د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ای طالبه!

حفیظ الله خالد 20.10.2014 00:46

ای طالبه ځان دی پوه کړه خپل وطن سره دی جنګ دی
که افغان یی روغه جوړه ستا د پلار نیکه فرهنګ دی

ته  لا اوس هــــــم خبـــر نـــه یی د دښـــمن په مکیزونو
جنګوی دې په خپل کورکی دایی چل دایی نیرنګ دی

خپله ناست د غونډئ سرکی دلته اور یی دی بل کړی
دا مکار  دښمن جوړ کړۍ ځان هرچاته په  هر رنګ  دی

هلتـــه ګــوره  په کـــنړ کی د راکــټو بــاران جوړ ده
پنجابي دښمن هیرکړئ دافغان د توری شرنګ دی  

پول ،سړک ٬ښوونځئ خو واړه  د ولس عام  شتمني ده
 ســـتا نو ولئ  د دی خاوری آبادئ سره  نن جنګ دی؟

بس کړه نوره  ورور وژنه وطن ټول په وینورنګ شو
دا  په غرو کی سره ګلونه د افغان  د وینو رنګ دی

 د ا وطــــن  زموږ ګډکور ده دلته پروت ده تاریخـونه
لوې خوشحال توره تړلئ  د همدی ولس په ننګ دی
 
راشه سولئ سره مل شــه خــپل وطن لره مرهم شه
چی پدی اسلامی لار کی هر وګړئ سـتا ترڅنـګ دی

خالد
د اکتبر  ۱۰ /  ۲۰۱۴