د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زړور ډاکو د حجاج په حضور کې

مفتي عبدالولی 27.09.2014 12:35

دا کیسه د سعودي عرب یو ښار ریاض ته نژدې په یمامه نومې سیمه کې پېښه شوې ده.
دغه علاقه نن سبا د الخرج په نوم یادېږي. په دې کیسه باندې ډېرې پېړۍ اوښتي دي خو دا داستان نن هم ډېر دلچسپ او د پند نه ډک دی.
دا د اولې هجري سلیزې(صدۍ) د اخري کلونو خبره ده. د امویانو حکومت و. په دمشق کې ولید بن عبدالملک د مسلمانانو خلیفه و. د عراق او د هغه د مشرقي برخو والي حجاج بن یوسف و.
د یمامې خلق د څو میاشتو نه په وېره او ډار کې وو.د شپې به د وېرې په فضا كې ویده کېدل.
په لارو کوڅو کې به چوپه چوپتیا وه. خلق به ډېر کم له کورونو نه وتل. څه وخت هم کومه حادثه پېښېدی شوه. هرسړي سره به دا وېره وه چې اوس وار د ده دی، اوس به دی ښکار کېږي.
هغه ډېر زړور اوقوي ډاکو ،يعنې شوکمار و. په رڼا ورځ به یې د خلقو مالونه او شتمني لوټلې. د خلقو خوبونه یې تښتولي وو. یوه ورځ څه زلمي سره جمع شول او مشوره یې وکړه چې مونږ له د ده مقابله په کار ده .د غرمې مهال و، ډاکو په ډېر اطمینان سره په لاره کې بې خطره ګرځېده. دغو زلمیانو پرې غږ کړ او د مقابلې بلنه یې ورته ورکړه. هغه پرې ورټوپ کړل، ویې نیول او په ډېرې بې رحمۍ یې ووهل، له جسمونو نه یې وینې روانې شوې، لږ وخت وروسته ځوانان ټول له میدانه وتښتېدل. په خلقو کې وېره نوره هم زیاته شوه ، هغوی ویل چې دا کوم عام ډاکو یا شوکمار نه دی بلکې داخو کوم شیطان دی، یو سړی د دومره ځلمو مقابله څنګه کولای شي! هغه دا زلمي په څومره مهارت او زړورتیا سره وهلي دي!
دا د ډاکو په شکل کې کوم پېری دی. په هر ځای او هر مجلس کې به د ده خبرې کېدلې. ورو ورو د دې ډاکو خبرې د یو کلي نه بل ته ، د یوې محلې نه بلې ته او سیمه په سیمه خورې شوې. د یمامې ګورنر ته هم دا خبرونه رسېدلي وو.
د دغه ډاکو ورانکاریانې ورځ تر بلې زیاتېدلې. یوه ورځ د دې خبر حجاج بن یوسف ته هم ورسېد. دهغه غضب اوغصه خو د ليدو وه. بې حده غصه و، ویې ویل: ډېره د حیرانتیا خبره ده چې یو ډاکو د ټولې علاقې امن تباه کړی دی. سمدستي یې د یمامې ګورنر ته خط ولیکه چې د دغه ډاکو فورا څه حل پیدا کړئ، ویې وژنئ ، یا یې ژوندی ونیسئ او ماته یې لاس تړلی راوسوئ، ګورنر ته یې دا خبرداری هم ورکړ چې که ډاکو دې ژوندی یا مړ ګرفتار نه کړ، نو په ځای به دې بل څوک وټاکل شي .
ددغه ډاکو نوم جحدر و .هغه د دغه وخت د ډېرو خطرناکو ډاکوانو مشر و، د یمامې ګورنر د ده په نیولو کې له حده زیات کوښښ وکړ خو هغه به هر ځل د ده له سپاهیانو څخه په تېښته بریالی کېده. بل اړخ ته دیمامې ګورنر ته د حجاج نوټس رسېدلی و چې ګورنري دې په خطره کې ده، کله هم برطرف کېدی شې .هغه د جحدر د نیولو دپاره ټول وسایل په کار واچول خو جحدر ډېر چالاک و، هغه به خپل ښکار ولوټه او په ډېر اطمینان سره به غایب شو.
