د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ولسي جرګې ناخبره استازي

ډاکټر عبدالقيوم مومند 11.10.2014 14:10

نن سهار مې پۀ خبرونو کې واوريدل چې پاکستان يوځل بيا د ستراتيژيک تړون د لاسليک څخه وروسته کونړ پۀ يوسل او پنځوسو توغنديو ويشتلی دی. د افغانستان نوی حکومت هم د زاړه حکومت پر څير غلی ناست دی او د دې تيري او يرغل ننداره کوي. دا چې حکومت څۀ کولای شي او يا به څۀ وکړي او کۀ نۀ، هغه به پريږدو حکومت او چارواکو ته. هغه څۀ چې د افسوس او ژړا وړ خبره ده، هغه د ولسي جرګې د هغو غړو خبرې دي چې نن د شمشاد ټلويزون لۀ لارې خپرې شوې.

            د ولسې جرګې څو استازو وويل چې د ستراتيژيک تړون او پروتوکول پر اساس د امريکا متحده ولايتونه ژمن دي او مسئوليت لري چې د افغانستان لۀ خاورې څخه دفاع وکړي. او کۀ دوی دفاع ونکړي نو دا تړون زموږ لپاره د منلو وړ نۀ دی. د دې ناخبره استازو پۀ څير به نور ډير د ولسي جرګې او مشرانو جرګې استازي، د حکومت او دولت کارکوونکي او عام خلک هم د فيل پۀ غوږ کې اودۀ وي، لکه دوی چې اودۀ دي او د حال نه خبر نۀ دي.

پۀ تيرو دوه و کلونو کې ما د ستراتيژيک تړون پۀ هکله پۀ پښتو او انګريزي ژبو څو ليکنې کړي دي او د بيلابيلو رسنيو لخوا خپرې شوې دي. همداراز د ۱۳۹۳ لمريز کال د دويمې دورې د ټاکنو څخه لږه موده وړاندې مې پۀ کابل کې پۀ همدې هکله يو اوږود لکچر هم ورکړ. پۀ دې ټولو کې د سترتيژيک تړون په هکله هراړخيزه څيړنې شوې دي. لۀ دې کبله نۀ غواړم هغه ټولې خبرې دلته بيا تکرار کړم، مګر د ولسي جرګې لۀ دې ناخبره استازو څخه پوښتنه کوم چې د تړون پۀ کومه ماده کې يې ليکلي دي چې د امريکا متحده ولايتونه د بهرني يرغل پۀ مقابل د افغانستان څخه د دفاع ژمنتيا او مسئوليت لري.

            همدارز د ولسې جرګې دې استازو وويل چې کۀ امريکا د پاکستان پۀ مقابل کې زموږ د هيواد څخه دفاع ونکړي نو بيا تړون زموږ لپاره د منلو وړ نۀ دی. د دوی څخه بايد پوښتنه وشي چې کۀ امريکا د افغانستان د حريم څخه دفاع ونکړي نو نوموړې بيا څۀ کولای شي او څۀ به وکړي؟ آيا د افغانستان دولت، چې نوموړي یې غړې ده، کولای شي چې امريکا ته ووايي چې لۀ افغانستان څخه ووځه. ایا نوموړو د تړون د فسخه کيدو شرايط لوستلي دي؟ دوی، نورو استازو او د افغانستان هغو کسانو ته بايد وويل شي چې هيڅ هم نشئ کولای. نۀ څوک ويستلای شئ، نۀ چا ته ويلای شئ چې ووځئ او نۀ به څوک ووځي.

            لۀ دې کبله چې دا ناخبره استازي لږ خبر شي د تړون څو ټکي راخلم. د دويمې مادې پۀ لومړي څپرکي کې ليکل شوي دي: ((د امريکا متحده ولايتونو پوځونه پۀ جګړه ايزو نظامي عملياتو کې برخه نۀ اخلي.)) د همدې مادې پۀ دريم څپرکې کې ليکل شوي دي: ((دواړه خواوې دا مني چې د افغانستان دفاعي او امنيتي پوځونه د افغانستان د خلکو او ارضي تماميت د ساتنې او دفاع مسئوليت لري.))  وروسته بيا پۀ همدې څپرکي کې ليکل شوي دي: ((د غوښتنې پۀ وخت کې د امريکا متحده ولايتونه به پۀ عاجله توګه دا هوډ او تکل وکړي چې د افغانستان دفاعي او امنيتي پوځونو سره کوم راز مرسته کولو ته چمتو دی ترڅو د خطر پۀ مقابل کې ځواب ورکړل شي.)) د تړون د شپږمې مادې پۀ څلورم څپرکي کې راغلي دي چې: ((کۀ پۀ افغانستان بهرنی یرغل وشي او یا افغانستان د بهرني يرغل د تهديد سره مخ شي، دواړه خواوې (د امريکا متحده ولايتونه او افغانستان) به عاجله مشوره کوي چې صحيح ځواب جوړ او ورکړل شي، چې د دواړو خواوو د موافقې څخه وروسته پۀ هغې کې سياسي، ديپلوماتيک، نظامي او اقتصادي تدابير شميرل کيدی شي.))  اوس نو تاسې محترم لوستونکي پخپله فکر وکړئ چې د دې پورته خبرو مانا به څۀ وي؟  مګر يوه خبره ثابته ده چې د امريکا متحده ولايتونو د افغانستان د خلکو د دفاع، د افغانستان د ارضي تماميت د ساتنې او پۀ افغانستان باندې د يرغل پۀ وخت کې د افغانستان څخه د دفاع او يرغلګرو ته د نظامي ځواب ورکولو هيڅ ژمنتيا نۀ ده کړې.

الله سبحانه و تعالی دې پۀ دې ملت ورحمیږي.

لوی څښتن(ج) عالم او لارښود دی.