می هغه سپین ږیری ته ووییل چی ستا دا ناروغه ویریدلی ده نوره هیڅ کومه ستونزه نلری. خدای شته هغه ته زما دی خبری خوند ورنکړ، خو ما وخت ورنکړ او ورته ومی وییل چی له درملو خوړلو دوه ساعته وروسته ناروغ ښه کیږی. بیا می تری وپوښتل چی آیا دوه ساعته صبر کولئ شی؟ هغه را ته د هو سر وښوراوه. ژر ژر می ورته درمل ولیکل او ورته ومی وییل چی سمدستی درمل ورکړی او دوه ساعتونه وروسته به یی ناروغ ښه شی. دا وخت ښځې ووییل چی کور ته نشی تلئ. ما ورته ووییل چی همدلته په کټ څملی او درمل وخوری چی کله ښه شوه لاړه به شی. که رښتیا ووایم نو دا دوه ساعته دوه کاله راباندی تیر شوه، ځکه هره ګړئ به یی یوه چیغه وکړه چی له پښو می ساه وختله، زړه می په درزا شو، زړه می ورک شو، مګر د الله پاک فضل وه شاوخوا یو ساعت او پنځه څلویښت دقیقی شوی وی چی ناروغ بیا یوه چیغه وکړه چی زړه می ورک شو. زه هم وارخطا ورننوتم کله چی می وکتله هغه ښه شوی وه، نو ما ورته ووییل چی خوری تاسو اوس ښه یاست. هغی د هو سر وښوراوه او وی وییل هو اوس می په پښو کی ساه پیدا شوه، زړه می هم په وار شو مګر ډاکټر صاحب دا زړه می یوځل معاینه کړه چی څنګه ده. ما هم د تسل لپاره د هغی په زړه ستاتسکوپ کېښود او ښه ډېر می پری وګرځاوه. وروسته می ورته ووییل چی خوری زړه دی داسی روغ ده چی ښایی زما به هم دومره روغ نه وی. لدی وروسته ښځه روغه شوه، چادری یی په سر او خپل کور ته رهی شوه. که رښتیا ووایم زه ډېر پښیمانه وم ځکه دومره یی وارخطا کړئ وم چی نه پوهیږم چی ګڼ شمیر نور ناروغان به می څنګه معاینه کړی وی.
یادښت: درنو لوستونکو ستاسو هره رغنده نیوکه زما سره لویه مرسته ده، د لیکنی موخه روغتیایی کارکوونکی نه بلکه عام وګړی دی نو که لیکنه په ولسی ژبه نه وی او عام وګړئ پری نشی پوهیدلئ یا بله ستونزه لری، مهربانی وکړئ خپلې نیوکی ما ته پدی پته راولیږئ. ایمیل: drfaizullah.saqib@gmail.com ګرځنده ټیلیفون: 0799083745
په درنښت.