چې ټول تدبیرونه ناکام شول، نو د هغه د نیولو دپاره یوه بله حیله وسنجول شوه.
د یمامې ګورنر د دوه داسې زلمو انتخاب وکړ چې ډېر قوي او ذهین وو. د ډېر غور نه پس هغوی ته دا ذمه واري وسپارل شوه چې هغوی به جحدر ژوندی یا مړ نیسي. د دې کار په بدل کې هغوی ته د ډېر زیات مال ودولت ورکولو وعده وشوه . په پلان پوه کړی شول چې دوی به څه کوي.
زلميانو جحدرته پېغام واستاوه چې د دوى قوم په دوى باندې ځمكه سره تبۍ كړې ده. مونږ هم ستا په څېر غله او شوكمار يو، د خلقو كورونه لوټو، خو اوس خطره زیاته شوې او كله هم مونږ ګرفتار كېداى شو، ځكه چې زمونږ ګېرچاپېره دائره ورځ تر بلې په تنګېدو ده، مونږ ستا له جرأت، مېړانې او زړورتوبه خبر شوي یو، ځکه نو مونږ له تا څخه ډېر زيات متاثره يو. مونږ په خپل مينځ كې فيصله كړې چې تا خپل مشر ومنو. ستا په مشرۍ كې به ډاكې اچوو او چې څه مونږ ته په لاس راځي، د هغو څلورمه برخه به تاته دركوو. د دوى يو بل ته د پېغام رسونې او سوال ځواب لړۍ روانه وه .
دغه زلميو به وړې مړې ډاكې اچولې او د هغو خبرونه به يې ښه مشهورول. په دې ډول د هغوى د دلېرۍ او باتورۍ كيسې عامې شوې. دوى جحدر ته پېغام ولېږه چې كه تا مونږ په خپله ډله كې شامل نه كړو، نو مونږ به ځانله په خپل سر ډاكې وهو او حتی چې ستا د نفوذ په ساحه کې هم . جحدر ته په خپل ذهانت پوره باور و، هغه چې څومره ډاكې وهلې وي، نو په ځانله سر يې وهلې وې او تل به كامياب و، د هغه په خيال او ګمان كې هم دا نه راتله چې څوك به ده ته دوكه وركړي يا ده ته دوكه وركولاى شي.
هغه زلميو ته په هُو كې ځواب وركړ او د هغوى د ډلې مشري يې ومنله. اوس به نو هغوى په شریکه ډاكې وهلې. هغه دغه زلميان په پرله پسې ډول مختلفو ځايونو ته ولېږل. دغه زلميان به د هغه په نښه كړي هدف ته رسېدل، شوكه به يې وكړه او په ډکه منګول به واپس راغلل او د خپلې وعدې سره سم به يې څلورمه برخه جحدر ته وركړه.
د جحدر باور په دې زلميانو لا پسې پخېده او دا يې وګڼله چې دغه زلمي د ده لپاره ډېر مخلص دي، ورځ تر بلې يې پرې اعماد سواكېده. كله چې دغو زلميانو ته يقين وشو چې جحدر په دوى اعتماد كوي، نو د خپلې اصلي ذمه وارۍ په فكر کې شول. د څوارلسمې سپوږمۍ راختلې وه، هوا يخه او فضا خاموشه وه. دغه خلق د يوې لويې ډاكې نه پس خپل ځاى ته ستانه شوي وو. ټول ډېر ستړي وو. جحدر سمدستي خپله توره وويستله او يوې خوا ته یې كېښودله او په خواږه خوب بې غمه ويده شو، يخ شمال د هغه په خوب باندې نور هم د غفلت څادر خپور كړ، بل اړخ ته زلمي د داسې موقعې په لټه كې وو، يو بل ته يې اشاره وكړه.
