د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ددرسي نصاب مډلونه

عارف 28.09.2014 18:11

په نړۍ کې بېلابېل ددرسي نصاب مډلونه شتون لري چې ترټولو پخوانی یې دتایلر(۱۹۴۹ز) مډل دی.په ده پسې وروسته نور بېلابېل ددرسي نصاب مډلونه رامنځته شوی چې هر یویې په خپل ځای کې خپل ارزښت لري چې په راتلونکو اونیو کې به ترکتنې لاندې ونېول شي.
پرمنځپانګه ولاړ درسي مډل
دغه مډل دودیزه بڼه لري چې په درسي منځپانګه(محتوا)باندې ټیګار کوی. دوی دزده کوونکو ښه روزل او دښه درسي نصاب لپاره غوره شی محتوا بولي .ددې مډل پر اساس که څه هم مضامین بیل دی خو په خپلو کې سره جوتی اړیکی لري.همدې خبرې ته بل رنګ ورکوي وایی مضامین بیل نه دي بلکې دبېلابېلو زوایو څخه لوستل کېږي.یاپه بله وینا څو موضوع ګانې سره پېیل کېږي او په څو مضامینو کې لوستل کېږي.
ځانګړنې یې
زده کوونکو ته دزده کړې او علمي فرهنګی میراث لېږد.
ساده والی لري او داجرا وړ دی.
پر زده کوونکو ولاړ درسي مډل
په دغه مډل کې دزده کوونکو اړتیاوو،علاقو،تجربواووړیتا ته پاملرنه کېږي.زده کوونکی په کې مرکزي رول لری.ددې مډل پیروان په دې اند دي چې زده کړه هغه وخت ښه صورت نیسي چې زده کوونکي پخپله درسي منځپانګه جوړه کړي.
ځانګړنې یې
معنالرونکی زده کړه
دزده کوونکو داخلي پارونې(انګیزې)ته پاملرنه.
دزده کوونکو دتوپیرونو پېژندل
دزده کړې تګلارې
پرټولنه ولاړ درسي مډل
په دغه مډل کې دټولنې اړتیاوو ته پاملرنه کېږي یعنې اطلاعتي سرچینه(منبع) په کې ټولنه ده.دزده کوونکو ټولنیزو مسولیتونو باندې ټینګار کوي. ګډو اوډله ایزو کارونو ته پاملرنه کوي او زده کړه دټولنې پورې تړي.
ځانګړتیاوې یې
عملي جنبه لري
په زده کوونکو کې دستنوزمنو مسلو دحل وړتیا روزي.
او دټولنې داصلاح لپاره مرسته کوی