د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

«استشهاد که انتحار؟!» کتاب دريم ځل چاپ شو!

سيد هاشم نعماني 14.10.2014 18:12

استشهاد که انتحار؟! کتاب، چې په لومړي ځل ۱۰۰۰ ټوکه او په دوهم ځل ۱۱۰۰ ټوکه چاپ شو، دا دی اوس له ځينو نورو زیادتونو او تصحيحاتو سره په دريم ځل ۲۰۰۰ ټوکه له چاپه راووت، چې په ښکلي ډيزاین او صحافت سره، په څه باندې (۲۰۰) مخونو کې خوندي دی، په نوموړي کتاب کې چې ښاغلي استاذ احمد ضیاء بریالي لیکلی، د قرآن کریم د مبارکو آیتونو، نبوي احاديثو، د صحابهء کرامو رضي الله عنهم د ژوند د ژوندیو پېښو، د څلورو مذاهبو د علمای کرامو، او د اسلامي نړۍ په ځانګړې توګه د عربي نړۍ د معاصرو محدثینو، فقهاوو، دعاتو او مفکرینو، د اقوالو، نظرونو او فتواګانو په رڼا کې په دقیق او مختصر ډول، د استشهاد او انتحار ترمنځ توپير پکې په ډاګه شوی دی. همدارنګه په دې ځل چاپ کې ملکي تلفات د اسلامي شریعت له نظره په مفصل ډول څېړل شوي.
   په دې کتاب کې د هغو منحرفینو او محرفینو شبهاتو ته معقول او مستدل ځوابونه ویل شوي، چې غواړي د خلکو ذهنیتونه د کافرو یرغلګرو او اشغالګرو له وحشي جنایتونو او غیر انساني جرمونو څخه په بل لوري کړي، دوی ددې پر ځای چې خلکو او ولس ته د صلیبي یرغلګرو له خوا زمونږ د ګران هېواد د اشغال حکم د قرآن کریم د مبارکو آیتونو او نبوي ارشاداتو په رڼا کې بیان کړي،  برعکس د افغان باتور ولس په خاوره کې د اشغالګرو شتون ته شرمېدونکي اوغیر معقول توجیهات لټوي، د خپلو شخصي عقدو، ګټو او د یرغلګرو د مصلحتونو لپاره حق ته باطل او باطل ته حق وايي، دا ډول منفورې څېرې غواړي لمر په دوه ګوتو پټې کړي. په دې کتاب کې ټول هغه شبهات ځواب شوي دي چې د جهاد او مجاهدينو په اړه، د دښمن له لوري د خلکو ترمنځ ترویجېږي.
ليكوال سره په لاندې ایمیل ادرس اړيکه نیول کیدلی شي:
Ahmadzeya.baryali@yahoo.com
نوموړی کتاب هم دهېواد په د ننه اوهم له هېواد نه بهر د هجرت په دیار کې له مختلفو کتابتونو څخه په رمزي بیه تر لاسه کېدای شي.