د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان دولت چیري روان دی او څه باید وشي ؟

محمد ظا هر 26.10.2014 10:27

د افغانستان دولت چیري روان دی او څه باید وشي ؟

د افغان ولس او دولت مخکي د پر تو ستونزو دهواریدو لپاره دلته یوڅو وړاندیزونه :


اول – د هیواد او ولس ستونزي یوازي اویوازي وا قیعیي ملي کارپوهان حلولای شي :
د ډیرو لسیزو نه د ولس سوري و ناري دي چي کار دي واهل کار ته ور وسپارل شي ،خو چارواکي د ولس په غوښتونو غوږ هم نه ګروي، چي د در واغو په واعدو قدرت ورسیږي نوربیا ولس هیر کي، پرځان زورواکي ، غله، ملي خاینان،
قاچاقبران ، رشوتخواړه او چا پلوسان را ټول کړي یا د خارجي دولتونو په قومانده د هغوی جاسو سان مقرر رکړي،
یاني په لنډ عبارت د ً مصلحت ً نه کار واخلي . نیتجه د داسي اشخاصودکار هم معلومه وي چي هغه رشو تخوري،
د بیت المال او دخلګو دمالونو او ملکونو چورول ، قا چاقبري او خارجي بادارانو ته جاسوسي کو ل ، په ملي نوامیسو او ملي ګټو سودا کو ل وي . د هیواد او ولس ستونزي پر ځای پا ته شي، یوازي دلته او هلته دخلګو د غولولپاره تبلیغاتي رنګونه کارول کیږي ،ملي عملي کارونه سقوط کوي . ځکه داسي ملي ضد عناصر بنستیږ کارونه او اصلاحات نه غواړي او نه يي پوه او وړتیا لري . هغوي هغه ملي ضدعنا صر دي چي نه يي د ولس درد دوا کړی او نه به يي دواکړل شي ، خو دزیان رسولو توان اوامکان يي د چوکیو په نیولو سره پېدا کولای شي .
د چارواکو لمړنی دنده هم لدغه ځایه شروع کیږي چي ملي لوري ته روان دي یا غیر ملي لور ته ؟؟؟
کارپوه څوک دی ؟
په عامه اصطحلاح سره اهل کار وهغه چا ته ویل کیږي چي د یو مسلک خاوند وي یاني دیوکار دسره کولو لیاقت اوکفایت ولري ،په لڼد او جامد ډول يي دا مانا (معنی) سمه ده، خودملي او دولتي کارونو په آړ وند يي زما له اند نه دا مانا کفایت نکوي او یوه لویه تیروتنه ده .
د ملي او دولتي کارونوپه اړوند اهل کار زما د نظره هغه چا ته ویل کیدای شي چي د لاندي صفاتو خاوند وي :
هر ملي افغان او د دولت هرمامورپه تیره بیا هر دولتي چار واکی په حقیقت کي ملي او قانوني مکلفیت او دنده لري چي دملي ارزښتونو ( د خاوري بشپړتیا،ملي واکمنۍ او سیاسي خپلواکۍ )، ملي ګټو (ملي ګټي تر شخصي اودلیزو ګټونه ډیري لوړي وګڼي ) او ملي یوالي ته بیله قید و شرط نه اوبیله شک و تر تید نه د زړه له کومي احترام ولري او هغوی ته همیشه صادقه پاته شي یاني د خپل ځاني ،فکري او مالي توان په آندازه د هغونه په هروخت او هر ځای کي دفاع ، ساتنه او پالنه وکړي،د نفس پاکي ولري ، رشوتخوره او استفاده جونه وي، په یوځانګړي یا معین کار کي مسلکي پوه ولري، ددي تر څنګه د مدیریت اوریاست د کارونو یا چوکیو لپاره اداري یا د Management پوه ولري . اداري پوه د ټولو دولتي او شخصي کارونو په سرکي ځای لري او د کارونو دسمون، ودي او بریا لپاره يي اساسي شرط دی .
ولایتونه په تیره بیا وزارتونه اول اداري او بیا سیا سي پوستونه دي، همداسي يي ومسئولینوته اداري او سیاسي پوه ضرور ده او ددي له څنګه با ید مامورین يي د ابتکار خاوندان وي چي د ستونزو حل ته يي مناسبي لاري پېدا اومیتودونه یي ورته معلوم وي ، د دولت مامورباید په قانوني ډول مکلفیت ولري چي د هر ډول تعصب، دسیسو اوتوطیونه ځان لري وساتي ، اساسي قانون او نورو دولتي قوانیو ته احترام ولري او په عملي کیدوکي يي صداقت وښيي، د دولت هر مامور باید په دواړو رسمي ژبوخبري، لیک او لوست وکړلی شي چي د خلکو په مشکل پوه او هغه ورحل کړي . پرته لدي شرایطو په نظر کی نیولو سره مقرری ودي ته پاتاکیږي چي یو نجار د طیاري و شترنګ کښینول شي یا د ړوندو او غلو تر منځ د چوکیو ویش په قرعه کشي باندي وشي، د کمو چي په اوس وخت کي ډیر خطر لیدل کیږي . سوي مقرری ولس ښه ارمغان نه ورکوي ، شاید تحفه يي قهروغضب وي .
