د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ادبي ټوټې خپلواکي

یوسف هېواددوست 22.10.2014 11:02

دلته یو ستر قفس دی . داسې یو قفس چې په ستروالي او اوږدوالي یې پوهېدل ګران دي . که دا کوچنی وي او که غټ زه په کې د بدمرغۍ احساس نه کوم.خواړه رارسیږي ، جشنونه لمناځم ، کار کوم  او له امله یې پیسې هم ګټم .زه هر  څه کولای شم  او هر هغه څه چې زړه ته مې کیږي هغه ترسره کوم .په دغه قفس کې هر چا ځانته یو ځای پرانیستی .توکي یې راټول کړي  او لاملونه یې موندلي او له هر هغه حه نه چې لري یې  ، په ښه توګه ساتنه کوي .ان په دغه قفس کې کېدای شي  انسان  مین( عاشق ) شي او ټولنیز ژوند ولري .هر څه شته ، هر څه ښه او پر خپل خای دي ، یوازې یو څه نشته او هغه خپلواکي ده .
۲۰۰۴ کال
د جلال آباد ښار ـ د اربابانو کلی