د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دذوالحجې دلومړنيولسوورځوفضيلت

مولوي عصمت الله عزام 27.09.2014 12:49

بسم الله الرحمان الرحيم
نحمده ونصلي علی رسوله الکريم امابعد:
دلوی اختردمياشتي لومړنۍ لس ورځي له هغومبارکوورځوڅخه دي چي الله پاک ددغوورځوله کبله پرخپلوبندگانواحسان کړی دی اودوی ته يې داسي موقع برابره کړې چي که ترې لږعبادت هم په ډېره لوړه کچه قبلوي اوورته ډېرزيات ثوابونه ورکوي.
نوله دې کبله بايددغه ورځي غنيمت وبلل شي اوترې صحيح فائده واخيستل شي اوبايدموقع له لاسه ونه باسوځکه بيامعلومه نه ده چي بل کال به دغه مبارکي ورځي پرموږراشي اوکنه؟
ددغومبارکوورځوډېرفضيلتونه راغلي دي خوزه غواړم چي خبره لنډه خلاصه کړم،نويوازي يوحديث ليکم چي له هغه څخه ددغوورځوقېمت اوارزښت څرگندېږي:
عن ابن عباس رضي الله عنهما قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: (ما من أيام العمل الصالح فيها أحب إلى الله من هذه الأيام ـ يعني أيام العشر ـ قالوا: يا رسول الله، ولا الجهاد في سبيل الله؟ قال: ولا الجهاد في سبيل الله، إلا رجل خرج بنفسه وماله ثم لم يرجع من ذلك بشيء)(رواه البخاري)
له حضرت عبدالله بن عباس رضی الله عنهماڅخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:
داسي ورځي نشته چي په هغوکي دي ښه کارونه الله ته تردغو ورځوزيات خوښ وي(يعني دذوالحجه دمياشتي لس اولنۍ ورځي) صحابه کرامو رضی الله عنهم وويل:اې دالله پيغمبره! (صلی الله عليه وسلم) دالله په لارکي جهاد کول(په نوروورځوکي)هم ورته(ددغوورځوترعبادت) زيات خوښ نه دی؟
 رسول الله صلی الله عليه وسلم  وفرمايل: دالله په لارکي جهاد هم ددي ( ورځو دعبادت په څېرالله ته خوښ)نه دی ، پرته له هغه سړي څخه چي   جهاد ته له خپل ځان او مال سره ووزي  او يو هم بيرته را نه وړي
( يعني مال هم قربان کړي اودی هم شهيدشي)(بخاري شريف)
داڅومره لوی فضيلت دی،چي په نورووختونوکي جهادهم ددغوشپوورځودعبادت سره برابرنه دی.
نوبايدله دغوورځوڅخه ښه استفاده وکړواوپه خوب اوغفلت کي راباندي تېري  نه شي.
بايدپه دغوورځوکي له بل وخت څخه ډېرزيات په عبادتونوکي مصروف واوسواوبايددهرښه کاردکولوهڅه وکړو.
بايدالله ته توبې وباسو،دلمانځه ډېرخيال وساتو،دفرض لمانځه سره بايدپه نفلوکي هم ډېرکوښښ وکړو.
دقرآن کريم تلاوت ته بايدوخت وکړواوهردثواب کاربايدپه کوښښ سره وکړو.
اوکه موپه وسه وي نوبايددغه نه روژې ونيسو.
خصوصادعرفات دورځي روژه خوبايدخامخاونيسو:
له حضرت ابوقتاده رضی الله عنه څخه روايت دی چي له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه دعرفات دورځي دروژې په هکله پوښتنه وشوه؟(چي څه فضيلت لري؟)
ويې فرمايل:يکفرالسنة الماضية والباقية(رواه مسلم)
دتېرشوي کال اوپاته کال(گناهونه)رژوي(ختموي يې)
يعني ددووکلونوگناوي الله پاک ددغي يوې روژې له کبله الله پاک انسان ته وربخښي.
ديادوني وړده چي په داسي عبادتونوسره صغيره(واړه)گناهونه بخښل کېږي،دکبېره(لويو)گناهونولپاره توبه ايستل ضروري ده،که دالله پاک دحق سره يې تعلق وي.
که دمخلوق حق وي،نويابه يې حق بېرته وررسوي اويابه ترې بخښنه غواړي.
نومقصدمي دادی چي دغه شپې ورځي بايدپه عبادتونوکي تېره کړو،له گناهونوتوبې وباسو،دآخرت لپاره پکي توښه برابره کړواوپه مخکي ورځوکي چي کومه کمزوري راڅخه شوې وي بايدجبيره يې کړو.
الله پاک دي دعبادتونه توفيق راکړي اوبيادي په خپل عالي دربارکي په ښه توگه قبول کړي.
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين