د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ميزان ۷مه مهمه ورځ او نوې بڼه

علی احمد وطندوست 27.10.2014 10:33

د تېرو څو لسيزو راهيسي په هېواد کې شاهي، جمهوري، خلقي، پرچمي، د مجاهدينو او بيا د طالب حکمرانۍ يو بل پسې راغلی، او وروستي ۱۳کاله ديموکراتيکه حکمراني د پخواني ولسمشر حامدکرزي په مشرۍ وه، او داسې يوه دوره وه، چې ټول  هېوادوال ورته سترګې په لار و، چې ګواکې نوي ديموکراسي به هېواد ته سوله، ثبات او ترقي له ځان سره راوړي، ولې متاسفانه څنګه چې لازمه وه، هغه څه تر سره نه شو او نه د نړيوالو له سياسي ، اقتصادي او پوځي حضور پوره ګټه پورته شوه.
په تېرو حکمرانيو کې ولس هر څه ليدل او زغمل يې او يا په دې معني چې هر څه په ولس تپل کېدل، که د شاهي نظام خبري کوو او د پرچمي هر يو يې ځانته پدې خاوره کې نادودې کړي او پر ولس يې زياتی کړی، که د طالبانو حکمرانۍ ته اشاره کو، څوک ترې ښه خاطر نه لري، او که د حامدکرزي ديموکراتيک نظام ته ورځو ولس ترې بېځاره و، پدې هېواد کې چې چا څه کړي تاريخ به د تل په شان د ټولو قضاوت کوي.
په ۱۳کلنه ديموکراتيکه حکمرانۍ کی نړيوالو مرستندويه ټولنو د مرکز سربېره په ولايتونو کې هم ډېرې پیسې د پي آر ټي يا د بيارغونې ولايتي ټيمونو له لارې مصرف کړي، ولې د دې ټيمونو کارونه د ډېر انتقادونو لاندې راغلل او بالاخره د يادو ټيمونو کارونه په داسې حال کې توقف شول، چې مرکز کابل لا هم د بوديجې سالم انتقال ته کومه منظمه طرحه نه درلوده او نه يې تر اوسه جوړه کړې.
کله چې ډاکټرمحمداشرف غني احمدزی د نړيوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د انتقال د پروسې مسووليت په غاړه درلود، نوموړي په ډير مېړانه او شجاعت دا پروسه پيل او په ډېره مدبرانه ډول يې تر پايه ورسوله، نوموړي هر ولايت څو څوځل سفرونه وکړل او هلته یې د ولايتي مسوولينو سربېره مشرانو، امنيتي ځواکونو او فرهنګيانو سره وکتل د هغوئ ستونزې يې د ځان سره ياداښت او په ډېر منظم ډول به يې د کابينې تر غونډو رسولې، تر څو د کابينې غونډه د ولسمشر په وجود کې هغو ستونزو ته توجهه وکړي، ولې متاسفانه چې يو شمېر مغرضه وزیرانو پر ځای ددې چې د غني ملاتړ وکړي، په خپلو منځونو کې به يې ويل چې غني ولې د کابينې غونډې ته راځي پکار خو داده، چې دی له غونډې و باسو ځکه دی د کابينې غړی نه دی، وزیرانو ځکه دا ویل چېدوی و د ستونزو حل لپاره کومه برنامه نه درلوده او ګټې يې په خطر کې وې، د مثال په ډول يوازې درې وزارتونه ستاسو مخ ته وړاندې کوم
که د ټولګټو چارو وزارت هر يوه پروژه وکتل شي، دا به جوته شي، چې د دوی هره پروژه په څو لاسونو خرڅه شوې، او په همدې ترتيب هغه ځای کې چې د پلان له مخې ۶۰سلنه بوديجه مصرف شي دوی ۵۰سلنه هم نده مصرف کړې.
که د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ته وکتل شي، معلومېږي، چې دلته هم د قراردادونو تر څنګ يې اداري نظم کې ډېرې ستونزې او مشکلات شته، تر دې دمه دا وزارت کوم مشخص پلان نه لري.
د مالي وزارت کې چې خپل حقه حقوق تر لاسه کول غواړې بيا به هم د ۷مشخص پاټکونو څخه تېرېږې نو هله به خپل حق ترلاسه کوې.
او همداسې نور وزارتونه (موشت نمونه خروار)
په ادارې کې بې نظمي، مراتبو سلسله نه مراعت او د امر امر ته غاړه نه کېښودل هغه څه وه، چې د دې سبب شول تر څو په ۱۳کالو کې کاغذ پراني اوج ته ورسېږي، د ډېرو مهمو موضوعاتو لپاره به وزیر د دې وخت نه درلود، چې د خپل اړونده ولايتي مسوول سره په تليفون وغږېږي، د وزیر سفر ولايت ته خو پر ځای پرېږده، ټوله اونۍ به په ملاقاتونو او غونډو تېره شوه (اقتصادي غونډه، امنيت شوراء غونډه، د کابينې غونډه، د پارلمان غړو سره غونډه او کمېسيونو ته حاضرېدل) هغه څه و، چې وزیران به يې همېشه مصروف و.
بې نظمي تر دې حده وه، چې معين به د وزیر امر ته غاړه نه کېښوده او رئیس به بيا د معين حکم نه مانه.
يو بل بدحالي چې په تېرو ۱۳کالونو کې پر افغان ولس تېره شوه، هغه دا وه چې څوکۍ به لکه د بازاري  پيازو او رومي بانجانو بيې درلودې، د حوزې امرينو د څوکيو، قومندانانو، لوی لارو منسوبينو، د ګمرک د مامورينو ولسوالانو او ښاروالانو د څوکيو قيمت به معلوم و، د کابينې په ځينو مجالسو کې به ترې اړونده مسوولينو په کلکه دفاعه هم کوله.
ځکه خو تر دې دمه نه يوازې دا چې په سرحد کې د قچاق مخه نه ده نيول شوې بلکه دا قچاقبران په لويو لارو او د ښار په واټونو کې قچاق کوي، ولې څوک يې مخه نه نيسي، ځکه چې چوکونو، حوزې، لوې لارې، قومندانۍ ټولې خرڅې شوي دوی مجبور دي، چې خپلې مصرف کړې پیسې بيرته تر لاسه کړي او پدې لاره يې په اسانۍ پیدا کولای شي، غصب روان دی، په ورځې په سلګونه جريبه ځمکه د غاصبينو له لوري غصب کېږي، ولې امنيتي او کشفي ارګانونه ورته لاس تر زنې ناست دي.
قضايي ارګانونو، اطلاعاتو او کلتور وزارت او د محلي ارګانونو خپلواکه اداره هغه ادارې دي، چې په نوم اخيستو يې سړي ته شرم درېږي، دا ادارې دي، چې تصميم نيونه يې په خپلې ولکه کې نيولې، هغه فرمانونه چې د ولسمشر له لوري صادرېږي دوی يې په تطبيق کې ناغيړې کوي.
قهرمان امنيتي ځواکونه په سرحد کې هره شپه او ورځ د ماينونو او دښمن سره په جنګ ګوته په ماشه ولاړ د هېواد پولې ساتي، د ښار په واټونو کې لومړی دوی ځوانمرګو ته غيږې ورکوي، تر ډېره بريده کوښښ کوي، چې دوی خپل رسالت په ښه شکل اداء کړي، هېواد ته نيمکرغي راولي او د مشرانو نومونه يې روښانه شي، ولې مشران يې بيا پر احساساتو ملنډې وهي، هغه څه چې دوی ته په لوژستيکي قرارداد کې منل شوي وي، هغه ورته نه رسېږي، کله چې شهيد او يا هم زخمي شي، بيا يې کله د مشرانو له لوري پوښتنه هم نده شوې، مکافات لا پر ځای.
کله چې د افغانستان نوي منتخب ولسمشر ډاکټر اشرف غني احمدزي د ارګ په سلام خانه ماڼۍ کې د لوړې مراسم تر سره کول، ولس ته يې وويل امنیت به هغه مهال تامینېږي چې د ځواک استعمال یوازې تر دولت پورې منحصر او د قانون د تطبیق لپاره وي، ده پر عدليي او قضايي ارګانونو غږ وکړو چې د فساد مخنيوي کې دي ګړندي ګامونه واخلي، اصلاحات راولي او د بنديانو سرنوشت دې معلوم کړي، نوي منتخب ولسمشر د پارلمان په کميشنکارو غړو هم بنديز ولګاوه، چې نشي کولای شخصي غوښتنو لپاره د کابينې له غړو سره وګوري، نوموړي د کابينې غړي ځواب ګويه وبلل او زياته يې کړه، که دوی کار ونکړي د دندې به ګوښه شي، په ټوله کې ولسمشر اشرف غني احمدزي په خپله لومړۍ وينا کې افغانانو ته هيله مندي ورکړه چې وطن به جوړېږي او يوه ښه حکومتداري به رامنځته کوي چې ټولو افغانانو ته به ځواب ويوونکې او مسؤول وي