خوب مي وتښتوي
02.11.2014 21:43خیال دي پر زړه باندي را اوري خوب مي وتښتوي
راڅخه ځغلي غزل توري خوب مي وتښتوي
ښکلي خماري د پاولیو د بنګړیو شرنګی
دنګي نرۍ د ګودر بوري خوب مي وتښتوي
زه الستي میني له کوره لیونی وایستم
چي محتسب چپه را ګوري خوب مي وتښتوي
لکه ویشتلې مرغی یو ګړی آرام نه لرم
راته راځي دي سترګي توري خوب مي وتښتوي
زما او یارانو د پایکوب او د مستۍ میخانې
یوه یوه وینمه توري خوب مي وتښتوي
له کوم شامته د آسمان سترګي کږې دي راته
چي له تندي یې لمبې اوري خوب مي وتښتوي
زموږ له بیړیه څخه لیري دی سکون او ساحل
لا مو په خوا دي څپې نوري خوب مي وتښتوي
زما د خوبونو تعبیرنه پر لمبو ختلي
لا به مي ښکلي ځي سرتوري خوب مي وتښتوي
جهاني چیري مي کتلي د اورغوي کرښي
چي بې پلمې پټیږي ستوري خوب مي وتښتوي
ویرجینیا د ۲۰۱۴ کال د نومبر دوهمه