د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

یو امریکایی انجنیر په افغانستان کي

عبدالباري جهاني 27.09.2014 11:44

                                    ASIA
The Merican Magazine on the Orient  June 1920
د عبدالباري جهاني  ترجمه
                       یو امریکایی انجنیر په افغانستان کي
د ۱۳۳۳ کال د محرم د میاشتي شپږویشتمه، د ۱۹۱۴ کال د ډسمبر د میاشتي پنځه لسمه.
“ په جبل السراج کي دي سرانجنیر ښاغلي اې سي جیویټ  Mr. A.C Jewettته معلومه وي چي موږ په خوښی سره تا ته څلورمیاشتي، له تنخوا سره، رخصت درکړی دی، څو بیرته را ستون سې او په افغانستان کي خپل کار ته دوام ورکړې. دا ستا اجازه نامه ده، تر څو افغانستان ته د بیرته را ستنیدلو په وخت کي څوک ستا مخه ونه نیسي”
د افغانستان او مربوطاتو پاچا اعلیحضرت سراج الملته والدین امیرحبیب ا الله خان لاسلیک.
وروسته له هغه چي ما دغه رخصت تر لاسه کړ او له اعلیحضرت سره مي خدای په اماني وکړه نو هغه د دربار ترجمان له زرو طلايي پونډو او د خریداریو په باب له هدایتونو سره را واستاوه. په دې لیست کي عجیب او غریب شیان وه او چي پر دوو شونډو یادیدل ټول پکښی شامل وه. توپنچې، توپکونه، د پخلي لوښي، د سګرټو لایټرونه، د ګنډلو برقي ماشینونه، سرمیزي څراغونه، خلاصه دا چي هر ډول برقي سامان آلات، د مېوو او دانو څخه د اوبو ایستلو ماشینونه، د مساله جاتو د میده کولو لپاره وړې برقي ژرندي، د آسونو زینونه، قیزې، تر ښار دباندي د خیمو وهلو لپاره سامان آلات، تیلي منقلونه او دوربینونه پکښي شامل وه،  غوښتل سوي وه. امیر لیکلي وه ، څرنګه چي نړۍ هره ورځ نوې کیږي او نوي نوي اختراعات کیږي نو ښاغلي جیویټ ته دي نوري څلور زره روپۍ هم ورکړه سي چي د خپلي خوښي سره سم نور شیان هم راته واخلي. دا خریداری ډیري زیاتي او ربړونکي وې او ما ایله د امیر د پیسو نیمایی برخه ولګولې. کله چي د رخصتۍ له تیرولو څخه وروسته بیرته را ستون سوم نو اعلیحضرت راته وویل چي هغه زما له خریداریو څخه ډیر خوښ دی او تر هغه لا زما په بیرته لیدلو ډیر خوشاله دی. هغه ماته څلور میاشتي رخصت او د پنځو میاشتو پیشکي تنخوا راکړې وه، زر طلايي پونډه یې راکړي وه او دا ورسره تړلې وه چي زه بیرته بیخي را ستون سوی نه وای ځکه چي دا ډول کارونه پخوا پیښ سوي وه.
امیر ته به چي خارجي انجنیرانو او مستخدمینو د یوې کارخانې یا موادو په باره کي څه وویل نو ده به نور ری نه پکښي واهه او چي هغوی به هر څونه پیسې غوښتي وې هغه به یې ورکولې. یو ځل خو امیر یوه  اروپايي ډاکټر ته ۴۵ زره ډالره ورکړي وه چي د صابون جوړولو کارخانه ورته واخلي. هغه ډاکتر له پیسو سره په خپله مخه ولاړ او بیا یې درک معلوم نه سو. یوه بل تن چې ځان یې سر انجنیر معرفي کړی وو، او د شاهي ماڼۍ لپاره د شلو کیلو واټو بریښنا یوې کارخانې د جوړولو وظیفه ورکړه سوې وه، امیر په دې قانع کړی وو چي له هند څخه ددغي کارخانې د انتقالولو لپاره یو ټراکټور لازم دی. ټراکټور بالاخره پیښور ته را ورسیدی، خو له بیښور څخه تر کابل پوري به چا رسولی وای. امیر انجنیر ته وویل چي پخپله پسي ولاړ سي او هغه ټراکټور کابل ته را ورسوي. کله چي انجنیر پیښور ته ورسیدی او په دې پوه سو چي ټراکټور کابل ته نه سي رسولای نو دا یې بهتره وګڼله چي بیرته افغانستان ته ستون نه سي. امیر د ټراکټور لپاره پیشکي پیسې ورکړي وې. ټراکټور له خپلو ټولو فالتو سامانونو سره د امیر په ګودام کي زنګ وهلی ولاړ دی. یو بل اروپايي ماته راغی ویل یې زه غواړم چي پر اعلیحضرت باندي د پنبه پاکولو یوه کارخانه وپلورم. ما ورته وویل چي په دغه سیمه کي د یوې هفتې لپاره دونه پنبه نسته چي سړی دي کارخانه په وچلوي. هغه خپلي اوږې پورته وغورځولې او ماته یې وویل چي د کارخانې د چلولو غم له چا سره دی. زه غواړم چي پر امیر باندي کارخانه خرڅه کړم او خپلي پیسې جوړي کړم. د پنبې پاکولو دې ماهر ماته وویل افغانان چي هر څومره زیات وغولوې په هغه اندازه دي خوښوي. دی په کابل کي ډیر مشهور وو، مربوطو مقاماتو ته یې ښه رشوتونه ورکول او پر امیر باندي یې خپلي پروژې خرڅولې. له فرانسوي اشپز څخه پرته، نور نو دې ټولو اروپاییانو خپل ځانونه انجنیران بلل. یوه ورځ امیر ماته په یوه خصوصي مجلس کي د دغو اروپاییانو له غولونکو کارونو څخه شکایت وکړ. ده وویل چي زه د یوه پاچا په صفت له دې کسانو سره د یوه دوکاندار په څیر چنې نه سم وهلای. زه هغوی ته ډیري ښې تنخواوي ورکوم، ښه سلوک ورسره کوم نو باید چي هغوی هم زما سره مناسب چلند وکړي.
امیر پخپله، له افغاني معیارونو سره سم، صاف او ساده سړی وو. د افغان موټرونو شرکت کابل ته د سامانونو د راوړلو او هند ته د افغان صادراتي مالونو د وړلو لپاره جوړ سوی وو. امیر خپلو اتباعو ته یوه وینا وکړه او له هغوی څخه یې وغوښتل چي په دغه شرکت کي پانګه واچوي. ده له دغه شرکت څخه د ترلاسه کیدونکو ګټو په باب خبري وکړې او وې ویل چي ځینی کسان باید دیرش زره او ځینی باید شل زره روپۍ او په دغه ترتیب پانګي واچوي. د اعلیحضرت پیشنهاد د امر معنی درلوده، خکه نو د هغه وفادارو رعیتو د هغه له غوښتني سره سم په دغه شرکت کي پیسې بندي کړې. لاری موټرونه، چي د افغان موټرونو شرکت عنوان یې له یوه میل لیري واټن څخه  ښکاریدی، خریداري سول او کابل ته راوړل سول. دې شرکت د پانګه اچونکو د ګټو لپاره یو کیلو بار او سامان انتقال نه کړ. په دې لاریو موټرانو کي یوازي د حرم ښځو چکرونه وهل  او د اعلیحضرت غلامه بچه ګان او د هغوی مالونه له یوه ځای څخه بل ځای ته پکښي وړل کیدل. لیکوال یوه ورځ له امیر څخه وغوښتل چي یوې لاری ته اجازه ورکړي چي زموږ د لويي دراوزې د  کارلپاره یوه پرزه، چي زموږ ډیر کارونه هغه ته معطل دي، راوړي. که موږ دغه پرزه یا ماشین د فیل د ګاډۍ په واسطه راوړلای نو درې میاشتي وخت یې نیوی. دغه پیشنهاد نیژدې عملي سوی وو خو په دغه ترڅ کي یوه مامور وویل چي دا لویه پرزه ښايي لارۍ موټر ته تاوان پیښ کړي او رنګ یې خراب کړي. د لويي دروازې جوړیدل او پر هغې باندي کار کول بیرته د پیلانو د پاره وځنډول سول.
په افغانستان کي یو انجنیر باید د کارونو د ځنډیدلو او دغه راز خنډونو انتظار ولري او عادت ورسره ونیسي. د بريښنا هغه فابریکه چي ما کار ورباندي کاوه د کابل څخه پنځوس میله لیري په شمال کي د کوهستان د جبل السراج په سیمه کي وه. د دې فابریکې د جوړیدلو هدف د ماشین خانې، د توپونو د کارخانې، د بوټونو د جوړولو د فابریکي او په کابل کي د وړیو د کارخانو لپاره د بریښنا برابرول وه. دا ټولي کارخانې په بخار چلیدلې، او په کال کي ۱۵۰ زره ډالره په لرګیو لګیدل، چي په افغانستان کي ډیر کم دي. دغه راز باید له دغي بریښنا څخه د قصرونو د روښانولو لپاره هم کار اخیستل سوی وای. دغه فابریکه باید د ۱۵۰۰ کیلوواټه بریښنا په ظرفیت جوړه سوې وای. دا د افغانستان لپاره یوه لویه کارخانه نه وه، خو د هغه هیواد لپاره یوه لویه پروژه وه. دغه فابریکه په بمبي کي پر امیر وپلورل سوه او د هغې انتقال او په کار اچول ټول امیر ته ور تر غاړي سول. د پیلانو په ګاډیو کي د دوه سوه پنځوس میله فاصلې څخه د لویو ماشینونو انتقالول، د ماهرو کارګرانو پیدا کول او استخدام، چي د غیر ممکن تر سرحده مشکل کار وو، د ماشین آلاتو د ماتیدلو احتمالات، او په دا منځ کي لا د بیکاره پرزو راتلل او د جنګ د شرایطو له امله د بیکاره پرزو د بیرته بدلولو په کار کي بې اندازې ځنډ دا سي خنډونه وه چي د بریښنا د فابریکې فعاله کیدل یې له سختو ستونزو سره مخامخ کاوه. دا تقریبا غیر ممکنه وه چي سړی د دغه پروژې لپاره سم او کاري اروپايي کسان پیدا کړي، ځکه چي په ختیځ کي د دغه راز کسانو شمیر بیحده کم وو. موږ هیڅ وخت تر څلورو اروپاییانو زیات کسان نه درلودل او هغوی به هم د لږ وخت لپاره زموږ سره کار کاوه. چا چي په افغانستان کي کار نه وو کړی هغوی ته په دې هیواد کي د انجنیري د کارونو ستونزي نه معلومیدلې.
کله چي زه افغانستان ته ورسیدلم نو امیر شل تنه هلکان د بريښنا په کارونو کي د شاګردانو په توګه را واستول. ما د داسي هلکانو غوښتنه وکړه چي په ښونځیو کي روزل سوي وي. اعلیحضرت په تریو تندي راته وویل چي موږ داسي هلکان نه لرو. په کابل کي ښونځي سته مګر امیر دغو ښونځیو ته هلکان د پیسو او رشوت په زور لیږي. کله چي دوی فارغ سي نو له دوی څخه پوښتنه کیږي چي غواړي ډاکټران او که انجنیران سي او بیا نو هر یوه ته به میاشت کي اویا روپۍ تنخوا ټاکله کیږي. دا نو د دوی کار دی چي کار کوي او که یې نه کوي. البته د دوی د ژوند سویه تر هر ډول کار اوچته وه، خو د ګرامر د ښونځي د یوه شاګرد په مخ کي دوی خوله نه سوای وازولای. که څه هم هغه هلکانو چي ماته را سپارل سوي وه لیک لوست کولای سوای او یو څه ریاضي یې هم زده وه. دوی باید له شپاړسو څخه تر اته لسو کلونو پوري عمرونه درلودلای. مګر زه ویلای سم چي ځیني به یې حتی تر څلویښتو کالو اوښتي وه، خو دوی خپلي ږیري پاکي خریلې او عمرونه یې کم ښکاریدل. ما او زما مرستیال هغوی ته ضرب او تقسیم ور ښودل او څوک چي به ډیر ټنبل او کوټه ذهنه وه نو موږ به مجبورول چي د عادي کارګرانو په څیر سامانونه له یوه ځایه بل ته انتقال کړي. د دوی دا کار نه خوښیدی او چي پر لاري به روان وه نو اووه ځله به یې ، شپږ په اوه کي دوه څلویښت، له ځانونو سره تکرارول. کله چي به په دې شلو هلکانو کي یوه د ریاضي کوم سوال حل کړ نو نورو به له هغه څخه  نقل کاوه. یوه ورځ مو ټولو ته جلا جلا سوالونه ورکړل، بیا هم نتیجه یوه وه او ټولو له یوه تن او بیا له یوه بل څخه نقل کړی وو. موږ بالاخره د شاګردانو ترمنځ د سیالیو څخه ښه ګټه واخیستله. ټنبل شاګردان به مو مسخره کول او هغوی به د خپلو سیالانو په مخ کي د شرمول کیدلو له امله درسونو ته توجه کوله. ګواکي دې کار تر لښتي او لرګي ښه نتیجه ورکوله.( زه ګومان کوم چي امریکایی انجنیر به د خپل رپوټ او کیسې د شیرنیولو او دلچسپ کولو لپاره یو څه مبالغه کړې وي)
افغانان ځیرک نه دي او مطلب ژر نه زده کوي، دماغونه یې یوازي د شیطانی او شوخی په وخت کي ښه کار ورکوي، او پر خپلو کارونو او درسونو باندي ښه تمرکز نه سي کولای. هر څه د طوطي په ډول زده کوي او چي زده یې کړي نو پرله پسې یې تکراروي او په ډیره چټکي یې بیرته هیروي. زما شاګردان ډیر کوټه ذهنه وه. ځیني مي وډبول او ځیني خو مي په زولنو کي واچول. بالاخره یوه ورځ امیر راغی او ما د شاګردانو په باره کي رپوټ ورکړ. ما هغه ته وویل چی ځیني یې بهتر سوي او ځیني یې ټنبل او ناکاره دي. په دې وخت کي چوپه چوپیا وه. امیر ماته غوږ نیولی وو. وروسته یې مستوفي ته ږغ کړه چي د هغو شاګردانو، چي ما ورته ویلي وه ټنبل او ناکاره دي، نومونه ولیکي، او د تل لپاره یې په حکومت کي له کار کولو څخه محروم کړي. د هغو کسانو چي ښه کار یې کړی وو تنخواوي یې په میاشت کي څلویښتو روپیو ته زیاتي کړې او د باقي پاته کسانو تنخواوي په میاشت کي دیرش روپی پاته سوې. البته دیرش روپي د یوه ټولی مشر تنخوا وه او دغو هلکانو ته بیا هم ښه تنخوا ورکوله کیدله. زما د خدمت د دورې په پای کي د حبیب الله له ښونځي څخه( مطلب یې ښایی حبیبیه وي) شپږ تنه فارغ سول، چي عمرونه یې له شلو څخه تر پنځه دیرشو پوري رسیدل؛ او لس کاله ښونځي ته تللي ول. یوه یې طب لوستی وو مګر ویل یې زړه یې نه غواړي چي ډاکټر سي. نور یې انجنیران ول، یو څه انګلیسي او یو څه الجبره او هندسه یې زده وه. یوه ورځ مي له یوه څخه پوښتنه وکړه چي نیم ډیر دی او که پنځه پر اته؟ هغه سمدستي راته وویل چي نیم. ما څو ورځي له هغوی سره د بریښنا د موازي لینونو پر ارتباط باندي کار وکړ. دوی هر څه سم زده کړل مګر څو ورځي وروسته یې ټول درسونه هیر کړي ول. کله چي زه له کابل څخه روان سوم، دغه شاګردان زما د مخه ښې لپاره راغلل او راته وې ویل چي له ما څخه زده کړي خبري به یې د تل لپاره په زړونو کي نقش وي. دوی دغه راز زما څخه وغوښتل چي که څه داسي کتابونه را سره وي چي زه یې دوی ته پریږدم. خو زه اوس هم په دې خوښ یم چي زما د خدمت دغه موده په بشپړه توګه بې ګټي نه وه.
د انجنیري کارونو لپاره د دې کسانو روزل ډیر ګران کار وو، مګر کله چي هغو کسانو ته وکتل سي چي جسماني کارونه یې مخته بیول نو خبره به لا هم خرابه سوه. دغو کسانو غارونه کینل او د کانونو د را ایستلو کار یې کاوه.  دا کسان زیاتره هزاره ګان وه خو زیات شمیر افغانان هم پکښي شامل ول. هزاره ګان د چنګیز خان د هغه هزاري لښکر څخه پاته دي چي په دوولسمه پیړۍ کي یې پر دغه سیمه باندي د یرغل په وخت کي ورسره را وستلي وه( دا یوه افسانه او یو نظر دی چي ښایی حقیقت ولري او یا یې ونه لري) زما یوه نفر راته وویل چي امیر عبدالرحمن پر دوی باندي، د پرله پسې ښورښونو له امله، دونه په غوسه سو چي هر یو یې په پنځه ویشت روپۍ وپلوری. دغه غارکینونکي او د کانونو را ایستونکي په اصل کي په زور برتی کیدل؛ مګر د میاشتي لس روپي تنخوا هم ورکوله کیدله. دوی په یوم او کلنګ کار کاوه او د کانونو د را ایستلو په ترڅ کي به یې وخت په وخت چاودني کولې. دغه کارګران پخپله ډیر بد نه ول مګر افسران یې ناکاره او بې تعلیمه خلک وه او چي زړه یې غوښت هغه یې کول.ټول پنځه سوه تنه کارګران ول او د هرو دریو تنو پر سر یو افسر ولاړ وو. افسرانو هیڅ کار نه کاوه خو کله چي مي د هغوی شل چلمونه مات کړل نو هغوی ته، لږترلږه، دا معلومه سوه چي د کار په وخت کي باید چلم ونه څکوي.د دې افسرانو ترڅنګ موږ څلویښت اشپزان درلودل. په اوسط ډول په ورځ کي څلویښت تر پنځوسو کسانو پوري، د نارغی په پلمه، چي زیاتره به هسي پلمه وه، له کار څخه پاته کیدل...
