د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د شخصي ژوند پر اثر څو خبرې

داود محمدي 01.11.2014 09:49

شخصي ژوند تاریخ پر اثر څو خبرې: داود محمدي
د (د شخصي ژوند تاریخ) کتاب د نامتو پاکستاني تاریخپوه ډاکټر مبارک علي اثر دی، چې په اردو ‌ژبه په لاهور کې د (Fiction House) لخوا په ۲۰۱۲ز کال کې خپور شوی، یاد اثر په پښتو ژبه میر احمد یاد اړولی، چې په ۱۳۹۲ه ل کال د مومند خپرندویه ټولنې لخوا خپور شو.
ډاکټر مبارک علي د هندوستان ټونک (Tonk) سیمه کې په ۱۹۴۱ز د اپریل په میاشت کې زیږیدلی، د سنده له پوهنتون څخه يې د تاریخ په څانګه کې دB.A او M.A ډګري ترلاسه کړی، له جرمني څخه یې دوکتوره وکړه، تراوسه ۵۱ تاریخي اثار لیکلي چې یو څو یې پښتو ته هم ترجمه شوي.
د شخصي ژوند تاریخ کتاب پر اتو څپرکونو ویشل شوی، چې له رومي دور څخه تر ننه په اروپا کې پر شخصي ژوند، انفرادیت، ماشومانو روزنه، د ښځو او غلامانو ، مزدورانو پر حالت ، د شاهانو ،کلیسا او ځمکوالو په ظلمونو رڼا اچوي، ددې کتاب په لوستلو سره به وپوهیږۍ چې څنګه په مختلتفو وختونو کې د خلکو ټولنیز او انفرادي ژوند ، د حاکمانو او لوړو طبقو خلکو په لباس ،خوراک ناسته پاسته او د کورپه سینګارولو کې بدلون راغلې.
ډاکټر مبارک علي پر شخصي ‌ژوند هر اړخيز نظر اچولې، کتاب کې مهمې موضوعګانې بیان شوې، لکه: د ښځو حالت، د ماشوم ښوونه او پالنه، د کلیسا رول، پلار واکي، د غلامانو بد وضعیت، د لباس طرز، د کور جوړولو ډول او سینګار او همدارنګه د فرانسې له انقلابه وروسته نویو تحولات، چې په لنډ به یې بیان کړم:
له رومي دورې څخه د ۱۹ مې میلادي پیړۍ تر اخرو پورې په اروپا کې د ښځو حالت غوره نه و، امرینو او حاکمانو به کور په دوو برخو ویشلی و، یوه برخه کې به ښځې اوسیدلی چې د عامه خلکو ورتګ ورته ممنوع و، د امرینو او حاکمانو شخصي ژوند به په همدې برخه شروع کیده، د کور دننه به نارینه هېڅ ادب او اخلاق نه مراعاتول، دوی به چې کله خپلو دربارونو ته راتلل ډېر په ادب به يې ناسته پاسته کوله ځکه دلته د دوی ټولنیز ‌ژوند پېل کیده، دوی نه غوښتل چې په وړه غلطۍ خپل شخصیت ته صدمه ورسوی.
ښځه به د باندې نه پرېښودل کیده، داسې فکر کېده چې تاوان ورته رسیږي، غلطو خیالونو کې اخته کیږي، که به د باندې تله خدمتګاره او غلام به ضرور ورسره ته. د ښځو شخصي ژوند تر کوره محدود و، ښځه د نر ماتحته ګڼل کیده، ښځه به په څلورو دیوالونو کې بند مخلوق یادیده، د کور کارونه د ښځو پر غاړه و، دوی به په بندو دیوالو کې د ځان مشغولولو لپاره د کور په پاکوالي او سنګار وخت تیراوه، په رومي دور کې به ښځې د شپې یو ځای څملاستلې، خو شلمه پيړۍ کې ښځو له کوره د باندې کار پېل کړ، د نرانو له غلامۍ څخه يې ازادي واخیسته.
په رومي دور کې ماشوم د کورنۍ مهم جز وګڼل شو، ځکه بیا به همدغو ماشومانو کورني روایات ساتل، خو که چا به د ماشوم د روزلو وس نه لاره نو ماشوم به یې بازار کې کيښوده چې څوک يې جګ کړي، نجونې به هم د باندې کيښودل کيدې چې څوک يې یوسي کنه، نو بیا به کورنۍ پخپله وژله. امرینو هم دومره ماشومان غوښتل چې د تعلیم او تربیې وس یې ولري، تر ۱۲ کلنۍ پورې هلکانو او نجونو ګډېزده کړې کولې، وروستیو پيړیو کې به ماشومان دايي ته ورکول کیده.
د عیسوي مذهب له پېلیدو سره سم کلیسا د انسانانو په شخصي معاملو کې لاسوهنه پېل کړه، کلیسا خلک دی ته اړ ایستل چې جنسي اړیکې کمې او یا ختمې کړي، کله چې راهبانو دښتو ته پناه یوړه او هلته یې خانقاه ګانې جوړې کړی، خلک او امیران به له ښارونو څخه ورته راتلل، دوی به اوس د غریبانو پر ځای دې راهبانو ته پيسې او خیراتونه ورکول او هغوی به ورته دعاګانې کولې، کلیسا به دا خیراتونه په غریبانو ویشلې، غریب د کلیسا خیرات ترلاسه کاوه او کلیسا د دوی وفاداري او ملاتړ،په منځنیو پيړیو کې دولت کمزوری او کلیسا نوره هم قوی شوه، د کلیسا ځمکه له مالیاتو معاف وه.
