د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نوی دولت د نوو تجربو او ننګونو په آزمون کې

عبدالغني (هاشمي) 30.09.2014 23:24

د دوشنبې په ورځ د ۱۳۹۳ لمریز کال د تلې د میاشتې پر اوومه نېټه د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره په سوله ییز ډول د هېواد د چارو واګي د یو لړ رسمي تشریفاتي مراسمو او د لوړې پر کولو د افغانستان له یو منتخب ولسمشر څخه بل منتخب ولسمشر ته وسپارل شول.
د لوړې په دغو مراسمو کې، چې د افغانستان پر پخواني ولسمشر ښاغلي حامد کرزي سربېره کورنیو او بهرنیو لوړ پوړیو چارواکو، استازیو او مشرانو پکې ګډون کړی وو، نوي ولسمشر اشرف غني، د هغه مرستیالانو؛ اجرايي رییس او مرستیالانو یي په هېواد کې د رښتیني خدمت لوړه وکړه.
د لوړې مراسمو پر ترسره کېدو ملي وحدت دولت خپل موجودیت اعلان کړ او په دې توګه په افغانسان کې د ولسواکۍ پربنسټ ولاړه دیارلس کلنه سیاسي واکمني یو نوي پړاو ته داخل شو. اوس نو پوښتنې او اندېښنې دادي، چې ایا ملي وحدت دولت به وکولای شي په رښتیا د خپل نامه له متني معنا سره سم اهداف پلي کړي؟ ایا ملي وحدت دولت به د هېواد په پرمختګ، ملي یوالي او د خلکو د حقه حقونو په رښتیني او عادلانه تامین او پرځای کولو کې زموږ د هېوادوالو د کلونو کلونو هیلو او ارمانونو ته مثبت ځواب ووايي او په دې برخو کې به له کړو وعدو او ژمنو سره بریالي عملي ګامونه پورته کړي که نه؟
دا هغه پوښتنې او اندېښنې دي، چې د ملي وحدت دولت تر جوړېدا وړاندې د افغانستان د ډېریو خلکو په ذهنونو کې سرګردانه ګرځېدلې راګرځېدلې او لا هم ګرځي راګرځي.
ملت د تېرو لسیزو ترخو تجربو ته په کتو، د نوې تجربې په توګه د ملي وحدت دولت راتلونکي برخلیک په اړه په لومړي ګام کې له دې کبله اندېښمن دی، چې ایا نوی حکومت به له دې قومي، ژبني او مذهبي ترکیب او جوړښت، د هغوی ترمنځ تېرو مخالفتونو او نوو غوښتنو سره وکولای شي، داسې کړنې او میکانیزمونه ترلاس لاندې ونیسي، چې هم ټولې خواوې راضي وساتي او هم پر خپلو پلویانو سربېره د وړتیا، پوهې او مهارت له مخې د هېواد نورو کادرونو او مخکښو شخصیتونو ته هم په دولت کې د پام وړ برخه او ونډه ورکړي که نه؟
په لنډه توګه دا، چې عدالت او شایسته سالاري به پلي شي که نه؟
د ولسمشر او لوړ پوړیو دولتی او حکومتي چارواکو د لوړې تر مراسمو وروسته د نوي ولسمشر ښاغلي اشرف غني او اجرايي رییس ښاغلي عبدالله عبدالله له ویناوو داسې برېښېده، چې دواړه له وړاندې د یو منظم او سنجول شوي ملي پلان له مخې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د پرمختګونو او نوښتونو لپاره چمتو دي او نوی دولت به د نړیوالو اړیکو په ګډون په بېلابېلو برخو کې د ټاکلو، پراخو او هر اړخیزو پلانونو او پروګرامونو سره د عمل ډګر ته ننوځي.
ملت دا تجربه لري، چې هر نوی نظام په خپل راتګ سره په وینا کې هغوی ته د خدمت ډېرې غوړې وعدې ورکړي، خو بیا یې په عملي کولو کې پاتې راغلی دی، ځکه نو ملت هیله من دی او تمه لري، هغه څه چې دغو ښاغلو د انتخاباتي مبارزې په بهیر کې او د لوړې له مراسمو وروسته په خپلو ویناوو کې وویل، په عمل کې یې هم پلي کړي.
