د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

داستادۍ دتجربې پراساس دزده کوونکو دګډوډیو مخنیوی او دغه رفتارونو ته سم لوری پیدا کول

عارف الله عارف 28.09.2014 18:14

داستادۍ دتجربې پراساس دزده کوونکو دګډوډیو مخنیوی او دغه رفتارونو ته سم لوری پیدا کول
دخالق تعالی په دې ستره نړۍ لکه څرنګه چې ټول انسانان په یوه څېره نه‌ دي په همدې ترتیب یې وړتیاوې او اخلاق هم یوله بل څخه توپیر لري.په یوه درسي ټولګي هم دبېلابېلو څېرو او ځانګړونو لرونکي زده کوونکي راټولېږي چې ټول یې یو ډول اندونه او ګډې ځانګړنې نه لري.ځینې زده کوونکي دارام خوی لرونکي وي او ځینې بیا په ټولګي کې غلي نه کېني.ټولګي او درسي ساعت ګډوډوي.تل هڅه کوي چې ښوونکی او درسي ساعت په یوه نه یوه ډول ګډوډ کړي.نودلته پوښتنه داده چې ښوونکی څرنګه کولای شي دغه ګډوډۍ له منځه یوسي؟ ددې پوښتنې دځواب لپاره اړینه ده چې په لومړي سر کې ګډوډۍ وپېژنو اوبیایې په له منځه وړلو پیل وکړو.نو هغه تجربې چې موږ دخپلې استادۍ په اوږدو کې ترې ګټه اخستې ستاسې سره یوځای کوو.مخکې تر دې چې اړینې لارښوونې او وړاندیزونه وکړو صنفي ګډوډۍ په لاندې توګه شماروارې ذکر کوو.
1. ځینې زده کوونکي په دې موخه ټولګی اخلالوي چې نورو ټولګیوالو ته ځان مطرح کړي او دځان په لوریې پاملرنه راواړوي.
2. ځینې زده کوونکي دځان سره انګیري چې دښوونکي له پامه لوېدلي او یاهم په درسي ساعت کې نه هڅول کېږي.
3. یوشمیر زده کوونکي فکر کوي چې دښوونکي له خوا ورسره ښه چلند نه کېږي ځکه ټولکي اخلالوي.
4. په درسي موضوعاتو کې نورو زده کوونکو ته ونډه ورکول دځان لپاره ننګونه بولي.
5. کېدای شي ځینې زده کوونکي په دستوري توګه دادارې،کورنۍ اویاهم ملګرو لخوا دې کار ته هڅول شوي وي.
6. یو شمیر زده کوونکي دپلاراونیکه دنومو څخه په ګټه پورته کولو سره په نورو ټولګیوالو ځان لوړ بولي او ټولګی ګډوډوي.
7. کیدای شي ځینې زده کوونکي په ټولګي کې ځان ته مثبت ټکي نشي پیدا کولای نوځکه ټولګی ګډوډوي.
8. ځینې وخت کیدای شي دټولګی اوښوونیزي ادارې چاپریال ورته ستړی کوونکی وي دبدلون په موخه یې یادې کړنې سرته رسوي.
9. کیدای شي دښوونکي جدیوالی ددې لامل شوی وي چې زده کوونکي دټولګي فضا له عادي حالت څخه وباسي.
10. ځینې زده کوونکي بیا ټولګی به دې موخه اخلالوي چې دټولګي څخه دباندې په ټولنه کې ورته خلک اویاهم خپل ملګري افرین ووایی.
دپورته یادو اختلالاتو دله منځه وړلو لپاره په لومړي سر کې غوره لار داده چې داخلال کوونکو زده کوونکو سره په ځانګړي ډول بېلې خبرې وشي.داورته وویل شي کومې کړنې چې ته په ټولګي کې سرته رسوې دټولنیزو او اخلاقي اصولو څخه لرې دي.دداسې کارونو په سرته رسولو سره به دې نورو زده کوونکو ته شخصیت کم راشي.نه یواځې داچې ټولګیوال به دې دټولګي دننه درباندې ملنډې وهي بلکې دټولګې څخه دباندې به هم ستا په اړه ښه فکر نه کوي.
بله اړینه خبره داده چې دګډوډیوجوړونکو زده کوونکو یویاڅو مثبت ټکي پیداشي.دبېلګې په توګه دښه لیک درلودل.داکار ځکه اړین دی چې یاد زده کوونکي فکر کوي چې دښوونکي له پامه نه دي لویدلي.
ددرسي چاپیریال په کارونو کې ونډه ورکول ترڅو فکر وکړی چې دوی هم دنورو ټولګیوالو په څېر زده کوونکی دي.ښوونکی ته اړین دي چې یادو زده کوونکو ته هڅوونکي ویونه وکاروي.
دزده کوونکي دځای بدلول. ځکه ډېری وخت زده کوونکي په خپلو کې سره ډلې ټپلې لري.کوم کارونه چې یې دورځې په اوږدو کې کړي وي،په خپلو کې یې سره شریکوي نو کله چې ښوونکي دزده کوونکو ځای ته بدلون ورکړي تریوه حده په ټولګي کې ګډوډۍ راکمېږي.
هغه زده کوونکی چې ټولګی اخلالوي باید دتختې مخې ته راوبلل شي.په درس کې ونډه ورکړل شي.ښوونکی دې هڅه وکړي چې دنورو زده کوونکو په مټ یې هم وهڅوي.
کوم زده کوونکي چې ټولګي اخلالوي هغوی ته باید یو لړ دندې وسپارل شي دبېلګې په توګه دتباشیر راوړل،ادارې ته دسوبتیا دکتاب وړل،دتختې پاکول او دې ته ورته نور کارونه.په همدې ترتیب ورته دا ویل چې دنورو ټولګیوالو سره په درس کې مرسته وکړي.ممکن په لومړي سر ځینې داسې کړنې سرته ورسوي چې دنورو ټولګیوالو دخندا لامل وکرځي خو ښوونکی دې ورباندې ځان ناګاره ونیسي.
ښوونکی باید هیڅکله خپل کمزوري ټکي زده کوونکو ته ونه ښيي.ځکه په دې کار سره به یې خپله ځانته دستونزو ور پرانستی وي.
ښوونکي باید دزده کوونکو پټې وړتیاوې را وسپړي.هغه زده کوونکي چې ټولګی اخلالوي عموما هغه زده کوونکي وي چې په درس کې ونډه نه اخلي.په همدې ترتیب باید په ټولګي کې انضباطی اصول تشریح کړي.
په ټوله کې دټولو زده کوونکو داخلال دمخنیوي لپاره وینده (لفظي) تشویق ډېر ا‌ړین دی ځکه زده کوونکي فکر کوي چې ښوونکی یې په اړه ښه فکر کوي.ورو ورو خپلې تیروتنې اصلاح کوي او خپل درس ته پوره پاملرنه کوي.یوبل ټکي ته هم باید فکر وشي هغه دا چې دزده کوونکو ښه کارونه باید تشویق شي ځکه په دې سره هغوی خپل منفي کارونه پرېږدي او مثبت لورته هڅول کېږي.