د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

تیرمازیګری

زرمینه عظیمی 16.10.2014 19:40

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

هغه تیرمازیګرۍ دېر ښکلی و
موږ چې ماشومان و
هغه مازیګرۍ
یوبل لاس مو نیول اوپه ځغاسته ځغاسته جومات خواته قدمونه اخیستل
او هلته جومات ته لږ نږدی به موقدمونه ورو ورو اخیستل
داسې نه چې ملا صیب مو ووینې او په غصه شې
ډېرښکلی وخت و
هلته زموږ زړونه پرته دمینې بل څه نه پیژندل
هلته زموږ ترمنځ نفاق حاکم نه و
هلته دردونه نه و
هلته موږ هلک او جنۍ نه پیژندل
دواره یو لاس و سره
اوتلو
ګوره !
ښه وګوره داظالم وقت ته
څنګه یې داهرڅه راڅخه واخیستل او بدلی کره
نن موږ مینه نه پیژنو
اوس موږدېربدل شوی یو
هوبدل شوی یو
نن نورخو څه کوي
موږ اوس دومره په غرور قدم اخلو
چې خپل هغه ملا قدر هم نکو
اوس موږ څوګ یو ؟؟؟
عجیبه ده
اوس پدې هم نپوهیږو
چې ځانته انسان ووایو اوکنه؟
داچې ولې داسې وشو
نه پوهیږو
خوبس دومره پوهیږو
چې خپل هغه ماشومتوب ملګری ته ماته ورکړو
او څنګه دهغه مخ نیوي وکرو
بس همدا
نفاقه دا له کومه شوي
اهس دي درپه در که موږ دي درپه در کړو .....