دوهم- امنیت د کارنو د سمون، د هیواد دآبادی او اقتصادي ودي لپاره اشدي ضروري دی :
خو څنګه او په څه ډول ؟؟؟ د ناتو اونړیوالي ټولني ځواکونو خو په فوځي په تیره بیا په سیاسي ډګر کي په بشپړه توګه ماته وخوړل . د دی کبله نه چي هغوی یا په تیره ځواکونويي د جنګ وړتیا نه لرل، بلکي یوازي ددي کبله چي هغوی د ترهګرو سره دجنګ او د افغانستان سره د واقعیي آبا دیدو پکار کي صداقت نه درلودی، هغوی افغانستان او افغانان دخپل فوځ د تمرین لپاره وکاره ول او همداسي يي افغانستان د پېسودپریو ولود ماشین په توګه وکاراوه، کومي پېسي چي د افغانوسره دمرستي لپاره وي، دهغوی نه نیمايي په خپلوجیبوکي د قراردادي شرکتونواو خپلو PRT ګانوله لاري واچلولي، نیما نوري چي هم ډیري پېسي وي په افغانستان کي د عاجلو کارونو
کارونو،آبادیو او بیا آبادیوپه کارونو کي ولګولي، کور يي ودان په تیره بیاد هغوخارجانو او افغانونه چي پخپل کارکي صا د ق وه . خودا حقیقت ډیروته څرګند دی چي په کارونو کي دکمیت او کيفت له مخي دیر نواقص موجود وه او د افغانستان د دولت کنترول په حقیقت کي د زورواکو او داخلي مافیا پلاس کي وواو تر اوسه پوري همداسي پاته دی .خو که چیري دا پېسي یا کموکونه د یومنظم پلان له مخي په شفاف او فني ډول په بنستیزوپروژو لګیدلي وای، د افغانا نواو امنیتي ځواکونوډیري ستونزي به په حل شوي وای . خو دا یو ساده افغاني فکر دی، د پردي شاته خبري نوري دي، دا او دا سي نورکارونه نن ورځ د سرمایداري مافیا په لاس اوکنترول کیدي اوهغوی دهر هیواد د داخلي مافیا سره لاس پلاس کار کوي ،( پدي برخه کي معلومات دځینوخبري رسنیو، مستندفلمونواو تنقدي کتابونوله لاري لکه دډاکتر جان کولمن کتاب چي عنوان دی « کمیته ۳۰۰ کانون توطئه های جهانی چي د ډاکتر یحیي شمس لخوا په فارسي ژبه ترجمه شوی دی لاس ته راتلای شي
د امنیتي ځواکونو تشیکل او روزني د ډیرو کلونود ځنډ ورسته شروع شوي، خوسربیره ددي ځنډ نه بیا هم پرځای کار وو او دی، که څه هم تر اوسه پوري پکار کي نواقص او کمبودی ډیري لیدل کیږي . دا کار دپولیسو او فوځ دپاته صاحب منصبانو په مرسته په لنډ وخت کي اوپه کم مصرف تره سره کیدای شواو شي، ( ما دري واره د نوي نظام په اول سر کي خپل وړانديزونه تر ارګ تر دروازي پوري ور ورسول او یواري خومي لا د دلکشا تر در وازي پوري ور ورسول، خو څنګه چي د لسیزو نه معلومه ده د هر چار واک پر شا او خوا د فسار یوه کړی جوړه شوي وي، زور واکي هغه پخپله جوړه وي او د بي خبرو چارواکو پرشا او خوا يي بیا زاړه او نوي داړه ماران جوړه وي . د افغانانو وړاندیزونه او شکایتونه تر چارواکو پوري نه رسیږي ، د هغوی او ولس ترمنځ فاصیله جوړیږي . نتجه او تحفه يي د ولس ناهیلي او نفرت وي د چارواکو او دولیتي اورګانونه ) . او یا د کار په سرکي یو بي کفایته غیرملي شخص قرار لري چي د وړاندیز ونو په اهمیت نه پوهیږي . هیله ده چي نوي چارواکي ددی ستونزي دحل لپاره ژر تر ژره اقدام وکړي ، د ارګ او ولاتیونو د فولادي قلاګا نه د باند د وړاندیزونو او شکایتونو لپار ه دفترونه جوړ کړي ، ځکه د شکایاتو صندوقونه یوازي ځای نه نیسي ، اوهم دي پخپلو ویب پاڼوکي يوسویچ یا لینک ورته جوړ کړي او هغه دي په دوامدار ډول کنترول کړي چي وړاندیزونه او شکایتونه و مسئولو چارواکو ته و رسیږي . بیله دوامداره کنترول نه په اوسني وخت کي هیڅ یو کار په سالم ډول سرته نشي رسیدلای ) .