ځیني افغانان د کار لپاره ښه روزل کیدلای سي، مګر ډیر یې داسي نه دي. ما داسي کارګران درلودل چي زرځله یې بولټونه ټینګ کړي ول او تر پایه په دې يوه  نه سول چي بولټ کیڼي خواته او که ښی خواته په پیچلو ټینګیږي. ما یوه ډګروال ته، چي د کابل په حکومتي کارخانو کي یې وظیفه درلوده، دا کیسه وکړه او هغه راته وویل چي زما سره داسي کسان سته چي دیرش کاله یې کار کړی دی او تر اوسه د بولټ په چپه او راسته تاوولو نه پوهیږي. زما سره یو هندی میستري وو چي ډیر ښه سړی وو. یوه ورځ مي د هغه یوه غلطي ورته په ګوته کړه او ورته ومي ویل چي دی باید بهتره پوهیدلای؛ ده ویل خبره دي سمه ده، مګر ما دلته اوه ویشت کاله کار کړی دی او ماغزه مي وچ سوي دي. ده دوه تنه شاګردان درلودل چي یوویشت کاله یې کار کړی وو مګر اوس هم شاګردان ول.
افغانان د حکومت لپاره کار کول نه خوښوي؛ سړی یې چنداني ملامتولای هم نه سي؛ له هغوی سره د غلامانو په ډول سلوک کیږي. هم لږي پیسې ورکولي کیږي او هغه هم پر وخت نه ور رسیږي. برتۍ سویو کارکونکو ته، چي د هرو اتو تنو څخه د پچي په اساس ټاکل کیږي، د دریو میاشتو لپاره، په میاشت کي لس روپۍ ورکولي کیږي. ځیني کارګران د دغو برتۍ سویو کسانو پر ځای ځانونه حکومتي کارونو ته ورکوي او په دې توګه یو څه پیسې ترلاسه کوي. بنایانو، نجارانو، پښانو او نورو ماهرو کارګرانو ته، د میاشتي، له پنځه دیرشو څخه تر پنځه څلویښتو روپیو پوري تنخوا ورکوله کیږي. دوی خپل مشران لري او هغوی د دوی پر سر په کال کي له څلورو سوو څخه تر زرو روپیو پوري تر لاسه کوي. دغه کارګران وایي چي دوی په شخصي او غیر حکومتي کارونو کي دوه چنده روپی جوړولای سي. دغه کارګران تر ماښام پوري له حکومت سره کار کوي او چي رخصت سي نو بیا د شپې شخصي کارونه کوي او دغه راز د رخصتیو په شپو ورځو کي هم شخصي کارونه کوي.
په افغانستان کي جنايي قوانین دونه سخت دي چي سړی ویلای سي د کارخانو کارګران به د ټنبلی او دغه راز د موادو له غلا کولو او له کار څخه د تښتیدلو څخه را وګرځوي. مګر خبره داسي نه ده. عمومي او عادي سزاوي چي سنګسار، په توپ کي الوزول، غرغړه کول، په زیندۍ وژل، حلالول، په سترګو ړندول او د لاسونو پرې کیدل دي د افغانانو په زړونو کي ډار نه اچوي او له خلاف کاریو څخه یې نه را ګرځوي.
زه چي په کابل کي وم، یوه کارګر له کارخانې څخه دوه پونډه اوسپنه غلا کړه. وروسته معلومه سوه چي د دروازې پهره دار له غله سره جوړ وو. امیرحکم وکړ چي پهره دار دي د کارخانو د کارګرانو له خوا سنګسار سي. هغه جنرال چي د دغو کارخانو مسوول وو امیر ته وویل چي کارګران دغه سزا نه خوښوي او وايي چي امیر دي د هغه سزا یو څه سپکه کړي. امیر په دې خبري په غوسه سو او حکم یې وکړ چي پهره دار دي سنګسار سي. پهره دار سنګسار سو. امیر وویل دا سزا یې د غلا سویو موادو له امله نه ده ورکړې؛ ځکه چي دا دونه شی نه وو؛ مګر دا سزا یې ځکه ورکړه چي حکومت د موادو د ساتلو اعتماد ورباندي کړی وو مګر دی له غله سره جوړ سو. ډیر زیات کسان او ښځي د دغه راز سنګسارونو تماشو ته ځي، په تیره بیا چي سړی د کوم مذهبي جنایت په تور سنګساریږي. سړي ته د لمانځه ادا کولو اجازه ورکوله کیږي او بیا نو سګسار پیل کیږي. خلک د سنګسار په وخت کي دونه احساساتي سي چي ځیني خو په دغه وخت کي خپل سرونه په ډبرو مات کړي.
