د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

جمهوریس اشرف غني وايي ما له چاپلوسانو وژغوری!

عبدالباري جهاني 14.10.2014 17:09

د قدرت له خاوندانو سره تل غوړه مالان ملګري وي. څوک چي قدرت نه لري هغه چا ته څه ورکولای نه سي او چي چاته څه نه سي ورکولای له هغه سره د غوړه مالانو څه کار دی. دا د قدرت په خاوندانو پوري اړه لري چي څه اوري د هغه په باب یوه شیبه قضاوت کولو ته وخت ورکړي. دا خبري یو ځل د عقل په ترازو کي تول کړی چي آیا زه ریشتیا د شرق نابغه یم او که دا د غوړه مالانو خبري دي. زه ریشتیا حق تعالی، د افغانستان د وضع د بهترولو لپاره، له اسمانه رالیږلی یم او که دا هسي چاپلوسي ده.
دا چي ډاکټرصاحب اشرف غني وايي ما له چاپلوسانو وژغوری، دا ډیره ښه خبره کوي؛ خدای دي وکړي چي په عمل کي توجه ورته وکړي. چاپلوسان، هغه له خپل هغه اولس څخه، چي په ډیر اخلاص او له یو عالم امیدونو سره یې رايي ورکړې بیلوي، او د خپل قدرت د دورې په پای کي به، خدای مه کړه تشه بدنامي ورته پاته وي او خلک به یې د عمر د لنډیدلو دعاوي کوي.
په پنځلسمه پیړۍ کي په اروپا کي د سیاست تر ټولو ستر لیکوال او فیلسوف نیکولوNiccolo Machiavelli  ماکیاولي د پرینس  The Princeپه نوم خپل شاهکار اثر په دوه ویشتم فصل کي لیکي” یوه مهمه موضوع چي زه نه غواړم تر تیر سم هغه داده چي که واکمنان خپل وزیران په سمه توګه انتخاب نه کړي نو له غلطی څخه په ډیر تکلیف ځانونه ژغورلای سي. زما مطلب هغه غوړه مالان دي چي د دربارونو ټولي ګوښې ورڅخه ډکي دي. انسانان ډیر ژر په خپلو چارو کي ډوبیږي او د غوړه مالانو د لاسه د ځانونو د غولولو په ناروغي اخته سي...نو د یوه زیرک واکمن لپاره لازمه ده چي د خپل حکومت لپاره هوښیار وزیران انتخاب کړي او هغوی ته اجازه ورکړي چي ده ته د ده د هر سوال په مقابل کي هر حقیقت مخامخ او په زغرده ووايي. بیا نو دی د هغوی خبرو ته او سلا مشورو ته غوږ ونیسي او د هر څه په باره کي پوښتني ورڅخه وکړي. واکمن باید له خپلو سلاکارانو او مقاماتو سره داسي سلوک اختیار کړي چي هغوی په دې یقین پیدا کړي چي هر څونه زیات حقیقت ووايي هغومره به واکمن ته منلی وي. له دې پرته باید واکمن بل هیچا ته غوږ ونه نیسي او خپله هغه پالیسي چي موافقه ورباندي راغلې ده په دقیقه توګه او په ټینګه تعقیب کړي. هر هغه څوک چي داسي نه کوي هغه به د غوړه مالانو له لاسه تباه وي او یا به د متضادو سلا مشورو له امله هره ورځ خپله فیصله او لاره بدلوي؛ په نتیجه کي په ټولنه کي د ده درناوی او اعتبار کمیږي”
 ماته  پخواني جمهوریس محترم حامد کرزي څه باندي لس ځله ماښامنیو ته بلنه راکړې ده. زه باید له هغه څخه د دې عزت او قدردانی په بدل کي مننه وکړم، مګر باید ووایم چي د هغه د ماښامنی ډوډی میز او له ډوډی خوړلو څخه وروسته لنډ مجلس ټول له داسي جاهلانو څخه ډک وو چي، د جمهوریس څه چي، د یوه اولسوال د مجلس لیاقت یې نه درلود. د دې جاهلانو تر څنګ به هغه غوړه مالان ناست ول چي کرۍ ورځ به یې محترم کرزی لکه سیوری داسي تعقیباوه او پرته له بلې! ویلو او د خپلو ګټو د ساتلو په منظور سلامشورو ورکولو يې بل هیڅ نه وه زده. که محترم حامد کرزي، د قدرت په وخت کي، هر څه تاوان کړی وي هغه به د دغو جاهلانو او غوړه مالانو د لاسه وي.
