د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د اداري فساد پر ضد د ډاکتر اشرف غني لومړنی هڅي او ستونزي

عبدالباري جهاني 03.10.2014 13:09

د نیویارک تایمز ورځپاڼي د اکتوبر پر دوهمه نيټه د افغانستان په باب رپوټ کي لیکلي دي چي جمهوریس اشرف غني په کابل بانک کي د غبن په باب د نویو تحقیقاتو د پیل کیدلو امر کړی دی. له دغه بانک څخه تقریبا اته سوه میلیونه ډالره هغه وخت غیب سول چي د حکومت نازولو په ټګیو له دغه بانک څخه پورونه واخیستل. مرسته کونکو هیوادونو او بین المللی وجهي صندوق د خپلو راتلونکو مرستو لپاره دا شرط کښیښود چي دغه کسان چي دغه بانک یې د سقوط پولي ته ورساوه باید محاکمه سي او کنه نو خپلي مرستي به بندي کړي. ورځپاڼه لیکي چي ښاغلي غني د مجرمینو د توقیفیدلو امر کړی دی او ستري محکمې ته یې ویلي دي چي د هغوی په مقابل کي د دعوې د پراخیدلو احتمال هم په نظر کي ونیسی. په دغه امر کي راغلي دي چي دغه مجرمین دي په دریو ورځو کي توقیف سي. ستره محکمه له یوې تر یوې نیمي میاشتي پوري د خپلو تحقیقاتو د ختمولو او نتیجې تر لاسه کولو لپاره وخت لري؛ او په لسو ورځو کي باید د هغو هیوادونو سره د همکاری موافقې ترلاسه کړي چي دغه غلا سوي پیسې پکښي ذخیره سوي وي.
ورځپاڼه وروسته لیکي اوس به نو دا معلومیږي چي په محکومینو کي به هغه کسان شامل وي چي مخکي د سیاسي قدرت د لرلو له کبله له حکومتي تعقیب څخه معاف سوي وه. په دې کي د پخواني جمهوریس حامد کرزي ورور محمود کرزی او د جمهوریس د فقید مرستیال مارشال فهیم ورور حسین فهیم شامل دي.
ورځپاڼه لیکي چي د څارني او ارزیابی کمیټه به خپل رپوټ د پنجشنبې په ورځ  خپور کړي او په هغه کي به وښيي چي چا څونه پیسې وړي دي او څونه یې بیرته بانک ته ورکړي او یا یې نه دي ورکړي. د دغي کمیټې یوه غړي ډراګو کوس Drago Kos چي د اقصادي همکاری او ودي د موسسې ریس هم دی، وویل چي په افغانستان کي د حکومت په زور غیر قانوني کارونو د کولو او معافیدلو په برخه کي تر دغه مهمه پیښه نسته. ده وویل چي د افغانستان خلکو په کابل بانک کي ډیري زیاتي پیسې له لاسه ورکړې او هیڅوک ونه نیول سو. تر څو چي دغه حال وي خلک به په حکومت اعتماد ونه کړي. ښاغلي کوس Kosوویل په رپوټ کي نولس شرکتونه او افراد دي چي له خصوصي هوايي شرکت څخه تر محمود کرزي پوري پکښي شامل دي او اته سوه اتیا میلیونه ډالره یې له بانک څخه پور کړي دي. په دغه رپوت کي دغه راز راغلي دي چي په دغو پیسو په دوبی کي یوولس قصرونه، او په کابل کي ۱۰۸ دوکانونه او څلور دیرش اپارتمانونه، د هوايي شرکت لپاره اووه الوتکي او د تیلو څو ذخیرې چي پنځوس نقلیه وسایط پکښي فعال وه اخیستل سوي دي.