د فقید امیر په زمانه کي د لاسونو پرې کیدل او په سترګو ړندیدل کم سول. مګر ماته یو چا کیسه وکړه چي یوې ښځي غلا وکړه او ښی لاس یې ورڅخه برې کړ. هغې بیا غلا وکړه او دا ځل یې کیڼ لاس ورڅخه برې کړ. دغی ښځي د یوه چنګک په واسطه بیا غلا وکړه او امیر یې سترګي ور څخه وایستلې. یوه افغان ته د غلا په بدل کي د مرګ سزا د خلاصون تر ټولو بهتره لاره ده.
یو وخت امیر عبدالرحمن د یوه اروپايي څخه، چي د کارخانو مسول وو، غوښتي وه چي ناکاره او بد کارګران ورته په ګوته کړي. اروپایي هم شپږ تنه ور ښودلي ول، مګر کله چي په سبا خبر سو چي هغوی ټول د امیر په حکم حلال سوي ول نو پر خپل کار ډیر سخت پښیمان سوی وو، ځکه چي ده د دونه سختي سزا فکر کړی نه وو. یوه انګریزي انجنیر د امیر عبدالرحمن په ساختماني کارخانو کي کارکاوه. د هغه کارونه د ماشینونو د نه رسیدلو له امله وځنډیدل. انجنیر د ځنډ د علت د معلومولو لپاره روان سو. هغه ته معلومه سوه چي یوه ملک، د کابل څخه یو څه لیري، ماشینونه کښته کړي او په یوه سرای کي یې اچولي دي. انجنیر پر ملک باندي غالمغال وکړ، مګر ملک ډیر بې ادبه او سر زوری وو او لاري ته نه راتلی. انجنیر هغه په خپله شلاقه ښه وډباوه. له انجنیر سره ملګرو افغانانو هغه ته وویل چي دا ملک ډیر لوی سړی دی او سمدستي به امیر ته شکایت وکړي. انجنیر ځان امیر ته ورساوه او د ملک او د کار د ځنډیدلو له امله یې شکایت ورته وکړ. په دغه وخت کي ملک هم ځان د امیر دربار ته ورساوه او د ډبول کیدلو او سل شلاقي وهل کیدلو له امله یې شکایت وکړ. امیر د هغه په خبرو کي مداخله وکړه او پوښتنه یې ورڅخه وکړه چي ته باوري یې چي پوره سل شلاقي یې ووهلې؟ سړي سوګند یاد کړ چي بلې پوره سل شلاقي یې ووهلم. امیر وویل ډیر ښه! ته به ماته سل روپی راکړې او په خپله مخه ځه.
د انجنیر په حیث، زما یوه اصلي وظیفه د ناروغانو معالجه کول وو. په افغانستان کي اروپايي ډاکټران نه ول. امیر یو شمیر داخلي ډاکټران استخدام کړي ول. د برټانوي هند حکومت یو شمیرهندي مسلمانان، چي په لاهور کي روزل سوي او انګلیسي ژبه یې زده وه، امیر ته لیږلي ول. د دغو کسانو اکثریت، چي ځانونه یې ډاکټران بلل، په ډاکټري له سره خبر نه وه. کله چي به ناروغ ورته راغی نو معمولا به یې د هغي دوا نیمایی ورکوله چي د طب په کتاب کي به ذکر سوې وه. یوه داخلي ډاکټر ته موږ د یقیني مرګ نوم ورکړی وو. زما درې تنه کارګران یې په خپلو بیځایه درملو را مړه کړل؛ او باید چي د یو شمیر کسانو د وژلو په ګناه غرغړه سوی وای. محلي ډاکټرانو یا طبیبانو خپلي دواوي ازمییلې او اکثر وختونه به یې هیڅ نتیجه نه ورکوله. یوه زاړه سړي د ټیم څخه جوړ سوی صندوق پر څلورو برخو ویشلی وو او په هره برخه کي یې یو ډول مرهم اچولي وه. دا مرهم سپین، سره، ژړ او شنه وه. خوټول یو جنس وواو یوازي رنګونه بیل ول. ځینو ناروغانو به یو رنګ خوښاوه ځینو هغه بل.‍ د نیل توتیا په شنه رنګ د ټپونو رنګول یو عمومی علاج وو. د زخمونو او خوږمنو ځایونو د ټکورولو لپاره د غواوو له خوشیو څخه کار اخیستل کیدی. یو ناروغ ما ته راغی چي پر لاس او پښه یې د چرګي مواد ایښي وه. چا او چا به تر پښو او لاسونو شنې مرۍ تړلې، دغه راز یې د زیارتونو د ونو څخه د لرګیو ټوټې تر زخمونو تړلې او یا یې په غاړه کولې او کله کله به یې له ملایانو څخه تعویذونه اخیستل. کله چي به نه په مرهمونو، نه تعویذونو او نه په طبیبانو چاره وسوه نو به ماته راغلل. ما به د ټپونو د علاج کولو لپاره د تودو اوبو او صابون د معجزې څخه کار اخیستی او د بای کلورایډ څخه مي د ټپونو د پریوللو لپاره کار اخیستی. ځینی ناروغان به له پنځوس میله فاصلې څخه راته راغلل او زما څخه به ځکه خواشیني ولاړل چي ما به دوا نه وه ورکړې.  زه د هغوی په ناروغیو نه پوهیدلم ځکه مي دوا نه سوای ورکولای. د پښې ماتیدل او یا سخت ټپي کیدل او خوږیدل د مرګ معنی لري. زما یوه نجار په تیشه خپل لاس ډیر سخت زخمي کړ. یوه بیلر ته ودریدی او خپل ټپ یې له سمینټو ډک کړ. ما چي ورته وکتل سمدستي مي ور ږغ کړل چي خپل ټپ سمدستي پرې مینځي. نجار پښ ته ورغی او هغه پر ټپ باندي بوراکس ور واچول. ما ورته وویل چي ته څومره کم عقل یې. پښ راته وویل چي نو څه وکړي. ما ویل پر ټپ باندي ناړي تف کړه. زاړه سړي سر وښوراوه. دا دي سمه خبره وکړه.
