د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

٢٠١٤ د شکست که د بريا کال ؟

مبارزمحمدځدراڼ 18.10.2014 11:52

خوست ولايت چې د شمالي وزيرستان سره د ډيورېنډ پر کرښه پروت سرحدي ولايت دى، تر يو نيم مليون زيات وګړي په کې ژوند کوي.دا ولايت د اقتصادي پرمختګ ، د زياتو دولتي عوايدو د درلودلو او ستراتيژيک موقعيت په اساس د افغانستان د مهمو ولايتونو څخه شمېرل کيږي.
د تېرو ديارلسو کالونوپه ځانګړي ډول د وروستيو څلورو کالونو په لړ کې د غوره امنيت، ښې حکومتدارۍ او ولسي همکاريو په پايله کې د پوهنې،بيارغونې،روغتيا،زېربينا او د ژوند په نورو برخو کې بېساري پرمختګونه شوي دي.

په ٢٠١٣ مېلادي کال کې په نړيواله کچه دا اندېښنې وې، چې په افغانستان کې به د بهرنيو ځواکونو په وتو او د مرستو په کمېدو سره ټولې لاسته راوړنې له تهديد سره مخامخ شي، خو خوشبختانه ٢٠١٤ مېلادي کال په خوست ولايت کې د خلکو د يووالي او ښه امنيت له امله دا ولايت د هېڅ ډول چېلېنجونو سره مخامخ نشو، بلکې د نورو ټولو کالونو په پرتله پدغه کال کې ډاډمنه امنيتي فضا رامنځته شوه، همداشان ددغه کال په پيل سره په مرکز او ولسواليو کې د هغو اساسي پروژو کارونه پيل شول، چې د ډېرې مودې څخه د هر وګړي غوښتنه وه.

پدغو مهمو پروژو کې دخوست له ښاره تر غلام خان بندره پورې د پنځه ويشت کيلومتره ترانزيټي سړک جوړېدل ،د صنعتي پارکونو د لويې پروژې پيلېدل، د ښار څخه تر کاروان سراى پورې د غځېدلي سړک پراخېدل،دخوست – ګردېز ترمنځ د غځېدلي پنځه ويشت کيلومتره مهم سړک پيلېدل،د متون د ګلزار اکا ،د شمل د فارم باغ او د لکڼو دذوکوخېلو په سيمه کې د دريو سترو پلونو بشپړېدل،د تڼيو د سېګۍ او د لکڼو د ايوب خېلو په سيمه کې د دوو لويو پلونو د چارو پيلېدل، د ملکي نړيوال هوايي ډګر پيلېدل،د خوست د شېخ زايد پوهنتون د شرعياتو د پوهنځي لپاره د يوه ستر بلاک د جوړولو پيل ، د کرکټ د مينه والو لپاره د نړيوال لوبغالي د جوړېدو عملي پيلېدل،په اداري کمپلېکس کې د عدليې،سوداګرۍ او صنايعو او د پانګې اچونې څخه د ملاتړ د ادارې رياستونو ته د عصري ودنيو بشپړول او همداشان د پوهنې رياست او د ملي پيوستون د پروګرام د ادارې لپاره د ښايسته ودانيو د جوړولو پيلېدل،د تڼيو او ګربزو ولسواليو او همدارنګه د اسماعيل خېلو او نادرشاه کوټ ولسواليو ترمنځ د اتلسو کيلومترو په اندازه د نويو نښلېدونکو سړکونو جوړېدل چې ګڼ شمېر پلچکونه، سېمنټي فرشونه،استنادي دېوالونه او پلونه په کې شامل دي.

دخوست ښار په داخل کې د پروژې له باغ څخه د يوه لوى ملي پارک د جوړولو چارې پيلېدل ، د سيکا يا ثبات ، ملي پيوستون،د ټولنې د نښلونې د نوښت پروګرام او نورو مرستندويه موسساتو په مرسته د استنادي دېوالونو، سربندونو ، ويالو جوړولو، د ښوونځيو لپاره د څلوردېواليو، څښلو اوبو،د تاريخي باغونو بيا احيا او دې ته ورته نور ګټور پروګرامونه د خلکو په خوښه پيل شوي دي، چې په پايله کې يې د بېکارۍ ګراف راټيټ کړى او د ولسونو په ژوند کې يې خورا ډېرې اسانتياوې رامنځته کړي دي.
د ٢٠١٤ مېلادي کال په پيل سره د نورو پرمختګونو، فعاليتونو او برياوو ترڅنګ پدغه ولايت کې د سيکا يا ثبات او همداشان د کرېټيو يا د ټولنې د نښلونې د نوښت د پروګرامونو له امله د حکومت سره د ولس مينه لا زياته شوې او د دغو مرستندويه ادارو له لوري په اوو ولسواليو کې د خلکو په خوښه د بيارغونې کارونه پيل شوي، چې لسګونه پروژې بشړې شوي دي.

د سيکا يا د ثبات پروګرام دمګړۍ په ګربزو، اسماعيل خېلو او مندوزيو ، تڼيو ، ځاځي ميدان او نادرشاه کوټ ولسواليو کې خپل فعاليتونه پيل کړي دي او د کرېټيو يا د ټولنې د نښلونې د نوښت مرستندويه بنسټ په عليشېرو او تريزيو،باک او ددوه منده شمل ولسواليو کې کار کوي.
د سيکا يا ثبات پروګرام چې په څلورو ولسواليو کې کار کوي، چې په هره ولسوالۍ کې د ((٥٧)) مليونه افغانيو په لګښت د ولس په خوښه پروژې پلي کوي.