ورځپاڼه د ښاغلي کوسKos له قوله لیکي چي موږ د خپلو تحقیقاتو د نتیجې خپرول د ښاغلي کرزي د دورې تر ختمیدلو پوري ځنډولي وه ځکه چي موږ باور درلود چي پخوانی جمهوریس به هیڅ اقدام ونه کړي. ښاغلي کوسKos او ځینو افغان مقاماتو ویلي دي چي پخواني جمهوریس پر دوی باندي فشار اچاوه چي د جمهوریس د ورور محمود کرزي په شمول په دغه قضیه کي لتاړ کسان تعقیب نه کړي. او د محمود کرزي مدافع وکیلانو خو ښاغلی کوسKos په دې ګناه احضار کړی وو چي ګواکي د هغه د ناحقه بدنامولو ته یې ملا تړلې ده.
ډاکټر اشرف غني د جمهوری ریاست د مقام لپاره د خپلي انتخاباتي مبارزې په جریان کي هر وخت د اداري فساد د ریښو ایستلو پر ضد ویناوي کړي دي او که دا لومړی وعده، چي پوره کول یې اسانه کار نه دی، پوره کړي نو د ملت اعتماد به ترلاسه کړي. د ډاکټر اشرف غني لپاره د اداري فساد د ریښو ایستل د هغه د انتخاباتي مبارزې د تبلیغاتو خبره نه بلکه د هغه د مفکورې یوه برخه ده. جمهوریس اشرف غني په ۲۰۰۸ کال کي د میرمني کلیر لاکهارټ Clare Lockhart په همکاری د فیکسینګ فیلډ سټیټسFixing Faild States په نوم کتاب ولیکی او د هغه کتاب ټول روح دا دی چي تر څو پوري په یوه هیواد کي اداري فساد موجود وي هلته قوي مرکزي اداره نه سي ټینګیدلای او ترڅو پوري چي قوي اداره موجوده نه وي اداري فساد ورکیدلای نه سي. دا دوه یو له بله تړلي دي. د هیوادونو د نیکمرغه کیدلو عامل د هغوی زیات عایدات، صادرات او تولیدات نه بلکه د عایداتو پر سمه لاره لګول او پاکو او با صلاحیته خلکو ته د کارونو سپارل دي.
ډ اکټر اشرف غني د خپل دغه کتاب له دري نیویمي څخه تر پنځه نیویمي پاڼي پوري لیکلي دي چي په ۲۰۰۲ کال کي ملګرو ملتونو مرسته کونکو موسسو او هیوادونو ته یو زر اته سوه میلیونه ډالره ورکړل او دا پیسې تر دوه زره څلورم کال پوري زیاتره د سپینو لینډ کروزرانو په اخیستلو، د الوتکو په سفرونو او خپلو مامورینو ته د ډبلو تنخوا ګانو په ورکولو لګیدلي وې. ګواکي په هغه ځایونو کي چي دا پیسې په کار وې هلته ونه رسیدلې. دغه راز د بامیان د خلکو لپاره د کورونو د جوړولو لپاره یوه لویه څو میلیوني پروژه طرح سوه. د دې پروژې درک معلوم نه سو او بالاخره معلومه سوه چي د دې پیسو شل فیصده یوې ادارې په جینوا کي د خپل دفتر په جوړولو او کارونو لګولي وه. نور شل فیصده یوې این جي او NGO په برسلز کي د خپل دفتر او کارکونکو په درد وهلي وه. دا پروژه بالاخره پر پنځو لاسو خرڅه سوه او هري ادارې او قراردادي شل فیصده پیسې په خپل درد ووهلې. بالاخره د بامیان کلیوال نا امیده سول او د هغو میلیونو ډالرونو څخه ایله دونه پیسې پاته سوې چي د کورونو د بیا جوړولو لپاره لرګي ورباندي واخیستل سي. د دې لرګیو د اخیستلو کار اسماعیل خان ته وسپارل سو چي د ایران څخه یې راوړي. بالاخره یو څو چارتراش تر بامیان پوري ورسیدل او هغه چار نتراش لرګي دونه غټ وه چي د بامیان د خټینو کورونو په درد نه خوړل. کلیوالو هغه مات کړل او د سون د پاره یې کار ورڅخه واخیست.  
