د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کابل پوهنتون د فساد په منګولو کې

افغان 10.10.2014 22:10

ولسمشر اشرف غني ته پرانیستی لیک

     ښاغلی ولسمشر اشرف غني احمدزی لومړی واک ته د رسېدو مبارکي درته وایم خو تر څنګ یې غواړم درته د هغه څه یادونه وکړم، چې تایې تل د کمپاین په اوږدو کې یادونه کوله او زورېدلو افغانانو ته د هغه مصیبت څخه د خلاصون هیلې ورکولې.
ښاغلی ولسمشر اشرف غني احمدزی پوهېږې، چې د کابل پوهنتون څومره په فساد کې ښکېل دی او یا به نه پوهېږې! ولې غواړم درته ووایم، چې کابل پوهنتون اداره یو د هغو مفسدو او متعصبو ادارو د سر نوم جوړوي، چې په تېر 13 کالوکې یې ورته ځان رسولی او په یو ډول د همدې مافیايي او متعصبو څېرو له لوري اداره کیږي.
د کابل پوهنتون اداره د فساد او تعصب اخري حد ته رسېدلې او که مخه یې و نه نیول شي، شاید لویه بدبختي رامنځته کړي، چې بیا به ورته د  حل لاره پیدا کول ډېره ستونزمنه وي او تر ډېره به حکومت له یوې لویې ننګونې سره مخ کړي.
ښاغلی ولسمشر د کابل پوهنتون ته د داخلېدو معیارونه په عجیب ډول رامنځته شوي دي، چې په لېدو یې سړي ته عجیب حالت انځوروي او دا روښانوي، چې په پدې هیواد کې د ځنګل قانون دی او کوم بل قاونون شتون نلري، په لاندې ډول ډي:
لومړی معیار: نوی استاد باید د استاد زوی او یا لور او یا په یو ډول نه یو ډول باید د استادانو سره اړیکه ولري، چې اوسني ډېری استادان دی همدوی کورنیو پورې تړلي دي.
دوهم معیار: قومي او ژبني ګډ ټکي دي.
درېیم معیار: دا معیار ډېر په نجونو د پلیکېدو دی او یو شمېر استادان هغه نجونې خپل هدف ټاکي، چې په راتلونکې کې غواړي ورسره یو ډول اړیکه جوړه کړي، چې یو شمېر  یې داسې شوي هم دي، چې تر استادي مخکې  او یا وروسته یې د کور مېرمن جوړه کړې ده.
څلور معیار: تر ټول بد او زوروونکی معیار، چې زمونږ راتلونکی تیاره کوي هغه د یو شمېر استادانو له لوري د داسې کسانو ټاکنه ده، چې په پوهه او مسلکي وړتیا کې په راتلونکې  کي ورپسې ونه رسيږي، چې داسې زیات استادان په پوهنتون کې وجود لري او دا داسې استادان دي، چې د تدریس په 30 کلنه دوره کې یې علمي رتبه تر پوهاني رسېدلې، خو تر اوسه پورې یې کوم علمي اثر ندی رامنځته کړی او نه دومره وړتیا لري، چې رامنځته یې کړي.
نوموړي استادان یواځې د چپتر په منځ کې یو شمېر پاڼې مخکې او وروسته او ځینې عنوانونه لوی او واړه کړي؛ د پوهنتون د علمي شورا څخه په ډېره اسانی سره تېرېږي او علمي رتبه اخلي، چې داسې استادان مونږ ډېر لرو، چې پوهاندان دي ولې علمي اثر او څېړنه نلري.
ښاغلی ولسمشر د کابل پوهنتون استادان د پخوانیو اشرافو په څېر له امتیازاتو څخه برخمن دي او دوی د استادي تر څنګ د خپلو کورنیو غړو ته هم د ورته د امتیازیاتو غوښتنه کوي، چې مونږ یې عملآ د دې لیدونکي یو او د دوی لوڼې او زامن د ماستر له چانس څخه چې یو شمېر پوهنځي او ډیپارټمنټونه لري برخمن دي او ځینې د رشتي مخالفې څانګې څخه فارغ ولې په ماستري کې شامل او فارغ شوي دي؛ ولې په پوهنتون کې څوک د پوښتنې او عدالت پلېکېدو نشته.
ښاغلی غني کابل پوهنتون اوس د پورته ستونزو تر څنګ د ځینو هیوادونو ترمنځ په یو استخباراتي جنګي مرکز بدل شوی او اوس عملآ یو شمېر هیوادونه د کابل پوهنتون په مرکزي کتابتون کې د پوهنتون د منځ او بهر ورانۍ رهبري کوي او  د یوې ژبې په ضد او هغې ژبې د لیکل شوو کتابونو د له منځه وړلو یو منظم پروګرام روان او دا پروګرام په مرکزي کتابتون د ایران خونه کې ډېزاینیږي او وروسته کیږي.
ښاغلی ولسمشر کېدای شي تاته پوښتنه پیدا شي، چې حالت به له څه وخته پیل او د کومو هیوادونو له لوري په لاره اچول کیږي؛ ولې دا یو روښانه حقیقت دی، چې د کابل پوهنتون په مرکزي کتابتون کې د ایران څانګه، د امریکا څانګه، د المان څانګه، د نړۍوال بانک څانګه او اوس – اوس د یو این ډي پي (UNDP) څانګه پرانیستل شوې ده، چې د ایران څانګه په نیغه توګه په کابل کې د ایران سفارت او  د  ایران له رهزني ( قونسلګري) له لوري لارښونې اخلي او  د ایران څانګه یې بیا په پوهنتون کې د یو شمېر ایران پلوه استادانو او محصلینو په واسطه عملي کوي، چې په دا تېرو څو کلنو کې د مذهبي جنګونو، د پوهنتون او دانشګاه په نوم جنګ، د پښتو او دري ژبو تر منځ اختلاف، چې پدې وروستیو کې دا اختلاف د هلکانو لیلیې سربېره د نجونو لیلیه هم شاهده وه ، چې په پایله کې یې پوهنتون د یوې میاشتې لپاره رخصت شو.
پورته یاد اختلافات او ځینې نور اختلافات، چې د کابل پوهنتون ورسره لاس او ګرېوان دی، زېږنده یې د کابل پوهنتون په مرکزي کتابتون کې د ایران څانګه ده، چې د پوهنتون یو شمېر چارواکي په ځانګړي توګه د پوهنتون اداري مرستیال محمد هادي هدایتي او د مرکزي کتابتون امر حبیب الله جهانیار (لمر) ورسره په نیغه اړیکې لري او د دې کار په بدل کې ورڅخه په پټه مادي امتیازات تر لاسه کوي.