ملت له نوي دولته غواړي، چې د ښاغلي حامد کرزي د دیارلس کلنې واکمنۍ د ملي او نړیوالو بریاوو او پرمختګونو له تجربو څخه پر ګټې او په دې برخو کې د هغه له نیمګرتیاوو، تېروتنو او ناکامیو څخه پر درس او انتباه اخستنې به داسې پلانونه او پروګرامونه ترلاس لاندې ونیسي او پلي یې کړي، چې نه یوازې د نړیوالو اړیکو په ګډون په ډېرو کړکېچنو شرایطو کې په بېلابېلو برخو کې د ښاغلي حامد کرزي د واکمنۍ لاسته راوړنې پرې وساتل شي، بلکې په ډېره پراخه او روښانه توګه په هېواد کې د پام وړ پرمختګونو رامنځته شي.
هغه څه چې زموږ هېوادوال د نورو ګڼو مسائلو او ننګونو ترڅنګ یې په اړه ډېر اندېښمن دي، هغه د نوي دولت پروړاندې پر روان امنیتي او سیاسي کړکېچن وضعیت او بهرنیو لاسوهنو سربېره د دولت په تشکیلاتي جوړښت کې د عدالت، ضوابطو او اصولو پرځای د مجبوریتونو او مصلحتونو پربنسټ د افرادو او اشخاصو ګمارل دي.
ډېری شنونکي او د نظر خاوندان د نورو سترو او کوچنیو هغو ترڅنګ د ښاغلي حامد کرزي د دولت عمده ناکامۍ او نیمګړتیاوې، د مصلحتونو له مخې په دولتي لوړو او ټیټو پوسټونو کې په قومي، ژبنیو او مذهبي بنسټونو د ناوړه اشخاصو او زورواکو ګمارنه، پر ضوابطو د روابطو لوړتیا، د قانون نه حاکمیت او په ډېره پراخه توګه د اداري فساد شتون بولي. که نوی دولت له دغو ناکامیو او نیمګړتیاوو څخه د تجربې پر اخستنې په دغو یادو شوو برخو کې په ډېرې ځیرنې او رښتینوالي د پام وړ پراخ او جدي پلانونه تدابیر او کړنې ترلاس لاندې ونه نیسي، کېدای شي له ډېرو ستونزو او ننګونو سره مخ شي.
ډېری داسې انګېري، که نوی دولت د سیاسي او امنیتي، کورنیو او بهرنیو دسیسو، پلانونو، ستونزو او ننګونو د شنډولو، هوارولو او له منځه وړلو ترڅنګ ددولت د ننه په قومي، ژبنیو، سیاسي او مذهبي مصلحتونو او مخالفتونو کې ښکېل پاتې شي، نو کېدای شي هېواد د پرمختګ او پراختیا پرځای له ناکامیو او وروسته پاتې والي سره مخ شي.
له دي سره چي نوی دولت په هېواد کې په بېلابېلو برخو کې وتلي، پوه، وړ او ماهر کادرونه او شخصیتونه له ځانه سره لري او ضروربه په بېلابېلو برخو کې کره، سنجول شوي او ګټور عملي پلانونه او پروګرامونه ترلاس لاندې لري، خو زموږ جګړو، ناخوالو او فساد ځپلي هېوادوال هم له نوي ملي وحدت حکومت څخه ډېرې تمې، هیلې او غوښتنې لري. دوی د ملي یوالي پر بنسټونو ولاړ له نوي دولته غواړي، ترڅو په لومړي ګام کې په هېواد کې د رښتینې ملي یوالي د ټینګښت او پراخیتا لپاره پراخ او هر اړخیز فعالیتونه ترلاس لاندې ونیسي، د هېواد ملي ګټو ته په پام په خپلو بهرنیو اړیکو کې ډېر محتاط او ځیر اوسي او د بهرنیو اړیکو په پراخیتا او پیاوړتیا کې تر پخوا لا ډېر پرمختګ ته لار هواره کړي، ځکه د افغانستان اقتصاد لا اوسمهال هم په بهرنیو مرستو پورې تړلی دی، که بهرنۍ مرستې راجلب نه شي، نو ددوی په اند به هېواد له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شي، چې سیاسي او امنیتي وضعیت به هم تر خپل سیوري لاندې راولي.
