د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بری مو مبارک سه!

عبدالباري جهاني 30.09.2014 12:08

ګرانو هیواد والو! د روان کال د سپټامبر پر نهه ویشتمه په افغانستان کي یو لوی تحول راغی. داسي تحول چي ډیرو لږو کسانو یې انتظار ایستی. داسي تحول چي په ګران افغانستان کي د یوه بشپړ انقلاب معنی لري؛ دا ځکه چي په شلمه او یویشتمه پیړۍ کي، په څه کم سلو کالو کي د لومړي ځل لپاره قدرت په سوله ایز شکل انتقال سو. په تیرو څه کم سلو کالو کي، د امیر عبدالرحمن خان له وفات څخه وروسته، څوک له ارګ څخه په سوله ایز، یا د خلکو د ارادې سره سم نه وه وتلي. دا یوه معجزه وه او زه یقین لرم چي د ګران هیواد نوی جمهوریس  ډاکټر اشرف غني به ، چي هم یې په پوهنتونونو کي د یوه لایق استاد او هم یې د افغانستان په حکومتي اداره کي د یوه لایق، مستعد او مستحق وزیر او د قدرت د سوله ایز انتقال د پروسې د یوه مبتکر په حیث په ټولو ساحو کي بریالۍ آزمییني تیري کړي دي، هیواد پر داسي لارو سم کړي چي، که خدای کول، په لږ وخت کي به د غلیمانو د سترګو اغزی سي. سړی اوس پوهیږي او ویلای سي چي د جمهوریس د انتخابولو لپاره په ازادو او ډیموکراټیکو انتخاباتو کي ښځو او نارینو بیځایه برخه نه وه اخیستې. د ډیموکراسی، ازادی او بشري حقوقو دښمنانو د خلکو ګوتي، یوازي د خپل ډیموکراټیک حق څخه د ګټي اخیستلو په ګناه هسي نه وې پرې کړي، او د هغو کسانو، چي خپلي ګوتي او حتی سرونه یې په دې انتخاباتو کي له لاسه ورکړل، قربانۍ بیځایه نه وې.
راسی! چي د نړۍ د نورو پر مخ تللیو او مترقي ټولنو په څیر د خپل نوي مشر تر شا ودریږو. راسی! چي د ژبي، سمت، مذهب او نژاد په اساس تبعیضونه او تعصبونه یوې خواته پریږدو او د ګران افغانستان د ازادی او استقلال د موسس او د ترقۍ او پرمختګ د قافله سالار اعلیحضرت غازي امان الله خان د فرمان، قانون او سپیڅلي وطن پالونکي احساس سره سم ټول هغه کسان افغانان وبولو چي د ګران افغانستان په قلمرو کي ژوند کوي، او د تابعیت تذکره یې لري. راسی! د ټولو هغو کسانو خولې ماتي کړو چي زموږ د ګران هیواد د اوسیدونکو تر منځ په یوه او بل نامه بې اتفاقي اچوي، د پردیو غلیمانو ډول ته نڅیږي او د غلیمانو په څیر زموږ مظلومانو د وینو په تویيدلو او ښارونو او کلیو د تباهیو په لیدلو نه مړیږي.
دا وطن د پښتنودی، دا وطن دی د تاجکو
دلته کور د هزاره دی دلته اور دی د اوزبکو
دا هیواد د ټولو دی؛ هیڅ قوم یې قواله نه لري او هیڅ قوم یې په ځانګړې توګه نه سي ابادولای. د قومونو تر منځ لږه بې اتفاقي د دې هیواد د تباهی سبب سوی او بیا به هم، خدای مه کړه، دا هیواد او مظلوم اولسونه، چي څه باندي دوې پیړۍ د کورنیو جنګونو او پردیو د یرغلونو د لاسه کړیدلي دی نور هم کړیږي او ګټه به یې یوازي زموږ پردیو غلیمانو او د هغوی داخلي لاس پوڅو ته رسیږي.
د افغانستان د بربادۍ او په نړۍ کي د بې اعتباره کیدلو یو علت قومي او داخلي جنګونه او بل علت یې اداري فساد دی، چي په دې بدمرغه ساحه کي یې، په ټولي نړۍ کي، کله لومړی او کله دوهم مقام ګټلی دی. زموږ نوي جمهوریس ډاکټر اشرف غني ، په خپلو ټولو پخوانیو ویناوو کي، د اداري فساد د ریښو ایستلو او د هیواد د حیثیت او اعتبار د اعاده کولو ژمني کړي دي. راسی د جمهوریس اشرف غني تر شا ودریږو او دا ژمني یې، چي د ګران افغانستان حیثیت او حتی موجودیت ور پوري تړلی دی، په ټولو ورسره پوره کړو.
یو ځل بیا وایم چي د افغانستان موجودیت د ټولو اوسیدونکو قومونو په اتحاد پوري تړلی دی. دا هیواد تر هغه وخته پوري، چي ټولو قومونو یوه بل ته وروڼه نه وي ویلي، د خوشبختی مخ نه سي لیدلای. زه پوهیږم چي ځیني وروڼه به د ځینو نورو څخه ګیله من وي او پر یوه بل به د وروری د خرابولو او دښمنیو د ایجادولو پړه اچوي خو که له دغه راز ګیلو څخه تیر نه سو هیڅ ځای ته نه رسیږو. ټولو هغو کسانو ته چي له خولې او قلم څخه یې د قومي، لساني او مذهبي بې اتفاقی اچولو بوی راځي د خاینانو په سترګه وګوری اود یوموټي، غښتلي او سرلوړي افغانستان د جوړولو پر لور ګامونه اوچت کړی!
سوله او سوله ایز تغیرات د افغانستان د ترقۍ او نیکمرغی یوازینی لاره ده. تر څو چي ټول لاسونه سره ور نه کړو او په ګډه د هغه رنځ علاج ته چي زموږ هیواد او مظلوم اولسونه یې په پیړیو کړولي دي ملا ونه تړو د سولي مخ نه سو لیدلای. راځۍ چي سر له نن څخه فیصله وکړو چي د جنګ او عداوت لمبې سړې کړو. یوازي زموږ خارجي غلیمان، چي زموږ پاکي ویني د چټلو اوبو ارزښت نه ورته لري، د جنګ دوام غواړي. راسی د سولي په ټینګولو او یوه بل ته د ورور په ویلو سره خپل د خاوري، سر، مال او ناموس دښمنانو ته وښیو چي د افغانستان د تباهی ارمان به ګورته یوسي.
د روښانه راتلونکي، ازاد او سرلوړي افغانستان د جوړیدلو او پر پښو دریدلو په هیله!