د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سپوږمۍ

نجیب منلی 04.10.2014 12:18

د فرانسوۍ شاعرې ژانین تېسون ( Jeanine Teisson۱۹۴۸ ) شعر/ د نجیب منلي ژباړه

سپوږمۍ

 

سپوږمۍ ځوړنده اسمان پورې نښتې

انسانان ورته واړه واړه ښکارېږي

پښې یې نه شته چې به غلو پسې ورځغلي

یا به ناڅي

لاس یې نه شته

چې په خوب کې ترهېدلی ماشوم واخلي

خو بس، بړک، بړک لاندې ګوري