په رومي دور او منځنیو پيړیو کې پلار واکداره و، بچي دده ملکیت ګڼل کېده، پلار زوی د نافرماني په صورت کې له مېراث څخه محرومولای شو. پلار به ځانګړی خوراک او ځای درلود، خاص کټ او بړستن به یې درلوده، وروسته د پلار واکۍ پر ضد بغاوت پېل شو، پوښتنه دا پيدا شوه چې آیا بچې ټول عمر د پلار اطاعت وکړي؟ یانې که هغه بچو ته د هېواد پر خلاف د جګړې او یا غدارئ ووايی نو زوی به يې مني؟ ددې لپاره دا ځواب وویل شو چې بچې دې تر هغو له پلار سره وي چې د دوی د اخلاقي روایاتو ساتنه وشي.
په رومي دور د غلامۍ اداره مظبوطه وه، غلامانو به په کورونو، کار ځایونو، صنعتونو، کانونو او په پټیو کې کارونه کول، پر غلامانو ظلم کېده، د پیسو په بدل کې د غلام ازادول رواج ول، د واده اجازه نه ورکول کیده، وروستیو کې د واده اجازه ورکړل شوه، له وینځو به د نڅاګرۍ کار اخیستل کیده، د غلامانو د خوب ځای به نه و، له وینځو سره به بادارانو جنسي تېرې کاوه.
په منځنیو پيړیو کې نارینه وو به لوی ویښته پریښودل، کلک او شخ کالي به یې پر تن ول، امرینو به چپنې هم اغوستې، نارینه به د شپې لوڅ له اور څخه ګېرچاپېره اوسیدل، ښځو به ویښته کوڅۍ او چوټي کول کنه ټیکرۍ به یې اغوسته، کومو ښځو به چې د غریبۍ له وجې شلېدلې کالي پر تن ول بدلمنې ګڼل کیدې، له اتلسمې پيړۍ څخه وروسته نارینه وو په لباس کې بدلون راوست ، د شډلو او شواړو لباسونو پر ځاې تنګ او چسپ لباسونه رواج شول، شلمه پيړۍ کې ښځو هم لباس کې بدلون راوست، ورو ورو داسې ښځینه لباس رواج شول چې بدن یې ترې لوڅ ښکاریده.
په منځنیو پيړیو کې امیرینو لویې کلاوې درلودې،له کلاوو څخه به يې شاوخوا خندقونه ویستل، څلور خواوو ته به يې برجونه لرل، حمامونه يې هم لرل، نارینه به ځانته سرای او کوټې لرلې، د ښځو او نارینه وو ځایونه بېل ول، یواځې به باغ کې سره یو ځاي کیناستل، د امیرینوښځې به برنډو کې څملاستې، په کوټو کې به یې انتیک شیان او د ولیانو او مشرانو عکسونه ایښودل، غریبانو به یوازې یوه کوټه درلوده چې همدلته به یې پخلۍ، خوراک او خوب هم کاوه. نارینه به د باندې کټونو کې کېناستل، مجلسونه به يې کول، د یو بل د احوال اخیستلو لپاره به حمامونو ته تلل.
د فرانسې له انقلابه وروسته د خلکو په کړو وړو کې بدلون راغی، د امیرانو قیمتي لباس په ساده لباس بدل شو، واده له مذهبي څخه په سیکولر عمل واوښت، په خوراک او ناسته پاسته کې بدلون راغی، د خوراک پر وخت مېز، چوکۍ، کاچوغې استعمال شوې، کور د شخصي ژوند مرکز وګرځیده، تر دې وخته سیاست یوازې تر نر پورې محدود و، د شپې لخوا به تیاتر او نندارو تلل، ښځې هم تللې خو د ښځو سره به یو ځای تلې او کېناستې.
د فرانسې له انقلابه وروسته بوهیمایي خلک د کالیو او خوراک او څښاک کې د هېڅ ډوله ادابو قایل نه وو،د ‌ژوند ډېره موده به په هوټلونو او چایخونو کې اوسیدل، کار به یې نه کاوه ، د پېسو له کمبود سره مخ ول، نه يې کور لاره او نه د کور سامان، ضروري سامان به يې غوټه په سر ګرځاوه،کله کله به یو ځای اوسیدل،له شخصي شتمني څخه یې نفرت کاوه، چې څه به يې لرل، خپلو کې به یې سره ویشل، د دوی ښځې هم له چا سره اوسیدلې.
بانکا هم د بوهیمیانو په څېر ډله وه، د بورژوا خلاف ول، د امرینو له کورنیو څخه ول، د خپلو شتمنیو پر مټ یې جلا ژوند تېراوه، پاکوالي او لباس ته يې خاص پام کاوه، دستکشې، بنګړي، ګلوبند او رنګارنګ خولۍ کارولې، سوداګرۍ او کورنۍ ته یې بد ویل، ښځې یې نه کولې او هغوي يې د ازادۍ ځنځیرونه بللې.
د کتاب اهمیت:
۱-کتاب مو د اروپا رومي دور، منځنیو پیړیو او هم اوسني دور څخه خبروي.
۲- دغو دورونو کې د ښځو، غلامانو، مزدورانو، او غریبې طبقې له بد وضعیت څخه خبروي.
۳- په کتاب کې د امیرینو او غریب طبقې ترمنځ توپير بیان شوی، د دواړو طبقو ترمنځ په لباس، ناسته پاسته او خوراک کې ښکاره توپير باندې معلومات راکوي.
۴- د رومي دور، منځنیو پیړیو او اوسنۍ زمانې ترمنځ د کور جوړولو او سینګارولو کې راغلیو بدلونونو څخه مو خبروي.
۵- د تاریخ، ټولنپوهنې، او سیاسي علومو محصلینو ته ددې کتاب لوستل ګټور دی، د اروپا د تېرې زمانې له سیاسي، اقتصادي او ټولنيز حالت څخه مو خبروي.