هغوى د مخكې نه يوه مضبوطه رسې تياره ساتلې وه، هغوى د برېښنا د پړک په شان په تيزۍ سره پورته شول او سترګو په رپ كې يې د جحدر لاس او پخې وتړلې. جحدر چې راوېښ شو، ويې لېدل چې بېړۍ يې په طوفان كې ګېره ده. د سترګو نه يې د اور بڅر كي الوتل، هغه وغرېده خو فورًا ورته په خوله كې څه ټوټه وركړې شوه. پوليس هم مرستې ته راورسېدل. لږ وخت پس هغه د يمامې ګورنر مخې ته ورسول شو. بې شكه دا د دغو زلميو ستره كارنامه وه. ګورنر ددغه مجرم په نيول كېدو د الله تعالٰى شكر وباسه او زلمي یې په انعامونو ونازول. ويې ويل: بَارَكَ اللهُ فِيكُمْ تاسو ډېر ستركار ترسره كړ .
د يو خطرناك ډاكو نه خلقو ته نجات حاصل شو. سمدستي يې د پوليسو يو ټولی جوړ كړ او په ډېره سخته نګرانۍ كې يې حجاج ته د لېږلو بندوبست وكړ. كله چې خلقو ددغه ډاكو په نيول كېدو خبر شول، نو بې حده ډېر خوشاله شول، د هر سړي دا خواهش و چې هغه وويني، كله چې د حجاج بن يوسف په طرف د جحدر وړونكې قافله روانه شوه، نو په لارو كوڅو كې د خلقو ډېره لويه ګڼه ګوڼه جوړه شوه، ټول خلق د دغه باتور ډاكو د لېدلو لپاره له كورنو راووتل. د خلقو خيال و چې هغه به ډېر چاغ او غټ سړی وي او ښه د لوړ قامت څښتن به وي، خو هغوى هغه وخت ډېر حيران شول كله چې يې وليدل چې د يو درميانه قد والا او د وړوكي سر والا مريض غاړی سړی په زولنو كې تړلی روان دی. د جحدر قافله حجاج ته ورسېدله.
هغه هم د ده ليدلو ته ليوال و، هغه فيصله وكړه چې د خپلو امراءو او درباريانو سره يوځاى به د جحدر سره ويني. د لږ ځنډ وروسته جحدر د حجاج په دربار كې په پوره وقار او اطمينان سره ولاړ و.
حجاج پرې يو ځغلند نظر واچاوه. هغه ته دا خبره د حيرانۍ وړ وه چې دی په دومره باوقار نداز سره زما په مخ كې ولاړ دی. په دروند او لوړغږ یې وپوښت: ته جحدر يې؟ هو، زه د ربيعه زوى جحدر يم. ته داسې خطرناكو جرمونو ته څه شي هڅولی يې؟ هغه په ځواب كې وويل: ظُلْمَ الزَّمَانِ، وَ جُرْأَةُ الْقَلْبِ، وَ إِفْلَاسُ الْجَيْبِ وَ جُبْنُ النَّاسِ ’’د زمانې ستم، د زړه جرأت او زړوتيا، غريبۍ او د خلقو بزدلۍ.‘‘ حجاج د هغه په دې ځواب سره ډېر متاثر شو چې دا سړی خو ډېر فصيح ژبی دی، د مرګ په غاړه ولاړ دی او بيا هم په دومره بې كاكۍ او زړورتيا سره يې داسې ځواب راكړ.
حجاج بله پوښتنه وكړه: ايا تاته معلومه ده چې ستا د خطرناكو جرمونو او غلطو كارونو انجام څه دی؟ جحدر: ته ما خپل باډې ګارډ ونيسه او په خپلو خاصو كسانو كې مې شامل كړه، زه به داسې كارنامې ترسره كړم چې ته به حيران شې. حجاج: ته به زما باډې ګارډ جوړېږې، هاهاها، يو ډاكو او زما باډي ګارډ. ستا په شان ناكاره خلق د غلا او ډاكې نه غير د بل څه فكر نشي كولای. اوس ته د خپل مرګ نه سوا د بل څه تمنا مه كوه. جحدر: ای اميره! كه ته د خپلو دښمنانو په خلاف زما منصوبې او حكمت عملي واورې، نو ډېر به خوشاله شې. حجاج: ځه نو مونږ اول ستا د بهادرۍ او باتورۍ تجربه كوو او ستا د مقابلې بندوبست كوو.
