د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مولوي عصمت الله عزام

مولوي عصمت الله عزام 23.10.2014 10:27

دعيسايانوځيني رسمونه اوعقېدې(۱)برخه
بسم الله الرحمن الرحيم
نحمده ونصلي علی رسوله الکريم امابعد:
محترمولوستونکوچي دعيسائيت ځيني رسمونه  اوعقېدې له تاسوسره شريکي کړم څو په اړه يې قضاوت وکړل شي  چي دغه دين ته منسوبېدونکي خلگ څومره ددين په هکله له فکراوسوچ څخه کاراخلي؟
۱: بپتسمه(Baptism)يااصطباغ
دعيسايي عقيدې مطابق په يادشوي دين کي ترداخلېدو وروسته داترټولولومړنی رسم دی،دايوغسل دی چي په عيسائيت کي داخلېدونکي ته ورکول کېږي،له دې پرته يې عيسائيت نه قبلېږي.
داهم دکفارې دعقيدې سره تړاولري.
دوی په دې انددي چي ددې غسل په ذريعه دانوی عيسائي دمسيح په واسيطه يوځل مري اوبياژوندی کېږي.
په مرگ داصلي گناه سزااوپه نوي ژونددارادي آزادقوت ورکول کېږي.
ددې رسم لپاره په کليساکي دننه ځانگړي کوټه اوسړی وي.
نوی عيسايي په کوټه کي داسي اچول کېږي چي مخ يې دمغرب په لوروي،بياخپل لاس دمغرب په لورغزوي اووايي:اې شيطانه!زه له تااوستاله هرکاره لاس اخلم!!
بيادمشرق په لورمخ کوي اوپه ژبه دعيسايي عقيدواعلان کوي له دې وروسته هغه دننه کوټې ته بېول کېږي اوټول کالي ترې ايستل کېږي اوله سره ترپښوپه دم شويوتېلوغوړېږي،بياداصطباغ په حوض کي غوټه ورکول کېږي،بياسپيني جامې ور اغوستل کېږي په دې چي(ددوی په اند) له ټولو گناووپاک شو.له دې وروسته دعشاءرباني په رسم کي گډون کوي.
(نوربيا...)
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين
ليکوال:مولوي عصمت الله عزام