د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

حج اکبريعني څه؟

مولوي عصمت الله عزام 03.10.2014 12:08

بسم الله الرحمن الرحيم
نحمده ونصلی علی رسوله الکریم امابعد:
ديوم الحج الاکبرذکرچي دقرآن کريم په التوبة سورت کي راغلی دی.
په دې کي له حج اکبرڅخه مرادڅه دی؟غواړم په دې هکله سپيناوی وکړم.
په پيل کي غواړم دايادونه وکړم  چي په دې هکله زماليکنه کېدای شي ځينوهغوکسانوته چي په دې هکله کافي معلومات ونه لري،يوازي مشهوره خبره يې اورېدلې وي،نااشنامعلوم شي،خوکه هغوی دلازيات اطمينان لپاره ددې ليکني ترلوستووروسته علماووته مراجعه وکړي اوياپه دې هکله څېړنه وکړي نوپه يقيني توگه به پوه شي چي خبره همداسي ده.
دحج اکبرپه تفسيرکي دعلماووترمنځ اختلاف شته خواکثرعلماءوايي چي حج اکبرمطلق حج ته ويل کېږي ځکه چي عُمرې ته حج اصغريعني وړوکی حج  ويل کېږي،له عُمرې څخه دبېلولولپاره حج ته حج اکبرويل شوي دي.(درس ترمذي ص:۲۴۵ج:۳ومثله في معارف القرآن ص:۳۱۵ج:۴وتفسيرعثماني ص:۲۴۹ج۱)
داهم ويل شوي دي چي حج اکبرهغه دی  په کوم(حج)کي چي نبي کريم-صلی الله عليه وسلم-په خپله  شرکت کړی وو(ردالمحتارص: 622ج:۲)
مجاهد-رحمه الله-وايي:حج اکبرقِران دی اوحج اصغراِفراد دی.(عمدة القاري ص:۸۳ج:۱۰،ردالمحتارص:۲۴۹ج۱)
علامه زهري،شعبي اوعطاء-رحمهم الله-وايي:حج اکبرحج دی اوحج اصغرعمره ده.(ردالمحتار 622ج:۲)
په عواموکي دحج اکبرمشهورتعريف:
په دې هکله مفتي محمدشفيع-رحمه الله تعالی-ليکي:
په عواموکي چي دامشهوره ده چي په کوم کال دعرفات په ورځ جمعه وي،يوازي هغه حج اکبردی،ددې اصليت له دې پرته نشته چي په اتفاقي توگه په کوم کال چي درسول کريم-صلی الله عليه وسلم-حجة الوداع شوی دی،په هغه کي عرفات دجمعې په ورځ شوی وو،داپه خپل ځای يوفضيلت خامخادی مگردذکرشوي آيت دمفهوم سره ددې تړاونشته(يعني حج اکبرورته نه ويل کېږي.)(تفسيرمعارف القرآن ص:۳۱۵ج:۴)
مفتي عزيزالرحمان عثماني-رحمه الله تعالی-ديوې پوښتني په ځواب کي ليکي:حج اکبردحج اصغرپه مقابله کي دی،عُمره حج اصغردی اوهريوحج حج اکبردی.(فتاوی دارالعلوم ديوبندص:۵۸۱ج:۶)
شيخ الاسلام مفتي محمدتقي عثماني صاحب-حفظه الله ورعاه-ليکي:
په عاموخلگوکي چي  مشهوره ده چي حج اکبرهغه ته وايي چي په کوم کال دعرفې په ورځ جُمعه وي،يوازي هغه حج اکبردی.دقرآن اوسنت په په اصطلاح کي ددې هيڅ اصل نشته بلکي دهرکال حج حج اکبردی،دابله خبره ده چي په ښه اتفاق سره په کوم کال چي نبي کريم-صلی الله عليه وسلم-حج وکړپه هغه کي دعرفې په ورځ جمعه وه،داپه خپل ځای يوفضيلت خامخادی خوديوم الحج الاکبردمفهوم سره ددې هيڅ تړاونشته(درس ترمذي ص۲۴۷ج۳)
دجمعې په ورځ دعرفات  فضيلت:وړاندي هم يادونه وشوه چي دعرفات اودجمعې يوځای کېدل  فضيلت خامخالري ځکه چي دعرفې اودجمعې دواړه ورځي دفضيلت ورځي دي،نوچي دواړه يوځای شي،خامخافضيلت لري داوجه وه چي الله پاک دغه دواړه دفضيلت ورځي  دنبي عليه السلام په حجة الوداع کي جمع کړلې.
په دې هکله خصوصي يوروايت علامه رزين په تجريدالصحاح کي دمؤطأپه حواله ذکرکړی دی،هغه داسي دی:له طلحه بن عبيدالله بن کريزڅخه روايت دی چي رسول الله-صلی الله عليه وسلم-وفرمايل:ترټولوورځوغوره دعرفې ورځ ده چي دجمعې سره موافقه(يوځای)شي،داتراوياحجونوغوره دی چي په جمعه کي نه وي!!
دغه روايت که څه هم کمزوری دی خوبياهم دالله پاک له دربارڅخه اميدشته چي ددغودوومبارکوورځوديوځای کېدوله امله  ډېرثوابونه انسانانوته ورکړي.
خلاصه داده چي دعرفات اوجُمعې يوځای کېدل فضيلت لري،خودې ته حج اکبرنه ويل کېږي څنگه چي په خلگوکي مشهوره ده.
په دې هکله نوري هم ډېري حوالې شته خوپه ذکرکولويې خبره اوږدېږي.
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين