د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د امریکا او پاکستان پر وړاندې نور د افغانانو د صبر کاسه ډکه شوې ده

عبدالرحیم ((موسی زی)) 20.10.2014 23:44

دا چې نړیواله ټولنه په ځانګړې توګه امریکا متحده ایالات په دې ټوټې ټوټې هېواد کې د کومو اهدافو په موخه راغلې ده او کومو اهدافو پسې ګرځي اوس د ډیری افغانانو سر په دې مسلې خلاص شوی دی.
زمونږ رنځ لیدلو او بېوزله هېوادوالو له کلونو کلو را په دېخوا د نړیوالو ښکېلاک غوښتونکو د شومو موخو د اور په لمبو کې سوزي، په ځانګړې توګه له تیرو دیارلسو کلونو په درشل کې زمونږ ډیری افغانان چې په خپل هېواد کې د سولې او سوکالۍ به امیدونو باندې شیبې شمېرې خو بیا هم دغه ظالمان د خپلو اوږد مهالو ګټو د ترلاسه کولو په پلمه زمونږ په ټولنه کې کله په یوه او کله هم په بل نامه ستونزې او ننګونې زېږوي.
که څه هم د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي تړون پرته له دې چې د افغانانو غوښتنې ومني د نوي دولت له لوري لاسلیک شو، خو د دغه تړون د لاسلیک کېدو سره سره هم د دوی په اشاره د خپل مزدور هېواد (پاکستان) له لوري زمونږ په سپېڅلې خاورې او ګرانو هېواد والو توغوندیز او ځان وژونکي بریدونو کچه لوړه شوې ده او پاکستان له دې لارې ډیر امتیازات ترلاسه کوي، ډیری افغانان په دې باور دي او وايي چې د پاکستان مزدورې څارګرې ادارې او دولت دا ډول بې شرمانه تیري د خپلو بادرانو په اشارې سره ترسره کوي.
د افغانستان پخواني ولسمشر د خبرې په تایید سره په ډاکه ویلی شو چې د افغانستان د سولې او ثبات کېلي د امریکا او پاکستان په لاس کې ده، یاده دې وي چې پخواني ولسمشر خپلې واکمنۍ په وروستیو کې ډیرو حقایقو ته اشاره وکړه چې یو ښه مثال یې هم دغه دی چې په دې جګړه ځپلي هېواد کې د سولې او سوکالۍ د راتګ لپاره باید کوم هېوادونه په رښتېني توګه له مونږ سره مرسته وکړي، او څوک باید د خپلو شومو او خاینانه اعمالو څخه لاس په سر شي.
له بلې خوا، ز مونږ ځورېدلي هېوادوال هره ورځ د خبرونو په سرټکو کې د سولې او سوکالۍ پرځای د خپلو نازولو بچیانو د شهادت خبر اوري، هره ورځ په لسګونه افغان ځوانان له دواړو لورو په تپل شوې جګړې کې شهیدانیږي، خپل میندې، خویندې او بچیان د غم په ټغر یواځې پریږدي، نو دلته زه هم د یوه افغان ځوان په توګه هغو مرورو ځوانانو افغانانو باندې د یوه کشر ورور په توګه په ډیر درنښت او مینې غږ کوم چې راځئ نور د بهرنیو د لاس آله مه ګرځئ، نور د نورو د ګټو په خاطر یو بل مه وژنئ، د وینې توئېدنه او تویول د حل لاره نده، هره ستونزه چې ستاسو تر منځ پرته ده د خبرو اترو او جرګو له لارې یې حل کړئ، چاته وخت مه ورکوئ چې ستاسو په سرلوړي افغانستان باندې راکټي بریدونه وکړي، چاته دا پلمه مه پریږدئ چې ګواکي افغانستان د ترهګرو ځاله ده او څوک مه پریږدئ چې زمونږ تنکي ماشومان او بیوزله افغانان په بیلابیلو پلمو ووژني، تاسو هر یو د افغانستان لپاره یوه ستره پانګه یاستئ، دا زمونږ د ټولو ایماني دنده ده، نو کله چې هر هغه څوک تاسو د دې خاورې او ولس پر واندې په غلطه کاروي هغه د دې خاورې اصیل بچی ندی، هو، بهرنیان خو قصداً نه غواړي چې په دې خاورې کې ټول کهولونه په سوکالۍ او سوله ایزه چاپېریال کې ژوند وکړي او پر یوه ټغر راټول وي.