پولیس او سرتیري هغه وخت خپله دنده سمه سرته رسولای شي چي پورته یاد شوي ملي ارزښتونه ، د هیواد او ولس سره مینه او دسیپلین يي په وینو کي ځای و نیسي ، دا وخت او سالمي ملي روزني ته ضرورت لري چي هغوی ته مورال ورکړي ، لنډمهاله کورسونه او دپردیو لخوا روزنه دا تشه نشي ډکوالای .
د امنتي افرادو او افسرانو اعاشه او اباته هم ډیره مهمه ده، په وږي نس اوپه غیر مساعدوکالیوکي یو سر تیری د ډیر وخت لپاره مقاوت نشي کولای .
متعادین او هیروینان د پولیسو او سرتیرو دندي نشي ترسره کولا او د سالموافرادو پر مورال ډیره منفي اثر لري ، همداسي موبینګ یا ځورونه که د افرادو لخوا وي یا افسرانو لخوا وي ، د یو پولیس یا سر تیري مورال خرابوي او له دندي يي بیزاره کوي ، تیښتي او ورانکاریوته يي هڅوي .با ید جدي پاملرنه ورته وشي .
امنیتي افرادو ته باید روزنه ورکړل شي چي د افغانستان قوانیو ته احترام ولري اود ملي صادقو او قانوني چارواکو او امیرانو اوامیر ومني ، کوم شخص یا ډلي ته منسوب یا وفاداره نه وي لکه تر اوسه چي لا ډیر دي او د ملي ځواکونو د سالمي ودي په مخکي یولوی خنډ دی . د داسی افرادونه باید ژر تر ژره د ملي ځواکونو صفونه پاک شي ، پرته لدي کار نه يو سالم دفاعي او امنیتي ځواک نشي جوړیداي ، بلکي يوازي به یو کالبوته ورته وي .
روښانه خبره ده چي د ملي پولیسو او فوځ تجهزاتو ته ډیره پاملرنه پکار ده، پدي برخه کي ډیرو حلو ځلو اړتیا ده چي دهغوی کمبودات ورپوره کړل شي چي د داخلي او خارجي دښمنانو جواب ووایي .

د یاد وني وړ ده سربیره پر بي تجربه ګیو او کمبودیو چي ملي پولیس، ملي فوځ او د ملي امنیت پرسونل ورسره مخامخ دي ، بیا هم تر ډیره حده پوري هغوی پخپلو دندو کي بریالي دي . د سمي روزني او لارښودني د لاري به هغوی نور لاهم بریالي وي او دملي مني دسبق پواسطه به يي مورال لا نور قوي شي . دا دافغانستان د راتلونکي لپاره ډیر ښه زیری دی .
دملي ځواکونو تعداد که په اوسني حا ل پا ته شي ( ۳۵۰ زره ) ، بیله د نړیوالي ټولني د مرستي نه به ډیره سخته وي چي د هغوی معاشونه او نور مصارف یوازي د داخلي بودیجي نه پوره کړل شي ګړل شي ، ددي کبله اړینه ده چي د سپما او تعداد لپاره يي سر د اوس نه لازم تدابیر ونیول شي اوپه پلان شوی ډول قدم په قدم عملي شي . د بیلګي په ټوګه دمکلفیتی خدمت لپاره پلان جوړ شي اود تشوقي رضاکارانو لپاره ټولی یا قطعي د هر و لایت دپولیسو او فوځ په تشکیلاتو کي ځای کړل شي او هغوی ته بیکاره ځوانان په ځني تشویقي امیازاتوسره و هڅول شي او په لوژستکي او نوروغیر اوپراطفي کارونو کي ځني کار واخستل شي ، ډیرفرسونل سپما کېدای شی ، همداسي د نوي تخنیک په مرسته ډیر افراد دپېرو او ګزمو په برخه کي سپما کیداشي لکه په صناعتي هیوادونوکي چي ډیري لاري اوسیمي د کامرو ، سیارو ګزمو ، سرحدونه د بی پیلوټه وړو الوتکو اویا زاتلیتونو په مرسته کنترو لیږي، په ترا فکي برخه کي د ترافکي څراغونوپه مرسته ډیر فرسونل سپما کیدای شي او په ترافیکي نظام کي نظم برقراریدای شی ، پدي شرط چي زور واکي اود هغوی توپکیان خلع سلاح شي او ترافیکي قانون پر ټولو باندي په يوشان تطبق شی . همداسي نور اصلاحات او ابتکارات باید په هره برخه کي پکار واچول شي . يوازي غټی خبري کول، په جعلي القابو او اوصافو ځان مشهوره کول،د زور، پېسو اوواسطو دلاري چوکې نیول او پر هغه باندي د وچ لرګي په شاني کښینستل د هیواد او ولس ستونزي نشي حلوای .
پورته مثالونه باید په دي تیرو ۱۳ کلونو کي وخت عملی شوي وای که چیري د کار په راس کي مسلکي صادقه کارپوهان مقرره وای او یا اقلاً نړیوال مرسته کونکي پکار کي صادقه وای . « خوچي کوچنۍ ونه ژاړي ، موريي شدي نه ورکوي . « د یومنظم پلان جوړول او عملي کول یوازي د افغانستان د دولت مسئولیت وو او دی ، دا او داسي کارونه یوازي صادقه ملي کارپوهان تر سره کولای شي نه ملي غله او ملي خایان، په تیره بیاچي امتحان يي په وارو، وارو ورکړی وي لکه د درو بد نامو ډلو غړي .


دریم - اقصادي ستونزي او دهغوی د حل لپاره څه پکار دي ؟

اول – دصناعتي هیوادونو نه د کاپي کیدو پر ځای تر ټولو مخکي باید د هغوي د سهوو نه زده وکړو او د هغوی غوندي خپل
چاپریال ککړ یا چټل نکړو، هغوی د لوړ تخنیک او ډیروپېسو په مرسته هغه یوه آندازه جبران کړي، خو افغانستان ددي
توان نلري ، سالم چاپریال روغتیا او ژوند دی . د حل لاري يي : ۱ – دخلکو خبرتیا، ۲- د چاپریال د پاک ساتني قانون ،
۳ – د چابریال شنول او شین ساتل دخلکو دهڅولو او د اوبودڅاڅکودسیستم په مرسته، ۴ د الترناتیپ انرژي په مرسته
لکه د لمر،باد، طبعي ګاز چي دعضوي اوفضله موادو نه تر لاسه کیږي او ور سره سم قوي سره هم تر لاسه کیږي ، داوبو
حراتي انرژي چي د مځکي د تل نه ترلاسه کیږي . دي ټولو ته د راتلونکي یا دایمي انرژي هم ویل کيږي ، صرف بنا
سترګي ، اوریدونکي غوږونه او سالم ملي وژدان غواړي .
دوهم – دا څرګنده خبره ده چي تر ټولو نه مخکي د دولت عا یدا تي منبعو ته ډیره پاملرنه وشي ،په هغه کي اصلاحات را وستل
شي او د درغیلو مخه ونول شي مهمي منبیع دعایداتو مالیه او محصولات دي، دریم هم معدنو کیدای شي پدي شر ط
چي هغه دیو لوی صادقانه مسئولیت له مخي و کارول شي ، پداسي ډول چي ډیره برخه يي پداخل کي دپوره اونیمه
تولیداتو د تیاریدو لپاره پکار ولوږي چي و ډیرو افغانو ته کار او روزي هم پېداشي . خو چي سړی د اوسني وخت
د چور او چپاول خبري اوري، د هیلو پر ځای يي ناهیلی زیاتیږي . د پورته عایداتي منبوع ترچنګه نوري منبع هم سته
او پېدا کیدای شي لکه دموټرانو مالیه اود سړکانومحصول په عدیلانه ډول چي پرخلکوډیر مالي فشار نه را ولي
او دکار او روز کار نه يي نه بیزاره کړي . د موټرانواولارو په عاید دي بیرته لاري ترمیم او جوړي شي او د چاپریال
په برخه کي دي ځني کار واخستل شي ، همداسي د سپورت له لاري نن ورځ په هر صنعتي هیواد کي هر کا ل په
ملیاردو ډالره ګټه لاس ته ورځي ، دولت ته هم دما لیي د مدرک نه په ملیونو ډالره عاید پاته کیږي ، ډیرو خلکو ته
کار پېدا کیږ ي ، په تیره بیا ډیرو ځوانانو ته سالم مصرورفیت پېداکوي ، د نشيي موادو او ناوړو کارو نونه يي را ګر
ځوي او د روغتیا لپاره يي اشدي ضرور دی ، هیله ده چي ځوانان او ټوله افغانان وسپورت ته وهڅول شي .
په صناعتي هیوادو کي ډیر کسبي سپورت مندان د بده مرغه د دوا او زیات فشار دکبله ناروغه دي .
د سپورت دوه ښه هدفونه چي روغتیا او دبیلو پړکنیو او ولسونو تر منځ دوستي او تفاهم دی،ځای يي د بده مرغه
ناروغۍ او تعصب نیولی دی ، هیله ده چي افغانان يي په ګټه او تاوان خبر کړ ل شي .