د حکومتي کارخانو څخه چي به دي هر څه تر لاسه کول او یا دي په کار خانو کي هر ډول کار کاوه باید چي شاهي فرمان دي تر لاسه کړی وای. د دې معنی دا وه چي ډیر زیات کم اهمیته کارونه ټول د امیر حضور ته تلل او شخصا د هغه امر اخیستل کیدی. د مثال په توګه په کابل کي د اور وژلو زاړه ماشینونه دي چي په لاسونو پمپیږي. یوه ورځ د یوه عالي رتبه حکومتي مامور کور اور واخیستی. هیچا زړه نه سو کولای چي د شاهي فرمانه پرته دا ماشینونه را وباسي او کار ورڅخه واخلي. امیر په دې وخت کي له کابل څخه اته لس میله لیري په پغمان کي وو. هغه ته پوسته واستول سوه چي د ماشین څخه د کار اخیستلو امر ورڅخه تر لاسه کړي، خو په دغه موده کي کور ټول وسوځیدی.
د سامانونو د نصبولو کار هم کله کله یو ښه سات تیری وو. شاهي حرم سرای په جلال آباد کي دی او د پارک په شکل جوړ سوی دی، شاوخوا یې لويي وني دي او په جګو دیوالونو احاطه دی. دباندنی دروازې د سپین ږیرو محافظینو له خوا،چي بابا یا نیکه بلل کیږي، ساتلي کیږي. امیر وویل چي دغه حرم سرای ته دي برقي بریښنا ورکړه سي. یوه ورځ یې، چي خپلي ټولي میرمني یې دباندي لیږلي وې، زه ور وبللم او خپلي غوښتني یې راته بیان کړې. په حرم سرای کي تیلي څراغونه وه او دغه راز یو ګیسي څراغ په یوه جګه خاده ځړیدی. امیر وویل چي دا ډیر بیځایه کار دی؛ ځکه هر وخت چي د څراغونو تیل یا ګیس ختمیږي باید چي یو سړی راسي او چاره یې وکړي. کله چي به د څراغ ګیس ختم سو نو یو سړی به چي سترګي به یې تړلي او په سر به یې توره کڅوړه اغوستې وه، د څراغ تر خادې پوري راوستل کیدی او هلته به په یوه صندوق ننه ایستل کیدی او په څراغ کي به یې ګیس اچاوه. د کار تر ختمیدلو وروسته به یې بیا سترګي تړل کیدلې، کڅوړه به یې په سر اغوستل کیدله او له حرم سرای څخه به ایستل کیدی.
امیر ماته امر وکړ چي په حرم سرای کي د برقي بریښنا لپاره خپله نقشه جوړه کړم. ملکه د دې نقشې د بشپړیدلو لپاره څو ورځي له حرم سرای څخه ولاړه. کله چي زه حرم سرای ته داخل سوم نو یو ځوان مي مخي ته راغی چي ښایسته اروپایی جامې یې په ځان کي وې او موږ یې د ملکې د خوب خوني ته بوتللو. دا ځوان خان بلل کیدی او زه وروسته پوه سوم چي هغه خان نه بلکه یوه میرمن وه. په حرم کي دوې دغه رازمیرمني دي چي د نارینه جامې اغوندي او د ملکې او له حرم څخه دباندي کسانو ترمنځ تګ راتګ کوي. د حرم میرمنو پرته له خوراک، چلم څکولو او ورق بازیو څخه بل کار نه درلود؛ مګر په دباندي کي داسي پیښه نه وه چي دوی په هغی خبري نه وې. که د چا امیر کومي میرمني ته، چي مخ به یې لوڅ وو کتلي وای، سزا یې مرګ وو. فقید امیر د خپلو ښځو په باره کي ازاد نظر
درلود. هغوی به اروپايي لباس اغوستی او د اروپاییانو پر ډول به یې شاپو خولی پرسر کولې. اعلیحضرت خپلو میرمنو ته ویلي وه چي هر کله له خپلو اطاقونو څخه بهر ګرځي نو باید چي درې نقابونه واغوندي او مخونه پټ کړي؛ دوی دغه نقابونه، د اروپاییانو په څېر، پر شاپو خولیو برسېره اغوستل. زه یوه ورځ د امیر د میرمنو د موټر سره نیژدې تیریدلم، که هغوی درې نقابونه هم پر مخ اچولي وه، خو ډیر نازک وه. امیر خپلو میرمنو ته د موټر چلولو اجازه هم ورکړې وه.  لومړی ځل چي ملکې موټر وچلاوه نو خپل اروپایی موټروان ته یې یو غمی په تحفه کي ورکړ.
واده کول په افغانستان کي یو بل غم دی. د واده په مراسمو کي ډیري زیاتي پیسې لګیږي. زما یوه کارګر غوښتل چي واده وکړي، نو زما څخه یې سل روپۍ په پور وغوښتلې. ما ورته وویل چي دا خو ډیر بیځایه لګښت دی، ولي باید دونه پیسې ولګوي. هغه راته وویل چي دا رواج دی. زه باید کوتري مړې کړم.« د خلکو سات تیرولو او هغوی ته د ډوډي برابرولو ته په اصطلاح کي د کوترو مړول ویل کیږي» زما کارګر راته وویل چي که زه دغه سل روپۍ ورنه کړم نو هغه مجبوری دی چي د سود خور څخه یې پور کړي. سود خور په هره انه باندي یوه روپۍ سود غواړي او دا په کال کي په سلو کي پنځه اویا سود دی. په افغانستان کي پیسې په دغه اندازه سود ورکولي کیږي. ما کارګر ته پیسې په پورورکړې او د میاشتي مي لس روپي د ده له تنخوا څخه کمولې.
