د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ښوونه او روزنه دجان دېوي له انده

عارف الله عارف 30.09.2014 22:14

کله چې دنوي او مترقي ښوونې او روزنې خبرې کیږې نو په تر بل هر چادمخه دجان دیوي نوم راځي ګرچې له ده وړاندې هم عملماوو دښوونې او روزنې په اړه خبرې کړي دي حتی پرمختللې مدرسې یې هم جوړې کړي دي خو دهغه امتیاز نه چې جان دیوې برخوردار دی دوی یې نه لري.له همدې امله دجان دېوي نظریات او افکار ترڅېړنې لاندې نیسو دده شته نظریات چې دښوونې او روزنې په اړه یې ورکړي دي تحلیل اوتفسیر کړو.وبه ګورو چې نوموړی دښوونې او روزنې په اړه څه اندونه لري.اوایا داوسني عصر دښووني اوروزنې دبهیر سره سمون خوري او که نه ؟او که برابر وي ترکومه بریده پلي شوي دي؟.
جان دیوي وایی تیوري اوعمل یو له بله سره نشو بېلولی ددې خبرې داثبات لپاره دروح اوتن مثال راوړي دی وایې لکه څرنګه چې تن پرته له روح نه ژوندی نشي پاتې کېدلی همدارنګه نظراوعمل هم سره په یوبل کې نغښتي دي.کله چې دیوې موضوع په اړه یوه نظریه ورکول کېږي هغه باید تش په نوم خبرې نه وي هغې ته باید دعمل جامي ورواغوستل شي.که موږ دژبو دمشترکو کورنیو په اړه خبرې کوو او وایو چې په اندو اریایی ژبوکې پښتو،سانسګریت،هندي،سینګالي اونورې ژبې شاملې دي او دا ادعا کوو چې داټولې ژبې له آره دآریک ژبې نه را زېږدلې ژبې دي خو دوخت په تېرېدو سره په خاصو ژبو بدل شوي او اوس هره ژبه په یوه خاصه جغرافیوي سیمه کې ویل کېږی نو ددې خبرې دثبوت لپاره موږ داژبې په مقایسوي توګه وڅېړو اوهغه مشترکې خواوي یې دلوستونکی یااورویدونکي مخې ته کېږدو چې که هغه ددې ژبو دمشترکو لغاتو ترمنځ وي او که دګرامر ترمنځ نوهلته به مو عمل او تیوري سره یوه کړي وي او لوستونکي یاراوریدونکي ته به مو ډېر څه ورکړي وي.
په بل ځای کې وایې ښوونه او روزنه کومه بله موخه نه لري بلکې په خپله موخه ده.که چېرته ښوونه او روزنه دتجربو دمنظم کولو په مانا ونیسو او دااصل ومنو چې زړې تجربې دنویو تجربو سره یوځای کېږي اودمسایلو عمق ته ځان رسوي دې نتېجې ته رسېږو چې ښوونه او روزنه هم وسېله ده او هم هدف داچې دتجربو عمق ته ځان رسوي نو وسېله ترې جوړېږي.په هره اندازه چې زړې تجربې دنویو تجربو سره یوځای کېږي په هماغه اندازه دفرد فهم او ادارک قوي کېږي یاپه بله وینا زړې تجربې دنویو تجربو سره دیوځای والي په صورت کې ځانته نوی شکل غوره کوي که دمثال په توګه الوتکه (طیاره)په نظر کې ونیسو داسلامي معلوماتو له مخې لومړۍ الوتکه دسلیمان ع تخت وو چې نوموړي ته دالله تعالی له لورې ورکړل شوی وخو دوخت په تېرېدو سره دعلم لمن لاپراخه او ارته شوه داسې الوتکې رامنځته شوې چې داوسپنې نه جوړې دخلکو اویاهم دوسایلو دانتقال دنده یې اجراکوله معمولا په دې الوتکو کې یو چلونکي یاپیلوټ ته اړتیا وه چې دالوتکې دادارې چارې سرته ورسوي خوپه همدغو الوتکو له سره کتنه وشوه.پوهانو وغوښتل چې داسې لارې چارې پیداکړي چې پرته له چلونکي الوتکه یوځای نه بل ځای پرواز وکړي هماغه وو چې په نتېجه کې یې ډرون یابې چلونکي الوتکې رامنځته شوې په همدې ترتیب ډیری ژوندي مثالونه لرو چې موږ یې په همدایو بسنه کوو.
