د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دیوې ملي پالیسۍ پړاونه

عارف الله 30.09.2014 12:05

هرهېواد دخپل ښوونیز نظام لپاره یولړ پالیسې جوړوي چې دهماغو ملي پالیسيو په پلي کولو سره خپلو موخو ته ځان رسوي.هره پالیسي دهماغه هېواد په شته هیلو او ارمانونو پورې تړلي وي.په دې مانا چې هرهېواد خپلې هیلي او ارمانونه لري. دهماغو هیلو او ارمانونو دپوره کېدلو لپاره پالیسي جوړوی.یوه پالیسي په څو مختلفو پړاونو کې جوړېږي چې موږ به پرې لنډه رڼا واچو.
لومړی پړاو:په لومړي پړاو کې ترهرڅه دمخه دا اړینه ده چې دپالېسۍ لپاره ستونزه مشخصه شی.یعنې هغه ستونزه چې موږ یې دحل په موخه پالیسي جوړو څرګنده شي.هماغه ستونزه تعریف شي.یعنې ستونزه په کوم ځای کې ده؟ستونزې ته درسېدلو لپاره څه په کار دي؟څنګه کولای شو خپل هدف ته ورسېږو؟یادو پوښتنو ته ځواب پیداکول اوپه اړه یې فکر کول دپالیسۍ جوړونې لومړی ګام شمېرل کېږي.
دوهم پړاو:داطلاعاتو راټولولو او خپلې پالیسې ته قانوني بڼه ورکول.په دې پړاو کې لازم دي چې په لومړي سرکې پالیسي قانوني شي یعنې دلوړو پوړو چارواکو څخه دپالیسۍ لپاره اجازه لیک واخستل شي.دا کار ددې لپاره اړین دی چې پالیسي دهېواد یاسیمه ایزو قوانینو سره سمه جوړه شي.یوه پالیسي هغه وخت ناکامه شمېرل کېږي چې چې قانوني بڼه ونه لري.په ځانګړي توګه په هغه هېوادونو کې چې قبیلوي شکل ولري. ځکه په یادو هېوادونو کې ځیني فرهنګونه او دودنه په ارزښتنونو بدل شوي وي.که دهغوی یاد ارزښتونو ته پاملرنه ونشي نو په وړاندې یې غبرګون ښکاره کوي.په دوهم قدم کې دې دعامو خلکو ذهنونو ته دې دیادې پالیسۍ په باره کې معلومات ولېږدول شي.هغوی باید په دې وپوهول شی چې پالیسي دڅه لپاره جوړه شوي.په شته منځپانګه کې موخې په څه راڅرخي.بل ټکی چې پالیسي جوړونکي اشخاص باید ورته پاملرنه وکړي هغه دادی چې دخلکو له منځ څخه دې دځینو خلکو سره ناستې او غونډې وکړي.دهغوی نظریات دې واوریدل شي،په نظریاتو کې دې غورچاڼ وشي او بیا دې کره اوپاخه نظریات دټولو په هوکړي سره په خپله پالیسۍ کې ځای پرځای کړي.دامکان ترحده دې پالیسي دمیډیا له لارې هم په نشر ورسول شی.ځکه ملي پالیسۍ دشخصي غوښتنو لپاره نه جوړيږي بلکې دیو هېواد دټول وګړو استازیتوب کوي.
درېیم پړاو:دپورته کړنو څخه وروسته کله چې پالیسي قانوني شوه.دنظریاتو غورچاڼ وشو.دعامو او میانه روانو سره ورکشاپونو او ناستې وشوې. پالیسي یو بل پړاو ته داخلېږي چې هغه پړاو دسرچینو(منابعو)ټاګل او ګمارل دي.منابع په ټوله کې دبشري،مالي،فریکي اواطلاعاتي منابعو په نوم یادېږي.
مالي سرچینې:دپالیسۍ دتطبیق لپاره یوه اندازه پیسو اومالیاتو ته اړتیا وي چې پالیسي جوړونکی ارګان یې باید په لاس کې ولري.په مالي سرچینو کې خپله دپالیسي جوړونکي ارګان مالي لګښتونواو دنور کومکي ادارو مالي لګښتونو ته پاملرنه کېږي.پالیسي جوړونکی سازمان باید یواځې په خپلو مالي سرچینو باندې بسنه ونه کړي.په کار دي چې دنورو ټولنو اوخیریه ادارو مرستې راجلب کړای شي.که چېرته خیریه مرستې نشي راجلبولی هڅه دې وکړي چې تبادلي شراکت رامنځته کړي.اوپه همدې ترتیب دې دمالي لګښتونولپاره دلوړپوړو چارواکو سره دبودیجې دتثبیت په اړه سلا مشورې وکړل شي.
