دغه قانوغو ړم
شاعر- ارواښاد سیف الرحمن(اشنا) 27.09.2014 12:34زه نور څه نه غواړم بدلون غواړمه
ژوند کې ښایست ښکلی سمون غواړمه
چې خزان شوې هیلي بیا غوړوي
دغـه شان کار دغه قانون غواړمه
په وچو شونډو چې موسکا راولي
ستا نه ساقی داسی جنون غواړمه
لکه فولاد په ټینگ تکل پسی ځم
له تورو شپو نه سباوون غواړمه
چــې توفانونو کې لیلا لټـــوی
د لیونتوب هغه مجنون غواړمه
د زمانې ســتم ځپلــی یم ډیـــر
نور د ظلمونو نه بیلتون غـواړمه
شمعه د علم بــه تل بله ســاتم
لکه (اشنا) داسی پښتون غواړمه
خبرونه
- د ادریس خټک لور وایي پوځي عدالت کې یې د پلار مقدمه په روڼ ډول نه ده چلول شوې
- په بلوچستان کې بارانونو د یوه کور د درو تنو په ګډون پینځه مزدوران مړه کړي
- حکومتي رپورټ: د پاکستان د پوځي مشر په ګډون د شاوخوا 27 لکو پاکستاني وګړو شخصي معلومات غلا کړل شوي دي
- تاجیکستان د مسکو د موسیقۍ په یو تالار د وسله وال برید په تړاو ۹ تنه نیولي– سرچینې
- جو بایډن: نړۍ اؤ سیمې ته د ورپېښو چیلنجونو د مقابلې لپاره به امریکا د پاکستان تر څنګ ولاړه وي
- غور کې د یوې ۱۷ کلنې نجلۍ د قضیې جنجالي کېدل؛ « طالبان پکې ښکېل دي»
- امریکا کې د افغانانو تکفین او تدفین - ژوند په امریکا کې
- په شام کې د اسرایل په بمبارۍ کې د پوځیانو او شپږ حزب الله جنګیالیو په ګډون 42 تنه وژل شوي
- شننې او څیړنې، مقالې
- .
- کتابونه پاڼې پاڼې
- .
- روانې چارې او بېلابېل
- .
- بېلابیلې ټولنيزې ليکنې
- .
- علمي لیکنې
- .
- شعرونه
- .
- افغانیزم
Copyright © tolafghan.com 2002-2019