دریم – ټوله پوهیږي چي افغانستان یو زراعتي هیواد دی او ډیر خلک په کرهنه او مالداري بوخت دي . هدف باید کم تر کمه
خود کفايي وي . شلمه پیړی د زراعت د صناعتي کیدو پیړی وه ، متحده آیالاتو، اروپايي هیوادونو، هند روسیه کي
په اولوڅوکلونو کي ډیر حاصیلات تر لاسه شول او هغه ته يي زرغون انقلاب وایه، خو وروسته تر څوکلونو يي
تاوانونه څر ګند شول، لوی زراعتي کروندي ډیري پر مصرفه وي ، ډیرو اوبو، ډیري سري، د کبلو او د نباتي
نارغیو ضد دواګانو ته يي ډیر ضرورت درلودی، د هبرت یاد تخم د انحصاري کیدو او دصناعتي کیدو د مصارفو
د کبله په هر هیواد کي په لکونو بزګران او د مځکو کوچني مالکین بیکاره او بي مځکو شول ، دبلي خوا تجربوو
ښولي ده چي ګوچني بزګران د کم مصرف ، د مځکي سمي کاروني او پا کي ساتني د کبله او هم د زیاتو حاصلاتو
اخستلو د کبله تر لویو کروند ګرو نه د کورنیو او هیواد داقتصاد او کار لکبه ډیر موثر او ګټور دي .( هیبرت
(Hybrid) هغه تخم ته ویل کیږي چي ماهیئت ته يي تغیر ورکړل شوي وي او یوازي یواري حاصل ور کوی،
افغانستان ته يي باید واریدل اورواجیدل بیخي منع شي ) .
یوشتمه پیړي د طبعي زراعت پیړی ده، کوم چي د بیولوژي یا د نباتو په برخه کي د نومعلو ماتو او پوهي د لاري
دطبعت دمیتیدو نه پخپله کار اخلستل کیږي، یا هغوی ګډ سره کرل کیږي لکه جواري ګډو او لوبیا یا داسي نباتات
څنک پر څنګ سره کرل کیږي چي د یوه ریښي اوږدي او د بل دا لنډي وي ، هغوی یو دبل په مرسته وده کوي،
همداسي د ناروغیو په برخه کي یو دبل سره مرسته کوي .
یو بل مثال يي پوڅکی دي ، په زرګونه ډولونه لري ، موږ يي یوازي خوراکي او زهري ډولونه پیژنو،خوراکي يي ډیر
غذايي اهمیت لري، روزنه يي ډیره اسانه اومصرف يي ډیر کم دی، ډیرصنعتي هیوادونه يي په ګټه پوه شوي دي او په
چین کي هر کال په ملیونو تنه حاصل ځني اخلي، ځني يي د مځکي لاندي وده کوي او بیله د هغوي او مکرو اوګانیږم
د مرستي نه نباتات وده نشي کولای لکه انسان او حیوانات چي بیله د مکروبونو د مرستي نه ژوند نشي کولای .
خبره دلته دا ده چي څنګه خپل ا قتصادته وده ورکړو. جواب : د پو هي او نو څیړنو په مرسته . ددي کبله اړینه ده چي په
هر ولایت کي يوڅیړنیز مرکز جوړ شي چي ډیر افغانان په انفرادي او ګډ ډول هل ته په بیلو برخو کي څیړني وکړي .
اوسنۍ نړۍ د سرمایداري نظام د دیکتاد تابع ده که غواړي یا نه !
د نړی ۸۰ فیصده شتمني د ۲۳ زرو ملیار درانو پلاس کي ده ، تعداد یي هر کال مخ پر زیا تیدو دی ، هر ملیار در چي
زیاتیږي په مقابل کي په زرګونو او لکونو انسانان بي ملکه کیږي ، خواریږي او بیکاره کیږي . د هغو ی لپاره دا یو ډیر
اسان کار ګرځیدلی چي چارواکي ، سیاستوال اوسیاسي ګوندونه او بانفوذه خلک په پېسو یا د زور د لاري دځان تابع
کړي ، خپل شرایط او قراردادو نه په هغوی باندي ومني، د لویو او معلومو استعماري دولتونه تر څنګ یا د هغوی نه
په تقلید سره د سیمي ځني دولتونه لکه ایران او پاکستان هم دداسي میتودونه کار اخلي اوتر هګر د همدي مقا صدو
لپاره روزي . میلیار دران د لویو بانکونو اوشرکتود لاري سره یوځای کار کوي . که چیري هغوی په یو کار کي پاته
راشي لکه په عراق اولبي کي، نوبیا دا کار د استعماري هیوادونود استخباراتو او فوځ دلاري ترسره کږي، د
دیموکراسی، بشري حقونو یا عربي پسرلی تر شعار لاندي، نا آرامی او بغاوتونه را پاروي لکه اوس چي د داعش یا
اسلامي دولت په نامه په عراق او سوریه کي بغاوت راروان دی ، که دا تکتیک هم کار ور نګړي نو بیا مستقیماً
فوځي حمله ورباندي کوي . افغانستان د درینیمولسیزونه یا په بل عبارت د پیړیو نه ددي ډول مستقیمو او
غیرمستقیو یرغلونواو لمسونو قرباني دی .
د دفاع تر ټولوموثره لاره يي ملي یوالی، یوملي زعامت او هوښاري ده چي ملي ارزښتونه او ملي یوالي ته همیش
ژمن پا ته شواو ملي ګټي تر شخصي ګټو نه ډیري لوړي وګڼو،ملي دښمنان او ملي خاینا ن هیڅکله ونه بخښو.