د پوهنتون اداري مرستیال محمد هادي هدایتي او د مرکزي کتابتون امر حبیب الله جهانیار (لمر).


ښاغلی لسمشر د کابل پوهنتون په مرکزي کتابتون کې پښتو کتاب د کتابخانې په 50 کلن تاریخ کې په پښتو ژبه ندي کتلاک شوی او  که کوم یو پښتو کتلاک کیږي هغه بیا په دري ژبه کتلاکیږي، چې دا اصلآ د پښتو ژبې سره تبعضي چلند دی. مونږ پښتانه لرو چې پښتو کتاب په پښتو ژبه کتلاک کوي ولې د پورته دوه کسانو چې یو د پوهنتون ادري مرستیال  او دوهم د مرکزي کتابخانې امر دی، پښتانه په مرکزي کتابتون کې نه پرېږدي او په یو ډول نه يو ډول یې د کتابتون څخه تبدیلوي، مونږ د دې پېښې شاهدان یو، چې عملآ مونږ ورسره مخ یو.
ښاغلی ولسمشر ستا د کاري لومړیتوبونو په سر کې د امنیت، اقتصاد، سوداګري بیاروغونې ... خبرې کيږي، خو تر دې ټولو لومړی باید د کابل پوهنتون مافیايي اداره په یوې سالمې ادارې بدله کړې، چې مونږ وکولای شو په راتلونکې کې داسې فارغین ورکړو، چې د کار په نړۍ وال مارکېټ کې ورته د کار کولو زمینه برابره وي.
اوس د کابل پوهنتون فارغین د کار په نړۍ وال مارکېټ کې په یوه خېټه ډوډی نه استخدامیږي ځکه چې مونږ هغه معیار نشو پوره کولای کوم، چې د يویشتمې پېړۍ غوښتنه او اړتیا ده. هغه وخت مونږ پدې بریالي کیږو، چې زمونږ د پوهنتونونو ادارې ساملې او کار د کار خلکو ته وسپارل شي، چې په راتلونکي کې مو فارغین د تعصب د زده کولو په ځای د علم او پوهې زده کړه وکړي.

لیکوال : افغان ــــــــــــــ خدایه دا لیک خو می تر ولسمشر غنی پوری ورسروی  
کابل پوهنتون