څښتن تعالی دنړۍ پرمخ هر څه دیو هدف لپاره پیدا کړي دي که انسان یې دخپل عبادت لپاره پیدا کړی دی ددې عبادت لپاره یې ورته یوه وسېله هم ورکړه چې هغه دعلم اوپوهې څخه عبارت ده.دهمدې علم په لمن کې یې ورته بېلابېل هدفونه ټاکل دي دخپل شناخت ترڅنګ یې ورته دورځني ژوند تېرولو لپاره هم یوه اړینه وسېله ګرځولې ده.انسان باید خپل ورځنی ژوند څنګه برابراو په منظمه توګه پرمخ بوځی.په ټولنه کې باید دفرد کرکټر څرنګه وي؟اویاهم خپلې لاس ته راوړنې او تجرې له نورو سره څنګه شریکي کړي؟.دښوونې اورزنې یوموخه هم همدا ده چې فرد باید په ټولنیزو چارو کې فعاله ونډه واخلي په دې اړه جان دیوي وایې فرد باید په ټولو ټولنیزو فعالیتونو کې کې سهیم وي او دټولنې دټولو فعالیتونو څخه باید ګټه واخلي خو دټولنې ارزښتونه ،فرهنګ او رسووم باید په نظر کې ونیول شي.دی وایې ټول علوم یوه له بله سره اړېکې لري طبعي علوم باید داجتماعي علومو سره یوځای ولوستل شي ځکه په ځانته توګه طبعي علوم دژوند ټولې خواوي په خپله لمن کې نه رانغاړي .
موږ په ټولنه کې ژوند کوو باید دهغې ټولنې سره چې موږ په کې ژوند کوو په بشپړه توګه توافق وکړو ټول ارزښتونونه یې په نظر کې نیسو .پرته له ټولنې فرد کوم موجودیت نه لري هغه په ټولنه کې دټولنې لپاره دټولنې په وسېله ژوند کوي همدارنګه ټولنه هم پرته له افرادو نشي جوړیدای همدا وګړي دي چې ټولنه رامنځته کوي نو لهذا فرد ته لازم دي چې ځان په ټولنیز ژوند سهیم کړي هرڅه باید په پټو سترګو سرته ونه رسوي.
جان دیوي په دې عقېده وو چې ښوونه او روزنه فرد ته ټولنیز شعور ورکوي یاپه بله وینا فرد له حیواني خویونو راباسي اویوې داسې لارې ته یې سوق کوي چې هلته دانسان او انسانیت ارزښتونه په نظر کې نیول کېږی .
په نتېجه کې ویلی شو چې هره تیوری باید دعمل تابع وي تش په نوم نظریات باید یواځې دکاغذ پرمخ پاتې نشی.انسان یو ټولنیز موجود دی باید دټولنې په کارونو کې فعاله ونډه ولری دیوې ټولنې ټول عادات رسوم ارزښتونه په نظر کې ونیسي .ښوونه اوروزنه انسان ته ټولنیز شعور او دانسانیت لارې ته یې رابولي.
عارف الله عارف
ښاغلو زما دنورو لیکنو سره زما تخلص نه دی راغلی هیله ده چې ورسره زیات یې کړئ.په دسي مډلونو لیکنه کې یواځې عارف لیکل شوی او دیوې ملي پالیسۍ پړاونه ترسلیک لاندې یواځې عارف الله لیکل شوی.هیله ده له دې وروسته ورسره عارف الله عارف ولیکئ