جحدر: الله دې امير ته نور هم عزت او احترام وركړي، زه د هر قسمه تجربې او مقابلې لپاره تيار يم. حجاج: پوهېږې دا مقابله ډېره سخته ده. مرګ له دې نه ډېر اسان دی. جحدر: د چا سره چې زما مقابله كول غواړې، ويې كړه، زه تيار يم. حجاج: دا مقابله به څه د جنګ په ميدان كې نه وي چې ته به د كوم انسان سره په جنګ ورځې. جحدر: زه د هر قسمه مقابلې او امتحان لپاره تيار يم. حجاج: بيا واوره! ستا دا مقابله به چېرې د انسان سره نه وي. جحدر: زه د مقابلې لپاره تيار يم اګر كه زما مقابله د كوم پېري سره ولې نه وي. حجاج: خو دا مقابله د كوم پېرې سره هم نه ده. نور بیا
جحدر: ای اميره! زه د يو ساعت نه ستا د اطاعت په دائره كې ولاړ يم ، څنګه چې دې زړه غواړي، ما و ازمايه، زه تيار يم.
حجاج: مونږ به تا د يو وږي زمري مخې ته ودروو، له تا سره به د يوې تورې نه سوا بل څه نه وي. كه زمري ته ټكړې ټكړې كړې، نو ته به خپل انجام ته ورسېږې او كه تا هغه وواژه، نو مونږ به دې معاف كړو.
حجدر: الله دې د امېر سره ښه وكړي! مطلب دا چې د معافۍ او د خلاصې څه لاره پيدا شوه.
حجاج: دومره د خوشاله كېدو حاجت نشته. ستا خوش فهمي له حده وتلې ده، ډېر ژر ستا مقابله د يو وږي زمري سره كېدونكې ده. حجاج امر وكړ چې جحدر زندان ته واچوئ. او تاكيد يې وكړ چې ډېر خونكاره زمری دې دوه درې ورځي وږی وساتل شي چې د حجدر مقابله وكړي......
بيا هغه ورځ راورسېدله چې د وړوكې كوپړۍ والا يو سړی د زمري سره د مقابلې دپاره ميدان ته وځي. دغه ورځ د عام معمول نه ډېر ه ګرمه وه، ميدان داسې جوړ شوی و چې په ځمكه كې كنده كېندل شوې وه، څلور اړخ ته ترې مضبوط ديوالونه وهل شوي وو، دوه دروازې يې ويې يوه دروازه د زمري د داخلېدو وه او بله د جحدر د ننوتلو دپاره.
حجاج د خپلو وزيرانو، اميرانو او نورو مشرانو سره يو ځاى د دې مقابلې د ليدلو دپاره راغلی و، عام خلق هم د ډېرې ګرمۍ باوجود راغلي وو۔. د خلقو په زړونو كې د جحدر لپاره سخت نفرت و، خو د دې سره سره كله چې به هغوى ته دا خيال راته چې اوس به دی د يو وږي زمري سره مقابله كوي، نو د جحدر سره به يې خواخوږي پيدا شوه.
حجاج د مقابلې د شروع كېدو اعلان وكړ، د زمري د پنجرې دروازه خلاصه كړی شوه، زمری په ډېر شدت او غراري سره ميدان ته داخل شو، هغه له لوږې ناقراره و، په ميدان كې يې يو خوا بلې خوا منډې شروع كړې. دا ډېر غټ زمری و، سر يې هم ډېر لوى و، خوله يې پرانستې وه، د هغه اوږده اوږده خونكاره غاښونه بهر راوتي وو، د سترګو نه يې د غصې سكروټې غورځېدلې، خلقو ته دا يقين و چې په څو لمحو كې به د جحدر جسم ټكړې ټكړې شي۔.
حجاج بله اشاره وكره ، د جحدر دروازه خلاصه كړی شوه، د جحدر د بدن زياته حصه بربنډه وه. په لاس كې يې توره وه هغه د حجاج مخې ته راغی او خپل سر يې اوچت كړ، توره يې وخوزوله او په پوره قوت يې وويل:
أَعَزَّ اللهُ الْأَمِيرَ ....هٰذِهِ سَاعَةُ النِّهَايَةِ، فَهَلْ أَنَالُ عَفْوَكَ إِنِ انْتَصَرْتُ؟
’’الله دې امير عزتمند كړي، دا د پای ساعت دی، كه زه كامياب شم زما دپاره معافي شته؟‘‘
حجاج: هو! كه ته لاس بری شوې، نو تاته معافي شته۔.
