د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پوهنی نظام د اصلاح او بدلون اړتیا

پوهنمل دکتوراندوس رحمت ځواکمن 01.10.2014 12:51

ټول پوهیږو چې په تیرو دری ، څلورو لسیزو کې زمو ږ دهیواد مادی او معنوی ستنې بیلابیلو     توپانونو ولړزولی او زیانمنی شوي. د هیواد کلتوری او تاریخی ارزښتونه بی ارزښته شول، دین  او دونیا مو تر رنګارنګ یرغلونو لاندی راغله او تر ټولو ستر ناورین مو د هیواد بشری ځواک   ولید.
کوچنیان او ځوانان مو نه یوازی داچې بی زده کړو شول، د نورو ګڼ شمیر ولسی وګړپه څیر،    مړه، معلول، بی کوره او کډوال شول.
په دی لړ کې د هیواد پوهی او فرهنګ ته هم غټ تاوان واوښت.د همدی مودې په بیلابیلو سیاسی  نظامونو او حکومتونو کې چې د وارداتی سیاسی ایډیالوژیو زیږنده او د اړودوړ تر سیوری لاندی وو ، پوهنه  ډیره شاته پاته شوه.د دولتی واکمنۍ لاندی زده کړی، انقلابی، احساساتی او بیړنیو    سیاسی شعارونو او لاسوهنو ساه اخیستو ته نه پریښودی او له بلی خو ا د نړۍ د پرمختیاوو او بدلو نونو څخه هم بی خبره پاته شوی.ددی تر څنګ کډوال زده کوونکی په ګاونډیو هیوادونو کې        د یوی سنجول شوي کړنلاری پر بنسټ د خورا بد پردی پال کلتوري - ژبنی هویت سره مخ       شول او  د خپل هیواد  د تاریخی، بشری او مدنی ارزښتونو له زده کړی بی برخي شول.
ددغو تیرو څو کلونو بدرنګه او بد نامه دموکراسی  بیا هم له بده مرغه ونه توانیده،سرتاسری       باکیفیته زده کړی رامنځ ته کړی.  د رغاونی او  بیا جوړونی د نورو برخو په  څیر د پوهنی        اساسات هم  ډیر خام ، نا معیاری ، سیاسی او شعاری کیښودل شول. زیاتره چارواکی يی هم د     پوهنی او       ښوو نی او روزنی له اصولو بشپړ ناخبر  کسان وو.   که څه هم د زده کوونکو د  شمیر زیاتوالی    یوه ښه لاسته راوړنه ده او علت يی هم په ټول کې  د وګړو زیاتوالی ، په ښارو  نو او امنو   سیمو  کی دنویو ښوونځیو رامنځته کیدل  او په ځنو سیمو    کی ښوونځی ته د نجونو لاسرسی  دی  خوبیا هم په هیڅ ډول متوازن او کافي نه دی.

ددی تر څنګ د پوهنی د اوسنی حالت تر ټولو غټه ستونزه ډیر ټیټ کیفی حالت دی چې بیلابیل    علتونه لری خو زیاتره يی د ناکاره، فاسد ی او غیر مسلکی  ا دا ری سره تړاو  لری  . داو سنی وخت د تقاضا ، د هیواد د ملی ګټواو ار زښتونو  د ساتنی، اقتصادی پرمختګ، کارموندنی  ټولنیزی غوړیدا، کلتوری خوندیتابه ، ولسي هوساینی او سوکالۍ لپاره باید متوازنو، معیاری او     اغیز   منو زده  کړو ته زمینه برابره شي.
دپوهنې په برخه کې د شتو مثبتو لاسته راوړنو ترڅنګ داصلاح او سمون لپاره د نورو ډیرو کارونو د ترسره کولو ترڅنګ ، دغو ټکو ته پاملرنه د پوهنی سطحه لوړولای شی:
- د هیواد د اقتصاد او ملی عایداتو په نظر کی نیولو سره دی ټول اداری تشکیلات محدود ، کارا ، اغیزمن او با کیفیته شی. پوهنه هم کیدای شی د یوه وزارت او څو وړ مسلکی مرستیالانو او       واکمنو ادارو په لرلو سره ډیر ښه پرمختګ وکړي.
- یوه علمی او مسلکی شورا یا کمیسیون د ی رامنځ ته شی چې د پوهنی ټول نظام يی تر څار     لاندی وي او عمودی او افقی تسلسل یی کنترول کړي . د لایحو، مقررو او قوانینو د طرحي      صلاحیت ولری او په زده کړی او پوهنه کی د یوه پرله پسی  او دایمی تسلسل د  رامنځ ته کیدو   سبب شي.
- د ټولو زده کړود درسی نصاب  پرمختیا او پرله پسی کنترول ته دی د تعلیمی نصاب یوانستیتوت رامنځ ته شی چې غړی يی باید مسلکی زده کړی ولري، لیکوال  او څیړونکی وی، د هیواد په    ملی رسمي ژبو او لږتر لږه یوه بهرنۍ ژبه  لیکل او څیړل  وکړي، افغان کلتور ، تاریخی       هویت ،ملی او اسلامی ارزښتونه و پیژني، عملی يی کړي او د هیواد ملی او تاریخی ګټو ته ژمن وي.
 -ښه به وي که د سردار محمد داود خان د واکمنۍ د مهال له اتم ټولګي وروسته دولتی کانکو ر بیا  دود شی البته د اصلاح او سمون په نظر کې نیولو سره. داسی چې په سلو کی ۵۰ د کانکور         نومری او په سلو کی ۵۰ د ددرسی ټولګیو نومری ارزښت ولري. شاګردان به له نهم ټولګی خپل  لوری  وپیژني چې کوم خواته ځي. هغوی چي د تیوریکی لوړو زده کړو لیوالتیا لری، پوهنتونو نو  او     نورو لوړو موسسو ته به لار مومي او هغوی چې غواړی کسبونه او حرفی زده کړی،      حرفوی    مسلکی زده کړی به پر مخ بوځي.
- له نهم ټولګی پورته دی په ثانوی زده کړو کی څانګي -ساینس، ټولنیز علوم - رامنځ ته شی    او  کیدای شی بیا وروسته د پوره امکاناتو په رامنځته کیدو سره نوری هم تخصصی شی.  د ساینس  او روغتیا، ساینس او تخیک، ټولنی او اقتصاد، ټولنی او کلتور پر څانګو وویشل شی.
ـ دزده کړو د کیفیت د لوړوالی  لپاره ډیره ضروری ده چې زده کوونکی لږ تر لږه د ورځی  شپږ اوه ساعته په ښوونځی کی پاته شی، اوس په ځنو ښوونځیو کی د څو وخته زده کړو له امله د زده کړی وخت ډیر لږ دی، دا په داسی حال کی ده چي زده کوونکی په کورونو کی هم د زده کړی مناسب چاپیریال نه لري.