منظم پوځ تقریبا اویا زره تنه وه، او شل زره تنه ایله جاري یا غیر منظم پوځیان ورسره وو. په کابل کي زما د هستوګني په وخت کي د منظمو پوځیانو شمیر، چي په یوه وخت کي را جمع سوي ول، دوولسو زرو تنو ته رسیدی. منظمو پوځیانو عصري توپک لرل چي د برټانیې په اجازه پیرودل سوي وه، او دغه راز هغه توپک ورسره وه چي په خپلو فابریکو کي یې پر لوڅو ورنونو د شلاقو خوړلو په زور جوړ کړي وه. په پوځ کي ریښتونی انضباط موجود نه وو. یو عسکر به را دمخه سو او له خپل صاحب منصب څخه به یې توپک واخیست او ورته وبه یې ویل چي توپک داسي نه نیول کیږي بلکه دغسي نیول کیږي او ډز ورباندي کیږي؛ او عسکر به ریشتیا هم په حقه وو.
عسکر به زیاتره وختونه ډیر عسکري تعلیم او تمرین ته نه حاضریدل. په جبل السراج کي یوه ډګروال ته، چي د امیر د کاکا زوی وو، او په عسکرو یې زیات تمرین کاوه، عسکرو احوال واستاوه چي که له ډیر تمرین څخه لاس وانه خلي نو مړ به یې کړي. له دې سره سم عسکري تعلیم او تمرین کم سو. صاحب منصبانو به ښې منظمي دریشی اغوستلې، او په خپلو یونیفورمونو کي به خورا ښه ښکاریدل. تورنان، جرنیلان، کومیدانان او جنرالان ټول به په ښایستو یونیوفورمونو کي ول خو اکثر به له پوځي تاکتیکونو څخه خبر هم نه ول. باجه خانه به هر وخت چالانه وه. له دوی سره به د موسیقۍ اروپایی آلات وه او داسي به یې ږغول چي د سړي د سر ماغزه به یې په درد کړل. یوه ورځ ما په یوه دقیقه کي د ډول ۱۴۴ ضربه وشمیرلې. د موزیک د ډلي د عسکرو کار تر ټولو سخت وو. حکومتي عسکر ډیر ټنبل وه او تل به یې چلم څکاوه. دوی یوازي هغه وخت چي د امیر ساتنه به یې کوله پر خپله وظیفه ښه حاضریدل نور یې نو چنداني په وظیفه کي ری نه واهه.د دوی تر ټولو سخت کار دا وو چی د یوه دیوال سیوري ته به ناست ول، کمیسونه یې پر سر را کش کړي وه او شپږي به یې پلټلې. دوی سخت ټنبل وه او ډیر ژر په غوسه کیدل، خلک به يې هر وخت ډارول، پیسې یې په یوه او بله پلمه ورڅخه اخیستلې او د خپلي وظیفې تر څنګ یې ګواکي دغه د غلا وظیفه هم سرته رسوله...
افغانان ډیر میلمه پالونکي دي؛ میلمه ته هغه څه ورکوي چي بهتر يې په وس نه رسیږي؛ او په ورځ کي پنځه ځله تر ماړه نسه خورک کوي.خو دوی یو متل لري چي وايی میلمه تر دریو ورځو پوري دوست دی. زه یوه ورځ د یوه ملک په کور کي، چي دوې درې میاشتي مخکي مي لیدلی وو، تم سوم. ده یوه چوکی راته راوړه او راته وې ویل چي دی پوهیږي چي زه پر مځکه باندي چارزانو نه سم کښینستلای او آرام نه یم او هیله یې څرګنده کړه چي ګوندي بیا به هم د ده کورته ورسم. کله چي موږ د ده له ځایه سره نیژدې د ټرانسمیټر لاین تیراوه نو ده به هره شپه خپل کور ته بلنه راکوله. د دې معنی دا وه چي ده یوازي ماته ډوډی نه راکوله بلکه زما سره تقریبا شل تنه ملګري  او زموږ آسونه یې هم مړول. دی د یوه عادي افغان په تناسب ډیر پر مخ تللی وو او د خپل ځای پر شاوخوا یې ډیر اصلاحات راوستلي وه.
د هر سړي د کور پر شاوخوا باندي جګ، خټین دیوالونه را ګرځیدلي وي. دا دیوالونه معمولا له مځکي څخه پنځه تر شپږو فوټو پوري لوړ وي او په دې توګه ښځينه د خلکو له نظره پټي وي. د اوړي په ګرمي کي د کورنۍ ټول غړي پر بامونو ویدیږي. دغه راز د کورونو په دننه کي یو بل انګړ هم وي چي هلته ښځي لوڅ مخ ګرځیدلای سي. اکثر خلک په ژمي کي خپل وخت په استراحت تیروي. دوی په خپلو کورونو کي، چي دروازې یې پسي تړلي وي ویدیږي، او دا د نري رنځ د خپریدلو یو لوی علت دی. دوی بخاری نه لري او کورونه د سکرو او بوټو په منقلونو تودوي. پر منقل باندي د میز په شکل یو شی ایږدي، د هغه پر سر بړستن هواروي او دا نو صندلي بولي. ټوله کورنۍ پر مځکه پریوزي او پښې په صندلي ننه باسي؛ نور بدنونه یې داسي دباندي وي لکه سړی چي په عرابه کي سیخونه ګوري. دوی وایي کله چي د پسرلي په موسم کي له صندیلو څخه را وزي نو پښې یې ډیري کمزوري وي. بیا نو د دوی لومړی کار داوي چي یوه حمام ته ځي او چي وس یې کیږي هغومره وخت پکښی تیروي. دوی البته د عبادت لپاره اودسونه کوي خو هغه د دوی د ټول وجود په پاکولو کي مرسته نه کوي.  ما یو سړی ولیدی چي جګي موزې یې په پښو وې او د اوداسه به وخت کي یې د پښو مینځلو پر ځای یوازي پر موزو باندي لندې ګوتي تیري کړې.
