د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غزل

عبدالباري جهاني 24.10.2014 14:57

مشغولا زړه ته پیدا کم خو غزل مي نه پریږدي
بیا دي یاد سینې ته راغی د زړه غل مي نه پریږدي
هره شپه مي زړه ماشوم سي د سپوږمۍ پلوشې نیسي
د ځوانی وحشي خیالونه د کابل مي نه پریږدي
د هلمند په شنو څپو کي د کونړ غرغړې اورم
یکه زار د جاله وان دی پل پر پل مي نه پریږدي
خیال د پیغلو په ټولۍ کي زړه د وینو په ډولۍ کي
ژوند مي زر کاله خوښیږي خو اجل مي نه پریږدي
په سکروټو کي دروړمه کچکول ډک له خپلو اوښکو
له اغیارو ویره نسته خپل او مل مي نه پریږدي
له جنډیو مي ګنډمه د شهید کلي پوړني
زه د ژوند شپیلۍ وهمه ملا ګل مي نه پریږدي
ما له خپل قسمت منلي تر منزله پوري غشي
ماتولای زولنې سم خو ازل مي نه پریږدي
ما به هیري کړلای هیلي ما به ستا کوڅې پردۍ کړای
نارج ګل څنګه پردی کړم انارګل مي نه پریږدي
د جانان په غیږ کي غواړم جهاني سلګۍ د عمر
د نصیب سترګي مي سرې دي یو مزل مي نه پریږدي.
ویر جینیا د اکټوبر دیرویشتمه ۲۰۱۴