د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د بډو او واسطی ساري ناروغي د هندوستان تر پوهنتونونو هم رسېدلې

عبدالقدیر صدیقي میاخېل 28.10.2014 09:15

د افغانستان په تعلیمي مراکزو کې د واسطې او بډو (رشوت) د ساري ناروغۍ لمن  د یوشمېر افغانانو له برکته! د هندوستان تر تعلیمي مرکزونو هم رسېدلې چې د افغانستان راتلونکې او پر راتلونکي افغان تعلیم یافته قشر یې د باور فضا له جدي ګواښ سره مخ کړې ده.
د ګن شمېر نورو هېوادونو په څېر هندوستان هم د نورو برخو ترڅنګ له افغانستان سره د معارف او لوړو زده کړو په برخه کې بې ساري مرستې کړي او کوي یې.
هندوستان د کړو ژمنو له مخې هر کال د لیسانس او ماسترۍ په کچه له ۵۰۰ تر ۷۵۰ تحصیلی بورسونه له افغانستان سره مرسته کوي، د دې ترڅنګ هر کال په سلګونو نور افغان ځوانان په خپل شخصي مالي لګښت دې هېواد ته د لوړو زده کړو په موخه سفر کوي .
په دې لنډه لیکنه کې زما موخه خدای مکړه چاته سپکاوې او په بد نوم یادول نه دي؛ بلکه یواځنۍ موخه مې دا ده چې دې مهمې مسئلې ته د اړوند مسوولو چارواکو لږ پام راوګروځوم .
په نوي ډهلي کې د افغانستان د سفارت د معلوماتو له مخې د هندوستان د پونه (Pune) ښار یو له هغو لویو ښارونو څخه دی چې پکې په زرګونو افغانان په لوړو زده کړو بوخت دي، د پونه ښار په بېلابېلو لسګونو پوهنتونونو او کالجونو کې څه د پاسه دوه زره افغان ځوانان د ماسټرۍ او لیسانس په کچه لوړې زده کړې کوي .
د ګڼ شمېر با استعداده او د فخر وړ افغان ځوانانو ترڅنګ په دې ښار کې داسې تش په نامه افغان زده کړیالان هم شته چې دوی په خپل ټول عمر کې هم د لوړو زده کړو په اړه فکر نه ده کړی او لا یې هم په خوب او خیال کې داسې څه نه راګرځي چې دوی به ګواکې دلته د لوړو زده کړو لپاره راغلي او یا استول شوي وي، پخپله ما ته دا ډېره بده ښکاري چې و وایم دا کسان خپله ټوله ورځ په خوب شپه کوي او خپله ټوله شپه په چکر او محفلونو سبا کوي .
زه نه پوهېږم چې داسې کسانو به د تحصیلي بورسونو د وېش پرمهال د کوم مسحق او با استعداده خو بې واسطی او مظلوم حق تر پښو لاندې کړی وي، بې له شکه چې په تحصیلي بورسونو کې دولتي چارواکیو، وکیلانو او قوماندانونو په پوره سپین سترګۍ سره خپل خپلوان بهر ته استولي دي چې نن یې پایله په ځېنی هېوادونو کې په روښانه توګه تر سترګو کېږي .
په دې کسانو کې داسې ځوانان هم شته چې په شخصي مالي لګښت له خپلو کورنیو د تحصیل په نامه را وتلي دي، کورنۍ یې هلته د زړه په وینو دوی ته خرڅ او مصرف برابروي خو دوی داسې لار اختیار کړې ده.
خو بیا په دې ډله کې داسی ځوانان هم شته چې کورنۍ یې بډايې دي چې زامنو ته یې د خرڅ او مصرف ترڅنګ د کال نوي ماډل قیمتي موټرونه هم اخېستي دي.
څو روځې وړاندې له یو افغان ځوان سره ناست وم چې تازه یې د سمستر ازموینې پاې ته رسېدلې وې، زه يې ښه پېژنم، د هغه په خپله وینا، د سمستر په اوږدو کې ۳۰ تر ۳۵ سلنه په صنف کې حاضر وي نور نه ورځي، د هغه د ګرځېدو او برخورد نه په استنباط سره داسې ښکاري چې هغه خپل ډېری وخت له ملګرو سره په تفریح، چکر او محفلونو کې تېروي.
په خبرو خبرو کې مې د ازموینو په اړه ترې وپوښتل چې څنګه تېرې شوې؟ هغه موسکې شو او ویل یې چې ډېرې ښې وی، بیا مې ترې و پوښتل چې څنګه دې په خندا ځواب راکړ؟ زما له لږ اصرار ورورسته یې و ویل چې، په کوم کالج او څانګه ( ډپارټمنټ ) کې چې دی د ماسټرۍ زده کړی کوي د هغه کالج د هغې څانګې مشره یې له دې امله چې ځینې محفلونو ته یې دعوت کړې، مصرف یې ورباندې کړی او داسې نور، ملګرې شوې ده د ټولو مضمونونو د ازموېنې په ورځ صنف ته راځې ترڅنګ یې کښېني او ورته د پوښتونو ځوابونه وايي .
د هندوستان په پونه کې په لسګونو او سلګونو داسې نور افغان ځوانان هم شته چې کورنیو ته یې خدای ج په خپل هېواد کې ډېر مالي او نور امکانات ورکړي او زامنو یې د دې یو ځوان چې د بېلګې په توګه مې ياد کړی پر پله ګامونه ايښي.
داسې کسان نه یواځې ځان غولوي بلکې د هېواد راتلونکې له جدي ګواښ سره مخ کوي، د هر هیواد ځوانان د خپل هېواد د راتلونکي مشران وي که چېرې افغان ځوانان همداسې تش په نامه تحصیلي سند له ځانه سره یوسي او مغزو کې یې څه نه وي روښانه خبر ده چې د راتلونکې لپاره دوی یو ستر ګواښ دی؛ ځکه سبا به دوې یوې ادارې ته د یوې مهمې دندې د ترلاسه کولو لپاره وړاندیز کوي او هغه اداره به هم د ده شخص تحصیلي سند ته په کتو سره دی پر دنده ګوماري خو خبر نه وي چې دی کس دا سند په څه رقم ترلاسه کړی!
له بلې خوا همدا کسان چې خپل د لوړو زده کړو ټول وخت یې په تفریح او محفلونو تېر کړی وي او سند یې په انډیوالۍ او واسطې ترلاسه کړی وي، پر هغو ځوانانو د بې باورۍ د پیدا کېدو لامل شي چې په ډېره سختۍ او صداقت سره يې خپلې لوړې زده کړې کړې دي، دا په دې مانا، که چېری داسې کسان په ادارو کې کار وکړي او هغه ادارې د وخت په تېرېدو سره د هغه کس له ټنبلۍ او ټيټې پوهې نه د هغه کارونه وروسته پاتې ومومي، نو ادارې به هرو مرو داسې فکر کوي، چا چې په هندوستان کې لوړې زده کړې وي د پوهې کچه به یې هغه کس ته ورته وي .
افغان حکومت ته لازمه ده چې د دې تدریجي او خورا خطرناک ګواښ د مخنیوي په برخه کې اړین او پر ځاې ګامونه اوچت کړي 
پونه/هندوستان : یکشنبه / ۲۶ اکتوبر/۲۰۱۴