د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ملي وحدت دولت بنسټونه بایدخلک پیاوړي کړي

عبدالغني (هاشمي) 27.09.2014 13:38

دادی له ډېرو ستونزو، جنجالونو، ننګونو او ناندریو وروسته د افغانستان خلکو او د ملي او نړیوالو ټولنو، ادارو او سازمانونو په همکارۍ په افغانستان کې ددواړو مخکښو نوماندانو ترمنځ د ملي وحدت دولت د جوړېدو هوکړه لیک لاسلیک او افغانستان د نوي ولسمشر خاوند شو، چې ډېر ژر به د لوړې مراسمو پر ترسره کولو، په رسمي توګه په خپلو چارو پیل وکړي.
دا چې په نړۍ کې د بې ساري دولت او بشپړې نوې تجربې په توګه به په افغانستان کې د قومي، ژبنیو او مذهبي شته و مخالفتونو او توپيرونو په پام کې نیولو دا دولت په کومو میکانیزمونو خپلې چارې په بریا سره ترسره کوي، دا مهال نړیواله ټولنه او د افغانستان خلک ورته ځير دي.
پر کورنیو بېلابېلو پردي پالو ډلو او ټپلو سربېره، به بې له شکه د افغانستان نړیوال دښمنان، په ځانګړي ډول ګاونډي هېوادونه هڅه وکړي، د استخباراتي او نورو بېلابېلو لاسوهنو او فعالیتونو له لارې د افغانستان نوی رامنځته شوی دولت له ستونزو، ننګونو ان راپرځېدو سره مخ کړي، اوس نو که د افغانستان ملت له ډېرې ځيرکۍ او هوښیارۍ کار وانخلي، کېدای شي پخپله ددغو یادو شوو شومو اهدافو لپاره په مستقیم یا غیر مستقیم ډول وسیله وګرځي.
دا په نړۍ کې یو منل شوی اصل دی، چې حکومتونه هم د خلکو په رښتینې همکارۍ، ملاتړ او هڅو ساتل کېږي، پیاوړي کېږي او پراخیتا او پرمختیا مومي او هم د خلکو د مخالفتونو او نه همکارۍ له امله کمزوري کېږي، له بېلابېلو ستونزو او ننګونو سره مخ کېږي و ان ړنګېږي.خو زموږ ډېری هېوادوال په ډېرو مواردو کې په فردي او ټولنیزه توګه په دې هکله هډو سوچ او فکر نه کوي، چې دا خو د ملي وحدت په نامه د رامنځته شوي دولت دنده ده، چې د بېلابېلو هڅو، پروګرامونو، فعالیتونو او میکانیزمونو څخه پر ګتې اخستنې په دې لار کې نه ستړې کېدونکې هڅې او مبارزه وکړي، ځکه دولت پوهېږي، چې پرمختګ، په شاتګ، دوام او ړنګېدل یې په همدې اصل پورې اړه لري، خو پوښتنه داده، چې پخپله خلک د ملي وحدت دولت په جوړېدا، بریا او پیاوړتیا کې څومره بنسټیزه ونډه ترسره کولی شي؟
افغانستان په لومړي ځل د ملي وحدت دولت تجربه کوي، ملي وحدت یوه ملي وجیبه ده، چې ډېره برخه یې په خلکو پورې تړاو لري او لږه برخه یې په دولت پورې، که د خلکو ترمنځ د ملي روحیې پربنسټ رښتینی ملي وحدت ټینګ نه شي، په دې برخه کې به د حکومتونو هڅې او پروګرامونه ډېر اغېزمن نه وي.
له دې حقیقته سترګې نه شي پټېدای، چې په وروستیو لسیزو کې زموږ په هېواد کې د بېلابېلو لاملونو له کبله قومي، ژبنیو او مذهبي تعصبونو او مخالفتونو ته پراخ لمن ووهل شو او زموږ د یو موټي ملت د بېلابېلو قومونو او پرګنو ترمنځ د تعصبونو او مخالفتونو درزونه پیدا او پسې پراخ شول، چې که دغو ستونزو او مخالفتونو دوام کړی وای او دا درزونه لاپسې پراخ شوي وای، نو لرې به نه وه، چې زموږ هېواد او هېواد وال له تباهۍ او بربادۍ سره مخ شوي وای، چې د همدغو زخمونو او درزونو د بېرته رغولو او کوشېرولو په موخه د خدای (ج) د مهربانۍ او لورېینو په برکت دادی افغانستان د ملي وحدت دولت خاوند شو.
په افغانستان کې د ملي وحدت دولت پر رامنځته کېدو د افغانستان خلکو ته د تباهۍ او بربادۍ پرځای د ژغورنې، نېکمرغۍ، پرمختګ او پراخیتا ډېر ښه چانس په لاس ورغلی، اوس نو د افغانستان خلکو پورې اړه لري، چې له دې چانسه پر ګټې اخستنې د ملي وحدت دولت پر ملاتړ او پیاوړتیا ځان له بدمرغیو او تباهۍ ژغوري او که له دولت سره د نه همکارۍ او مخالفت له لارې بیا په لوی لاس ځان د تباهۍ او بربادۍ کندې ته ورغورځوي.