پرته ددي کار نه مو شکایتونه او ژړاوي هسي بیځایه دي او ګناه مو خپله ده . پدي هم باید پوه شو اوپه آخیرودرنیمو
لسیزو کي مو ولیدل چي دکودیتاګانو، ټګیو، برګیو او د پردیو په ملا تړ څونفره وقدرت ته ورسیدل، خو دیوه نه هم
ملي زعیم یا ملي مشر جوړ نشواود تاریځ تورو صفحو ته په تور مخ لاهوشل او هر سپیڅلی افغان ورڅخه نفرت
لري، ځکه هغوی ډیر هغه صفوتونه چي یو ملي مشر ته لازم وه، نه درلودل ، د کار ثمره او خدمت يي دولس بربادي
او د هیواد خرابي وه .
د سرمایداري نظام بنسټ اصلاً د شروع نه پر احتکار، انحصار، استعمار، استثمار، چور و چپاول ، تقلب کاریو او
زور سره ایښودل شوی دی او ورځ په ورځ مخ په خرابیدو دی لکه پورته چي د ملیاردارنو په اړوند یي یادونه وشول .
استعمارچیان او سرمایداران که په تور یا سره نقاب کي راغلي وه یا راځي فرق نشته، افغانو د دواړو خوند څکلۍ
دی او دواړه يي د بشر، عدالت، سولي او واقعیي دیموکراسي لوی د ښمنان دي او د هغونه کومه توقوع لرل ، نه
یوازي یوه سهوه ده بلکي لویه ګناه هم ده.
خبره دلته دا ده چي په یوه داسي یوه قطبي نړۍ کي چي دزور د دیکتات پر منطق ولاړه ده ، جلو او فرمان يی د
سرمایدار یا کپتالیست په لاس کی دی ، دهغه میتود تر نورو تر څنګ نه احتکار او انحصار دی یاني په سپینه
ورځ او سپینو سترګو هره ورځ په بي ساري ډول دنړۍ د خلکو جیبونه لوټل دي اود هغوی دربدره کول دي ،پداسي
یو حالت او خت کي د یوداسي کمزوري هیواد حکومت او دولت لکه افغانستان څه کولای شي او کومه
اقتصادي لاره غوره کړی ؟؟؟
مفصل جواب خو يي ددي مقالي تر توان وتلی دی .
خو په ډیر لنډ ډول دلته وایم، چي شخصي سرمایداري نظام په غرب کي او دولتي سرمایداری نظام د سوسالیزم
په نا مه ۲۵ مخکي په شرقی اروپاکي چي په حقیت کي د غلامی او سرمایداري د نظامو نه مرکب یو جوړ شوی
نظام وو. دواړه نظامونه په غرب او شرق کي که شخصي یا دولتي سرمایداري نظامونه وه، ناکامه وه، په
تبلیغاتو او افسانو يي په زرهاو کتابونه تورسوي او چټل شوي دي او ډیر شرق زده او غرب زده افغانان يي قرباني
شوي ، ګمراه شوي او دخپل هیواد او ولس دښمنان شوي دي او ولس ته د همیش لپاره تورمخي شوي دي .
په شرق کي يي د تیري پیړی د ۹۰ لسیزي په اول کي او په غرب کي يي ۲۰۰۸ کال کي سقوط وکړی . اوس يي مطلق تقلبي او مافیا يي شکل و ځانته پېدا کړی دی او په مصنوعي ډول د هر دولت د سلګو ملیاردوډالرو په زور دزکندن سګلی وهي ، نه داصلاح وو او نه اصلاح کیدای شي ، ځکه که اصلاح شي ، بیاسر مایداري نظام نشو ورته ویلای .
یوسرمایدار یوازي هلته سرمایه په کار اچوي چي په لنډ وخت کي ډیر سود تر لاسه کړي، هغه دخلکو د روغتیا
او د چاپریال د پاک ساتلو غم نلري او نه دملي اقتصادي وضعي د ښکیدولپاره کارکوي ، دا دیو ملي حکومت او
دولت دنده ده چي د یوداسي یو عدلانه او متوازن پلان جوړکړي چي ګټه يي د هیواد ډیرو پړکنیو ته ورسیږي، پرته د ژر ثمره پروژونو چي یو استثنايي امر دی . یا ني ددي اصطلاح سره سم کار وشي چي وايي : دومره دولت چي اشدي ضرور وي او دومره شخصي سکتور چي ممکن وي . د تیري اداري سهوي بیاتکرار نشي چي دولتي ملکیت لکه فابریکي چي و ډیرو خلکوته يي کار ورکوی،لیلام کړي اوهمداسي کانونه . کانونه که سم و کارول شي د
افغانستان د اقتصاد بنسټ جوړوي،دبیلکي په توګه که د خپلو تیلو او ګاز نه کار واخلو، د واریداتو حجم ډیر
کمیږي ، کوم چی د افغاني پر ارزښت مثبت اثر لري ا و همداسي پر ټول اقتصاد.
