د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

له امريکا سره پر امنيتي تړون سربېره به له طالبانو سره سوله ممکن وي؟

قاضي اسدالله عزت 18.10.2014 18:23

تېره یکشنبه چې د (وږي  ۳۰مه ۱۳۹۳ل) کال سره سمون خوري، ډاکټر اشرف غني احمدزی او ډاکټر عبدالله عبدالله له نږدې درې میاشتنیو جنجالونو څخه وروسته  روغې جوړ ته  ورسېدل او  دواړو  د واک پر مساوي وېش باندې هوکړه وکړه، له هو کړې وروسته راپورونه خپاره شول، چې د ګډ حکومت مشر ډاکتراشرف غني احمدزی به راتلونکې دوشنبه د تلې پر اوومه لوړه وکړي.
 او د ولسمشر د لوړې   د مراسمو د ورځې   د ټاکلېدو سره سم  د رویټرز خبري اژانس یو خبر خپور کړ، چې په کې لیکل شوي وو، چې د ډاکتر اشرف غنی احمدزي او ډاکتر عبدالله عبدالله تر منځ د ملي وحدت د حکومت د لاسلیک  سره هغه خنډ لرې شو، چې له څو میاشتو راهیسې له امریکا سره  د امنیتي تړون او له ناټو سره د پوځي تړون د لاسلیکېدو مخې ته پروت و په خپورشوي خبر کې  لیکل شوي و، چې  د ولسمشر  د لوړې  له  مراسمو څخه  وروسته  به  په څلرویشت ساعتونو کې به همدا مشر له امریکا سره  امنیتي تړون لاسلیکوي.
په یاده ورځ  کې په هرات کې د ملي امنیت پخوانی سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا د امنیت اړوند کنفرانس ته په خبرو کې وویل چې د ګډ حکومت  مشر  به  له  لوړې څو ساعته وروسته د سه شنبې په ورځ له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړي.
چې همدا خبره د ناټو یو جګپوړې  ډیپلوماټ  مخکې تر دې کړې وه، چې ډاکتر اشرف غني احمدزي لا د لوړې مراسم نه  وه پر ځای کړي، نوموړي ډیپلوماټ ویلي وه، چې  د افغانستان  نوی   ولسمشر اشرف غني احمدزی به  د لوړې  تر مر اسمو  وروسته  په څلرویشتو ساعتونو کې هغه اسناد لاسلیک کړي چې له مخې یې بهرني ځواکونه  تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې پاتې کېدای شي.
دا چې له یوې خوا پخواني ولسمشر حامدکرزي د امریکا له متحده ایالاتو سره د امنیتي تړون د لاسلیکېدو نه انکار وکړ، له بله پلوه امریکا پرله پسې په افغان دولت باندې فشارونه راوړل تر څو دا تړون لاسلیک کړي او امریکا دا هم د یو فشار واردولو په شکل ویلي وو، چې که یاد تړون لاسلیک نه شي دوی(امریکا) به له افغانستان څخه خپل ټول سرتیري وباسي او هم به له افغانستان سره خپلي مالي مرستې بندې کړي امریکا د دغو ټولو ګواښونو او فشارونو تر څنګ له پاکستان څخه هم همکاري وغوښتله، چې پاکستان  د امریکا او افغانستان تر منځ د امنیتي تړون د لاسلیک په موخه د مشورتي جرګې د جوړولو د مخه د افغانستان په سرحدي پولو باندې توغندیز بریدونه پيل کړل او افغان ولسمشر حامدکرزی تر ډیره وخته په دې مسئلې کې چوپ پاتې وه او د ولس له ډیر شور ماشور څخه وروسته یې د دفاع وزیر محمدي په خوله له امریکا څخه غوښتنه وکړه، چې د پاکستان په مقابل کې نظامي عکس العمل وښایي، مګر امریکا د دوی د کړې  خبرې ځواب په دې سره ورکړ، چې موږ به یې پلټنه وکړو، چې رښتیا هم پاکستان په افغانستان باندې توغندیز بریدونه کړي دي کنه؟
د افغانستان او امریکا تر منځ د امنیتي تړون په اړه د طالبانو لومړی درېځ!