په خوست کې د ولايتي ادارې په زيار او هڅو سره د نړيوالو مرستندويه ادارو، د افغان حکومت او همداشان د مرستندويه بنسټونو لخوا ترسره شوي او روان کارونه د خلکو د غوښتنو سره سم سرته رسيږي، چې له امله يې د ولس د ژوندانه مهمې اړتياوې تر ډېره بريده پوره شوې او يا د پوره کېدو په حال کې دي.

همداشان په خوست ولايت کې د کرېټيو يا د ټولنې د نښلونې د نوښت مرستندويه اداره هم ددغه ولايت په دريو ولسواليو کې خپل فعاليتونه پيل کړي، چې د کارونو د اغېزمنتيا څخه يې ولس او ولايتي اداره رضايت لري.

دخوست خلک وايي، چې ٢٠١٤ مېلادي کال دخوست دخلکو لپاره د بيارغونې او پرمختګ کال دى، هغه تشويشونه چې په نړيواله کچه د رسنيو او نورو لارو څخه د ولس سره پيدا شوي وو،له منځه ولاړل او خلکو ته ثابته شوه، چې ٢٠١٤ مېلادي کال په خوست کې د نورو ټولو کالونو په پرتله د غوره پرمختګ ، ډاډمن امنيت او د ښې بيارغونې کال وګرځېده.

په خوست ولايت کې د مرکز او ولسواليو اوسېدونکي د روان پرمختګ څخه خوښي څرګندوي، خو د ولايتي ادارې ، د افغان حکومت له اړونده وزارتونو او نړيوالو مرستندويه ټولنو غوښتنه لري،چې د خپلو مهمو فعاليتونو او پروګرامونو لړۍ همداسې ګړندۍ وساتي، ترڅو ټولې هغه غوښتنې او ضرورتونه چې دخوست خلک يې لري،پوره او سرته ورسيږي.

دخوست خلک پدې اند دي، چې دغه ولايت د افغانستان لپاره د يوې مهمې دروازې حيثيت لري، که چېرې دا دروازه ټينګه شي، نو هېڅ وخت به پلازمېنه کابل د امنيتي او سياسي ستونزو سره مخامخ نه شي او دا يو منل شوى حقيقت هم دى، که موږ او تاسو ډېر پخواته نه، بلکې لنډ وخت ته ځير شو، نو پوهېږو چې خوست رښتيا هم د ټول هېواد په ځانګړي ډول د پلازمېنې کابل لپاره يو مهم ور دى.

دخوست خلک چې په تېرو ديارلسو کالونو کې دجمهوري رياست د هر نوماند سره ودرېدلي، نو په غوڅ توپير سره يې د ارګ ماڼۍ ته رسولى.له دې ښکاره ثابتيږي، چې دا ولايت او مېشت اتل قومونه د تل لپاره د ستايلو او درناوي وړ دي.
موږ هيله مند يو، چې نوى حکومت به چې په راس کې يې ښاغلى ډاکټر صاحب محمداشرف غني احمدزى قرار لري، دخوست ولايت ته به خاصه پاملرنه وکړي، هغه غوښتنې چې د ولايتي ادارې لخوا په جوړ شوي پنځه کلن ستراتيژيک پلان کې د ولس په غوښتنه شاملې دي او ډاکټرصاحب غني يې د ټاکنيز کمپاين پرمهال دخوست د خلکو سره د پلي کېدو ژمنه هم کړي وه، يوه په يوه به يې پوره کړي.

دخوست خلک د نوي حکومت څخه غوښتنه کوي، چې دغه ولايت ته دې ژر ترژر د وارداتي برېښنا په رالېږدولو او د اوبو د ذخېروي بندونو په جوړولو کار پيل شي،همداراز د غلام خان ترانزېټي بندر چې د هېواد د ځينو نورو بندرونو څخه کراچۍ بندر ته سلګونه کيلومتره نږدېوالى لري او د ګربزو په سيمه کې يې د تاسيساتو کارونه او پنځه ويشت کيلومتره سړک جوړول هم په چټکۍ سره جريان لري، رسماً ترانزېټ کړي.همداشان هغه ملکي نړيوال هوايي ډګر چې کارونه يې د سخت ناوړه بې برخليکه حالت سره مخامخ دي، په نړيوال معيار سره جوړ شي، ترڅو له يوه طرفه دخوست ولايت هغه دوه سوه زره مسافرين چې په عربي مملکتونو کې خوارۍ او مزدورۍ کوي، د تګ راتګ پرمهال له شته ستونزو خلاص شي او وکولى شي، چې پروازونه له خپل ولايت څخه ترسره کړي او له بلې خوا خوست ولايت په سيمه کې په يوه مهم سوداګريز مرکز بدل شي.

دخوست ولسونه او ولايتي اداره غواړي، چې په خوست کې په نورو هغو سيمو کې هم اساسي پلونه جوړ شي، چې د سېلابونو د راوتو پرمهال يوه سيمه له بلې سره پرې کوي، ناروغان، زده کوونکي ، محصلين،استادان او دوکانداران په خپلو کورونو کې بند پاتې کيږي،همداراز دخوست د شېخ زايد پوهنتون پياوړتيا ته لازمه توجه غواړي، ځکه چې اوسني تعميرات څو کاله مخکې هغه وخت د دوبۍ د اماراتو لخوا جوړ شوي وو، چې اتلس سوه محصلين يې درلودل، خو اوس چې ددغه پوهنتون د محصلينو شمېر لس زرو تنو او د پوهنځيو شمېر يې دوولسو ته رسېدلى، نو تدريسي او د ليليې بلاکونو ته سخته اړتيا لري.دوى هيله لري، چې نوى حکومت به دغه موضوع ته جدي پاملرنه وکړي.
نور بيا ...