د متحده ایالاتو د بین المللي مرستو موسسې USAIDپه ۲۰۰۵ کال کي ژمنه وکړه چي په دوو کالو کي به د افغانستان لپاره یوولس سوه ښونځي جوړوي. دې ادارې له نورو موسسو څخه وغوښتل چي خپل پروګرامونه بند کړي. خو د بین المللي مرستو ادارې په هغه ټاکلې موده کي  ایله اته ښونځي جوړ کړل، چي له هغې جملې څخه شپږ د وخته نړیدلي دي. د افغانستان له خلکو سره چي د ۲۰۰۷ کال په پسرلي کي مرکې سوي دي هغوی ویلي دي چي بین المللی ټولني دوی تیر ایستلي دي، پیسې ضایع کیږي، کار اهل کار ته نه سپارل کیږي او فساد روان دی.
ډاکټر رمضان بشردوست، چي زه هم اخلاص او هم احترام ورته لرم، د اکټوبر پر لومړی نیټه د طلوع نیوز د فراتر خبر په پروګرام کي په خپله مرکه کي وویل چي ډاکټر اشرف غني په داسي خلکو پسي را اخیستې ده چي هغوی په سیاسي لحاظ مړه دي، او قدرت یې له لاسه ورکړی دی. او بل دا چي د ده له مرستیالانو څخه نیولې، تر ډاکټر عبدالله او د هغه تر مرستیالانو پوري ټول د فساد او جنایت دوسیې لري. جمهوریس اشرف غني څرنګه کولای سي چي غله په غلو ونیسی.
خدای دي وکړي چي ډاکټر بشر دوست داسي دریځ نه وي نیولی چي د حکومت هر کار به بد بولي. که غله په سیاسي او یا په اجتماعي او یا په هر لحاظ مړه وي له هغوی څخه د ملت د جیبه او کوره د غلا کړیو پیسو اخیستل څه عیب لري. یعني هغوی دي پریښودل سي چي د غلا کړیو پیسو سره سرې سترګي وګرځي؟ او بله دا چي تر اوسه پوري خو د دې اعلان ایله درې ورځي تیري سوي دي، تر اوسه پوري هیڅ غله او د غلو ملګرو هیڅ قدرت د چا مخه نه ده نیولې، اوس خو لا ډیر وختي دی؛ موږ ولي دونه بې صبره سو. موږ د دې پر ځای چي د دې نیک اقدام په تایید سره د حکومت مرسته وکړو او په مطبوعاتو او لارو کوڅو کي خپل ږغ پورته کړو، د هغه غندني ته مو ملا تړلې وي.
زه دا اقدام یو نیک پیل بولم او له خدایه څخه غواړم چي یوه ورځ حکومت دونه زور پیدا کړي چي په هیواد کي حق و حقدار ته ورسوي. هیواد له غلو او جنایتکارانو څخه ډک دی. پاکستان، ایران او عربي هیوادونو د جهاد په کلونو کي له هر قوماندان او امیر څخه د ځانونو نوکران او د افغانستان د خلکو قاتلان جوړ کړي ول؛ امریکا او متحدینو یې، یا د پلان او یا د ضرورت په اساس، هماغه جنایتکاران قدرتونو ته ورسول او د میلیارډونو ډالرونو، چي باید د دې رنځیدلي او کړیدلي اولس په درد لګیدلي وای، د لګولو اختیار یې ورکړ. هغوی هم قدرت لري او هم یې د حساب ورکولو عادت پرې ایښی دی. دوی ټولو داسي فکر کړی وو او په دې خبري یې بشپړ باور درلود چي د حساب ورځ وجود نه لري. په دې کي هیڅ شک نسته چي جمهوریس اشرف غني د دغه راز اقداماتو د عملي کولو په لاره کي، چي زه باور لرم دا به یې یوازي پیل وي، او نور ډیر به لا په مخ کي لري، د راز راز مقاومتونو او ګام په ګام خنډونو سره مخامخ کیږي. دا د افغان اولس وظیفه ده چي دغه راز نیکو اقداماتو ته د عمل جامه ور واغوندي او جمهوریس ته وښيي چي په هر نیک عمل کي یې تر شا ولاړ دي.