د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دافغانستان اقتصادي وضعیت د ۲۰۰۱ کال څخه وروسته

عطاءالله مظلوم 13.10.2014 12:01

لکه څرنګه چې تاسو ته ښه په ګوته ده چی دیارلس کاله وړاندي افغانستان په ډیر بد حالت کې ؤ دغه هیواد دوو لسیزو او سیاسي شخړو ویجاړ کړی ؤ او اوس مهال افغانستان د وروسته پاتي او پرمختګ کوونکیو هیوادونو په قطار کې شمارل کیږي. په ۱۹۹۲ کال کې اقتصادي وضعیت یی په تدریجي بڼه دټیټدو په حالت کې وه تردې دمه پوري چې په ۱۹۹۵ نه تر ۲۰۰۱ کال پوري دنوموړي هیواد داقتصاد ونډه له منځه لاړه.دهیواد بانکي نظامونه ، پانګه اچوني ، په لنډ ډول ویلی شو چې دژوند په هر اړخ یې ډیر بد اغیز کړي ؤ دبیلګې په بڼه دنوي زیږنده ماشومانو مړینې کچه ۶۰ سلنه وه، دبیکاري سطحه نهائي حده پوري رسیدلۍ وه او د زراعتی تولیداتو نه بغیر هیواد هیڅ ډول تولید نه درلود.
پس له ۲۰۰۲ کال څخه دبین المللی او نړیوالو ادارو له ښیګڼو وروسته افغانستان یو ځل بیا دپیاوړتیا په لور لاره ومونده او په ړومبۍ ځل داسیا پراختیا بانک دڅیړنی له مخي نړیوالو ادارو د ۹۷ میلیاردو ډالروپه مرسته کولو ژمنه وکړه چې نوموړي ښیګڼه به دتعلیم ، بریښنا ، بیا رغوني او جوړوني او دې ته ورته او مختلفو نورو شعبو کې په مصرف رسول کیږي او باید په یاد ولرو چې تر ۲۰۰۱ کال څخه وروسته دطالبانو درژیم دړنګیدو وروسته هیواد دپام وړ وده او پرمختګ وکړه. د۲۰۰۱ کال په لومړیو وختونو کې افغانان له ډیرو ستونزو لاس په ګریوان ؤ چې حتی دوی بینادي ضروریات او اړیني هم بشپړ کولي نشو، دبیلګي په توګه صفا اوبه ، بریښنا، طبي ښیګڼي ،دندی، سیاسي بی ثباتي،بیا رغوني او جوړوني ګامونه یا خو دا چې په ټپه ولاړ ؤ او یا هم په ډیره کمې اندازي سره وجود درلود.
دنړیوال بانک دیوي څیړنی په بنسټ دافغانستان ناخالص کورني تولید په ۲۰۰۱ کال کې۲.۴۶ بيلونو ډالرو او په ۲۰۱۳ کال کې ددغه تولید کچه لوړه شوي چې ۲۰.۷۲ بيلونو ډالروته رسیدلي.
په ۲۰۱۲ کال کې درسمي لیږدول شویو توکو ارزښت ۱.۱۳ بیلونه ډالر دي چې په پورتینې کې قاچاق او بیا لیږدولی شوی توکي نه راځي او دغه کچه په ۲۰۱۳ کال کې ۱.۲۷ بیلونو دالرو ته رسیدلي.
همدارنګه ۲۰۱۲ کال کې درسمي وارد شویو توکو ارزښت ۸.۰۳ ډالر دي چې دغه کچه په ۲۰۱۳ کال کې ۹.۸۱ ډالرو ته رسیدلي او د۲۰۰۲ کال په پرتله دواردو شویو توکو ارزښت څلور چنده زیات ده.
دنړیوال بانک دډیټابیس له مخې په افغانستان کې د با سوادي کچه له ۲۰۰۱ کاله څخه راپدې خوا په لوړیدو ده چې نوموړي کچه په ۱۹۷۹ کال کې ۱۸.۱۶ سلنه او په ۲۰۱۱ کال کې ۳۱.۷ سلنه ته پورته شوی.
په دی هیواد کې د یو کس کلنۍ اوسط ۱۰۰۰ ډالره په ۲۰۱۳ کال کې او له بل اړخه نږدي نیمایي افغانان بریښنا ته لاس رسي نه لري او دبیکاري کچه یې په ۲۰۱۳ کال کې ۸.۶۰ سلنه ته رسیږی.
سیاسي کشمکش ، کړکیچ او بی ثباتي غیر زرعي فعالیتونه په ۲۰۱۳ کال کې اغیزمن کړي ؤ چې لدې امله ناخالص کورنۍ تولید ۳.۳ سلنه کمي شوي.
د افغانستان اقتصاد، د یو ځل بیا او دتیر په څیر په ۲۰۱۴ کال کې دټاکنو پایلو د ځنډیدو نه وروسته ضربه خوړلۍ ده ، د بیلګې په ډول دبیکاري او دغربت کچه لوړه شوی ده او تر څنګ یې صادارات او وارادات هم اغیزمن کړی ده چې په تیرو څو ورځوکې دافغانستان مالیی وزارت راڅرګند کړی دي چې نزدي ۶ میلیارده ډالرتاوان شوی ده او دسلو فابریکو دبندیدلو لامل شویده او د ناټو ځواکونو د وتلو څخه وروسته نوموړی هیواد دزیاتو کړاونوو سره لاس په ګریوان دی.