په اول سر کي داخلي پانګه وال و هڅول شي چي پداخل کي خپله پانګه په تولیدي برخه کي ولګوي چي دیر شیان
په کمه سرمایه تر سره کیدای شي ، لکه د چښاک بوتلي اوبه په تیره بیارنګه اوبه لکه د نارنځ، کوکاکولا ، انرژي اوبه
او نور، کوم چي د روغتیالپاره ډیر ضرر لري ، پرته د طبعي رنګونه چي ډیر قیمت دي، نور کمیايي رنګونه زهر خواص لري او حتماً يي با ید مخنوي وشي ، همداسي د حشراتو ضد دواګانو ته ډیره پاملرنه وشي ، ټوله کمیاوي ټوکي بایدپه ډیر احتاط وکار ول شي ، په تیره بیا د انساني اواو حېواني دواګانو د وا ریدو اوستعمال په برخه کي ډیره پاملرنه وشي ، ځني کمپني یوازی جعلي دواګاني جوړه وي، نوري ټوله کمپنۍ کم تر کمه لس فیصده غیري موثري دواګاني جوړه وي ، په کال کي یوازي یو یا دوه فیصده حقیقي نوي دوا ګاني جوړه وي ، د لسو فیصدو په شاو خوا کي یو یا څو ترکیبی موادو ته تغیر ورکړل کیږي ، هغه هم دنوپه نامه په لوړقیمت خرڅوي .
هغه دواګاني چي د روغتیا لپاره ضروري اود اقتصاد لپاره ګټوري وي او د جوړیدو لیسن يي وروسته تر ۲۵ کلونه
آزاد شوی وي ، باید په هیواد کي جوړي شي ، د ظاهر شاه او شهید داود خان په وخت کي چي داکار ممکن وو،
اوس ولي ممکن ندی، چي د کمپوټر او انترنت زمان دی ؟؟؟ دمکتبي طبابت تر څنګه باید یوناني طبابت ته هم
ډیره پاملرنه وشي ، جانبي عوارض يي کم دي اوهم ارزانه تمامیږي دبیلګي چینايي طبي سنتي ( acupuncture )چي دډیرو دردونو لپاره يي ښه نتجه ورکړي ده . دا ټکی دپام وړدی : څیړني ښيي چي تر پنځه قملمه زیاته دوا
و ناروغه ته تر ګټي پرځای تاوان لري ، هیله ده چي پاملرنه ورته وشي . نور ټوله هغه شیان چي ډیر ضرورت
ورته نشته او د خلکو روغتیا او اقتصاد ته ضرر لري اویا په هیواد کي جوړیدای شي باید مخنوی يي وشي لکه
دکوچنیانودساتیری پلاستکي شیان چي ډیر يي زهري کمیايي مواد لري او سم يي په هیواد کي جوړیدای شي .

څلورم - اداري فساد یا ملي اوبا :
ایا د اداري فساد مخه نیول کیدای شي؟ جواب : داسي یو بشري یا ټولنیز کار نسته چي دحل لار ونلري .
شرط يي دادی چي په دولتي ارګانو کي سپیڅلي کارپوهان پکار و ګومارل شي . ښاغلي ولسمشر احمدزي د اداري فساد، احتکار و انحصار د مخنوي په برخه کي دخپل تصمیم څرګندوني وکړي، کوم چي دهغه نیک نظر ښکاره کوي، خوکوم شی چي شمیرل کیږي هغه جدي عمل او دکار مثبته نتیجه ده . دا د ولس دنده ده چي د دولت د کارونه څارنه وکړي او د ښوکارونو نه يي ملاتړ وکړي او کار ته يي تشویق کړي . پدي اړوند څو وړاندیزونه :
۱ - کارونه اسانه او ستاندار کول، کمپیوټري کول او دکار فاصلي لنډول ، صلاحیتونه او مسئولتونه په قانوني ډول
معلومول ، کار که په یوه ا مضا خلاصیږي ، بلي ته پرینښول ، او ډیر کارونه په یوه امضاخلاصیدای شي ، تر دو، دورو لاسلیکونه زیات نه وي ،ځکه کنترول يي سختیږي ، رشوتو ته لاره خلاصوي او د خلکو مشکل زیاتوي .
۲ – څوک چي ډیر د دولت مامورینو ته د رشوت زمینه مساعده وي ، کمیشن کاران او رهنمايي والا دي او هم هغوی د
جعلي اسنادواو پر زراعتي مځکو د غیر قانوني کورونوپه جوړولو او خرڅولو کي لوی لاس لري،باید تګ اوارتباط
يي دوایروسره منع شي ( واضح خبره ده چي په هر قشر او څانګه کي ښه او بد خلک شته، همداسي په کمشن کارانو او رهنماييوکي ، خو پدي برخه کي د بده مرغه ښه خلک ډیر کم پېدا کیږي ) .