سپاهيانو جحدر ميدان ته ورټېل وهه، هغه ميدان ته بې له كومې وېرې داخل شو، داسې ښكارېده، لكه هغه د كومې هوسۍ ښكار ته روان دی، كله چې زمري وليدل چې يو انسان ميدان ته راغی، نو وغړمبېده، د حاضرو كسانو زړونه ورپېدل. د ډېرو باتورانو په تندو خولې راماتې شوې، د وېرې له وجې ډېرو بهادرانو خپلې سترګې بندې كړې. بل اړخ ته جحدر په ډېرې د لېرۍ د زمري په طرف ورروان شو او زمري ته يې په خطاب كې دا شعر ووايه:
لَيْث وَ لَيْث فِي مَجَالٍ ضَنكٍ
كِلَاهُمَا ذُو قُوَّةٍ وَ سَفكٍ
’’دواړه زمري په يو تنګ ميدان كې دي. دواړه زمري ډېر طاقتور او خونكاره دي.‘‘
خلق حيران وو، جحدر د توقع په خلاف د زمري په طرف ورروان شو. هلته زمری ښه په زور وغړمبېده. زمري چې وليد چې د هغه په طرف ورروان دی، نو ورټوپ یې كړ، جحدر هم تيار و، فورًا په څنګ شو او سمدستې يې په زمري حمله وكړه، زمری پاڅېده چې د تورې ګذار پرې ولګېد، ګذار اګر كه ښه زورور و خو وژونكی نه و، زمري شاته ټوپ كړ. د زخمي كېدو په وجه هغه هغه مسلسل غرېده، د هغه د بدن نه د وينې فواره خوټېدله، هغه په ډېر خطرناك اندازه كې خپله خوله پرانستله، د هغه خونكاره غاښونه نور هم تېز شول، هغه په جحدر باندې د حملې دپاره راتاو شو، جحدر د برېښنا د پړق په شانې ورمخې ته شو او په څټ يې داسې ګذار ورخلاص كړ چې د زمري سر يې پرې شو او د څټ سره زوړند شو. زمری په ځمكه وغورځېده.
خلقو د تكبير اسمان څېروونكې نارې پورته كړې او د جحدر سره د هغوى نفرت په مينه بدل شو. تر هغه وخته چا داسې زړور سړی نه وليدلی. خلقو وويل: كاش! ددې سړي بهادري او ستر قوت د قتل او شوكمارۍ په ځاى د نېكۍ او ښېګنې په كارونو كې استعمال شي.
جحدر د خپل مخ نه خوله وچه كړه. او د حجاج په طرف روان شو، خپل لاس يې ور اوږد كړ، حجاج پاڅېده او لاس يې ورسره ميلاو كړ۔. او ورته ويې وويل:
مَا أَشْجَعَكَ يَا جَحْدَرُ!
’’جحدره! ته څومره زړور يې!‘‘
زه تاته دوه اختياره دركوم يا خو ته معزز او د احترام وړ شه او زما سره پاتې شه او يا په دې شرط يمامه ته واپس لاړ شه چې اينده به په چا ظلم او زياتی نه كوې.
جحدر ته معلومه وه چې حجاج د خپلې وعدې پابند دی. هغه وويل: زما د پاره غوره دا ده چې زه له تا سره پاتې شم او ستا خدمت وكرم. زه له تا سره وعده كوم چې نور به زما توره او زما قوت د باغيانو او د ا سلام د دشمنانو په خلاف استعمالېږي.
حجاج د هغه خبره ومنله، جحدر هم د زړه نه توبه وېستله، اوس هغه ډاكو نه و، بلكې د خلقو د ځان، مال او ابرو حفاظت كوونكی شه، هغه خپل تعلق د رب تعالٰى سره ونښلاوه او خپل ژوند يې په لمونځ، روژه، تهجد او جهاد في سبيل الله كې تېرول شروع كړل.¡
(البداية والنهاية: 125/9، تاريخ مدينة دمشق: 149/12.)