سر بیره پر دې چې له تیرو دیارلسو کلونو څخه را په دېخوا امریکا، ناټو او ملګري ملتونه په دې هېواد کې په پراخه توګه فعال هر اړخیزه فعالیت او حضور لري خو د ډیرو افغانانو په ذهنونو کې دا پوښتنه را ولاړه ده چې ولې نړیواله ټولنه سره له دې چې دې هیواد ته د ترهګرو د ختمولو، د پرمختګ، د دوستۍ په نامه راغلې ده او کله یې چې اعمالو ته ځیرو شو نو د هغوی اعمال د خبرو او ژمنو برعکس دي؟ که څه هم نړیوال او ټول افغانان په څرګنده توګه په دې خبرو له نورو ښه پوهیږي چې د ترهګرو اصلي ځاله چیرته ده، د ترهګرو پر وړاندې مبارزه باید چیرته ترسره شي؟ د ترهګرو اصلي پټنځایونه او روزنیز مرکزونه چیرته دي نو آسانه ځواب به یې دا وي چې مزدور او خاینه پاکستان کې.
کله چې دغه ویښ یاران (نړیواله ټولنه) په ټولو مسلو پوهیږي او د خپلو هېوادونو او خلکو د خوندي ساتلو په موخه د ترهګرو پروړاندې له چل او فریب څخه ډکه مبارزه کوي نو ولې د دوی پر وړاندې یوه څرګنده تګلاره نه خپلوي، دغه شیطان صفته ټولنه (نړیواله ټولنه) خپل پوځیان او خپل ولس له تیرو دیارلسو کلونو څخه را په دیخوا په دې نامه غولوي چې ګواکي مونږ خپل بچیان افغانستان ته له دې لپاره جګړې ته استولي او له دې لپاره په ملیارډونو ډالر لږوو تر څو زمونږ هېوادونه د تروریزم له ګواښ او خطرونو څخه خوندي وي خو له بل لوري نه دلته افغانانو ته بیا سینه ډبه وي چې مونږ افغانستان له دې لپاره راغلي یو تر څو تاسو سره مرسته وکړو، تاسو ته ډیموکراسي راولو او تاسو له ترهګریزو خطرونو څخه خلاص کړو، حال دا چې مونږ غښتلي او تجربه لرونکي افغانان د دوی په هره شیطاني صفته چلندونو او کړو وړ باندې پوهېږو، مونږ ښه پوهیږو چې دوی د څه لپاره مزدورې کړئ وروزلې او د څه لپاره یې پرې یرغل وکړ؟
ټول افغان ولس په دې ښه پوهیږي چې د دغو مزدورو اصلي ځالې چیرته دي، دوی له کومه ځای دومره مرستې ترلاسه کوي، دوی ولې له افغان پوځیانو څخه لا ډیر مجهزه دي، دوی ولې یواځې افغانان وژني، دوی ولې یواځې د افغانستان د پرمختګ خنډ ګرځېدلي دي؟ په هر حال زه په خپلو ګرانو هېوادوالو غږ کوم چې یواځې او یواځې دې په خپلو بچیانو زدکړې وکړي، د خپل هېواد سره دې د مینې احساس لا هم ډیر کړي او هیچا ته اجازه ورنکړي چې د خپلو راتلونکو ګټو لپاره دې زمونږ نازولي زلمیان استعمال کړي د یوه سرلوړي، خپلواک، پرمختللي او باعزته اسلامي افغانستان په هیله.