۳ – د ستونزو منبیع چي ډیرخلک په مشکلاتو ورسره اخته دي او اداري فساد ته زمینه مساعده وي :
الف – د دولت او دخلکو شخصي ملکیتونه په بیلو نومو ، بهانو، ټګیو اودعوي جلبیوسره غصبول یا دویش پوله، لښتی، لاره یا دیوال دیوه طرف لخوا بیله د ویش دشریک دموجودیت یا اجازي نه تغیر ور کول . په دواړو حالاتو کي مجرم ډیر وختونه معلوم وی یا دزلیت یا دملک دتصرف د اسنادو اوشواهدو له مخي معلومیدای شي . دحل اساسي لاره يي یوقاطع او واضح قانون دی چي ملک دستي دولت ته یا مالک ته ور تسلیم شي او دولت ته دملک دقیمت په آندازه جریمه ورګري . که د دولت پر ملک حاصل ياکرایه اخستل شوي وي ، هغه دي ټوله ځني واخستل شي . بیا څوک جرئت نشي کولای چي پداسي جرایمو لاس پوري کړي اوهم جنجالونه ژر حلیږي او کمیږي .
ب - بله منبع د شخړو میراث دی . څنګه چي معلومه ده، افغانان ډیر او لا دونه زیږوي، چي پلار مړ شي، د اولادو ترمنځ يي د ویش پرسر دعواوي شروع کیږي . دحل لار يي ساده ده چي یا پلار په ژوندکي اولادو ته ویش ورکړي یاد کورنۍوقف او شراکت قوانین ورته جوړ شي ، کوم چي د کورینو اود دولت د اقتصادپه ګټه تمامیږي .
ج – د داد او معاملونه هم ډیري شخړي راپېداکیږي . د حل لاري يي په مدني قانون کي و ښودل شي او چاپي فورمي دهري موضوع لپاره جوړي شي او په داد او معاملو کي و کارول شي چي هیمشه اسناد او شواهد ترمنځ پاته شي .
د- د ولس د دوامدارو غوښتونو له مخي ،د عدالت دپلي کیدو،سولي راوستو اوټینکیدو، دلویو جنایاتواوخیانتو دمخنوي لپاره دي ژر یوه خاصه محکمه دجنګ اونورو لویو جنایتکارانو لپاره جوړه شي . بیله دي کار نه به ټوله پلانونه د یخي پر مخ لیکني ته پاته وي چي لمرته کښیښول شي . دا یو لوی امتحان دی . د پښتنو او بلوڅلو د خپل سرنوشت دټاکولو د حق مسئله خو لا پرځای پاته او سوله ایز حل يي نه یوازي د افغانستان، پاکستان او ایران په ګټه دی بلکي د منطقي او ټولي نړۍ په ګټه تمامیږي . ځکه دسولي پر پروسه ، دسیاسي او تجا رتي ر وابطو پر ښه کیدو او پراخیدوباندي به حتماً لوی مثبت اثر و لري .
۴ – تر ټولوتر مخه امنتي دوایر، څارنوالی او قضا با ید تصفیه شي ، ضروري اصلاحات پګښي را وستل شي او د
دوامداره کنترول کړل شي، د کارونو د ګړندي کیدو او شکایاتو د ژر اوریدو لپارهدي ورته هلته نژدي د شکایا او اداري فسادسره د مبارزي د فترونه جوړ شي او هم سیار هئتان دي همیشه فعال وي . دا کا ر هم په عملي او په رواني ډول د اداري فساد په مبارزه کي ګټور تمامیږي او داسي نور ډیر تدبیرونه .
۵ – دولتي ماموریتونه او چوکۍ میراثي ندي او هم باید ژر د رشوتخورو نه پاکي شي چي پکارونو کي سمون او
روانتیا راشي . خلا يي په زول شو ځوانانو ډکه شي او همیشه تر کنترول لاندي ونیول شي او لار ښودوني ورته وشي
چي ناوړه کارونو ځان لیري وسا تي .

په آخیر کي با ید و وایم چي د افغان ولس ستونزي ډیري زیادي دي ، د حل لپاره يي ډیر وړاند یزونه یا د حل لاري شته ،ما دلته صرف د یوڅوټوکو یا دونه وکړ ل . دبلي خوا پوهیږو چي دافغانستان د دولت او حکومت په مخکي لا لوی خنډونه پراته دي لکه امنیي و اقتصادي او نور او هم د داخلي زورواکو او ملي ضد عنا صرو او خارجي دښمنانو د لمسونو د کبله لا ډیر کمزوره دي . د یوي سمي ملي صادقي اوپاکي اداري په جوړیدو او د افغانو تر منځ
د یوالي او ګډ کار له لاري کولای شو چي خپلو ملي ارمانو ته قدم په قدم ورسیږو . ختم

ډاکتر ظ حاذق / المان – ۲۵ / ۱۰ / ۲۰۱۴