ترڅو بدلون رانشي!
03.10.2014 14:23ترڅو دې خاورې کی بدلون رانشي
عدل انصاف نظم اوقانون رانشي
بډې فسـاد پرضد پــاڅون رانشي
د سـولی امــن یو تړون رانشي
سپرلې به بیا دلته زرغون رانشي
چارو وطن کې به سمون را نشي
څو د وطن بچي میــــدان ته نشي
غل او فاسد واړه زندان ته نشي
دخپل سیندو ګټه موځان ته نشي
مهاجر ستانه افغانستان ته نشي
پدی وطــن به سباوون رانشي
چارو وطن کې به سمون را نشي
څو ملي ګټې دلته لوړې نشي
ما فیائي ډلـې دړې وړې نشي
وچ په هر خوا د فساد جړې نشي
مړ د جنګو تورې لوخړې نشي
دلته به هیڅکله قانون رانشي
چارو وطن کی به سمون را نشي
ترڅـوافغان یو بل ته ورورنشي
وطن هرچاتــه لکه مـــور نشي
افـغانستان زموږ ګـډ کور نشي
وطن خدمت په هر یو پور نشي
د ولس ژوند کی به بدلون رانشي
چارو وطن کی به سمون را نشي
* * *
د جنوری ۲ / ۲۰۱۴
ح خالد