که خلک له دولت سره د عملي هراړخیزې همکارۍ پرځای، هرڅه دولت ته پرېږدي، تل د دولت چارو ته ځير وي او څراغ په لاس پکې د نیوکو او اعتراضونو نښې نښانې ولټوي، هره شېبه دې ته ځير وي، چې دولت څرنګه دولتي تشکیلات جوړوي، کوم وزارتونه چا او چا ته ورکوي، کوم قوم ته پکې ډېر او کوم قوم ته پکې لږ امتیاز ورکړل کېږي او ... نو دا به ددې پرځای چې دولت د بریا او پیاوړتیا پرلور بوځي، برخلاف له بېلابېلو ستونزو او ننګونو سره یې مخ کوي، چې زیان به یې پخپله همدوی ته ورسېږي.
خلک څه کولای شي؟
مخکې مو یاونه وکړه، چې ملي وحدت دولت د افغانستان خلکو لپاره له ټولو بدمرغیو او کړاوونو د راوتلو ډېر ښه چانس دی، نو ښه به وي چې د افغانستان خلک له دې زرین چانس نه له جګړو، مخالفتونو او بدمرغیو څخه د خپلو ځانونو، اولادونو او کورنیو د ژغورلو په موخه له دغه دولت سره له هیڅ راز همکارۍ، ملاتړ، هڅو او هاند څخه درېع ونه کړي.
هغه څه چې ډېر مهم دي، هغه د افغانستان د خلکو ترمنځ د دولت له هڅو او مداخلې پرته د رښتیني ملي یووالي ټینګښت او پراخیتا ده، چې د افغانستان خلک باید له تېرو ترخو تجربو څخه پر انتباه او ګټې اخستنې له ژبنیو، قومي او مذهبي تعصبونو او مخالفتونو څخه د زړه له تله لاس واخلي او د یو بل په زغملو، له یوبل سره په رښتینې همدردۍ، یوالي اوملتیا په هېواد کې د سولې، ټیکاو، سمون، رغون او پرمختګ لپاره د عملي زمینو او امکاناتو پر برابرولو خپل راتلونکی نېکمرغه برخلیک وټاکي.
موږ فکر کوو، چې د ملي وحدت دولت د جوړېدا بهیر یوه پېچلې پروسه ده او دا دولت باید له مخکیني مشارکتي او مصلحتي دولت سره جوت او روښانه توپیر ولري، چې لري یې. له مخکیني دولت سره د ملي وحدت دولت تر ټولو روښانه توپیر په دې کې دی، چې ملي وحدت دولت تر ډېره بریده د متن او منځپانګې له پلوه ددولت پر جوړولو متمرکز دی او د مصلحتي دولت په څېر نه باید ډېر تخینکي عمل وکړي، له دې پرته به ددې دواړو ترمنځ هیڅ توپیر شتون ونه لري او ډېرې ستونزې به موجودې وي، چې ډېری به یې د مخکنیو ستونزو تکرار وي.
له شک پرته چې د هرې پېچلې ښکارندې د جوړولو په بهیر کې یو شمېر ستونزې او ننګونې رامنځته کېږي، په ځانګړي ډول چې زموږ هېواد او خلک له یوه پلوه او مخکښ شخصیتونه مو له بله پلوه؛ د ملي وحدت دولت په اړه لږه تجربه لري. له بل لوري د نړۍ په کچه هم زموږ د هېواد د شرایطو په څېر لرونکو هېوادونو کې هم د ملي وحدت حکومت د جوړېدا په اړه لږې تجربي شتون لري. په دې توګه موږ باید په دې برخه کې نوې تجربې رامنځته او وازمایو او نوي بنسټونه کېږدو ترڅو پر بنسټ یې زموږ د هېواد له ځانګړو شرایطو سره سم د ملي وحدت د دولت بنسټ کېښودل شي او وده او پرمختیا وکړي. دا پړاو د ملي وحدت دولت د جوړېدا ډېر حساس پړاو دی او د همدې حساسیت له مخې دی، چې دداسې یو دولت جوړېدل به ښايي له ډېرو ننګونو سره مخ وي، چې په حقیقت کې هم همداسې دی.
 
له همدې کبله د دغو ټولو یادو شوو مسائلو پر بنسټ، دلته ددغو حساسیتونو او ننګونو په اړه زموږ د خلکو هراړخیز پوهاوی، هوښیاري او درایت ډېر اړین دي. که موږ په دې پړاو کې د دغه بهیر د ټولو پېچلتیاوو په ژور درک سره په ډېرې هوښیارۍ عمل ونه کړو، موږ هر یو به د هرې احتمالي ناکامۍ له امله خپل هېواد او خلکو ته مسوول او ځواب ویونکي اوسو. د ملي وحدت دولت جوړښت، پراخیتا او پرمختګ؛ په هغه کې په بشپړې هوښیارۍ او رښتینوالي د خلکو له پراخ ګډون پرته ناشونی دی.