د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

تعصب

الحاج انجنیرسیدرقیب شاه (هاشمی) 30.09.2014 12:07

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

بی له شکه انسان چی په هر ځای کی اوسیږی دیو قوم ،ټبر،نژاد پوری اړه لری واضح ده چی انسان دخپل قوم ،ټبر اونژاد سره مینه اوعلاقه لری نه داچی عیب نه دی  بلکه دټولنی دهمکاریو اوجوړښت عامل هم دی که دامینه اوعلاقه دحد نه لوړه شی کیدای شی دلویو فاجعوزیږنده وی چی همدا افراط دی .

دقوم اوټبرځینی افراطی پالنه په قومونو کی دجنګونو اوبد بینی وسیله ده دقوم اوټبر څخه افراطی طرفداری اودفاع په حالت کی دقوم او ټبر بدترین افراد دشخص په نظر نیک اوښکلی په نظر راځی . خودخواهی ،جهل چی دانسان په افکارو اوادراک کی ځای نیسی دانسان عقل دسم اوصحیح قضاوت نه باسی اوغلط قضاوت اوناسم عمل صورت مومی .

دعصبانیت دغه عمل په ځینو قومونوکی حاد حالت کی قرار لری دلږکیو قومونو نا منلی رهبران په خپلو خبرو اواعمالوکی دقوم د راپارولو په خاطر کوښښ کوی یولړ غیرانسانی اوغیر اخلاقی مسایل مطرح کوی ،خرافات اوناسم اعمال دادب تر عنوان لاندی شته چی ځینی عوامل لری :

1-  تکبر : دتعصب یو ریښه تکبر دی .

2-  مال اوثروت : تاسو به په ټولنه کی متوجه شوی یاست ځینی چی مال اوثروت  پیداکړی دخپل ځان دمطرح کولو دپاره شریعت اوقوانین تر پښولاندی کوی دخپلو ګټودپاره داغیاروسره ګډیږی اوناسم اعمال کوی .

3-  ناسم اوکورکورانه تقلید :  بی له دی نه چی فکر اوکړې چی دټولنی کلتور یی نه منی خو شخص یی کوی په لباس کی ،په ګفتارکی په کردار کی اویا هم په نظرکی یا سیاست کی یی کوی دا کورکورانه تقلید دجاهلیت ددورو اوخرافاتو کړنه ده

 نا اګاهانه دتیروکړنو څخه دفاع دخرافاتو په انتقال کی ښکاره رول لری  .

دوخت اوزمان ضرورتونه ،دفکری اوسیاسی خلاګانو فقدان نه شی پوره کولی .

دتعصب کولونور عوامل :

1-  بی ایمانی .

2-  دحق نه انحراف .

3-  ناسم مدیریت .

4-  جاهلیت اوبی تعلیمی .

5-  په ټولنه کی دتفرقه اچول دی .

لیدل کیږی چی په ټولنه کی دقدرت ،مال اوثروت په خاطر دحق نه انحراف صورت مومی اودجاهلیت د دورو کړنی په ټولنه کی دتفرقه اچول اوبی ایمانی لویه ستونزه پیداکړی ،هرج اومرج په کولو په ټولنه کی دتفرقه اچول سره ځینی غواړی چی دحق څخه انحراف صورت ومومی دحکومت دناسم مدیریت اودبهرنیوناپاکو لاسونو ،عادی ژوند مختل کړی او تجاری معاملات په ټپه ولاړدی داټول هغه څه دی چی هیواد دویجاړی  اوبی لاری په لاره سموی .

ښه داده چی دخراب اوناسم اعمالوڅخه دنجات لپاره ښه لار په ټولنه کی دکلتوری اوفکری جوړښت دپاره زما وړاندیزدادی چی زمونږ ورونه دی دتعلیم اوتربیه لارخپله کړی اووسره دینی علومو ته توجه وکړی چی په ټولنه کی اوسنی بد مرغی کمی اودیو هوسا ژوند دپاره لار هواره شی په دی لارکی باید هاند وکړو .