د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ټاکنو پر کمیسیون شوې ادعاوې او تورونه باید جدي وڅېړل شي

عبدالغني (هاشمي) 29.10.2014 13:01

۱۳۹۳لمریز کال د افغانستان لپاره په ملي او نړیوالو ډګرونو کې د ډېرو سترو، مهمو او برخلیک ټاکونکو بدلونونو، پېښو او مسائلو ډک کال وو، په دې کال کې د نورو ملي او نړیوالو مسئلو ترڅنګ د ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کېدو برخلیک ټاکونکې مسئله هم رامنځه شوه، چې چارې یې نېغ په نېغه د ټاکنو خپلواک کمیسیون پر غاړه وې.
دغه کمیسیون د ولسمشریزو ټاکنو په بهیر کې د بېلابېلو ټولنو، ادارو، سازمانونو او د ولسمشریزو نوماندانو په ګډون د ډېریو مطرحو اشخاصو له خوا د فساد، سیاسي تړښت، درغلیو او پلویتوب په ګډون تر بېلابېلو شکونو، شکایتونو، ادعاوو، ان تورونو لاندې راغی، اوس اوس د ولایتي شوراګانو د ټاکنو د پایلو اعلانولو په اړه پر ورته شکونو، شکایتونو او ادعاوو سربېره ددغه کمیسیون ځيني مسوولین او غړي د ډېریو مراجعو په ځانګړي ډول رسنیو له خوا د دولت له ۹۱کوډ څخه د بې کچې ان حیرانوونکو معاشونو او امتیازاتو او وسایلو څخه پر ګټې اخستنې هم تورن شوي، چې دغو مسائلو په ډېریو رسنیو په ځانګړي ډول طلوع ټلویزیون کې د تودو بحثونو سر ټکي خپل کړي دي.
دا هم د پام وړ خبره ده، چې رسنۍ او مراجع د کره او ځانګړو اسنادو پر وړاندې کولو د خپلو کړو ادعاوو ثبوت وړاندې کوي او له دولت نه یې د څېړنې او ارزونې غوښتنه کوي، نو ضرور ځینې مسائل شته چې د قضیې د روښانتیا لپاره یې جدي څېړل د دولت دنده او مسوولیت دی، ځکه (چې شمال نه وي؛ پاڼې نه ښورېږي).
زموږ هدف دا نه دی، چې کمیسیون دې باید دې ادعاوو، شکونو او تورونو ته ځواب ووايي، بلکې دا ډېره اړینه ده، چې نوی دولت دې باید د قضیې د روښانتیا او حقیقت معلومولو لپاره دا قضیه هم د کابلبانک د قضیې په څېر تر جدي څېړنې، څارنې او ارزونې لاندې ونیسي او پایلې یې د افغانستان خلکو ته اعلان کړي، ځکه د ټاکنو خپلواک کمیسیون یو ناپېیلی، خبلواک او د خلکو د باور وړ ملي بنسټ دی او دا بنسټ باید له داوړ مسایلو، تورونو او شکونو څخه پاک وي.
ولې دومره لوړ معاشونه او امتیازات ؟
ددې پوښتنې ځواب ځينې شکونه او انګېرنې راولاړوي!
لومړی دا چې دا مسئله په ولسمشریزو ټاکنو کې په واک کې د موجودو او واک ته رسېدونکو ځينو نوماندانو ترمنځ د پټو او پردې ترشا معاملو شکونه پیدا کوي، هغه داسې چې د دولت په راس کې چارواکو د یوه ځانګړي نوماند د بریالي کولو په موخه د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ځينو غړو او مسوولینو د نازولو په خاطر هغوی ته دا امتیازات او امکانات منلي او برابر کړي دي.
بل شک او انګېرنه دا هم ده، دا چې ددغو معاشونو او امتیازاتو نیمايي برخه د ځينو نړیوالو سازمانونو او ټولنو له خوا ورکړل کېدله، نو په دې برخه کې هم ورته انګېرنې شته، چې نړیواله ټولنه هم ددې مسئلې ترشا په افغانستان کې ځينې اهداف او غوښتنې ولري، چې د همدغو اشخاصو په مرسته یې پلې کړي.
