د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په افغانستان کی د معارف سره دښمنی!

سیف الله څرګند 03.11.2014 23:50

په افغانستان کی له معرف سره دشمنی!

افغانستان د اسیا په زړه کی لږ جنوب ختیځ طرف ته پروت هیواد د چی د خپل سترتیژیک موقیعت له خاطره خورا مهم د که دا جغرافیی موقیعت ارام، جوړ او په خپلو پښو اتکا وی دټولو زبر ځواکو او په تیره بیا دهغو چی دبل په ورانی، درپه دری او خواری کی دځان خیر غواړی ډیری ناوړه ګټی له خنډ سره مخ سی.
دځینو لپاره باید په منځنی اسیا کی د میشتیدو ځآی او قانونی جواز موجود وی چه دیوه طرفه دخپلو سیالانو د نفوذ مخه ونیسی او بل ترټولو ښه موقع او موقیعت په لاس کی ولری او دلته هرڅه باید دوی د سر په سترګو ګوری چه څنګه او په څه ډول او دمکان تر حده یی کابو کړی.
چه د دا او داسی نورو ناوړه ارمانونو دپوره کیدو لپاره په افغانستان کی د یوی ستری نا امنی لپاره د معارف دښمنی ته ضرورت شته.
چه دیو خوا دلته په رقم رقم نومونو رنګ رنګ خلګو د اوسیدو زمینه برابره سی اوبله داچی دی ملت ته داموقع ورنکړای سی چی په خپل فکر او تفکر سره دافغانی ټولنی له منځه په خپلو حواسو سره واقیعت درک کړی.
او زموږ معصومی سترګی په سپینه ورځ په کرغیړنو ناپاکو او ځیږو لاسونو پټی کړای سوی دی. سمه ورځ د، لمر د، رڼا د، دمینی او محبت نه ډک چاپیریال د، د زیرو نه ډک اسمان د خو د دا ټولو دلیدو او دهغه نه د ګټی اخیستنی انسانی حق وموږ ته نه د راکړل سوی. یواځی او یواځی د دوی له ذهنه د دوی له فکره راته ددوی په ژبه په غوږ کی تعریفیږی.
تر څو هرڅه په پټو سترګو ومنو او سرته یی ورسو او هغه څه زده کړو چی د دوی لپاره په درد خوری نه دانسانیت لپاره. نو په دی اساس په افغانستان کی باید معرف نه وی او نه هم دښو اوبدو ترمنځ پرق.
د داسی اهدفو د تحقوق ضامین بی علمی د معارف دښمنی او جاهل او ناپوه نسل د. پردیو د ناپاکو ارمانو د پوره کیدو لپاره یو بی تفکیک بی تفکره او بی علمه انسان په یوه داسی موقیعت کی ترټولو مهم او په زړه پوری دی چه ددوی ګټی او ناپایداره بقا تر بل هرچا ښه تضمینوی او دا سی حلت ته زمینه برابرول، منځ ته راوړل او دوام ورکول دوی د کاری لمړیتوبونو څخه د.
لکه یو شاعر چی وایی
زموږکورپه وینورنګ له خدایه غواړي
داسي خلګ شته چې جنګ له خدایه غواړ
زمادکوردنړېدولپاره ګوره
ګاونډی یارمي کولنګ له خدایه غواړي
خو تر ټولو ستر خیانت په کور دننه روان دی په ځآی د دی چی له لږڅه نه ډیره استفاده وسی. مګر له ډیرڅه څخه لږ استفاده هم نده سوی داستره جفا د دی ملت سره د افغانستان په حکومت کی دننه روانه د خو په خاص ډول په وزارت معارف کی.
چی دلږ شمیر وړ او بااحساسه کسانو تر څنګ یی نور ټول بستونه په هغه کسانو ډک کړی چه د یو افغان یتم ماشوم دیوه قلم او کتابچی پیسی لوټل ورته غنیمت ښکاری او دځآن جوړه ولو او پوره کولو تر ټولو ښه وموقع یی بولی.
خو تر دی لاستره ناروا د ملت په حق کی دهغه کسانو مخه ډب کول دی چه له یو خوا ورته دا حلات دزغملو نه دی د اصطلاح غوشتونکی یی دی او دبله طرفه د معارف د لمن د پراخیدو او غزیدو او عامو د تشویق په برخه کی نه ستړی کیدونکی هڅوکوی چه په دا ورستیو کی داسی ډیرو هڅو شاهدان یو.
دا ولس سیال پاته سوی. دا ولس په خپل نامه په تاریخ کی په زرین خط پاڼی ثبت کړی دی. دا ولس خپله اصلی څیره په وار وار ښودلی خو نن هڅه کیږی چه د واقیعت څخه ډیر لری او په مستعار نامه معرفی سی.
زما ولس که ته پریږدی جهانه
نه کوکنار کری نه بنګ دخدایه غواړی
دا ولس رغښت، جوړښت او د هر توپان په مقابل کی په خپلو پښودریدل غواړی چی اساس او بنسټ یی د معرف دښمنی بندول، د پرمختګ لپاره یی هر اړخیزه هڅی کول او عامه افکار روښان کول پکار دی
بیا به دا د خیال غمی زموږ په اوږو وناڅی
لږی قافلی که مو دزدکړو را اوچتی شی
نو هیله کوو...

مننه
سیف الله څرګند
حیدراباد هندوستان