د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پخوانۍ سیاسي لوبه په نوي رنګ کې

حق دوست 22.10.2014 11:21

وییل کیږی چی جګړه ایز بهرنی ځواکونه بیرته خپلو هیوادونو ته روان او د هیواد چاری په بشپړ ډؤل کورنیو ځواکونو ته سپاری. نه پوهیږم چی نور دوستان به څه فکر کوی خو زما په اند پخوانئ سیاسی لوبه په نوئ رنګ پیل شوه. روانو حالاتو ته په کتو سړئ اټکل کولئ شی چی ددی سیاسی لوبی نوی رنګ به په لاندی ډؤل وی:
• بهرنیان به وځی ولی کومه جګړه چی بهرنیانو زمونږ په خاوره کی کوله اوس به یی پخپله افغانان کوی مګر ګټه به یی بهرنیان خوری.
• جګړه به د تل لپاره روانه وی او په اټکلی ډؤل سړئ وییلئ شی چی ښایی څلور یا پنځه نوری لسیزی هم ونیسی.
• په جګړه کی به نور بهرنیان او د هیواد د مشرانو او شتمنو ځامن او لوڼې نه وژل کیږی بلکه هغه د بی وزلو ځامن او لوڼی به وژل کیږی چی د یوی ګولې ډوډئ د پیدا کولو په موخه هرڅه کولو ته چمتو دی.
• د جګړی په یو لور کی به بی وزله افغانان پدی نوم وژل کیږی چی د کافرانو ګوډاګیان دی او بل لور ته به پدی نوم وژل کیږی چی د ولس د هوسا ژوند دښمن، ویره اچوونکی او ترهګر دی. دا لړئ به تل روانه وی او پای یی په نزدی راتلونکی کی ناشونئ بریښی. بهرنیان به اوس یواځی ننداره او چکچکی کوی ځکه ددواړو لورو په مړینه خوښ او ګټه یی دوی ته رسیږی.
• د مشرتابه ډله به له یوی ورځې څخه بلی ته ځواکمن او شتمن کیږی، د ژوند له هری اسانتیا نه به برخمن وی، سر په دنیا به په جنت کی ژوند کوی، ځامن او لوڼې به یی د نړئ په پرمختللو هیوادونو کی زده کړی کوی مګر د بی وزله وګړو ځامن او لوڼی به یواځی یوه لار لری چی د یوی یا بلی جګړه ماری ډلی په پلوئ جګړه وکړی او مړه شی.
• که غواړی که نه نو د هیواد واکمن به اړ وی چی د بهرنیانو په اشاره او ولس د واکمنی ډلی په اشاره کار وکړی – که کله هم د بهرنیانو امر ته د نه سر وښوروی نو مرستی به پری بندی او بله ډله به یی سر ته نیول شوی څټک وی.
• یوه ډله به تکنوکراتان په هیواد واکمن وی چی په اټکلی ډؤل د ټولنی شاوخوا یوه سلنه کیږی او بله به د نظار ډله واکمنه وی چی په اټکلی ډؤل د ټولنی شاوخوا نهه یا لس سلنه کیږی، د دی دوه ډلو واکمنی به تل روانه وی. نور ولس ته هم ښایی لږ برخه ورکړل شی مګر دا به ددی دوه ډلو د سر د خیرات او احسان په ډؤل وی.
• په هیواد کی به ټولټاکنی کیږی مګر دولت مشران به د بهرنیانو په خوښه ټاکل کیږی – پدی ډؤل به ولس یواځی د یوی آلی په ډؤل کارؤل کیږی مګر منځ ته راغلئ نظام به د ولس په خوښه نه بلکه د بهرنیانو په خوښه وی.
• د بیان د آزادئ تر چتر لاندی به د دینی او کلتوری ارزښتونو رنګ له یوی نه بلی ورخی ته پیکه کیږی او د فساد بیلابیل ډؤلونه لکه: اداری فساد، اخلاقی فساد، ساز او سرود، شرابخوری او داسی نور به ورځ تر بلی ډېریږی.
• ښوونیز بنسټونه به ښه ډېر وی مګر داسی وګړی به تری خلاصیږی چی د زمونږ په درد به نه خوری بلکه د لیوانو په څېر به د ټولنی د وګړو په غوښو او هډوکو اخته وی – داسی قاضی او څارنوال به تری خلاصیږی چی عدالت به په بډو پلوری، داسی ډاکټر به تری وځی چی د ټولنی د وګړو درملنه به نشی کولئ او ولس به د ډېرو عادی ناروغیو د درملنی لپاره بهرنیو هیوادونو ته روان وی، داسی ښوونکئ به تری خلاصیږی چی د راتلونکی نسل د ذهن د ښه کولو په ځای به د هغه ذهن فاسدوی ځکه چی پخپله به په ډؤل ډؤل فساد اخته وی، داسی سیاستوال به تری وځی چی د خپل ولس د ګټو په ځای به د بهرنیانو ګټو ته ژمن وی...............
• بهرنیان به تر ډېر وخت پوری مونږ ته د خیرات په ډؤل مرستی راکوی ولی دا مرستی به وړیا نه وی بلکه په بدل کی به یی یو افغان بل افغان وژنی، پدی ډؤل به هم له احسان لاندی یو، هم به خیرات خواره یو او هم به پدی مرستو پخپلو کی سره وژنو او دوی به مو ننداره کوی. د یادؤنی ده چی دا مرستی به دومره ډېری نه وی چی یوه ډله پری په بشپړ ډؤل بله له منځه یوسی، پدی ډؤل به د جګړی بشپړ ګټونکی او بایلونکئ تر پایه نامعلوم او جګړه به تل روانه وی مګر قربانی به یی نه بهرنیان او نه د هیواد د مشرانو او شتمنو اولادونه وی بلکه د بی وزله هیوادوالو اولادونه به پکی وژل کیږی، بی وزله مور به د خپل ځوئ په مړینه اوښکی تویوی، بی وزله ښځه به پکی کونډېږی، او د بی وزلی ځوئ به یتیم کیږی.
• بهرنیان به لکه مست اوښان د ولس په کروندو کی په خلاص مټ ګرځی او څه ډؤل یی چی خوښه وی هسی ګټه به تری اخلی او افغانان به پدی اړه تری د پوښتنی حق هم نلری. د بهرنیانو دا ډؤل خپلسری به د تل لپاره روانه وی ځکه داسی نظام به هیڅکله په هیواد کی پری نږدی چی له بهرنیانو سره شوی تړونونه لغوه یا دا جرات ولری چی له بهرنیانو څخه د بی وزله افغانانو پوښتنه وکړی.
• په جګړه کی د ښکیلو دواړو لورو سیاسی، پوځی او مالی ملاتړ به بهرنیان کوی، دواړه لوری به ځانونه د دین، هیواد او ولس ساتونکی او خدمتګار بولی او دا توپیر به نزدی ناشونئ وی چی معلوم شی چی څوک رښتینئ خدمتګار او څوک غدار ده.
په درنښت.