دې ته ورته نور شکونه او انګېرنې ....
په څو لاندنیو موخو او دلایلو ددغو شکونو، ادعاوو او تورونو د جدي څېړنې اړتیا شته:
۱ – لکه پورته مو چې وویل، د ټاکنو خپلواک کمیسیون د خلکو د باور وړ ملي بنسټ دی، نو ددغو تورونو د سپینولو له لارې باید ددې بنسټ اصلي (پاکې یا نا پاکې) څېرې خلکو ته روښانه شي، ترڅو په راتلونکي کې دولت او خلک د دغه ملي کمیسیون د مسوولینو او غړو په ټاکنه کې محتاط او دقیق اوسي.
۲- ددې مسئلې د څېړنې او ارزونې دویمه اړتیا دا هم ده، څو خلکو ته دا حقیقت روښانه شي، چې په دې مسئله کې ګرم څوک دی؟ پخوانی دولت، نړیواله ټولنه، که د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ځيني غړي.
۳ – بله اړتیا چې ددې مسئلې د څېړنې او ارزونې اهمیت زیاتوي هغه داده، چې د ټاکنو په خپلواک کمیسیون کې ځانګړي افراد چې په دغو شکونو او انګېرنو تورن دي، له نورو بېل شي، په اړه یې دا مسئله روښانه شي، ملت ترې خبر شي او عاملین یې د قانون منګولو ته وسپارل شي.
۴ – ددې مسئلې نه څېړنه ښايي اوسنی دولت په ځانګړي ډول لوړپوړي چارواکي هم د شک او تردید تر وړانګو لاندې راولي، ځکه که دا مسئله په جدي توګه ونه څېړل شي، خلکو ته دا شک او انګېرنه پیدا کېږي، چې کېدای شي اوسني بریالي نوماندانو هم د خپلو بریاوو لپاره له دغو افرادو او مسولینو څخه ګټه پورته کړې وي، چې دا پخپله د اوسني حکومت او دولت او خلکو تر منځ د باور د فضا د خرابېدو او د خلکو او دولت ترمنځ د واټن رامنځته کېدو لامل کېږي.
۵ – که دا ق‍ضیه په جدي او دقیقه توګه ونه څېړل شي او عاملین یې د قانون منګولو ته ونه سپارل شي، نو نوی دولت په ټولیز ډول د خلکو تر شک او پوښتنې لاندې راځي، ځکه خلک فکر کوي، چې دولت په بېلابېلو برخو کې د قضایاوو په څېړلو کې ډېر جدي ګامونه پورته کوي، نو ددې مهمې قضیې نه څېړنه به ددولت د کمزورتیا او پاتې والي په معنا وي، چې په دې توګه به پر دولت د خلکو باور لږ او کمزوری شی.
۶– که دا مسئله په دقیقه او جدي توګه وڅېړل شي، نو سربېره پردې چې د قضایاوو د اصلي لاملونو پر رابرسېره کېدلو د قضیې کورني او بهرني اړخونه روښانه کېږي، په قضیه کې د اصلي ښکېلو کسانو څېره بربنډېږي او په کمیسیون کې د پاکو کسانو حیثیت خوندي کېږي.
کېدای شي ددې مسئلې څېړنه به نور مهم او د پام وړ اړخونه او ارزښتونه او نه څېړنه یې نور ډېر شکونه، انګېرنې، اندېښنې، زیانونه او خطرونه هم ولري، خو اوس په همدغو دلیلونو  او اړتیاوو بسنه کوو او له دولت څخه غواړو، چې دا قضیه د اړوندو ادارو او مراجعو له لارې به پراخه، هر اړخیزه، دقیقه، جدي او دوامداره توګه تر څېړنې او ارزونې لاندې ونیسي او پایلې یې د افغانستان خلکو ته اعلان کړي.