د پښتنو لمر خوشحال خان خټک د دستارنامې د دوهم باب په اته لسم فصل کي لیکي” د ملوکانو دوستان که وایې هبڅوک نشته، تر فرزندانو پوري. دا چي څوک ورته خوش آمد و تملق تسلیمونه کا واړه د ځان دپاره. که دی په حیات صورت د ځایه پاڅي یا خلع شي د ده سره به هیڅوک وفا ونه کا، واړه به هغه بل لره ورزغلي. هر څوک د خپل غرض بنده دی”
جمهوریس اشرف غني وویل چي ماته څو کسانو پیشنهاد وکړ چي زما لپاره لقب انتخاب کړي. ما ورته وویل چي اوس د لقب وخت نه دی دا کارونه به هغه وخت ته پریږدو چي خلک زموږ عمل وګوري او قضاوت راباندي وکړي.
 زه محترم جمهوریس ډاکټراشرف غني ته وایم دغه چي ستاسي لپاره د القابو د انتخابولو پیشنهادونه کوي او یا تاسي ته په لوی مجلس کي وایي چي ته خدای د افغانستان د وضع د بهترولو او اصلاح کولو لپاره موږ ته رالیږلی یې؛ همدغه غوړه مالان او چاپلوسان دي. چاپلوسان خو ښکرونه نه لري.
زه ښاغلي جمهوریس ډاکټر اشرف غني ته وایم چي له غوړه مالانو څخه ستاسي د ژغورلو لپاره خو زموږ سره هیڅ وسایل نسته. ستاسي د تش لیدلو لپاره به موږ پنځه لس ورځي انتظار باسو او که احتمالا ستاسي د لیدلو موقع راکړه سوه نو بیا تر پنځه ځله تلاښیو وروسته ستاسي تر حضور پوري در رسیږو او هلته به ګورو چي هغه غوړه مالان چي موږ به ښايي د هغو په باره کي څه ویل غوښتي وي، ستاسي څنګ یا مخي ته ناست وي. موږ به ستاسي سره څرنګه د زړه خواله وکړای سو. زه ګومان کوم چي د غوړه مالانو د تشخیصولو او له هغوی څخه د ځان او په نتیجه کي د ټول ملت د ژغورلو وظیفه هم پخپله ستاسي په غاړه ده. تاسي چي د چاپلوسانو مضریت او صدمې ته متوجه سوي یاست نو چاره به یې هم درځي او وسیله هم یې ستاسي څخه ده. زه ګومان کوم چي تاسي په افغانستان کي په ډیرو لوړو او حساسو مقامونو کي پنځه لس کاله کار کړی دی. د کار د دې اوږدې دورې په موده کي به د افغانستان وړ او ناوړه، که ټول نه وي نو، اکثر پیژندلي وي. بهتره ده چي تاسي په انتخاب کي پر خپل عقل او یا د هغو کسانو چي تاسي بشپړ باور ورباندي لری پر عقل حساب وکړی.
دا چي د غوړه مالانو او چاپلوسانو مضریت ته مو ژر توجه اړولې ده، دا پخپله د قدر وړ کار دی، مګر زه وایم چي د یوه هوښیار، سترګه ور او عالم جمهوریس په حیث، ځان له دې بلا څخه، چي په ډیرو برخو کي د ښاغلي کرزي د بدنامی سبب سول، پخپله وژغوری. که څه هم چي زه یقین لرم زما دغه آواز به هم تاسي ته ونه رسیږي خو څرنګه چي تاسي پخپله د چاپلوسانو څخه د ژغورل کیدلو ږغ پورته کړ نو ما هم خپله وجداني وظیفه وبلله چي د خپلو سترګو د لیدلو حالاتو او نیمګړي پوهي په اساس یو خبرداری قدر درکړم.
و ما علینا الّا لبلاغ.