د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د جګړې پيل

اېمل افغان 13.10.2014 12:05

له نیمې پېړۍ را په دېخوا که یوځل بیا افغان ولس د هېواد په دې تور او بدرنګ سیاسي بهیر، د دې لوبې د لوبغاړو په ناوړه کړنو، وينو تويولو، د بل په لاس تربیه شوو او غلاموڅېرو یوه رڼا واچوي، نو په ځانګړې توګه دا به نړيوالو او همدارنګه مظلوم او ناچاره ولس ته اوس لکه د لمر په څېر څرګنده شوې وي، چې دې جګړې او په دې بهیرکې څومره ځوانان د دې لوبې واکدارانو تر خاورو لاندې کړل، څومره ښځې د خپلو تنکیو ماشومانو له خوږې مینې څخه بې برخې پاتې شوې، همدارنګه له خپلو ټولنیزو، سیاسي، فرهنګي، اقتصادي او مدني حقوقو څخه هم لرې پاتې شوې، که هغه د زده کړې کولو حق و او یا په خپل کور کې د یو ارامه ژوند تېرول وو، خو دا کړنې ټولې د خپلو شخصي موخو لپاره دې ښاغلیو په دې موده کې په دې خلکو تر سره کړې او اوس یې هم د خپلو ګټو لپاره جګړه او چوکۍ ساتلې، چې دا لړۍ به ترکوم وخت پورې په دې خاوره کې نور په دې ولس دوام وکړي؟
هغه سیاسي لوبغاړي، چې په دې هېواد کې د ګوتو په شمار او په دې لوبه کې یو لوی لاس درلود په خپلو سترګو په دې خپل دوران کې دا حالت، خپلې ناوړه کړنې او لوبې ولیدلې اوهم يې د نړۍ لویو او په کار پوه سیاسي لوبغاړو ته خپل ځان ښه څرګند کړ، چې هغوی د خپل هېواد د ابادولو لپاره څومره ښه لوبه او یو منلی سیاست د خپل ولس لپاره په لار اچولی او افغان سیاسي لوبغاړوکومه تباه کوونکې جګړه روانه کړې، د نورې نړۍ سیاسي څېرې په کومه بڼه خپل سیاست او هېواد مخ په وړاندې وړي، دوی ته که وګورو په نتیجه کې څوسوه کاله د نورو پرمختللو هېوادونو په پرتله دغه ځوانان او دا هېواد له رسېدلو ځوانانو او هېوادونو څخه څو سوه کاله شاته واچولو، هرځوان ته یې په خپل کور اوکلي کې د سر په کاسه کې د زهرو وبه ورکړې، چې هېڅکله به زما په ګډون یو افغان ځوان دا ناوړه سیاسي حالت نور ونه شي زغملی، نه به یې د عمر تر اخري سلګۍ پورې په دې ناچاره خاوره کې هېرکړي او نه به یوه پیړۍ وروسته هم دې ته جوړ او تیار شي، چې خپل کار ته په یوه ازاده او ښکلې فضا کې یوځل بیا اوږه ورکړي او هغه کار په خپلو تنکیو مټو د منزل او هدف ځای ته په لنډ وخت کې ورسوي، خو په هېڅ صورت به دا کار په داسې شرایطو، حالاتو، د دې خلکو نور د واک په پاتې کېدو کې څومره، چې نن موږ ځوانان فکرکوو نتیجه به ورنکړي او نه به ورسره یو ښه نظام او یو منلی حکومت د دې څېرو په شتون کې له دې وروسته په دې خاوره کې د دې ملت لپاره رامنځ ته شي.
هغه په دې معنی، دوی د خپل هېواد د ابادولوکوم ځانګړی پلان په ذهن کې نه درلود، نه يې لري او نه په دې خبردي، چې څرنګه خپلې اړيکې او تګلارې له نړیوالو سره په لار واچوي، نورملکونه وګوري، د هغوی ودانيز سیاست، ښوونيز سیاست او سوداګريز سیاست مطالعه کړې، چې هغوی له کومې لارې دومره پرمختګ کړی، که هغه په صنعت کې دی اوکه په زراعت کې دی خو خپل ملک يې اباد او سمسورکړی دی.
افغان سیاسي لوبغاړي بیا د دې چانس هېڅکله چاته نه ورکوي، چې هغه په رښتینې توګه د کار وړتیا په ځان کې ولري او خپلې خاورې ته وفادار وي، بل دوی هم په دې خبره ډېرښه پوهېږي، که چېرته په دې خاوره کې یو سالم نظام او حکومت جوړېږي، بیا دوی د کار له ساحې او خوښې کړې چوکۍ څخه لرې کېږي او ځای به يې هغه چاته سپارل کېږي، چې هغه دې هېواد او خلکو ته یو منلی شخص وي او وکولای شي، دغه خاوره نور د پرديو له جګړو او وینو تویولو څخه وژغوري، ولس ته هم داسې یوه لار وښيي، چې د اقتصاد ښه کولو او کار د پيدا کولو له پلوه یو ښه ډک زیری ولري.
افسوس د داسې ناوړه حکومتونو کول، د سیاستونو مخ په وړاندې وړل، مرګونو او بې عزته لوبې پيلول، چې موږ د خپل ژوند په اوږدو کې د دې خلکو د واک په پاتې کېدو کې ولیدله، چې نتیجه یې هم تر نن ورځې پورې ورکه او ښه پایله هم ورنکړه او افغان ځوانان ورسره بې ځایه ووژل، زنداني اوبې زده کړې پاتې شول، چې اوس د هغوی اولادونه په ښارونو اوڅلور لارو کې تا او ماته د سوال او زارۍ لاسونه نیولي او یوه مړۍ ډوډۍ د خپلې کورنۍ لپاره غواړي خپل نیم ژوبله ژوند پرې په دې ناچاره خاوره کې د همدې خلکو له لاسه تېروي.
په افغانستان کې هرسیاسي نظام یا په بله وینا د ولس په تاوان او د دوی په ګټو ولاړ نظام، چې کله د دوی له خوا راغلی، سم دستي په دې ځوانانو ښه په نره حاکم شوی، نو بيايې د هغوی په کار، ژوند، عزت، ناموس او ملي شتمنیو ورته رنګا رنګ لوبې هم کړي، چې دا حالت نن د زغملو نه دی او نه به هېر شي، تاریخ او کتابونه به په دې بدرنګو څېرو پسې ولیکل او لیکلو په حال کې دي، چې دا د وینو تویولو لړۍ اوس هم ښه په درز او زور کې د دې خلکو له لاسه روانه ده، هره ورځ غیر له وژنو، ځانمرګو، ترور او چاودنو بل څه مو په دې بهیرکې د دې خلکو له لاسه ونه لیدل، نه مو د هېواد په ابادولو او یو ښه خبر یوساعت فکر وکړ، چې دا خپل ذهن خو مو د یو وخت لپاره یوه ښکلې منظره خپله کړی وی.
نور بیا...