بشري سرچینې:ښکاره ده چې پالیسي بې له اشخاصو نه پلي کېږي.یوه ډله اشخاص به وي چې دیادې پالیسۍ په تطیق کې کوټلي ګامونه پورته کړي.پالیسي جوړونکي اداره باید دبشري سرچینو په ګمارلو کې له پام څخه کار واخلي.دهرپُست لپاره دې وړ او پوه اشخاص وګماري.دهغوی په کارونو دې دې څارنه وکړي.په خپلو کې باید سره لازمه هغږي ولري.دلاسته راوړنو او کمیو په باره کې دې ورسره ناستې وشي.ښه کارونه یې وهڅول شي او دکمیو په اړه ورته لازمې لارښوونې وکړي.
فزیکي سرچینې:په فریکي سرچینو کې دپالیسي دتطبیق لپاره یو لړ وسایلو ته اړتیا وي چې باید وپیرل شي.هغه وسایل چې له کاره لویدلي وي باید په نویو بدل شي په همدې ترتیب دې دخلکو دذهني وړتیاتو څخه هم ګټه واخستل شي.
څلورم پړاو:په پورته پړاونو نوې کتنه ده. په دې په مانا چې په دې پړاو کې پالیسي تحلیل او تفسیرکېږي.دپالیسۍ کمزورۍ،توانمندۍ او تهدیدونه په کې راسپړل کېږي.پالیسۍ ته مهالویشونه جوړیږي.دعامه اودولتي اشخاصو سره ناستې او جلسي جوړیږي.دمرستو او همکاریو لړۍ راجلبېږي.په امکاناتو له سره غور کېږي.داړتیا په صورت کې نویوې وسایل پېرل کېږي.دظرفیتونو په لوړاوي غور کېږي.پالسیي جوړونکی ارګان په خپلو کې سره وړې،وړې ټولنې جوړوي.کارونه ویشي.دوړو ټولنو ترمنځ دهمغږۍ فضا رامنځته کېږي.دپورته کړنو څخه وروسته کله چې پالیسي نهایی شوه لیکلي بڼه غوره کوي. نو په کارده چې پالیسي په داسې ژبه ولیکل شي چې له هرډول تکلف او تصنع څخه پاکه وي.
پنځم پړاو:په دې پړاو کې اقدامات او سرچینې سره منظمې کېږي.پلانونو ته انکشاف ورکول کېږي.دپلانونودپلې کیدلو لپاره عمل کار پیل کېږيٍ.دنورو سازمانونو سره په مشارکتي پلانونو غور کېږي. دتطبیق لپاره یې دوه اړخیزه ګامونه اخستل کېږي.اولیتونو پیژندل کېږي.دپرتو ستونزو او خنډونو دحل په موخه لارې چارې کتل کېږي.بریالیتوبونو ته پرختیاورکول کېږي.مکافات او مجازات ټاکل کېږي او دپالسیۍ لپاره لوایح او قوانین ټاکل کېږی.
شپږم پړاو:په دې پړاو کې په پالیسۍ نظارت اوڅارنه کېږي.کتل کېږي چې پالیسي ترکومه بریده خپلو متوقعه موخو ته رسیدلي.پالیسي څومره په ښه توګه تطیق شوې؟.که تطییق شوي نه وي دکومو ستونزو او خنډونو سره مخامخ ده؟په کومه برخه کې کمۍ دي؟څه ته اړتیا لېدل کېږي چې باید اجرا شي؟ایا بشري منابع سمې په کار نه دي لویدلي اوکه دفزیکي منابعو په شتون کې کمی دی ؟په همدې ترتیب ایا دپلانونو په تطبیق کې ستونزه ده او که که کوم بل داسې څه شته چې پالیسي ورسره لاس اوګریوان ده ؟ لنډه داچې خپل ټول پرسونل،مالي سرچینې،فزیکي سرچینې،همکارټیمونه،پلانونه او اداري کارکونکي تر خپل پوښښ لاندې راوستل دي.