- د ښوونکو روزنی، تعلیمی مجهزو ودانیو، درسي خونو، کتابتونونو، د عملی کارونو خونو د     کنفرانسونو، سیمینارونو او د مهارتونو زده کړو ته دی عملی اغیزمنه کړنلاره جوړه شي.
- لوړی زده کړی دی د پخوانیو، له کاره لویدلو، معلوماتی او میخانیکی تیوریو څخه د پایلو         لرونکو با ثمره زده کړو ته پرمختیا وکړي، تر څو محصلان له زده کړو وروسته د خپل مسلک او تر لاسه شویو مهارتونو او وړتیاوو پر مټ ځان ته کار و مومی او د خپل تخصص مطابق کار   وکړي.
- ټول پوهنتونونه او د زده کړو موسسی دی د هیواد دملی ګټو افغانی، اسلامی او بشری ار زښتو  نو د ساتلو او پرمختیا،  د ټولنی د اړتیاوو او د وخت او زمان د تقاضا په نظر کی نیولو سره د زده کړو زمینی رامنځ ته کړي.


- په مورنیو، ملی او رسمی ژبو زده کړی باید د قانون مطابق ترسره شی او ورته عملی کړنلاره   جوړه شی، همدارنګه د زده کړو د څومره والی او څرنګوالی په برخه کی انډول باید د ټول هیواد  په سطحه،  په پام کی ونیول شي.
کابل چي د هیواد پلازمینه ده باید د ټولیز، کلتوری  او تعلیمی رنګارنګۍ هنداره  وي. اوس په     کابل کي څو غټ پوهنتونونه    د نسبی غوره درسی وسایلو او امکاناتو په لرلو سره د پخوا په څیر د ټول هیواد د سیمو او وګړو استازولی نه کوي، غوره به وی چی له بدخشانه تر زابله او له       هراته ترنورستانه د ټول هیواد محصلین د یوی ځانګړی کړنلاری پر بنسټ دغو پوهنتونونو ته   لار و مومی. دا کار به دملی کادرونو په روزنه، دملی وحدت په پیاوړتیا، دټولنیز عدالت په تامین  او د متوازنو   زده کړو  له پراختیا سره مرسته وکړي.
 د پوهنی د اصلاح او سمون لپاره د  پورتنیوټکو یادول یوازی  زما  د هیواد دننه او له هیواده بهر د زده کړو، مشاهدو، کاری او تدریسی تجربو او تازه معلوماتو یادونه وه، چی په دی لیکنه کی يي تفصیل ناشونی و، خو بی له شکه د یوی عملی کړنلاری د جوړولو لپاره یو لیدلوری او تصویر وړاندی کولای شی.  کیدای شي د پوهنی  حالت د ښه والی لپاره   د نوی ولسمشر، حکومت او د پوهنی چارواکو د پام وړ وګرځي.
اوس همدومره.
پوهنمل دکتوراندوس رحمت ځواکمن
۲۷-۰۹-۲۰۱۴هالنډ