د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خوږه ده پښتو

حفيظ 29.10.2014 12:59

له قند او شاتونه خوږه ده پښتو
شکر جنت کې هم خوره ده پښتو
پښتو له مینې محبت جوړه ده
د لمر څریکه ده وږمه ده پښتو
پښتو قانون دی پښتونواله غواړې
پښتو غیرت دی حماسه ده پښتو
پښتو نشه لري خمار سره وی
پښتو ساقي دی میکده ده پښتو
د زړه رګونو کې یی ځای نیولی
شکر تر مرګه را سره ده پښتو
اغیار وژله خو مونږ وساتله
زمونږه د سرپه بدله ده پښتو
ټول بلبلان یی په ګلبڼ کې وايي
د شعر ژبه ده نغمه ده پښتو
حفیظ ملیاره پری غزلی لیکه
چې یا قربان ده او ټپه ده پښتو