د افغانستان او امریکا تر منځ د امنیتي تړون د لاسلیکېدو په اړه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له شمشاد ټلوېزیون ته د ټلیفون پر کرښه ویلي وو، چې امریکا به په افغان دولت باندې جبري دا تړون  لاسلیک کړي.
ذبیح الله مجاهد داهم ویلي وو، چې په ۲۰۱۴ ع) کې به د طالبانو برېدونه زیات شي، نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې شمشاد ټلویزیون ته دا هم زیاته کړې وه، چې د افغانستان او ا مریکا تر منځ د امنیتي تړون لاسلیکېدل به په افغانستان کې د سولې پيلامه نه؛ بلکې د جګړې د یوه  بل   باب پرانستل وي.
ذبیح الله مجاهد پورته خبرې په داسې مهال کې کړې وې، چې د امریکا مخکښ سناتور جان مکن کابل ته راغلی و او نوموړي سناتور په خپلو خبروکې کې خبریالانو ته ویلي وو، چې د افغانستان او امریکا تر منځ به امنیتي تړون د طالبانو د ماتې پيلامي وي، مګر له امنیتي تړون څخه وروسته د طالبانو قوي برېدونه داسې جوتوي، چې د جان مکن خبري برعکس وختې.
د کرزي په دوره کې ولې سوله ونه شوه؟
زه په دې عقیده یم، چې د کرزي په ټوله (۱۳) کلنه دوره کې د سولې له پاره حقیقي ګام نه دی پورته شوی، چې غټ لامل یې هم کرزي ته نږدې په فساد ککړ ټیم وو، چې مثالونه یې دومره زیات دي که یې ذکر کړم نو لیکنه به ډيره اوږده شي او بل دا چې د سولې د شورا په رئیس برهان الدین رباني، د نوموړي په زوی صلاح الدین رباني او د سولې د شورا په اکثره غړو باندې سوله ناممکنه وه، چې دا ټول کسان د طالبان سخت  مخالف او په  تېرو جګړو کې ښکېل خلک وو، د سولې د شورا هر غړی، چې له خپله کوره تر دفتره تلی او ځي نو درې څلور موټره امنیتي کسان ورسره وي،کله چې د سولې د شورا یو غړی له هغه چا ځان نشي ساتلی، چې نوموړی له هغه سره د سولې له پاره مقرر شوی وي نو هغه به له مقابل لوري (طالبانو) سره سوله څنګه وکړي.
دا ټول کسان د کرزي په خوښه مقرر شوي ول او د ده په اند، چې د افغان سولې له پاره کافي او مناسب خلک دي.
سولې ته دامید لار!
۱-که ډاکتر اشرف غني احمدزی د افغانستان مجاهد او له خیانت څخه لري مشران لکه ۱-ملاعبدالسلام ضعیف۲-وکیل احمد متوکیل۳-انجنیر احمدشاه احمدزی۴ډاکتر فاورق اعظم او دېته ورته نور مشران راټول او دنده  ورته ورکړي چې د افغانستان له ټولو ولایتونو څخه هغه علماء را وغواړي، چې هم په ولس کې مطرح څیرې وي او هم  طالبانو ته منلي خلک وي او په ګډه سره د سولې شورا جوړه کړي.
۲- د افغانستان په ننه کې د طالبانو له پاره دفتر خلاصول،چې د همدې دفتر به دا تضمین کیږي چې هغه طالبان، چې د سولې له پاره خبرو ته راځي د هغوی امنیت به خوندي وي.
۳-ټولو ولایتونو ته په قوم کې محبوب له فساد څخه لري علمي والیانو لیږل او د دې تر څنګ هغه قومندانان چې په ولایتونو کې یې پاچاهۍ جوړي کړې دي او د رشوت خوړلو له لاسه یې خیټي لکه بوجۍ غوندې پړسېدلې دي  لرې کول او پر ځای یې وړ او په نظامي چوکاټ کې پوه او خپل دین هېواد او ملت ته وفادار قومندانان لیږل.
زما په فکر د دې ټولو کارنو په سرته رسولو سره  که طالبان د دې له پاره غاړه کیږدي، چې خپل نظر د سولې په  اړه مستقیم له همدې شورا سره شریک کړي کومه، چې ما ورباندې خبرې کړي دي.