له بل لوري زموږ ربړېدلي هېوادوال له نوي دولت څخه دا تمه لري، چې په دولتي لوړو او ټيټو پوسټونو کې د خپلو پلویانو، قومي، ژبنیو، مذهبي، سیاسي او نورو مصلحتونو پرځای د هېواد او هېوادوالو په اړه ملي غوښتنو، اصولو او مصلحتونو ته لومړیتوب ورکړی او په دولتي پوسټونو کې دې د پوهې، وړتیا، مهارت او رښتینوالي پربنسټ ټاکنې وکړي، نه د پورتنیو مصلحتونو او مجبوریتنو له مخې. پرته له دې به نوی دولت د خلکو د ملاتړ پرځای د هغوی له مخالفتونو سره مخ شي.
بله جدی ستونزه چې زموږ هېوادوال یې له امله سخت زورېږي، په هېواد کې د پراخ اداري فساد شتون دی، چې نوی دولت باید ژر ترژره په دې برخه کې هم د پام وړ عملي ګامونه پورته کړي.
زموږ په اند دا کار په دریو طریقو ترسره کېدای شي:
لومړی: د قانون حاکمیت
دویم: پر روابطو د ضوابطو لومړیتوب
درېیم: په دولتي لوړو او ټیټو پوسټونو کې د وړ، کارپوهو، ماهرو، خواخوږواو د هېواد ملي ګټو ته رښتینو ژمنو مسلکي کادرونو او شخصیتونو ګمارل.
سربيره پر دې چې د نوي دولت په هغو پلویانو کې، چې د ولسمشر او اجرايي رییس په بریالیتوب کې یې ستره او رغنده ونډه درلوده او په اصطلاح دا ښاغلي یې د احسان پوروړي دي، پر زورواکو او جنګسالارانو سربېره، یوشمېر په اداري فساد ککړ تورن کسان هم شتون لري؛ نو اوسمهال، چې اداري فساد په هېواد کې نږدې په یو دود بدل شوی او د سرطان ناروغۍ په څېر یې د هېواد ټول بدن ته ریښې ځغلولې دي، نو په داسې یوه حالت کې له دې پلیتې پدیدې سره مبارزه به نوی دولت له ډېرو خنډونو او ننګونو سره مخ کړي، خو که دولت د قانون بشپړ حاکمیت تامین او پلی کړي، نو بیا شونې ده، چې زموږ هېواد او هېوادوال ددې شومې او زوروونکې پدیدې له شره هم خلاص شي.
که دولت د ډېرو نورو هغو ترڅنګ دغو سترو ستونرو، خنډونو او ننګونو ته جدي پاملرنه ونه کړي او په اړه یې د عملي پلانونو او پروګرامونو پر په لار اچولو لازمې او ګټورې کړنې ترلاس لاندې ونه نیسي او برخلاف د بېلابېلو مجبوریتونو او مصلحتونو په پام کې نیولو ترې دا ستونزې لا پسې پراخې او پیاوړې شي، نو کېدای شي د ملت د باور او ملاتړ پر له لاسه ورکولو د ګټې، دوام او پرمختګ پرځای له زیان، ړنګېدلو او په شاتګ سره مخ شي.
ددغو ټولو مسائلو په پام کې نیولو او دوولت پروړاندې د ګڼو ازمونونو او ننګونو له شتون سره بیا هم داسې هیلې شته چې دا دولت به د هغو مثبتو او منفي تجربو پربنسټ، چې په وروستیو کلونو کې یې ترلاسه کړې دي، لږترلږه په نسبي توګه له شته و ننګونو بریالی راووځي.