کله چي مي په کلیو کي کار کاوه، نو زیاتره به د افغانانو کورونو ته ورتللم. دا معمول دی چي میلمنو ته چای ورکولي کیږي، که څه هم چي د چایو چښل، په غریبو افغانانو کي، یو نوی رواج دی. چاینکي او د چایو چښلو سامانونه ټول له روسیې څخه واردیږي. په پتنوس کي د چایو چښلو لوښي او چاینکي راوړلي کيږي او معمولا یو ګلدوزي پوښ ورباندي هوار وي. نوکر د چایو پیاله څو ځله اوکښه( کنګال) کوي، بیا نو په پیاله کي هغه قند چي له اطریش څخه راځي اچوي. پیاله تر نیمايي پوري له قنده ډکوي او چي په چایو کي هر څونه زیات قند واچوي ګواکي د میلمه یې ډیر عزت کړی دی. تر یو څو خوږو پیالو چایو چښلو وروسته نو یوه ترخه پیاله چای درته اچوي تر څو چي د بورې او شیدو ډیر زیات خوږوالی، چي پر خوله باندي سنګیني کوي، لیري کړي. که میلمه کاچوغه په پیاله کي پرې ایښې وه نو مطلب یې دا دی چي نوره بوره هم غواړي او که یې کاچوغه په پتنوس کي ایښې وه ګواکي ترخې چای غواړي. د ډوډی خوړلو په وخت کي چای نه چښلي کیږي. تر ډوډی خوړلو وروسته چای راوړلي کیږي او بیا نو کار پیل کیږي.
پرته له شاهي کورنۍ څخه نور ټول افغانان په لاس خوراک کوي. خوراک یوازي په ښي لاس کیږي او ګوله په بټه ګوته خولې ته ننه ایستله کیږي. یو نوکر دست شوی( چلمچي) او ګډوه راوړي او د میلمنو لاسونه مینځي. کله چي میلمانه د ډوډی له خوړلو څخه فارغ سي نو بیا هم چلمچي او ګډوه راوړل کیږي. د ډوډی خوړلو په وخت کي نوکر راځي؛ پر مځکه باندي یو اوږد ټوکر هواروي، خپلي څپلی باسي د ټوکر پر شاوخوا باندي د ډوډی ټوټې ایږدي او هره ټوټه د یوه سړي لپاره د ځای معنی لري. کله چي ډوډی وخوړله سي نو دسترخوان ټولیږي او نوکران له باقي پاته خوړو څخه ځانونه مړوي. دسترخوان چنداني نه مینځل کیږي او کله چي د باقي پاته ډوډی او موادو سره ټول سي، د اوړي په موسم کي ډیر بد بوی ورکوي. دا البته یوازي زموږ د کار د ځای حالت دی. عادي خلک چنداني له دسترخوان څخه کار نه اخلي او خپلي شړی یې دسترخوانونه دي. د خوراک لپاره چنداني لوښي هم نه لري او زیاتره په هغو وړو دیګونو کي چي پخلی پکښی سوی وي خوراک کوي.
افغانان د یوه بل سره د مخامخ کیدلو په وخت کي سلام علیکم او وعلیکم السلام وايي. که څوک کار کوي نو بیا مانده نه باشي ورته وایی او په جواب کي زنده باشي ورته ویل کیږي. زموږ سره یوه اروپایی د مانده نه باشي په جواب کي زنده نه باشي ویل او افغانانو به ورپوري خندل. که افغانان له ډیره وخته وروسته سره مخامخ سي نو بیا د غیږي روغبړ سره کوي او له یوه بل څخه د حال احوال پوښتني کله کله پنځه ځله تکراروي.
خو پر دې ټولي ظاهري مهربانی ، نرمی او ادب برسیره، زه باید ووایم چي افغانان په عمومي صورت ټنبل، ناپوه، مغرور او زیاتره ظالم خلک دي. ما دهغوی لپاره ټول هغه بد نومونه یاد کړي دي چي زما په فارسي ژبه زده وه. ما هغوی ‌ډبولي دي، ښکنځل مي ورته کړي دي، په زولنو کي مي اچولي دي؛ د هغوی د روزلو لپاره مي ډیر زیات زیار ګاللی دی خو هیڅ مي تر لاسه کړي نه دي. اوس حاضر افغانان په جغرافیه هیڅ بلد نه دي او یوازي هغه سیمه او غرونه پیژني چي دوی ژوند پکښي کوي. کوچیان او اوښبه د هند، ایران او بخارا په باره کي یو څه معلومات لري خو په زرو افغانانو کي به یو هم په دې خبر نه وي چي د متحده ایالاتو په نامه کوم هیواد سته او کنه. البته دا خبره هم باید وکړو چي څومره امریکایان به د افغانستان په نامه او د هغوی په خلکو خبر وي؟
د بريښنا هغه فابریکه چي ماته یې د جوړولو او فعاله کولو وظیفه راکړه سوې وه، د تیر کال د اکټوبر په میاشت کي بشپړه سوه. له امیر سره مي د شخصي لیدني لپاره پنځه میاشتي انتظار وایستی، او ایله چي د افغانستان څخه د وتلو اجازه مي ورڅخه ترلاسه کړه. امیر راته وویل چي ما ته د هغي موافقې په اساس چي له ماسره سوې ده د هیواد څخه د وتلو اجازه راکوي خو دا چي زه له افغانستان څخه وزم دی ډیر خواشینی دی. امیر زما په تللو ریشتیا هم ډیر خواشینی وو. یوازي دا چي سړی د هغه د غوښتني په خلاف د ټول ژوند لپاره کار کول نه غواړي پخپله د هغه په نظر یو جنایت وو.  ما د امیر اعتماد تر لاسه کړی وو او چي ما هر څه غوښتل هغه یې راسره کول. ده د خپل معمول سره سم زما سره ټولي مرستي او ښیګڼي وکړې، مګر زه هیڅ ډول احسان او ښیګڼو نور پاته کیدلو ته نه سوای هڅولای. زه ګومان کوم په افغانستان کي اته کاله کار کول د هر سړي لپاره کافي دی.